د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پژواک خبري اژانس

28.09.2010 14:08    |   پژواک خبري اژانس د غزني او بلخ له ماتولو وروسته لوګر له جيم ګروپ څخه منځلوبې ته بريالی شو

کابل ( پژواک د تلې ٦مه ٨٩) : په کابل کې د کرکټ د شل اووريزو سياليو په لړ کې نن د سي ګروپ په يوه بله لوبه کې د لوګر لوبډلې خپله پرله پسې دويمه لوبه وګټله او دغه راز يې د روانو سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه. د دغو ولايتي سياليو مسوول دولت خان احمدزي د تلې په ٦ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لوګر لوبډلې له بلخ ولايت سره د شوې پچه وګټله او لومړى يې پخپله لوبه وکړه.

28.09.2010 13:48    |   پژواک خبري اژانس د سولې دعالې شورا نوملړ په ډاګه شو

کابل ( پژواک د تلې ٦مه ٨٩ ) : د سولې د عالي شورا نوملړ نن د ولسمشر حامد کرزي د وياند له خوا په يوه خبري ناسته کې اعلان شو . دغه لست ، چې ٦٨ نومونه په کې شامل دي، له پخوانيو جهادي رهبرانو ،طالب مشرانو ، قومي مشرانو او يوشمېر دولتي چارواکيو جوړ دى .

27.09.2010 13:13    |   پژواک خبري اژانس پنجشېر هم د ولايتي سيالۍ منځلوبې ته لاره پيدا کړه

کابل ( پژواک د تلې ٥مه ٨٩) : د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت په کابل کې د پيل شويو ولايتي سياليو په لړ کې نن د پنجشنېر لوبډلې کاپيسا ته په ماتې ورکولو سره ددغو سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه. د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي ګل عابد د تلې په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پنجشېر لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې پخپله لوبه وکړه.

26.09.2010 22:21    |   پژواک خبري اژانس په ولايتي سيالۍ کې پنجشېر کندوز ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک د تلې ٤مه ٨٩ ): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت په کابل کې د ولايتي سياليو په لړ کې نن د پنجشېر لوبډلې کندوز ته ماتې ورکړه.

26.09.2010 22:19    |   پژواک خبري اژانس پکتيا د ولايتي سيالۍ منځلوبې ته لاره پيدا کړه

کابل (پژواک د تلې ٤مه ٨٩ ): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت په کابل کې د ولايتي سياليو په لړ کې نن د پکتيا ولايت لوبډلې زابل ته په ماتې ورکولو سره ددغو سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

26.09.2010 22:18    |   پژواک خبري اژانس په ولايتي سيالۍ کې زابل پروان ته ماتې ورکړه

(پژواک د تلې ٣مه ٨٩): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت د ٢٤ ولاياتو په ګډون د کرکټ د پيل شويو شل اوريزه سياليو په لومړۍ لوبه کې زابل همپروان ته ماتې ورکړه.

26.09.2010 22:16    |   پژواک خبري اژانس په کابل کې ولايتي سيالۍ پيل شوه

د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي ګل عابد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې سياليو کې د هېواد له بېلا بېلو سيمو څخه د ٢٤ ولاياتو لوبډلې برخه اخلي.

26.09.2010 22:14    |   پژواک خبري اژانس په ولايتي سيالۍ کې پکتيا پروان ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک د تلې ٣مه ٨٩): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت د ٢٤ ولاياتو په ګډون د کرکټ د پيل شويو شل اوريزه سياليو په لومړۍ لوبه کې پکتيا پروان ته ماتې ورکړه.

20.09.2010 11:08    |   پژواک خبري اژانس د اندړو په ټوله ولسوالۍ کې درېيو تنو رايه ورکړې

غزني ښار (پژواک ٢٨ وږى٨٩): د غزني په تر ټولو ناارامه ولسوالۍ اندړو کې په ټولو ٢٥ ټاکنيزو مرکزونو کې يواځې درېيو تنو خپلې رايې کارولې دي. په غزني کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر عبيدالله عثماني وايي، چې مرکزونه پرانېستي وو، خو د خلکو ګډون د هغوى خپل کار دى. نوموړي د وږي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په اندړو کې د ټولو ټاکنيزو مرکزونو د امنيت نيونې لپاره پوليس او د ملي اردو سرتېري ګومارل شوي وو، خو بيا هم خلکو ګډون ونه کړ.

01.08.2010 16:01    |   پژواک خبري اژانس تیم کرکت غور تشکیل شد

برای اولین بار تیم کرکت در ولايت غور، توسط والی این ولایت و زیرنظر کرکت بورد افغانستان، ایجاد و به فعالیت آغاز کرد. محمد غوری آمر ورزشی ولایت غور، امروز ٧ اسد به آژانس خبری پژواک گفت که ایجاد تیم کرکت، بنابه درخواست جوانان این ولایت بوده است.

21.07.2010 10:24    |   پژواک خبري اژانس په نورستان کې د کرکټ سيالۍ پاى ته ورسېدې او د راتلونکې شل اوريزې سيالۍ لپاره یې لوبډله وټاکله

د نورستان والي جماالدين بدر د چنګاښ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د چنګاښ په ١٥مه، پيل شوې وې او پرون مازيګر پاى ته ورسېدې.