د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر هېواد همت

15.02.2016 10:30    |   ډاکټر هېواد همت د ګډ حکومت جوړولو سوژه او دسیسه د چا وه ؟

اول خو به دا خبره وکړم ، چې د اوسني نظام سرنوشت سره یوازې د ولسمشر محمد اشرف غني سرنوشت ندی تړلی .که دا نظام له منځه ځي نو یوازې به اشرف غني له منځه نه ځي . بیا به دا ټول ډنډوره چیان لکه د طلوع تلویزون ، یک تلویزون ، د شمال ټلواله ، د حراست ډله ، مجاهدین ، قانع ، ځلاند ، حامد کرزی ، سپنتا ، خرم ، یحیا ، ملي شورا ، امرالله صالح ، پتمن ، فاروق وردګ ، انورالحق اهادي او بلاخیره لنډ به ووایو چې د افغانستان هر میشت وګړی به ددغه نظام د چپ کیدو ضرر خوند ضرور او حتمي واخلي.خو که چیرې دا نظام شتون ولري او تقویه شي . نو دا پورته ټول کسان به د دیموکراسی نور پړوانو هم تمرین کړي.

11.02.2016 10:20    |   ډاکټر هېواد همت د افغانستان سیاسي سقوط

د امریکا یوه لوړ پوړي د پټو رازونو چارواکي د امریکا سنا مجلس په استماعیه غونډه کې دا خبره کړي ، که دې افغانستان اوسنۍ حالت همداسې دوام وکړي نو ددې امکان شته چې دې دوه زره شپاړسم کالې جریان کې د سیاسي سقوط سره مخ شي .

31.05.2009 12:39    |   ډاکټر هېواد همت د ایرو څلی مې وران نکړې ورو تير شه