د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر محمد فريد بزګر

28.01.2011 23:43    |   ډاکټر محمد فريد بزګر کله؟

نن دې د سبا په تمه ورځ کړله سبا

17.01.2011 23:44    |   ډاکټر محمد فريد بزګر د خښتې پريمينځل، د افغانستان جوړونې بهرنۍ نسخه!

يو سهار چې کله په دفتر کې خپلې کوټې ته ننوتم، زما ميز د معمول خلاف پاک او ټول کاغذونه او د ميز د سر سامان خورا منظم شوی وو، او په يوه نوې پلاستکي ټوکرۍ کې کاغذونه راټول شوي وو. هم حيران شوم هم خندا راغله چې زما دې ګډوډ ميز ته د چا سودا شوې وه. بيا مې فکر ته Philip Simpson راغی، چې حتماً به دا کار هغه کړی وي، دغه انګليسي سړی زموږ په دفتر کې د يوې څانګې مشر وو، له نورو سره يې فرق دا وو، لکه د افغانانو يې په هر څه کې کار وو، کوښښ يې کاوه چې له نورو سره مرسته وکړي. نو د هغه کوټې ته ورغلم او سهار په خير مې ورته وويل، په خندا يې سر راپورته کړ، ما ورته وويل: ولې خاندې؟ ويې ويل: همداسې. خو ويې ښودله چې کار هغه کړی دی.

12.01.2011 20:59    |   ډاکټر محمد فريد بزګر عينکې

د کمونستانو په وخت کې به مو وروسته له هر لمانځه دعا کوله چې: الله ما وبښې، زما مور او پلار وبښې، خويندې ورونه مو وبښې، نيا نيکونه خپل خپلوان مو وبښې، دوستان اشنايان او جمله مسلمانان مو وبښې، له بدو او ناروا مو وساتې، نيکې لارې ته مو هدايت کړې، جنت مو نصيب کړې، مسلمانان او خاصتاً افغانان په خپل حفظ کې وساتې، د ظالم له ظلم، د خلق او پرچم له ظلم د روسانو له ظلم مو وساتې....

10.01.2011 20:35    |   ډاکټر محمد فريد بزګر بې پوښتنې پښتانه!

خبر ځان ته ځانګړتياوې لري او هر څه خبر نه شي کيدای. خو هر غير معمول څه خبر دی. دا د خبر لنډ تعريف دی. مثلاً که احمد هره ورځ شيدې (پۍ) څښې خبر نه دی خو که کومه ورځ هغه دفعتاً له شيدو سره حساسيت څرګند کړي دا خبر دی. يا محمود هره ورځ له يوې لارې تيريږي خبر نه دې خو که په دغه لاره کې هغه د سپې په وسيله وداړل شي دا خبر دی. پاسني مثالونه د احمد او محمود د کورنيو او خپلوانو لپاره خبر کيدای شي خو که دغه خبره بل چا ته چې احمد او محمود ونه پيژني خبر نه شي کيدای، او له اوريدلو سره به يې هيڅ علاقه هم څرګنده نه کړي.

20.12.2010 20:10    |   ډاکټر محمد فريد بزګر (Gouda Kass) د پښتون نه! خودا چيس

په يوه بهرنۍ موسسه کې مې د کار لومړنۍ شپې ورځې وې، په دغه موسسه کې پرته له ما او يو څوکيدار څخه نور ټول بهرنيان وو، يو څو پاکستانيانو هم پکې کار کاوه. فکر کوم ۱۹۹۶ کال وو، په ټول دفتر کې مو يو کمپيوټر درلود. د دې لپاره چې له دغه کمپيوټر څخه مو ډيره ګټه اخيستی وي، نو د هغوی چې کمپيوټر يې پکاريده يو مهال ويش يې ورته جوړ کړی وو، کمپيوټر د دفتر په مالي کوټه کې وو، چې زمونږ مالي مسووله يوه ډيره مهربانه هالينډۍ ښځه وه. ما اجازه درلوده چې په اوونۍ کې دوه ورځې له دوو بجو څخه تر څلور بجو پورې کمپيوټر استعمال کړم.

12.10.2010 16:51    |   ډاکټر محمد فريد بزګر د ولسمشر ایکسیل شيټ (Excel sheet list)

کله يو څوک داسې خبر واوري، يا يي وګوري چې بيخی حيران يی کړي، په سترګو او غوږونو بې باوره شي، فکر کوي چې کيدای شي هسې وهم وي. يو له دغه حيرانونکو خبرونو څخه د سولې د عالي شورا نوم لړ وو، چې په دې وروستیو کې اعلان شو.

07.09.2010 09:25    |   ډاکټر محمد فريد بزګر موږ به هغه کوو، څه چې تاسې وويل!

دروند او قدرمن ليکوال، شاعر، تاريخپوه او سياست پوه جهاني صاحب د افغانستان د معضلی د حل او د مظلومو افغانانو د غږ اوريدلو ډیره په زوړه پورې لار مخې ته ايښې ده (موږ به څه کوو؟). تر څو به موږ د نورو په اوږو سپوږمۍ ګورو. راځۍ چې پخپله يي پيل کړو او نور موږ ته وګوري چې څه کوو، وخت حساس او مسوولیت دروند خو شونی دی. زه فکر کوم چې مطلق اکثریت به له ښاغلی جهانی صاحب سره هم غږی وی. راځۍ چې پرې نږدو دا غږ غلی شي، دا باید يو طوفان شي، يو جکړ شي او د دښمن غوږونه کاڼه کړي.

30.08.2010 15:01    |   ډاکټر محمد فريد بزګر انتخابات ټوکی نه دي!

راځۍ د بلخ له پښتنو يي زده کړو! نن می يو ښه خبر ولوست چې د بلخ پښتنو د خپل سرنوشت لپاره يوه ستره غونډه کړي وه، او ولسي جرګې ته يي د نوماندانو شمير له ۲۲ څخه ۱۱ کسانو ته راټیټ کړای دي.

30.08.2010 15:00    |   ډاکټر محمد فريد بزګر انتخابات ټوکی نه دي!

راځۍ د بلخ له پښتنو يي زده کړو! نن می يو ښه خبر ولوست چې د بلخ پښتنو د خپل سرنوشت لپاره يوه ستره غونډه کړي وه، او ولسي جرګې ته يي د نوماندانو شمير له ۲۲ څخه ۱۱ کسانو ته راټیټ کړای دي.

15.02.2010 15:27    |   ډاکټر محمد فريد بزګر يوازې افغان ملت او حزب اسلامي نه بلکې ټول پښتون او مسلمان ملت دې يې ولولي

يوازې افغان ملت او حزب اسلامي نه؛ بلکې ټول دې يې ولولي