د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پوهندوی آصف بهاند

07.08.2013 18:34    |   پوهندوی آصف بهاند دفرهنګیانودرواني ترورلړۍ اودلال پاچا آزمون قهر

په عام ډول تروردې ته ویل کیږي چې یوشخص ټوپک،تومانچه،چاړه یا بله وژونکې آله راوخلي،څوک ورباندې وولي اوژوند ته یې دپای ټکی کیږدي؛خودې ته باید پاملرنه وشي چې تروردغه یوډول نه لري.دترورنور ډولونه هم شته،چې یوډول یې رواني تروردی.

15.06.2013 21:45    |   پوهندوی آصف بهاند اولا ګلونه سوځي

«اولاګلونه سوځي» دهغه نوي چاپ شوي کتاب نوم دی چې دافغانستان دمظلوموښځودتریخ ژوندتاریخ اوزوریدوبیلابیل اړخونه روښانه کوي اوځای،ځای مستنددلایل هم ورته راوړل کیږي.دا اثر دښاغلي ابراهیم نعیمي دکلونوڅیړنو،پوښتنو،سفرونواوخولوتویولوپایله ده.

18.05.2013 19:03    |   پوهندوی آصف بهاند زموږتعلیمي نظام اودجهادي کتابونولړۍ

دیوه هیواد اویوې ټولنې پرښوونیزنظام باندې غږیدل نه تمامیدونکې اونه زړیدونکې خبره ده، هرکله باید دوخت له غوښتنوسره سم دملي اوهیوادنیوګټوپه پام کې نیولوسره خبرې پرې وشي اواړین بدلونونه په کې راوستل شي.

07.03.2013 00:15    |   پوهندوی آصف بهاند دمارچ اتمه،زموږګلپاڼې اود دوزخ اور

نورڅوک یې چې هرډول انګیري،خوماته میرمنې(ښځې) ګلپاڼې دي اودظلمونواوتیریوپه هغه چاپیریال کې چې زما دوطن افغانستان ډیره سلنه میرمنې جبراً راګیرکړای شوې دي،ددوزخ اورګڼم،اوزه نه غواړم چې هیڅ ښځه،په تیره افغان میرمن ددغه اور په دایره کې راګیر وي.استاد سعدالدین شپون دخپلوښکلوترکیب جوړونوپه لړکې دمیرمنوله پاره د« ښکځګلې » اصطلاح جوړه کړې اوکارولې ده(۱) چې په رښتیا له میرمنوسره همدا سې یوه ښکلې کلمه ښايي.

18.02.2013 21:04    |   پوهندوی آصف بهاند پردی چاپیریال اودکوچنیانواوتنکیوځواناودزدکړې مسأله ۷

مورنۍ ژبه موکندې ته لویږي،هیله ده پاملرنه ورته وکړئ،که همدا اوس ورپسې ونه ګرځئ،سبا به بیا ډیره ناوخته وي. دفبرورۍ یویشتمه نیټه دمورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده،دیوې اړتیا له مخې یوځل بیا دمورنۍ ژبې یادونه کوم اوتاکیداً وایم چې مورنۍ ژبه دهر چا له هویت سره تړلې مسأله ده.

09.02.2013 14:35    |   پوهندوی آصف بهاند زما افغانستان

« زما افغانستان » دهغه فلم نوم دی چې دیوافغان په ګډون،دیوډنمارکي ټیم له خوا جوړشوی دی.دا فلم یو وار د ۲۰۱۳ کال دجنورۍ دیودیرشمې(۳۱) نیټې دماښام په پنځوبجو،دډنمارک په دولسو(۱۲) لویواو وړو ښارونوکې اوبیا د۲۰۱۳ کال دفبرورۍ د پنځمې نیټې د تیرماښام له اتوبجونه څودقیقې وروسته،دیوډنمارکي تلویزیوني چینل ( DR2 ) له خوا،په استثنايي ډول نندارې ته وړاندې شو.

04.02.2013 21:27    |   پوهندوی آصف بهاند پردی چاپیریال اودکوچنیانواوځوانانودزدکړې مسأله

مطالعه اومطالعه کیدونکي شیان،دفرهنګونواونسلونوترمنځ دپلونوحیثیت لري.دمطالعې له لارې،هرنسل کولای شي چې له خپل تاریخ،فرهنګ،علمي لاسته راوړنواو... خبرشي؛دخپل تیروخت اوترسره شويوکارونواوتجربوسره آشنا شي،دخدمتونوپه څرنګوالي پوه شي،په ناکردواونادودوخبرشي،اوسنی حالت درک کړي چې چیرې دی اودراتلونکې په باب دوړاند وینې توان ترلاسه کړي اودځان له پاره ځای اودریځ غوره کړي.دا هرڅه دمطالعې له لارې ترلاسه کیدای شي.

14.12.2012 19:06    |   پوهندوی آصف بهاند دیموکراسي بي بي او دملک صاحب کلی

زموږنیکونوکیسه کوله چې ونه و،یوکلی و،دې کلي لرغونی نوم او اوږد تاریخ درلود،په دې کلي کې هرڅه سم واودورځې په نرخ چلیدل؛خوناڅاپه یوه ورځ یوه ښایسته ښځه را پیدا شوه چې هرچا ته به يې له مینې ډکه خندا کوله.

14.11.2012 23:29    |   پوهندوی آصف بهاند زړه ډمه اونوی کورګی

د ډنمارک په کوپنهاګن ښارکې،ځینوفرهنګیانوپتیلې ده چې دعلي ګل پیوند دفرهنګي کارونواوهستونودڅرنګوالي اوقدردانۍ په باب،د۲۰۱۲ کال دنومبرپه اوه لسمه نیټه دګڼ شمیرشاعرانواولیکوالوپه ګډون،یوه څیړنیزه لمانځغونډه جوړه کړي.مانه هم دتیلیفون له لارې اوهم دمیډیا په مټ هیله وشوه چې په دې غونډه کې ګډون وکړم.دکوربنودې کور ودان اوفرهنګي نغری دې تود وي چې په دې پلمه څولیکوال اوشاعریاران تریوه چت لاندې سره راټولوي.

11.11.2012 11:32    |   پوهندوی آصف بهاند مهاجراوښان، مهاجراوښبانه

دا دافغانانوله رنځونوډک تاریخ یوه زرینه اورنګینه پاڼه ده،له رنځونوډکه ،له وینو پاکه ده،خوله ویاړونوداسې ویاړمنه چې هرافغان پرې ویاړلی شي اوپه هسکه غاړه یې یادولای هم شي.

12.09.2012 20:43    |   پوهندوی آصف بهاند پردی چاپیریال اودکوچنیانودزدکړې مسأ له (۵ برخه)

ما خوداسې پتیلې وه چې دمقالودا سلسله(پردی چاپیریال او دکوچنیانودزدکړې مسأ له) به له افغانستان څخه دباندې یوازې هغو ستونزوته ځانګړې کړم اودحل لارې به ورته لټوم چې زموږکوچنیان په پرديوچاپیریالونوکې ورسره مخامخ دي.څلورمقالې مې دهمدې ستونزویادولواوسپړلوته ولیکلې اوخپرې مې کړې،خو له بده مرغه اوس داسې حالت راغلی دی چې خپل کوراوخپل چاپیریال زموږخلکو اوزموږکوچنیانوته پردی شوی دی،ځکه نواړوتلم چې ترهمدې سر لیک لاندې دمعارف دښمنواودهغوی دوروستۍ پریکړې یا فتواپرضد خپل غږاوچت کړم.

10.09.2012 20:39    |   پوهندوی آصف بهاند دذهن له تا خانوڅخه (څوشیبې له استادمعصوم هوتک سره

دادی بیا په سویدن کې مالمومیشتوفرهنګیانودخپلوهمیشنیوفرهنګي هڅوپه لړکې،دوطن د دوو نوموتوو حقداره عالمانواواستادانو(کیمیا پوه،پوهاند دکتورخیرمحمدماموند اولیکوال،شاعراوڅیړونکی،استاد معصوم هوتک) دعلمي فرهنګي کارونو د درناوي اوهڅونې په خاطر،د ۲۰۱۲ کال دسپتمبرپه اتمه نیټه،په مالموښارکې علمي غونډه جوړوي.په همدې مناسبت،زه دمعصوم هوتک په باب په خپل ذهن کې دپرتو ویدو یادداشتونو،یوڅوګرد وهلې پاڼې سره اړوم اوانځوریې ستاسومخې ته ږدم.

18.08.2012 17:58    |   پوهندوی آصف بهاند آزادي

څه؟ څه دې ووې؟ آزادي! آزاد له څه شي؟ آزاد له هرڅه خو،

08.08.2012 19:14    |   پوهندوی آصف بهاند د لندن المپیک اودجګړې المپیک

په دې ورځووکې دلندن دالمپیک ډولونه ښه لوړغږول کیږي،داسې لوړچې غږونه یې دنړۍ دټولوخلک دککروپه کومبزوکې انعکاس کوي،آن تردې چې له ډیرونه یې خپل ورځنی ژوندهم هیر کړی دی.که یې خوښیږي که که یې نه خوښیږي،په پټه او ښکاره یې نندارې ته ناست دي اودبیلابیلوهیوادونودسرواوسپینومډالونه شمیري.څوک امریکا ته لاسونه پړکوي،اوچا چې دامریکا دسیاستونودزهرو مزه څکلې وي،بیا نوچین ته دبري دعا کوي.

01.07.2012 10:43    |   پوهندوی آصف بهاند انځور،تخیل اوتخییل څه شی دي؟ دویمه برخه

له انځوراوتخیل نه چې تیرشو،دتخییل بحث پیل کیږي.دتخییل دپیژندنې په برخه کې ترټولودمخه ویل کیږي چې:تخییل لکه دانځورپه څیردشعربنسټ دی.که چیرې دتخییل دویي(لغت) کارونې په تاریخ پسې وګرځو،ریښه یې دارسطووختونوته رسیږي اولیدل کیږي چې هغه مهال په بله بڼه کارول شوی دی.

17.06.2012 11:38    |   پوهندوی آصف بهاند انځور،تخیل اوتخییل څه شی دي؟

په دې برخه کې به لومړی دانځوراوتخیل په باب وغږیږم،بیا به دتخییل پرتاریخ اوتعریف باندې رڼا واچوم او وروسته به دتخیل اوتخییل توپیرونه په نښه کړم. کله چې موږدانځوریا شعري انځورونوپه باب خبرې کوو،په کار ده چې دشعریوڅوپیژنونه(تعریفونه)هم وړاندې کړوڅوله دې لارې نه انځوراوتخیل ښه روښانه کړای شو.

26.03.2012 19:08    |   پوهندوی آصف بهاند پردی چاپیریال اودمهاجروکوچنیانودزدکړې مسآله ۲

دمورنۍ ژبې زدکړه،ساتنه اوپالنه دهرچادهویت جوړونکی عنصردی.دهمدې اصل پربنا،په ځانګړي ډول مهاجرافغانان چې دنړۍ په هرګوټ کې میشت دي،باید دمورنۍ ژبې په زدکړه،ساتنه اوپالنه کې تروسه،وسه پاملرنه وکړي.په دې برخه کې ځانګړی مسؤلیت دکوچنیانومیندواوپلرونوته ورله غاړې دی.میندې اوپلرونه باید هڅه وکړي چې په کورني چاپیریا ل کې دماشوم مورنۍ ژبه وکارول شي اودهغه ترڅنګه دا هم هیره نه شي چې میندې اوپلرونه دښوونکوترټولوستراومهم مرستندویان دي.

01.03.2012 20:55    |   پوهندوی آصف بهاند دشپون اومجاورپخلاینه

له ډیرې مودې را په دې خوا دافغاني فرهنګ دسرلارودخپلمنځي ــ سلیقوي تضادونوپه اورمې ځان سوی سکورلیده ،خوڅه مې نه ویل او ویلای مې هم نه شول.زه لا دادبیاتوپوهنځي محصل وم چې دې تضادونوته مې پام شو.پنځو ستورویوبل ته څه نه ویل،خولارویانو،سیمه والواوخپلوانوبه یې یوبل په بیلابیلونومونو،تورنول.هغه وخت دځوانۍ جوش و،ویل به مې چې: هلکه ځه ستا یې ورباندې څه او ...

22.02.2012 23:15    |   پوهندوی آصف بهاند پردی چاپیریال اودمهاجروکوچنیانودزدکړې مسآله

له خپل وطن څخه لرې،دخپلې ټولنې له چاپیریا ل څخه لرې،دمورنۍ ژبې داوریدلو او ویلو له دایرې نه دباندې دپردي کلتورترهراړخیز اغیز لاندې؛په پردي چاپیریال کې دمورنۍ ژبې زدکړې،ساتنې اوپالنې مسآله اودمهاجرت په پردي چاپیریال کې له کوچنیانواوتنکیوزلمیانوسره دچلند اواړیکوموضوعات هغه اړین اولومړني شیان دي چې باید قلموال یې هیڅ کله له پامه ونه غورځوي.

30.01.2012 20:36    |   پوهندوی آصف بهاند دشــعــر ژبــــه

د مها جرت په چاپیریال کې که دنوروستونزوترڅنګه،زموږپه فرهنګي ــ ادبي هڅوکې هم ستونزې رامنځ ته شوې دي.ددغوستونزود لري کولوله پاره پتییل شوې وه چې ځینې فرهنګي ــ ادبي مفاهیم بیا روښانه کړای شي(له ماسکونه خپریدونکې لیمه مجله،څلورمه پرله پسې ګڼه)دا دی په دې مقاله کې به دشعر ژبه وڅیړم.

21.01.2012 01:12    |   پوهندوی آصف بهاند شعرڅه شی دی؟

شعر عربي کلمه ده،په لغـت کې پوهیدلو اوموندلو ته وايي.په اکثروقاموسونوکې دشعرلغـوي مانا داسې راوړل شوې ده: « شعرد «ش» په زور،دا نسان یا څاروي دبد ن ویښته، د «ش» په زیر،هرهغه څه چې دانسان د تخیل زیږنده وي،وزن اوقافیه ولري.» ( فرهنګ فارسي عمید،۷۹۵مخ)

14.12.2011 22:08    |   پوهندوی آصف بهاند یوخوب اویوتریخ واقعیت

پرافغانستان باندې داسې توپان راغلی دی چې دنوح توپان خوشې یوباد ورته ښکاریږي.باد،تونده سیلۍ،توپان،بم،راکټ،بمابري،چاودنه،وژنه،ورانول،سوځول،وژل،تښتول،ډارول،کړول او ... په افغانستان کې ورځنۍ عادي چارې دي.اوس افغانستان یوسل کلن زاړه موټرته ورته دی،اوبخت یې دومره خواردی،چې دحامد کرزي په نامه یوډریور ورته ګومارل شوی دی چې دوه جا لبې اودپام وړځانګړنې لري:

18.10.2011 22:51    |   پوهندوی آصف بهاند پلارته لیک

د نړۍ په هرګوټ کې دخورو وروافغانانودکورنیوپه منځ کې دوه ډوله ستونزې سرراپورته کوي:

24.09.2010 00:09    |   پوهندوی آصف بهاند اور او ګلان

اوس هغه وخت رارسیدلای دی چې زموږفرهنګ اوفرهنګیان هرقدم دخپلووینوپه بیه مخ پر وړاندېږدي.هغه څه چې اوس زموږپرژبې،ادب اوفرهنګ باندې تیریږي،ښايي دپښتوژبې،پښتوادب اوپښتني فرهنګ په تاریخ کې داسې دور نه وي تیر شوی.هغه نادودې چې نن سبا له پښتنو،پښتو ژبې،پښتوادب اوپښتني فرهنګ سره کیږي؛هغه دوست او دوښمن ته لکه لمرداسې روښانه دي.

22.09.2010 15:41    |   پوهندوی آصف بهاند اور او ګلان

اوس هغه وخت رارسیدلای دی چې زموږفرهنګ اوفرهنګیان هرقدم دخپلووینوپه بیه مخ پر وړاندې ږدي.هغه څه چې اوس زموږپرژبې،ادب اوفرهنګ باندې تیریږي،ښايي دپښتوژبې،پښتوادب اوپښتني فرهنګ په تاریخ کې داسې دور نه وي تیر شوی.هغه نادودې چې نن سبا له پښتنو،پښتو ژبې،پښتوادب اوپښتني فرهنګ سره کیږي؛هغه دوست او دوښمن ته لکه لمرداسې روښانه دي. زموږفرهنګیان اوس اوس په ورکولاروسراوپه سوځیدلوبڼونوکې مات وزري طوطیان دي.کوردننه اوکوردباندې تربرونوداسې حالت پرې راوستی دی اوداسې فرهنګي یرغل یې ورباندې کړی دی؛چې د پرمختګ او کار ډیرې لارې یې پرمخ تړل شوي دي.زموږ دژوندیو فرهنګیانودمنځوي اوپاخه سن ډیری فرهنګیان په وطن اونړۍ کې دروان اړودوړپه پلمه یا په ټپه ولاړ دي،یا دمرتد سیاست په لوموکې نښتي دي اویا یې له قلم نه سوټی جوړ کړی یو دبل سر پرې ټکوي.