د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکتر رحمت ربي ځیرکیار

25.04.2016 10:02    |   ډاکتر رحمت ربي ځیرکیار په امریکا او جر مني کې د ولسواکۍ او ژوند مقایسه

په امریکا او جر مني کې د ولسواکۍ او ژوند مقایسه ډاکتر رحمت ربي ځیرکیار HYPERLINK "mailto:zirakyar1234@yahoo.com" zirakyar1234@yahoo.com ۲۰ اپـریل ۲۰۱۶/۱ ثـور ۱۳۹۵ امریکا او جرمني دواړه فـدرالي هیوادونه دي او هر یـو یې ولسمشر(جمهور رئیس) لري. خو امریکا په ریاستي حکومتي نظام چلیـږي او جرمني په صدارتي حکومتي نظام. د جرمني ولسمشر د دولت مـشر(هـیډ آف سټـیټ) دی چې د المان د ولسي جرګې (بوندېسـتاګ) د غړو او د المان د INCLUDEPICTURE "http://www.zonu.com/images/500X0/2009-09-18-8560/Germany-Small-Political-Map.gif" \* MERGEFORMATINET 
 ۱۶ ایالتونو د ایالتي ولسي جرګو د غوره شوو اشخاصو په واسطه غوره کـیـږي. د دغه ډول غوره شوو اشخاصو شمیرباید د المان د ولسي جرکې د غړو د شمیرسره مساوي وي. دغه سیاسي جوړښت په جرمني ژبه کې «بـونـدېسـفـرزملـونګ» (فـډرال کـنـوینشن)/فـدرالي جـرګه نومیـږي، او یواځینۍ وظـیفه یې د ولسمشر غـوره کول دي. ولسمشر ته «بونـدېـس پریـزیـدینت» ویـل کیـږي چې د کار دوره یې ۵ کالونه ده. د المان ولسي جرګه د څلـور کلونو لپاره انتخابيـږي. بوندېسرات د امریکې سیناټ او د انګلستان «هاوس آف لورډز» ته ورته دی، په دې توپیـر چې بوندېسرات په غټه کچه مشورتي رول لوبوي. غټه وظیفه یې داده چې د فډرال حکومت د قوانینو مسوده لومړی بوندیسرات ته د مشورې لپاره استول کیـږي چې تبصره پرې وکړي. د امریکې سیناټ د هـر ايــالت له دوه سیناټورانو نه جوړېـږي. په دې ډول یې شمیر سل(۱۰۰) تنه دی، هره دریمه برخه یې د شپـږو کلونو لپاره په جفتو کالونو کې انتخابیـږي او ډېر قـدرت لـري. په امریکا کې «نیویارک ټایمز» او «واشنګـټـنـپوست» اخبارونه په ترتیب سره د جرمني د «زیود دوېچې څایټونګ» او «فرانکفورته روڼـډشَـو» سره پر تله کیدلی شي. د امریکې په ملي انتخاباتو کې چې د ولسمشرۍ کوم کاندید زیاتې رایې وړې وي، حتما ولسمشر نه دی، خو کله یې چې په «غوره کوونکې ډله» («اِلیکتورَل کالیج») کې زیاتې رای وګټلې، نو بیا ولسمشر دی( په غوره کوونکې ډلې به وروسته رڼا واچوم). خو جرمني مخلوط انتخاباتي نظام لري:اکثریتي او نسبي. د دغه نظام یوه ښیګڼه دا ده چې د یوه ګوند د پارلماني کرسیو برخه دقیقاَ د رای ورکونکو د شمیر سره متناسبه ده. دغه تناسب باید لږ تر لږه پینځه سلنې(۵٪) وي: په جرمني کې په انتخاباتې حوضو کې رای ورکوونکي یوه رای هغه چا ته ورکوي چې خوښيـږي یې(یعنې په ګوند پسې یې نه ګرځي چې څوک دی). دغه رای چې هـر چا ګټلې وي، نیـغ د ولسي جرګې غړی وي. رای ورکوونکی دوهمه رای یو ګوند ته ورکوي. په هره ګوندي حوزه کې ګوندونه خپل غړي معرفي کوي او رای ورکونکي یوه ته رای ورکوي په جرمني کې ګوندونه غښتلي دي: ګوندونه انتخاباتي پرځنګ تمویلوي، له دې امله نوماندان (کاندیدان) دېته اړتیا نلري چې غټ لګښت له خپل جیبه وکړي. د جرمني په پارلمان کې ګوندي وفامني ډېره غښتلې ده او ډېر ځلې ګوندیان د خپل ګوند په لیکه روان وي. دګوندونو عایدات د مالیات ورکوونکو له لارې لاسته ورځي. دغه عایدات د ګوندونو د ګټل شوو رایو سره متناسب وي. دغه شان، له غټو تصدیو نه اعانې هم اخلي، او په ګوند کې د غړو د غـړیتوب د حق العضویت له لارې هم خپل عایدات غښتلي کوي. د دې په مقابل کې د امریکې د کانګرس غړي ډېر خپلواک دي: هغوی د خپل انتخاباتي پرځنګ لـپاره خپلې پیسې لګـوي، یـا هغـوی زیار وباسي چې لـه نورو هـمفکـرانو(وګړو اواقتصادي تـصدیو) نه یې لاسته راوړي. ګوندونه له دېنه ځانونه ساتي چې د ولسمشرۍ لپاره په انتخاباتي سیالۍ کې به څوک د دوی استازی وي. دا کار د سریزو انتخاباتو (پرایمریز) له لارې سرته رسیـږي. د کانګرس غړي د خپل شخصي/او یا ګوندیز ضمیر له مخې د هر ډول موضوع په اړه پرېکړه کوي. د کانګرس غړي تقریبَا په پرله پسې ډول د خپلې راتلونکې انتخاباتي مبارزې لپاره د پیسو په لټه کې وي. دا چې د کانګـرس غړي ازاد دي چې د بیلا بیلو موضوعګانو لپاره په خپلو رایو کې بدلون راولي، ثروتمندان په امریکا کې ډېـرسیاسي نفوذ لري، نسبت جرمني ته. تر اوسه، امریګا عملاَ دوه ګوندیز نظام لري(جمهوریتیان او دموکراتان). خو جرمني په څو ګـوندیـز (تقریباَ پینځه ګوندیز) نظام چليـږي. نور ګوندونه هم شته، خو د ۵٪ له پاټک نه نشي تیرېدلی چې د ولسي جرګې غړیتوب وګټلی شي. په امریکا کې ولسمشر د ولس له خوا ټاکل کيـږي او ډېـر قدرت لري. خو په جرمني کې صدراعظم (بوندېسـکنڅـلَـر) د ولسي جرګې له خوا ټاکل کـیـږي. د امریکې سیاسي ګوندونه، د جرمني د سیاسي ګوندونو په ښي اړخ کې ولاړ دي: دبیلګې په ډول، د امریکې دموکرات ګوند ته منسوب ولسمشر بیل کلینټن، د جـرمني د عـیسوي دمـوکراتانو په کيـڼ اړخ کې شمیرل کیـدلی شي. دموکرات ګوند ته منسوب اوسنی ولسمشر بارک اوباما، د جرمني د سوشل دموکراتانو په ښي اړخ کې راتلـلی شي. امریکا سوشل دموکرات ګوند نـلـري، خو په جرمني کې دغه ګوند پخوانی او غټ ګوند دی. واقعاَ، په جرمني کې تقـريـباَ ټـول ګوندونه څه ناڅه سوشل دمو کرات تمایل لري. د امریکې سره په مقایسه کې، کارګري اتحادیـې په جرمني کې ډېـرې قوي دي. خو نیشنلیزم په امریکا کې ډېـر قـوي دي. د امریکې جمهوري ګـونـد، په ځانګړي ډول ولسمشر رانالد رېګـن (۱۹۸۱تر ۱۹۸۹) د کارګري اتحادو سره په ټکـر کې و، خو دموکرات ګوند د کارګري اتحادیـو سـره ښې اړیکې ساتي. د امریکې موسس نیکونو انـدېښنه لرله چې ښایي عادي ولس به د ولسمشر په ټاکنو کې روغ قضاوت و نشي کړای. هغه مهال موسس نیکـونو د سیاسي ګـوندونو تصور نشو کولی. یعنې کله چې سیاسي ګونـدونـه رامینځته شي، غـوره کوونکی ولـس به عموما هغه چا ته رای ورکوي چې HYPERLINK "http://www.centerforpolitics.org/crystalball/content/images/KDK2015050701-map4.png" INCLUDEPICTURE "http://www.centerforpolitics.org/crystalball/content/images/KDK2015050701-map4(600).png" \* MERGEFORMATINET ګوند په نخښه کړی وي. د امریکې د اساسي قانون له مخې، هر ایالت دوه سیناټوران لري، او د تازه وګړشمیـرنې له مخې د ولسې جرکې د غړو شمیر ټاکل کیـږي، په دې ډول: په هر ایالت کې دوه(۲) سیناټوران + د ولسې جرګې د وکیلانو شمیر. د بیلګې په ډول په ۱۹۸۸ کې په کلیفورنیا ایــالت کې د غــوره کونکې ډلـې (اِلیکتورَل کالیج) : دوه سیـناټــوران + ۴۷ د ولــسي جـرګې غـــړي=۴۹تـنه. په ۲۰۱۶ کې په کلیفـورنیا ایـالت کې د غوره کونکې ډلې شمیرپه دې ډول بدلون کـوي: ۲ تنه سیناټوران+ ۵۳ تنه د ولسې جرګې غړي= ۵۵ تنه . یعنې کلیفورنیا د غوره کونکې ډلې (اِلیکتورال کالج) په اړه د امریکې په ټولو ایالتونو کې قوي ایالت دی ځکه چې د وګړو شمیر یې له بل هر ایالت نه غټ دی. د وګړو د شمیر له پلوه دوهم غټ ایالت ټکساس دی چې د غوره کونکې ډلې شمیر یې ۲سیناټوران + ۳۶ تنه د ولسي جرګې غړي=۳۸ تنه. د بیلګې په ډول: که دموکراتان غواړي چې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي، باید د فلوریـډا ایالت ۲۹تنه غوره کونکي وګټي، په داسې حال کې چې شپـږ ایالتونه و بایلي: کولورادو،آیووا، نیوهمـپشیـر، اُوهایُـو،پینسلوینیا، او ویـسکانزین. په راتلونکی کې په امریکا کې د لږکیانو (اقلیتونو) د شمیر زیاتیـدل، د جمهوریتیانو په زیان او د دموکراتانو په ګټه تمامیدلی شي. په امریکا کې وګړشمیرنې هر لس کالونه کیـږي. هرکال چې په «صفـر»(۰) تماميـږي، په هغه کال وګړ شميـرنې کيـږي(تیـره وګړ شمیـرنه په کال ۲۰۱۰ کې شوې وه). د غوره کوونکې ډلې شمیر اوس ۵۳۸ تنو ته رسیـږي: ۴۳۵ تنه د ولسي جرګې غړي + ۱۰۰ تنه سیناټوران + ۳ تنه له کولمبیا سیمې نه (۲ سیناټوران + یو د ولسي جرګې غړی) = ۵۳۸ تنه. د ولسمشر د ټاکنې لپاره باید کاندید په هیواد کې د ټولـو غـوره کوونکو رایـو (۵۳۸) یعنې اِیـلِـیـکتورال رایو اکثریت (۲۷۰) رای ګټلی وي. د غوره کوونکې ډلې (اِلِـیـکتورال کالج) نیمګړتیا ته باید پام وشي د غوره کوونکې ډلې نیمګړتیا دا ده چې په یو ایالت کې ګټونکې ګوند ټولې غوره کوونکې رای (اِلِـیکتورال وُټـز) ګټي. خو بایـلونکې ګوند یوه رای هم نه ګټي! ګټونکې خـوا شاید یو څو غټ (ګڼ شمیـره) ایالتونه په یو څو رایو وګټي، او د دغـو ناڅیزو رایو له لارې په دغو ایالتونو کې ټولې غوره کوونکې (اِلِـیکتورال) رای خپلې کړي. مقابل اړخ ښایي په ګـڼ شمير(خو کم نفوسه) ایالتونو کې غټ اکثریتونه وګټي، خو د غوره کوونکو رایـو شمیر به یې ډېـر ټـیټ وي. د دې موضوع پایله داسې ده چې د ولسمشرۍ یـو نومانـد (کانـدیـد) بـه په ملي سویه عـامه رای وبایلي ، خو سره له دغسې بـایـلـنـې به منتخب ولسمـشـر شي. د کال ۲۰۰۰ د ولسمشرۍ په مسابقه کې همـدغـسـې وشول: د دموکراتانو نوماند(کاندیـد) آل ګـور د جمهوري ګوند له کاندید جورج ‌ډبلیو بوش نه له نـیـم میلیـون زیاتې عامه رای ګټلې وې، خو آل ګـورغـوره کوونکې ډله (اِلِـیکتورال کالـیج) په پـیـنـځه (۵) غوره کوونکو رایو وبایـلـله: ۲۶۶ د ۲۷۱ په مقابل کې! دغه شان د اِلِـیکتورال کالج (غوره کوونکې ډلې) نظام په اوږده مهال کې د لــږ نفوسـو ایالـتـونو پـه خلکو کې د سیاسي بې تـفـاوتۍ احـساس را ولاړولـی شـي. د امریکې د اساسي قانون له مخې، یـو غوره کوونکی(اِلیکتور) نشي کولی چی له عین ایالت نه د ولسمشرۍ او مرستیال ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ته رای ورکړي. په کال ۲۰۰۰ زییز کې جورج ډبلیو بوش د ټکساس ایالت اوسیدونکی و. دیک چـیـني هـم له پـینځه (۵) کـالـونو راهیـسې په ټکساس ایالت کې اوسیده، پـه دغـه ایالت کې یې رای او مالـیات ورکـول او هـلـته د تـیلو د خـدماتي کمپنۍ (هالــیبـرټن) غټ اجـرائـیـوي مـشـر( چیف اِکزیکوتیـو آفیسر) و د جمهوري ګوند یو بل غړي(سیناټور راند پاول) په ۲۰۰۹ کې په لویدیز کینټاکي پوهنتون کې په خپله وینا کې وویل چې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش(۲۰۰۱تر۲۰۰۹) مرستیال ولسمشر دیک چیني په ۲۰۰۳ کې د عراق جنګ ته ور ودانګل. د جنګ په پیل سره، هالیبرټن بې له مسابقې د «یو بیلیون ډالرو قرارداد» لاسته راوړ HYPERLINK "http://www.nytimes.com/2004/09/28/national/28fact.html?_r=0" Cheney got a “billion-dollar, no-bid contract” in Iraq and delivered “shoddy” work. He also noted that HYPERLINK "http://themedium.blogs.nytimes.com/2007/08/14/admire-the-quagmire/" Cheney opposed invading Iraq in 1991 as President George H.W. Bush’s defense secretary, but supported it as President George W. Bush’s vice president in 2003, suggesting the policy change was done to help Halliburton [12 April 2016]. Juang Cole, “Is Rand Paul Right that Cheney invaded Iraq for Haliburton Prpfits.”[juiangcole.com ]6 April 2016]. پـه امریکـا کې د یـوه غـټ ټـلـویـژني چـیـنل (ایم اِس اِن بـي سـي) سـیاسي مبـصـر کـریس مَـتـیـو د جې لـینو په ټلـویژني پـروګرام کې (۲۲ مې ۲۰۱۰) وویل چې کله دیک چیني ځان مرستیال ولسمشر معرفي کړ، هالیبرټـن کمپنۍ ورته «۳۴ میلیون[ ډالر] جایزه» ورکړه “…the oil company [Halliburton] gave him [Cheney] a 34 million signing bonus to become Vice President of the United States.” Politifact.com ( 24 May 2010) [7 May 2016]. په امریکا کې دموکرات ګوند د نړۍ په ګوندونو کې تر ټولو پخوانی ګوند دی چې د امریکې د خپلواکۍ له اعلامیې (۱۷۷۶) نه تقریباَ ۱۶ کالونه وروسته په ۱۷۹۲ کې رامینځته شوی و. دا هغه مهال و چې د امریکې د خپلواکۍ د اعلامیې د لیکونکي ( ټامیس جیفرسَـن) پلویانو پیل وکړ چې د «ریـپـبـلیکـنـز یا جیفرسونیـن ریـپـبـلیـکنـز» نومونه استعمال کړي او له دې لارې په ضد- اریستوکراتیک سیاست او تدبیرونو ټینګار وکړي. د ګوند اوسنی نوم (دموکراتیک پارټي) د اَندرو جیکسن د ولسمشرۍ په مهال (۱۸۳۷-۱۸۲۹) په ۱۸۳۰کالونو کې ومنل شو. نږدې شل کالونه وروسته (د ۱۸۵۴د مارچ ۲۰ نیټه) عموماَ د جمهوري ګوند (ریـپبلیکن پارټي) موسسه غوڼډه ګڼل شوې. جمهوري ګوند د زرګونوهغـو خلکو په واسطه د ۱۸۵۴ په جولای میاشت کې د مشیګن د ایالت په جیکسن ښار کې رسماَ تنظیم شو چې د غلامۍ په ضد راولاړ شوي وو. د ۱۹۳۵-۱۸۷۰ په اوږدو کې، ټول تور پـوټکي چې کانګرس ته انتخاب شوي وو، جمهوري ګوند ته منسوب وو. له اکتوبر ۲۰۰۲ راهیسې د کانګرس په ۳۷ تور پوټکو غړو کې یو تن یې جمهوري ګوند ته منسوب دی. د جان ایف کینډې له ولسمشرۍ (جنوری ۱۹۶۱تر نومبر ۱۹۶۳) راهیسې تورپوټکي امریکایان دموکرات ګوند ته نږ دې شول. په امریکا کې ۳۷ رای- مستحق اقلیتي ګوندونه شته. «ټي پارټي» په جمهوري ګوند کې یـو خوځښت دی چې د ۲۰۰۹ په جنورۍ کې د بارک اوباما د ولسمشرۍ په پیل سره را وټوکید. د دغو ګوندنو له ډلې نه درې (۳) یې له پینځه (۵) نه په زیاتو ایالتونو کې فعالیت لري. «ګریـن پارټي» (شین ګوند) په ۲۰۰۱ کې رامنځته شوی دی او مترقي تمایل لري: د چاپیـریال د ساتنې ، عـدم تشـدد، ټولنیز عدالت او د ولس د رابیدارولو سره ژمنه لري. «لیبرټیریان پارټي» د وګړي (فرد) د حقوقو ملاتړ کوي او په ټولنه کې د دولت مداخلې روغې نه ګڼي. د « کانسټیـټـیوشن پارټي» (د اساسي قانون ګوند) چې له ۱۹۹۲ راهیسې شتون لري، کلک محافظه کار او دیـني ډکون لري. نوم یې پوهاند پاول ګوتـفـریـد په ۱۹۸۰ کې راویستلی و. دغه ډول نوي ګوندونه د موجود دوه ګوندیـز نظام په مقابل کې بل امکان لـټـوي. امریکايی تاجر راس پیرو په ۱۹۹۲ کې د ولسمشرۍ لپارخپلواک نوماند (کاندید) و، او په ۱۹۹۶ کې د ««اصلاح» ګوند کاندید و. رالف نادر یو سیاسي فعـالګر، لیکـوال او حقوقـپوه دی. له ۱۹۶۴ تـر ۱۹۹۱ د دموکرت ګونـد غـړی و. له۱۹۹۱ تر ۲۰۰۳ د شین ګوند(ګرین پارټي) غړی و، او ورپسې خپلواک سیاست کوونکی دی چې د مستهـلکیونو د حفاظت، د چاپیریال د حفاظت، او انسان دوستۍ سره ډېره علاقه لري. رالف نادر په کل ۲۰۰۰کې د شین ګوند(ګرین پارټي‎) له خوا د ولسمشرۍ کاندید و نن امریکا ۱۹ تریلیون ډالره پوروړې ده! په امریکا کې دوه موجود دموکرات او جمهورۍ ګوندونه د ایډیالوجۍ په ځای مبهمې کړنلارې (خط مشې) لري. موجود نظام ولس ناکام کړی دی او په خپلو صفتونو او تشو خبرونو یې بوخت ساتلی دی. په ۲۰۰۹ کي د امریکې د مالي/بـانکي نـظام سقــوط د سیاسي او اقـتصادي نظام ناکامي رابـرسیره کړه. په ۲۰۱۱/۲۰۱۲کال کې د «۱٪» په وړانـدې د «۹۹٪» چغـړبه راووتله. منځني ټـولنیزه پـټه په راټـیـټــید لـو کې ده. دوه مسلط ګوندونو نه یواځې د ملت اختیار او انتخاب نری کړی دی، بلکې د ولس فکر یې هم نری کړی او تنګ کړی دی. برلاسي موجود سیاسي نظام د ولس سیاسي فکر، مطبوعات او سیاست والان مسموم کړي دي. د البَـرت آینشټایـن په وینا، «موږ خپل مشکلات د هغه فکر له لارې نشو حل کولی چې د خلق شوو مشکلاتو لپاره مو استعمال کړی و.» یعنې په ټـپنۍ شوې امریکـا کې نوې فکـري سـویې ته اړتیا ده! زړه «میم زوَر ما، ټـوله زما» نوره نه چلـیـږيی. سیاسي، ټولنیـز او اقـتصادي عـدالت په وېش چـلـیـدلی شي، نـه په تمـرکـز د ولسمشرۍ لپاره د ګریـن پارټي (شین ګوند) انـتخاباتي هڅه (۲۰۰۰ززییز کال)، له ۲۰۰۹ راهیسې د تور پـوټکي بارَک حسیـن اوباما ولسمشري، د دې سره جوخت د ټي پارټي رامنځته کیدل، د لومـړي ځل لپاره د «دمـوکرات سـوشلیست» بارني سیندرز د «سـیاسي انقـلاب» چغـه* ، او د تاجـر او ټـلویـژني شخصیت دانالـډ تـرَمپ نیغـه وینا چې امـریکا به «بـیا قـوي» کوي او «د کار خلق کولو خورا غټ ولسمشر به وي» - د غه ټـول موضوعات د دې ښکارنـده (پدیده) ده چې د امریکې ولس د موجود نظام په وړانـدې راپاڅـیـدلی دی او بـل څـه غـواړي! د امریکې نننۍ سیاسي وضعه د څپرځي سره مخامخ ده، ځکه چې دواړه (دموکرات او جمهوري) ګوندونه د اقتصاد د غـټانو غـوښتنو ته لاس په سینه ولاړ دي، نه د ولس اړتیاو ته (*) یو داسې حکومت باید جوړشي چې « زموږ ټولـو په خدمت کې وي، نه یـواځې د اعـانـه ورکـوونکـو ثروتمندو کمپنیو لپاره.»- بارنی سیندرز د ژونـد د سطـحې پـرتـله کـول که یـو څـوک په جـرمني کې زېـږیدلی وي، په امریکه کې د زېـږیـدونکـو سره به یې په ۲۰۱۳ کې لاندې توپيـرونه لرلـي وي: ۲۷،۴٪جرمنیان به لږ امکان ولري چې بې کاره شوی وي. جرمني۵،۳۰٪ بیکاري لرله، خو په مقابل کې یې امریکې ۷،۳۰ ٪
Source: HYPERLINK "https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/" \t "_blank" CIA World Factbook جرمنیانو ۲۸،۹۱٪ زیات آزاد وخت لاره: په کار بوخت جـرمنیانـو په اوسط ډول ۱۳۸۷ ګينټـې کار کاوه، په مقابل کې یې امریکایانو ۱۷۸۸ګيڼټې HYPERLINK "http://www.oecd.org/" \t "_blank" Organisation for Economic Co-operation and Development جرمنیان ۸۹،۱۱٪ لږ احتمال لري چې زنداني شي. په هر سل زره تنو کې۷۶ تنه جرمنیان زندانیان وو، خو په مقابل کې یې په امریکا کې په هر سل زره کې ۶۹۸ تنه Source: HYPERLINK "http://www.prisonstudies.org/" \t "_blank" International Centre for Prison Studies جرمنیان ۲۵،۱۹٪ لږې پیسې ګټې: په جرمني کې په هـر سـر نـاخالـص تولــید (جي.ډي.پي.) ۳۹۵۰۰ ډالـرې دی، خو په امریکا کې ۵۲۸۰۰ ډالری دی Source: HYPERLINK "https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/" \t "_blank" CIA World Factbook HYPERLINK "http://www.ifitweremyhome.com/compare/US/DE" \l "Money" جرمنیان ۴۹،۹۲٪ لږ تیل لګوي: په امریکا کې هر تن هره ورځ ۲،۴۸۲۲ (نږدې دوه نیم) ګیلنه تیل لګوي=۳۹۶۱ ،۹ لیتره. خو په جرمني کې هر جرمنی ۲۴۳۲،۱ ګیلن ( ۷۰۶۰ ، ۴ لیتره) تیل لګوي. همدغه چیینه هر جرمنی په درملنه (صحت) له ٪ ۴۷،۳۵لږ لګښت لري. په جرمني کې په هر سر د درملنې دولتي او شخصي لګښت ۴۶۸۳،۲۰ډالرې لګيـږي او په مقابل کې په امریکې پرې ۸۸۹۵،۱۰ ډالرې لګيـږي Source: HYPERLINK "http://www.who.int/" \t "_blank" World Health Organization جرمنیان لـږه برېښنا کاروي (۴۰،۹۸٪): په جرمني کې هر تن ۷،۱۹۱ کیلو واټ بریښنا لګوي، خو په مقابل کې یې په امریکاکې هر تن ۱۲،۱۸۵ کیلو واټ بریښنا لګوي Source: HYPERLINK "https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/" \t "_blank" CIA World Factbook د جرمني اوسیدونکي ۸۱،۵۸٪ لږ امکان لري چې ووژل شي: هر کال په هر سلو زرو(۱۰۰۰۰۰) کې له یو نه کم (۰،۷) وژل کیـږي، خو په امریکا دغه شمیر جګ دی ۳،۸۰ یعـنې نـږدې پینځه چنده دی Source: HYPERLINK "http://www.unodc.org/" \t "_blank" United Nations Office on Drugs and Crime په جرمني کې طبقاتي درز څلوېښت سلنې (۴۰٪) لـږ محسوسـیـږي. دغه درز د یوې کورنۍ په نګه (خالصو) عایداتو تلل کيـږي(جي. آې. ن. آې. =جینی). که جینی صفر وي، طبقاتي ټولنه نشته. په جرمني کې جینی ۲۷ ده، خو په امریکا کې ۴۵ده. Source: HYPERLINK "https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/" \t "_blank" CIA World Factbook په جرمني کې په ماشومتوب کې مړینه نږدې ۴۴٪ ( ۴۳،۹۲٪) لـږامکان لري: په جرمني کې له یو کال نه لاندې ماشومانو مړینه په کال کې له یو زر (۱۰۰۰) ژوندیو زیـږېدلو ماشومانو نه ۳،۴۶ ده، خو په امریکا کې دغه ډول مړینه جګه ( ۶،۱۷) ده. پاسنۍ چینه د جرمني اوسیدونکي تقریبا یو کال (۰،۸۸) اوږد ژوند لري. په زیـږېـدنه کې د ژوند توقع په جرمني کې ۸۰،۴۴ ده، خو په امریکا کې ۷۹،۵۶ ده. پاسنۍ چینه د جرمني اوسیدونکي ۸۸،۳۳٪ ډېرلـږ امکان لري چې د ایـډز ناروغي ولري HYPERLINK "http://www.ifitweremyhome.com/compare/US/DE" \l "HivAids" be 83.33% less likely to have HIV/AIDS په جرمني کې ۰،۱۰٪ په ایډز اخته لویان شته دي، خو په امریکا کې یې شمیر ۰،۶۰٪ دی. هـر کال په جرمني کې لس زره(۱۰۰۰۰) اوسیدونکي، او په امریکا کې ۱۷۰۰۰ اوسیدونکي د ايډز د ناروغۍ له امـله مري. پاسنۍ چینه په امریکا کې د واګپـوهنې( سیاسي علومو) یو نامتو پوهاند کلینټـن راسیټـر(۱۹۱۷تـر۱۹۷۰زییز) لیبـرالیزم (آزاد فکري) او کـنزروټـیـویـزم (محافظه کاري) داسې پرتله کړي دي: « بلاخره، د محافظه کارۍ او آزاد فکرۍ تر مینځ توپيـر داسې برېـښي: محافظه کاران په دې آنـد دي چې آزد فکـري یو څـيز دی چې بایـد خونـدي وسـاتـل شي، آزاد فکـران په دې آنـد دي چې آزاد فکـري [لـیبَـرټي] بایـد ارته شي.» یعنې پـرمختـګ ته پاټک نه اچـول کـیـږي. Gar Alperovitz, America Beyond Capitalism: Reclaiming Our Wealth, Our Liberty, and Our Democracy. Democracy Collaborative Press, 2011. Noam Chomsky on “America Beyond Capitalism” Published February 10, 2012. Thomas Geoghegan, Were You Born on the Wrong Continent? How the European Model Can Help You Get a Life. August 2010 The New Press. Professor Jonathan Martin (Editor), Progressive Third Parties in the United States: Defeating Duopoly, Advancing Democracy. Routldege: December 2015. Hans Noel, Political Ideologies and Political Parties in America. Cambridge Studies in Public Opinion and Political Psychology. Paperback, May 2014, 242 pages Tara Ross, Enlightened Democracy: The Case of the Electoral College (2nd Edition). Colonial Press L.P.: September 2012. Cathrine MaGrew Jaime, Understanding Electoral College Electoral College, 2010, 46 pages. Goerkem Ercan, Institution Design of Democracy in the Federl Republic of Germany: German Politics and Culture. GRIN Verlag, June 2013. Clinton Rossiter, Parties and Politics in America. Cornell University , 1964 Joseph E. Steglitz, The Price of Inequality: How Today’s Divided Society Endangers Our Future. W.W. Norton & Company- April 2013 Hans F. Zacher, Social Policy in the Federal Republic of Germany: The Constitution of the Social. Springer Science & Business Media, November 2012 Fareed Zakaria, The Future of Freedom: Illiberal Democracy at Home and Abroad. Revised Edition. Paperback. W.W. Norton & Company- October 2007

17.01.2016 12:58    |   ډاکتر رحمت ربي ځیرکیار د خپلواکۍ او غـلواکۍ جګړې

«تـذکرالانـقـلاب» د ملا فیض محّمد کاتب هزاره( ۱۸۶۲/۶۳تر ۱۹۳۱) وروستنۍ لیکنه ده چې د بچه سقو په ګـډوډۍ را چاپیـره ده او د علي احمد امـیري په زیار د جـرمني په کُلـن ښـار کې په ۳۸۸ مخونو کې خپـره شـوې ده. زه ځیرکیارچې د کتاب سرلیک ته کسم، داسې بریښي چې «انقلاب» به د ګډوډۍ یا بغاوت معنی لرله. ما دغه کتاب نه دی لوستلی، بلکې په دغه اړه مې په «ټول افغانستان ویبپاڼه» کې د پـوهـانـد محّمـد اعظـم سیسـتاني لیکـنه لوستلې ده: «تکـمله ای بر کتاب: حبیب الله کی بود، عیاری از خراسان یا دزدی از کـلکان؟» کور دې د امیري او سیستاني اباد وي چې یوه کتاب خپور کړی دی او بل یې لڼډیز! سیستاني لیکي چې کاتب هـزاره د دغه کتاب په مسـوده کې (له ۱۹۲۸ نه نیولی د ۱۹۲۹ د اګیـست د ۲۳ نیټـې پـورې) د امان الله خـان د واکمنۍ (۱۳ اپریل ‎۱۹۱۹تر جنوري ۱۹۲۹) د وروستنیو شیبو او ورپسې د بچه سقوۍ پیښې خوندي کړې دي. خو د بچه سقوۍ د پاتی ۵۰ ورځو پیښې یې نه دي خوندي کړې.[ مکچیسني او طرزي په ګډه بریښناییزه لیکنه کې کاږي چې ملا فیض محّمدکاتب خپله ذکر شوې لیکنه د بچه سقو له ماتې وروسته پیل کړې وه]