د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر نبي مصداق

08.06.2016 12:50    |   ډاکټر نبي مصداق پاکستان- د پیشو او موږک لوبه

افغانستان د نړۍ په داسې یوه برخه کې پروت هېواد دی چې بې له ترکمنستان او چین نه نور پنځه هم سرحدي هېوادونه، ډېر اخلاص ورسره نه لري. د دې پنځو هېوادونو نه ځنډنی ایران او د پرون زېږېدلی پاکستان، د افغانستان د آرامۍ او پرمختګ غټ دښمنان دي.

09.03.2016 11:11    |   ډاکټر نبي مصداق د سردار محمد داؤد خان د درنښت مقبره

د مارچ په لومړۍ نېټه د قندهار ځینو مشرانو د فقید داؤد خان د وراره د لمسي سردار نادر نعیم په ګډون له ولسمشر اشرف غني سره لیدنه درلوده او د دې مشرانو په غوښتنه، ولسمشر نه یواځې د افغانستان د لومړي جمهور رئیس شهید داؤد خان د مقبرې جوړول ومنل؛ خو د خپل شخصي ۲۰.۰۰۰ ډالرو د اهدا ژمنه یې هم وکړه، چې د حکومت ۴۰۰.۰۰۰ زره افغانیو سره په ګډه دا مقبره جوړه شي.

18.02.2016 12:16    |   ډاکټر نبي مصداق تر څو به دا تلفات وي؟

د افغانستان د تېرو ۳۸ کالو غميزو، یو هم هغه زړه بږنونکي ارقام دي چې ملل متحد او نورې معتبرې نړیوالې ادارې یې د هر کال په پای کې خپروي. په دې ارقامو کې په زرګونه بې نومه او په ټوله کې د بې ادرسه افغانانو د مړینې او ژوبلېدنې شمېرې خپرېږي.

11.02.2016 11:18    |   ډاکټر نبي مصداق ضیا مسعود پر ملېشو ولایتونه ساتي

د افغانستان د ملي یوالي حکومت چې ویل کېږي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په نوښت جوړ شوی، افغانانو ته وښودله چې ۳۵۰ ميلیونه ډالر چې د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو مصرف شول، بابېزه وګڼل شول.

24.12.2015 12:52    |   ډاکټر نبي مصداق د ټول ټاکنو په سیستم کې بدلون ته اړتیا نشته!

د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې یوه لویه بې نظمي په هغه وخت کې رامنځته شوه چې د ټاکنو په سیالۍ کې یو لوري خپله ماتې نه منله او د همدې بې باورۍ له امله بالاخره د اتو میلیونو خلکو هره رایه څلور ځلي وشمېرل شوه. د ټولو اتو میلیونو رایو په شمارلو کې ۲۰۰۷ کسان چې درې سوه تنه یې د ملګرو ملتونو، د اروپا د ګډ بازار، امریکايي او نور متخصصین وو، شامل ول.

20.12.2015 13:10    |   ډاکټر نبي مصداق د حراست او ثبات اعلان شوې شورا

پرون، د لیندۍ په ۲۷ مه ځینې تنظیمي مشرانو، د ملي شورا غړو پخواني او دولتي مامورینو، د امنیت او ثبات د ټینګښت تر نوم لاندې، غونډه لرله او د افغانستان د حکومت په کمزورۍ یې نیوکې وکړې. حتی دوی وویل چې ترهګر غواړي افغانستان خپل مرکز وګرځوي او زموږ ملت بیا په جنګونو کې را ګیر کړي. خو دوی، بې له دې چې د جهاد او جهادي مشرانو له ادرسه داسې خواشینۍ څرګندې کړي و یې نیول چې څرنګه په عمل کې، د ترهګرو او ګاونډیو هېوادونو په مقابل کې به ودرېږي.

13.12.2015 13:32    |   ډاکټر نبي مصداق ولې الکترونیکي تذکرې نه توضیع کېږي؟

زموږ حکومتونه له هغه وخته چې متوجه شوي دي چې هر افغان وکړی باید د خپل هویت د تثبیت لپاره، د بشپړ شهرت یوه وثیقه ولري، نو د تذکرو له لارې یې د اکار ترسره کړیدی. د همدې تذکرو له مخې به ځوانان عسکرۍ ته جلبېدل، د کار کسان به پر حکومتي کارونو مقررېدل او داسې نور.

01.12.2015 11:28    |   ډاکټر نبي مصداق ننګرهار پوهنتون داعشګاه نه دی

د ننګرهار پوهنتون له یوې لسیزې نه را پدېخوا د پېښور د ځینو تنظیمونو د سیاست ساحه ګرځېدلې ده. څه موده وړاندې چې د یوې مظاهرې په لړ کې، د همدې تنظیمونو د ځینو استادانو په لمسون، شاګردانو ته د داعش، طالب، حزب اسلامي او نورو مذهبي ډلو لخوا، بیرغونه ورکړل شول چې نه یوازې د ننګرهاریانو؛ خو د ټولو افغانانو د شوک او تعجب سبب وګرځېد. ځکه چې داعش د وحشت کارونه په شینوارو کې پیل کړي، لکه سپین ږېري په بمونو الوزول، تنکي نو تولد ماشومان، ټوټې پرچې کول او د خلکو کورونه سوځول او داسې نور غیر انساني او غیر اسلامي اقدامات؛ بیا په یو عملي مرکز کې د داسې وحشیانو بیرغ پورته کول، ټول مبهوت کړل.

15.11.2015 12:06    |   ډاکټر نبي مصداق خوشبیني که بد بیني!

د خوشحال اصفي په نوم یو ځوان هره ورځ خپل زیات وخت د ملي یوالي حکومت د پروزولو لپاره وقف کوي او په هر کوچني منفي اړخ څو پرګرافه تبصره کوي. په دې کې شک نشته چې د ملي یوالي حکومت له دوو مختلفو قطبونو څخه جوړ شوی دی چې په خپل منځ کې ګړاونه لري؛ خو ښه والی یې په دې کې دی چې د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د مقابل لوري د نفې پر ځای هغه په غېږ کې نیول شوی؛ څو زیار و وېستل شي چې ژبني، سمتي او مذهبي اختلافات له منځه یوسي او د افغانستان د راتلونکي پرمختګ لپاره مناسبه موقع برابره کړي، تر څو دا پورتني مخالفتونه لکه د تېرو دورو په شان بیا رامنځته نه شي.

01.07.2013 20:42    |   ډاکټر نبي مصداق په انتخاباتو صلحه نه راځي

که په افغانستان کې د نسبي واقعي دیموکراسې د پلی کیدو امکانات هم وی نو بیا به د افغانستان اکثریت وګړو د انتخاباتو نه پلوي کړې وی. خو په تيرو دو انتخاباتو کې دومره درغلې او لاس وهنې وشوي چې بې د اوسنیو ذيدخلو کسانو نه ، چې خپلو ګټو ته به دوام ورکړي او موجوده رشوت اخيستل او په ټولو امکاناتو سره خپلې سوء استفادې لاهم پسې زیاتې کړي، د ملت اکثریت لپاره بله معنی نلري. ددې هيره هم شته چې ۲۰۱۴ د خارجي عسکرو په وتلو سره به د ډالرو باران ودريږي او دا موجوده شرمښان به د وطن د معدنونو په خرڅولو لاس پوري کړي ترڅو که د هغو سوري جيپونه ډک کړای شي. پس انتخابات به، همدا موجوده کسان ، چې په اختلاس او درغلیو کې ېې لاهم مهارت هم پیدا کړی، بیا صحنې ته راولي.

27.02.2012 18:28    |   ډاکټر نبي مصداق- واشنګټن فارسي – پښتو قاموس ته يوه کتنه

ډير خوشاله يم چې ګران انجنير تېمور شاه یوسفزي دا زحمت ګاللی چې د فارسي نه پښتو ته قاموس ېې ليکلی دی. د يوې ژبې دقاموس ليکنه ډير زحمت او حوصله غواړي. دا زحمت د هغه چا لپاره چې ژبپوهنه ېې نه وي لوستي ، په هره برخه کې د کړاؤنو بالل دي. خو له بده مرغه څو تنه چې خوار افغانستان د ژبپوهنې لپاره خارج ته وليږل يا ېې هلته خپل شق او مسلک ته تغير ورکړ او يه هم د تحصيل له ختمېدو وروسته ، تر نن ورځې په تيره بيا په پښتو باندې ډير لږ داسې کار کړی چې زيات شمير ورڅخه استفاده وکړي.

17.01.2011 23:45    |   ډاکټر نبي مصداق دسیال افغانستان د ژغورنې پلان

په دې کتاب کې به تاسو د ډیرو خواخوګو او زړه سوانده پوهیالیو نظرېې د افغانستان دجنګ د ختم او د امنیت د ټینګولو په باب ولولې۰

20.10.2010 18:52    |   ډاکټر نبي مصداق Discrimination against Pashtuns

This letter was sent to: U.S. President Barack Obama; Secretary of State Hillary Clinton,; Chairman of Senate Foreign Relations Committee John Kerry and Ranking Member Richard Lugar; German Bundeskanzlerin Angela Merkel; British Foreign Minister, William Hague; Britain’s Department for International Development (DFID); Fulbright scholarships; Director General of UNESCO Mrs. Irina Bakova; President of the European Union, Mr. Jerzy Buzak; Ministry of Education India; editors of major U.S. newspapers and other important personalities. German scholarship Institute; Ambassador Vygaudas Usackas, European Union Special Representative in Afghanistan and Head of the EU Delegation to Afghanistan, This campaign will continue until this injustice is stopped.

17.08.2010 12:42    |   ډاکټر نبي مصداق,واشنګتن افغانستان څوک تجزيه کوي؟

د افغانستان د تجزيه خوبونه له هغه کاله (1709) چې ميرويس نيکه د صفويانو 150 کلنه اداره په قندهار او بيا هرات کې ختمه کړه، وقتإ فوقتا د غليمانو لخوا، تر اوس پورې ليدل لري. د افغانستان په ختيځ کې چې تر کابل او کله کله به تر غزني پورې د مغلو په لاس کې ؤ ، د بايزيد روښان (1525-1585) او د هغه حتی تر لمسي پورې (16 او 17