د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پژواک خبري اژانس

02.04.2012 07:09    |   پژواک خبري اژانس ولسمشر ١١٠ سلاکاران لري

په دغه څېړنيز راپور کې چې د وري په ١٣مه، کابل کې د (يک) په نوم د خصوصي تلويزيوني شبکې له خوا خپور شو، راغلي چې له يادو سلاکارانو څخه يې يواځې ٦٠ تنه د ولسمشر سلاکاران دي، چې د هر سلاکار وزیر میاشتنۍ تنخوا پنځه زره ډالره ده، چې د ولسمشر د ټولو سلاکار وزیرانو میاشتنۍ تنخوا څه باندې څلور میلیونه ډالرو ته رسېږي.

12.03.2012 07:35    |   پژواک خبري اژانس د پښتني بانک پخوانى رييس د پيسو د اختلاس په تور ونيول شو

کابل (پژواک٢١کب ٩٠): د پښتني بانک د پخواني رييس حيات الله دياني او د دې بانک د پنځو برحالو کارکوونکو په ګډون ١٣ تنه، په دې بانک کې د ٣٥ ميليونو ډالرو د اختلاس په تور ونيول شول. دا مطلب د لويې څارنوالۍ اړوند له ادارې فساد سره د مبارزې د څارنوالۍ رييس ابوبکر رفيع، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې څرګند کړ او ويې ويل، چې د دې کسانو په منځ کې چې پرون نيول شوي، د ښاري پراختيا وزارت لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي

13.02.2012 07:34    |   پژواک خبري اژانس د غزني د بالاحصار تاريخي کلا برج ونړېد

د غزني د زاړه ښار اوسېدونکي بهاوالدين، چې په دغه برج کې کور هم لري، پژواک اژانس ته وويل، چې پرون ماښام د قلعه غزنين يو بل برج ونړېد او ورسره يې د کور دوه کوټې هم ونړېدې.

27.01.2012 18:14    |   پژواک خبري اژانس پاکستاني پوليس يوافغان د ٢٠کلدارو نه ورکولو له امله وواژه

پيښور (پژواک،٧سلواغه ٩٠): د پاکستان پوليسو يوافغان مهاجر موټر چلوونکى د ٢٠کلدارو د نه ورکولو له امله په ډزو وواژه.

21.01.2012 18:02    |   پژواک خبري اژانس کرزی: حکمتيار سره مو خبرې ګټورې دي

حامدکرزي زياته کړه: ((د محترم انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره مو خبرې درلودې، په دغو مذاکراتو کې دواړو لوريو خپل نظرونه د صميميت او ورورولۍ په فضا کې بيان کړل، موږ هيله لرو چې مذاکرات دوام وکړي او د سولې د ټينګښت په خاطر ګټورې پايلې ولري.))

16.01.2012 11:47    |   پژواک خبري اژانس افغان ملت ګوند فدرالي نه مني او د سولې ملاتړ کوي

د افغان ملت ګوند مشر ډاکټر انوارالحق احدي په ياده شوې غونډه کې، د ياد شوي ګوند اعلاميې په لوستلو سره وويل، چې دغه ګوند د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو له لارې سوله غواړي. هغه زياته کړه: ((موږ د قطر په هېواد کې د طالبانو له نماينده ګانو سره خبرو ته په مثبت نظر ګورو.))

12.01.2012 07:34    |   پژواک خبري اژانس په بلوچستان کې په پاکستاني ځواکونو د بلوچانو بريدونه زيات شوي دي

دا پېښه تېره شپه د بلوچستان ايالت له مرکز کوېټې ښار څخه ٧٠٠ کيلومتره لرې د ايران پولې ته څېرمه د تربت په بليده سيمه کې رامنځته شوې ده.

25.12.2011 18:01    |   پژواک خبري اژانس د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې مهم بدلونونه راوستل شول

د ولسمشر د وياند له دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد حسین ګرزیواني ، مومنه یاري، سید محمد هاشم فولاد، ډاکتر غلام دستګیر آزاد او ریدا عظیمي په دې پنځو تنو کې شامل دي.

18.10.2011 12:51    |   پژواک خبري اژانس په ځينو وکيلانو او قوماندانانو پورې تړليو وسلوالو د ننګرهار امنيت خراب کړى

کابل (پژواک ٢٥ تله ٩٠): په ملي شورا کې د ننګرهار يو شمېر استازي وايي، چې د دغه ولايت پر ځينو وکيلانو او پخوانيو جهادي قوماندانانو پورې تړلې يو شمېر غير مسوولې وسلوالې ډلې په ناامنيو او اداري فساد کې لاس لري.

17.10.2011 17:13    |   پژواک خبري اژانس بيش از ١٦٠ طياره در اختيار نيروهاى افغان قرار داده ميشود

نيروهاى ناتو، درکنار١٤٥ طيارۀ مختلف النوع، ٢١هليلکوپتر را نيز به دسترس نيروهاى امنيتى افغان قرار ميدهند. دگر جنرال ويليم کالدويل William Caldwell Lt.Gen. قوماندان ماموريت آموزشى ناتو براى افغانستان، در نشست خبرى امروز ( ٢٥ ميزان) گفت که امريکا اين ١٤٥ طياره را خريدارى نموده و در اختيار نيروهاى افغان قرار ميدهد. ٢١ هليکوپتر جديد، به ارزش مجموعى٣٨٠ ميليون دالر نيز ازسوى امريکا خريدارى شده که درحال بسته بندى بوده و تا يکسال ديگر به نيروهاى افغان داده خواهد شد. وى افزود که ٢٢٠٠واسطۀ زرهى ديگر نيز براى نيروهاى امنيتى افغان خريدارى شده که عنقريب در اختيار شان قرارخواهند گرفت. کالدويل علاوه کردکه چندعراده واسطۀ زرهى جديد ديگر نيز از کمک هاى اخير ٤٠٠ ميليون دالرى امريکابراى نيروهاى امنيتى افغان خريدارى شده است، که از اين وسايط، تنها نيروهاى امنيتى امريکا استفاده ميکنند.

16.10.2011 13:04    |   پژواک خبري اژانس وسلوالو په بټي کوټ ولسوالۍ کې دوو ښوونځيو ته اور واچاوه

(جلال اباد ( پژواک ٢٤ تله ٩٠ ) : د دولت وسلوالو مخالفينو د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د نجونو دوو لېسو ته اور ورته کړى، چې يوه يې سوځېدلې او دويمه يې زيانمن شوې ده.

08.09.2011 08:17    |   پژواک خبري اژانس "د پښتونستان واټ به د مصر د تحرير په ميدان واړوو"

د پژواک خبري اژانس د خبريال د راپور له مخې، معترضينو نن له غرمې وروسته د يوې بجې په شاوخوا کې يوه خېمه چې نږدې ١٢ متره اوږدوالى او شپږ متره سور لري، ودروله. د کوچيانو استازي حاجي عبدالقادر، چې هغه هم په ٦٢ ګټونکو کانديدانو کې شامل دى، وويل: ((که چېرې د ځانګړې محکمې پرېکړه عملي نه شي، زموږ لاريونونه به پراخ شي.)) له غزني ولايت نه بل ګټونکي کانديد عبدالجبار شيلګري وويل، چې که چېرې يې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ويل شي، نو هغوى به د اوبو د فوارې سيمه د مصر د تحرير په ميدان بدل کړي. څه موده مخکې د مصر د ولسمشر حسني مبارک د حکومت مخالفينو، د دې هېواد د پلازمېنې قاهرې په تحرير ميدان کې پرله پسې لاريونونه وکړل، څو چې د مبارک حکومت ړنګ شو.

28.07.2011 06:19    |   پژواک خبري اژانس وکيلان د روانو ستونزو لامل د ٢٠٠٢ کال لاسليک شوى تړون بولي

د ولسي جرګې يو شمېر غړي په ٢٠٠٢ زېږديز کال کې د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ لاسليک شوى تړون په هېواد کې د روانو ټولو ستونزو اصلي لامل بولي. دغه تړون د وخت د کورنيو چارو وزير محمد يونس قانوني او په افغانستان کې هغه وخت د ايساف ځواکونو د قوماندان جنرال مک کنيل ترمنځ لاسليک شو، چې وروسته بيا د يوه مکتوب په وسيله د وخت د بهرنيو چارو د وزير ډاکټر عبدالله عبدالله له خوا هم تاييد شو.

17.07.2011 08:35    |   پژواک خبري اژانس د عزيزي بانک د مالي بحران څرګندونې رد شوې

د افغانستان بانک سرپرست مشر د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې عزيزي بانک له مالي بحران سره نه دى مخ شوى او په دې اړه شوې څرګندونې ناسمې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د چنګاښ په ٢٠مه، د ولسي جرګې يو شمېر غړو ويلي

12.07.2011 08:23    |   پژواک خبري اژانس عزيزي بانک هم له بحران سره مخ کېدونکى دى

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي عبدالظاهر قدير وويل، ده داسې اسناد ترلاسه کړي، چې له مخې يې عزيزي بانک له بحران سره د مخ کېدو په حال کې دى.

05.07.2011 15:57    |   پژواک خبري اژانس ستميانو په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازې وډبوله

په ولسي جرګه کې د کابل استازې جنرال نظيفې ذکي د جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې په جرګه کې د کوچيانو استازې حميده احمدزۍ وډبوله.

30.06.2011 23:33    |   پژواک خبري اژانس له فشارونو وروسته لویې څارنوالۍ فرنود او فېروزي ګرفتار کړل

لوى څارنوال محمد اسحاق الکو د چنګاښ په ٩ مه ، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياد شوي کسان تېره ورځ ناوخته د ملي امنيت موظفينو نيولي او لويې څارنوالۍ ته يې سپارلي دي .

25.06.2011 07:38    |   پژواک خبري اژانس دهغو وکيلانو نومونه چې له ولسي جرګې به ولاړ شي په ډاګه شول

کابل ( پژواک ٣ چنګاښ ٩٠ ) : د ټاکنيزو درغليو د څېړنې د ځانګړې محکمې رياست د قضايي پلاوي د پرېکړې له مخې، په ٢٧ ولايتونو کې ٦٢ تنه ، چې اوس يې په ولسي جرګه کې تر ټولو کمې رايې اخيستي او د ولسي جرګې غړيتوب له لاسه ورکوي .

16.06.2011 09:30    |   پژواک خبري اژانس جنرال اغبر د فساد په تور محاکمه کېږي

د اداري فساد د جرمونو پر وړاندې د څارنوالۍرياست د يوه مکتوب له لارې د اولمپيک له ملي کمېټې څخه غوښتي دي، ترڅو تورن کسان د اداري فساد د جرمونو د ابتدايه محکمې رياست ته احضار کړي.

13.06.2011 10:46    |   پژواک خبري اژانس صديق چکري له حامدکرزي سره په اسلام اباد کې ليدلي دي

کابل ( پژواک ٢٢غبرګولى ٩٠): په اختلاس او اداري فساد تورن پخواني وزير صديق چکري اسلام اباد ته د ولسمشرکرزي د سفر پر مهال له هغه سره د ليدو هڅه کړې ده.

30.04.2011 13:18    |   پژواک خبري اژانس الکوزى ګروپ وايي چې دوى د کابل بانک د اخيستلو کومه پرېکړه نه ده کړې.

به دې مخکې نن ځينو رسنيو په دوبۍ کې د الکوزي ګروپ د ځينو چارواکيو په حواله ليکلي وو، چې ګوندې دغه ګروپ غواړي کابل بانک واخلي.

30.04.2011 13:03    |   پژواک خبري اژانس له کابل بانک څخه د پور اخستونکيو شمېر ٢٠٠ تنو ته رسېږي

له کابل بانک څخه د ځينو پور اخيستونکو نومونه په ډاګه شول،د افغانستان بانک مشر د يو شمېر هغو کسانو نومونه په ډاګه کړل، چې له کابل بانک څخه د ناقانونه پورونو په تر لاسه کولو تورن دي او ويې ويل، چې خپل ژوند ته د خطر په منلو سره يې د کابل بانک د ستونزې د حل لپاره اقدام کړى دى.دا څرګندونې د افغانستان بانک عمومي مشر عبدالقدير فطرت د غوايي په ٧ مه د ولسي جرګې په هغې غونډه کې وکړې

17.04.2011 21:08    |   پژواک خبري اژانس د فساد يوه بله بېلګه: د اونکس شرکت د ۶۵۰ مليونو ډالر ځمکه غصب کړې ده

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د کابل ښار په رحمان مېنې سيمه کې ٢٨٠ جرېبه دولتي ځمکه د اونکس د ودانيز شرکت له خوا غصب شوې او د ښارګوټو د جوړولو کار په کې روان دى.

21.10.2010 18:53    |   پژواک خبري اژانس په غزني کې د نا امنيو له امله پښتنو کانديدانو ته چا رايه ور نه کړه

غزني ښار ( پژواک د تلې ٢٩مه ٨٩): د ولسي جرګې د ټولټاکنو د لومړنيو پايلو له مخې په غزني ولايت کې بريالي شوي ټول وکيلان يوه توکم پورې تړاو لري او پښتانه کانديدان وايي چې د نا امنيو له امله ددوى په سيمو کې چا رايه نه ده کارولې. د غزني د ١١ څوکيو لپاره شاوخوا ٨٠ تنه کانديدان ولاړ و ، چې د کمپاين پر مهال يې يو تن په قره باغ ولسوالۍ کې د مخالفينو له خوا ووژل شو.

09.10.2010 19:36    |   پژواک خبري اژانس اسانه پښتو تر سرليک لاندې سيمينار پای ته ورسېد

کابل ( پژواک د تلې ١٧مه ٨٩) د اسانه پښتو تر سرليک لاندې په دوه ورځني علمي سيمينار کې د پښتو ژبې د نوي او اسانه لارښود د رامنځته کولو پرېکړه وشوه.