پوهنیار احسان الله حیات
په دې لیکنه کي د لوړو زده کړو وزار څخه ګیله سویده چي ولي یی هلمند پوهنتون ته شا اړولې ده او هغه څه چي د وزارت مسؤلیت خپل د یو پوهنتون دپاره دی، هغه یې نه دی ادا کړی. هلمند پوهنتون د ۲۵۰۰ محصلینو په درلودلو سره د تعمیر او ځای د نه شتون له کبله د ډیرو جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دی چي باید د لوړو زده کړو وزارت یې ورته د حل ټکی کښیږدي.
د هلمند پوهنتون د تأسیس څخه تر اوسه پوري اته کاله کیږي، مګر یاد پوهنتون تر اوسه خپل شخصي ودانۍ نه لري او نه هم د نوموړي پوهنتون د (۷۵) جریبه ځمکي ستونزي ته د پای ټکی کښیښودل کیږي. د لوړو زده کړو وزارت توجه هلمند پوهنتون ته ډیره کمه ده او حتی پر نشت یی حسابوي. نو په همدې وجه په دې لیکنه کي د پوهنتون ستونزي بیا سوی او د لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه سویده چي نور نو یاد پوهنتون ته توجه وکړي.