د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټرعبدالواسع (قانع)

21.11.2010 11:06    |   ډاکټرعبدالواسع (قانع) د غوا اوښکې اود افغان سیاست مدار چړچې

څه موده وړاندې دهیواد دروند او ملي مشر ډاکټرفاروق اعظم دخپلو دوونیمو کلونو منډو ترړو پا یلې دافغانستان یو زیات شمېر مشرانو ته واورولې . ډاکټرصاحب اعظم په حقیقت کې د افغانستان د اوسني بحران دحل لپاره یوه بشپړه نسخه وړاندې کړه. نسخه خو پخپل ځای د ډیر اهمیت وړ وه، خو ورسره ډاکټرصاحب دخپلو خبرو په جریان کې یوه ډیره په زړه پورې کیسه هم وکړه. ډاکټرصاحب اعظم وویل چې یو وخت کې مې یوه غوا د ر لوده او دې غوا یو بچۍ و زیږاوا. له بده مرغه د غوا بچۍ ترډیره ژوندﺉ پاتې نشو او له پیدایښت څخه څو ورځې وروسته مړشو. ډاکټر صاحب وايي زه دې غواته متوجه شوم چې خپل مړه بچي ته یې کتل او له سترګو یې اوښکې روانې وې. ډاکټر صاحب د کیسې په دوام وویل چې ډیر د افسوس ځای دی چې نن په افغانستان کې د ورځې لږ ترلږه۵۰ کسان د جنګونو له لاسه مري خو په ډیرو افغانانو کې دهغې غوا په اندازه احساس نشته چا چې پخپل بچي باندې ژړل. په داسې حال کې چې هره ورځ مو یوزیات شمېر هیوادوال د غم په ټغر کیني، زمونږ دهیواد د بیلابیلو سطحو مسولین، دهیواد رسنۍ او د هیواد هغه په درانه خوب ویده اکثریت بیلابیل جشنونه لمانځي ، مزې او چړچې کوي. دلته زمونږ خواږه پیغمبر یو مبارک حدیث راوړم چې فرمایي : مسلمانان یوله بل سره په مینه او ترحم کې دیوه بدن په څیر دي، که دبدن یوه برخه کوم درد ولري، نو نور ټول غړي ورسره په تبه او په ویښه شپه تیرولو کې ملګرتیا کوي. همدارنګه دپخواني خراسان یو ستر

17.02.2008 19:21    |   ډاکټرعبدالواسع (قانع) داطلاعاتو اوکلتورښاغلی وزیر! مربی لرې کنه؟