د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پوهندوی آصف بهاند

18.07.2014 09:12    |   پوهندوی آصف بهاند په کابل کې پنځه میلیونه وږي له غزې سره پنځه لکه مرسته

هغه څه چې د اسراییلو له جوړیدو نه تر نن پورې شوي دي او کیږي کړي، ټولې نړۍ ته لکه لمر داسې ښکاره دي او نن دا دی هغه ناروا خپل معراج ته رسیدلې ده. پر فلسطنیانو باندې دا بشري غمیزه تپل شوې او باید هر با درده انسان ورباندې غمجن وي، خو نن دا دی زما په خپل کور، کلي او وطن کې یو نه، دوه نه درې نه،بلکې په سلګونو اوزرګونو داسې غمونه پراته دي چې که ټول عمر ورته دریابونه، دریابونه اوښکې تويې کړو، تمام به نه شي، مداوا به نه شي.

15.07.2014 16:55    |   پوهندوی آصف بهاند په نرخ کې بې نرخي

په تاند ویبپاڼه کې د ۲۰۱۴ کال د جولای په څوارلسمه نیټه د « دا د نرخ جګړه د چا ده – چی بلا یی پرته په ما ده » تر سرلیک لاندې د ښاغلي «تابع » په قلم یوه مقاله خپره شوې ده.(۱) په دې مقاله کې طرح شوې ستونزې، ګیلې او دردونه د ځانګړې پاملرنې وړ دي، چې زه په دې مقاله کې ورباندې تم کیږم. دا دی په «نرخ» کې هم یو څوک پیدا شو چې د نرخ غږ جګ کړي. هغه څه چې نن پر «نرخ» او«نرخیانو» باندې تیریږي،

12.07.2014 12:41    |   پوهندوی آصف بهاند برازیلۍ او کابلۍ

دا د دوو بیلابیلو هیوادونو نجونې دي، یوه افغانه ده، دا بله برازیلۍ ده. برازیلۍ هم ژاړي او کابلۍ هم اوښکې تویوي. دوی دواړه په رښتیا د زړه له کومې ژاړي، ژړاوې یې د تمثیل له مخې نه دي. د دوی زړونه دردیدلي، ځکه یې له سترګو نه د اوښکو امیل شلیدلی او مخ ښکته روان دی.

07.07.2014 19:05    |   پوهندوی آصف بهاند د «خاموش فیلسوف» ویر پنځه کلن شو(د استاد اسد آسمایي یاد)

د۲۰۱۴ کال د جولای په اتمه(۸) نېټه د «خاموش فیلسوف» پنځم تلین دی.له هغې ورځې چې استاد اسد آسمايي خپله وړه کورنۍ او دفرهنګیانولویه کورنۍ یوازې پریښوده پنځه کاله واوښتل،خو دده یاد له ما سره داسې تازه دی لکه دا پرون، د اسد په نشت کې یې یادونه او مرګ زما زړه بیا بیا د ویر منګولو ته سپاري اوسترګې نمجنې کوي. زما هیر نه دی،مرګ ته مې په ورټ ورټ وژل داسې لکه ماشوم، دجنازې د بازو نیول یې خدای راپه برخه نه کړل، په هغه وخت کې مې یوازې په یوې لیکنې (یواسد ، یولیونی یو فلسفي، یو آسمايي) بسنه وکړه.د همدې مقالې په پیل کې ما داسې لیکلي وو

02.07.2014 09:37    |   پوهندوی آصف بهاند داکومنت

شاو خوا څلویښت کاله پخوا به په افغانستان کې چا دومره د داکومنت یا اسنادو پوښتنه نه کوله. دومره یې څوک په فکر کې نه وو او نه یې پیژندل. د چا له چا سره کار نه و، ټولو خلکو په متقابل احترام سره خپل آرام ژوند کاوه.

18.06.2014 14:37    |   پوهندوی آصف بهاند دردونه او یادونه

«دردونه او یادونه» د شاه ولي آرین د لنډو کیسو ټولګه ده چې ډیره تازه(۲۰۱۴ــ ۱۳۹۳) له چاپه راوتلې ده. په ټولګه کې لومړی د «دسریزې په توګه څو خبرې» د لیکوال لنډ یاد داشت راغلی دی، بیا د «تقریظ او ارزونه» تر سرلیک لاندې دټولګې او د کتاب د لیکوال په باب، دپوهنمل حاجي محمد نوزادي خبرې راوړل شوې دي.

09.06.2014 21:32    |   پوهندوی آصف بهاند څوبیسواده نسلونه اوزموږمسولیت

بیا هم دسواد،مطالعې اودنوي نسل دروزنې مسآله: د۲۰۱۴ کال دجون په نهم ماښام مې په « لراوبر» ویبپاڼه کې دګران دوست ښاغلي آرینزي یوه مقاله ترسترګوشوه چې له ځان نه، له پلارنهوله نیکه نه ، له غورنیکه اوتیرو واکدارانونه یې ګیلې کړي دي ،ورته په قهردی ،آن تردې چې ښیراوې یې کړي دي اوهغوی ته یې دجهنم غوښتنه کړې ده.(۱) ښاغلی آرینزی!

02.06.2014 09:26    |   پوهندوی آصف بهاند لنډۍ اودلنډیودثبتولوستونزه پنځمه برخه

دلنډیوپه باب زما دمقالوڅلورمه برخه( لنډۍ اودلنډیودثبتولوستونزه )،د۲۰۱۴کال دجنورۍ په نیمايي کې خپره شوه.له یادې نیټې نه وروسته،بیا ددې کرښو ترلیکلوپورې دلنډیوپه باب دنوروقلموالوله یوشمیرنشرشوومقالوسره مخ شوم.په دې مقالوکې دلنډیو په باب کله تکراري اوکله هم نوې خبرې راغلي دي.په دې لړکې دلنډیوپه باب زما له پاره دپام وړمقاله دښاغلي مجیب مهرداد مقاله ده،چې دلنډیو دبحث په دې پنځمه برخه کې یوازې په همدې مقاله تم کیږم.

23.04.2014 10:26    |   پوهندوی آصف بهاند کتاب،مطالعه اوزموږ دریځ

دمطالعې اوکتاب لوستنې په باره کې زما دوې مقالې پخوانشرشوي دي.(۱ــ۲)په یادو مقالوکې ما پردې ټکي باندې ټینګارکړی دی چې دپوهې او وړاندې تګ اصلي لارپرله پسې مطالعه اوله کتاب سره مینه ده.کتاب دتمدنونوترمنځ دپلونوحیثیت لري،که موږ په دې پله باندې ګذرونه کړو،نه شوکولای چې په بیلابیلوبرخوکې دنورې دنیا له پرمختګونواولاسته راوړنونه خبرشو،یوازې کتاب اومطالعه ده چې دې پاک اومقدس هدف ته مورسولای شي.

06.04.2014 09:16    |   پوهندوی آصف بهاند نوی نسل، مطالعه ستونزې اونوې هیلې

د۲۰۱۳ م کال دفبرورۍ پیل کې مې،د« پردی چاپیریال اودکوچنیانواوځوانانودزدکړې مسآله » ترسرلیک لاندې د « مطالعه اوله مطالعې سره اړوندې ستونزې »پرموضوع باندې یوه مفصله مقاله خپره کړه(۱).ددې مقالې انعکاس اوتاثیر،دومره چې زما هیله وه،دپاملرنې وړنه و.حتی تر دې چې ځینودحساب وړقلموالوراته وویل چې زما یاده مقاله ددوی له نظره تیره شوې هم نه ده.څه رسي تردې چې هلته په نښه شوو ستونزوته یا پام وکړي،یا په دې کارکې زما په ملاتړڅه ولیکي اویا په دې برخه کې دنورو مقالو دلیکلو او ددې ستونزې دحل له پاره څه وړاندیزونه راته مخ کې کیږدي؛خوزه مآیوسه نه شوم،خپل کارته مې ادامه ورکړه،په بیلابیلوشخصي اورسمي فرهنګي ناستوکې به مې دسواد،نوي نسل،د ښوونې - روزنې او په تیره مطالعې باندې نورهم خپل ټینګارته دوام ورکړ.

04.04.2014 08:58    |   پوهندوی آصف بهاند داسې څوک نه شته چې دا اور مړکا؟

دا کرښې اوداشعرما په « سرینا مسلخ » کې دقصابي شووافغانانوله پاره لیکلې اوبرابرې کړې وې،سره له دې چې یوڅه نا وخته شوې ده،بیا یې هم خپروم اوتاسوته دخپل زړه دویرپرتغردیوڅوشیبودناستي بلنه درکوم.

23.03.2014 17:49    |   پوهندوی آصف بهاند ورک پسرلی

کلونه پخوا په کابل کې لکه همدا اوس دپسرلي شپې ورځې وې.درادیو دیارانو په نوښت،درادیو دپل باغ عمومي په ستدیوګانوکې پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه.ټاکل شوې وه چې مشاعره دې دپښتوغزل دپلارحمزه شینواري ددې بیت په اقـتـفا جوړه شي:

08.03.2014 18:53    |   پوهندوی آصف بهاند دافغانستان ښوونیز نظام جامعة الصالحات ،اشرف المدارس یادنوي نسل؟

په افغانستان باندې له جګړې نه د رازیږیدلوسونامي ګانو ناوړه اومنفي تاثیرات زموږد ټولنیزژوند دهرې پاڼې په هره کرښه کې ترسترګوکیدای شي.دلته خبره دافغانستان په ښوونیز نظام اوپه دې نظام کې پر شته مرضونواوستونزو باندې ده. بحث مود ښوونیزنظام په دایره کې د اشرف المدارس ( جامعة الصالحات ) په نامه دیوه بل ګل؟ په غوړیدو دی. داسې ګل او داسې مدرسې چې هرڅه دافراطیت اوتشدد په خم کې رنګوي.

08.03.2014 12:52    |   پوهندوی آصف بهاند مبارک دمارچ اتمه؟

هرکال چې دښځې ورځ،دمور ورځ اویا په ښځوپورې اړوند بله کومه ورځ رارسیږي اویادیږي،ما ته دغولولو،تیرایستلواوپرښځوباندې دترسره شوواوروانوظلمونودانځورولو له پاره دلغاتولښکرراروان وي اوراته وايي چې دا دی موږ تیاریو،موږوکاروه،ددې موجود( ښځګلې ) دغه اوسنی حالت ورباندې انځورکړه او... له نن نه پخوا،ما ترخپلې وسې پورې دښځوله پاره په بیلابیلوپلمواومناسبتونو،شعرونه اومقالې لیکلي اوخپاره کړي دي.دغونږدې تیروکلونوکې یې دوې نمونې دا دي:

17.02.2014 10:10    |   پوهندوی آصف بهاند دروسیې المپیک اودنشې المپیک (مډالونه اودودونه)

کومه انګیزه چې زه یې ددې کرښولیکلواود پاسني سرلیک غوره کولوته وهڅولم،هغه دا وه، چې د BBC د پښتوویبپاڼې د انځورونوپه برخه کې مې په داسې عکسونوباندې سترګې ولګیدې چې دلیدلواوزغملونه وو.دا په افغانستان کې په نشوروږدي ماشومان اودهغود میندوعکسونه وو:

15.02.2014 21:07    |   پوهندوی آصف بهاند لنډۍ اود لنډیود ثبتولوستونزه ۴

دلنډیوتکاملي سیرته که وکتل شي لیدل کیږي چې پخوا به مین اودرد لیدونکي بنده خپل درد اوغوښتنه دلنډۍ په جامه کې ویله،غره،ځنګله،دیواله اوکمره به اوریدله اوډیرلږبه دچا په ذهن کې خوندي شوه؛خواوس چې کوم مین اودردمن خپل درد اوغوښتنه مطرح کړي،قلم،کاغذ،کتاب،رادیو،تلویزیون اوکمپیوترکې ثبتیدای شي اوترټولوپورې لا په یوه لنډه شیبه کې رسیږي.له زړه اوذهن نه کاغذ ته،بیا دنوروخلکوغوږونوته،له کلي نه ښارته ،له ښارنه ښارونواوهیوادونوته اوبیا ټولې نړۍ ته،له پټې کلیوالي مینې نه دښار ښکاره عشق اوغږونوته،له ښکاره غږونونه ،ایمل،فیسبوک اوکمپیوترته.کمپیوترته یې چې پښه ورسده،بیا نوله ضایع کیدونه ژغورل کیږي.

11.02.2014 10:09    |   پوهندوی آصف بهاند لنډۍ اودلنډیودثبتولوستونزه (دریمه برخه)

له کومومآخذونونه چې لنډۍ را اخیستل کیږي،داوسنیولاس لرلو موادوله مخې چې زموږ په واک کې دي،هغه مجموعې دي چې په سم یا نا سم ډول،ځینې یې دعلمي ــ رسمي مراکزو له خوا اوځینې یې بیا په مستقل ډول خپرې شوې دي. دلنډیو هغه مجموعې چې ترنن پورې ما لیدلي اویا اوریدلې دي،هغه دادي:

30.01.2014 11:48    |   پوهندوی آصف بهاند لنډۍ اودلنډیودثبتولوستونزه (دویمه برخه)

په لنډیوکې دهرزمان دژوندانه رازونه په هنرمندانه ډول ځا ی پرځای شوي دي،دهرزمان ټولنیزې اړیکې په کې په ماهرانه توګه انځورکړای شوي دي،په امانتدارئ سره پیړۍ،پیړۍ ساتل شوي دي.کومې یې چې سینه په سینه تراوسنیوزمانوپورې رارسیدلې دي؛کولای شوچې له هغونه دتیرو وختونودانسانانودژوند دځینوهغواړخونوپه باب مهم اودلوموړي لاس مالومات ترلاسه کړوچې په لنډۍ کې انځورشوي وي.

27.01.2014 09:58    |   پوهندوی آصف بهاند لنډۍ اودلنډیودثبتولوستونزه

دلنډیوپه باب دغه بحث په څلوروبرخوکې وړاندې کیږي.نوې ثبت شوې لنډۍ به دورستۍ برخې په پای کې راوړل شي.مآخذونه به له نویولنډیونه وروسته،دمتن دشمیرو له مخې وښودل شي. په لنډۍ باندې خبرې کول کومه نوې خبره نه ده،خوزړه هم نه شوورته ویلای اوهیڅکله به زړه هم نه شي.لنډۍ هرکله نویوخبرواونویوبحثونوته اړتیا لري؛دهمدې اړتیا له مخې به په دې بحث کې دلنډۍ تاریخ،جولې اومنځپانګې په باب خبرې وشي،بیا به دلنډۍ په باب ترسره شویوڅیړنیزوکارونوته تم شو،ورپسې به دنویولنډیودټولولو،ثبتولواوخوندي کولوپرکړنلاره اوستونزوباندې بحث ولرو،له دې نه وروسته به دراټولوشویواوچاپ شویولنډیودمجمعوپه باب معلومات وړاندې شي.

13.01.2014 17:09    |   پوهندوی آصف بهاند شین پسرلی

ما ته دخپل ژوند په اوږدوکې یووارداستاد صدیق پسرلي دلیدلوویاړراپه برخه شوی دی،هغه هم په دې ډول: په کابل کې دتنظیمي ایله جاریانوپه راتګ سره داسې غوبل جوړشوچې په تاریخ کې به یې ساری یا هیڅ نه وي اویا به ډیرلږ تیرشوی وي.هرڅه په سره اوربدل شول.زه هم دخپل کور،کلي اوهرڅه پریښودوته اړشوم. دوروستي ځل له پاره مې داستاد دوست شینواري دجنازې په مراسموکې ګڼ شمیرفرهنګیان ولیدل.دافغانستان دعلومواکادیمۍ غړي،دپوهنتون استادان،ژورنالستان،لیکوالان،شاعران او...

09.01.2014 19:14    |   پوهندوی آصف بهاند بیوګرافي

کلونه پخوا استاد بینوا دخپلومعاصرلیکوالوبیوګرافي دیوه ځانګړي سبک په قالب کې په داوسني لیکوال ترسرلیک لاندې،په دریوټوکونوکې ولیکله.دا اثراوس په عام ډول دافغانستان په فرهنګ اوپه خاص ډول په پښتني فرهنګ کې دیولوی مآخذحیثیت لري،خواوس دبیوګرافي لیکلو یونوی ډول په میډیا کې سر راپورته کړی دی.

08.01.2014 17:32    |   پوهندوی آصف بهاند کم سنه انتحاري،دستونزې جرړې اودحل لارې

دټولوتلویزیونونو،رادیوګانو،ویبپاڼو،ورځپاڼواو...مخونه اوخولې په همدې یوه خبرتوردي، ښوري اوستړي دي چې: ـ یوه لس کلنه نجلۍ له ځانمرګي برید نه مخکې نیول شوې، ـ دا نجلۍ غولیدلې ده،باید بیرته موراوپلارته وسپارل شي، ـ حامد کرزی ځانمرګي خوشې کوي، او...

04.01.2014 21:09    |   پوهندوی آصف بهاند یوشعر،یوه خاطره

په ۱۳۵۵ل کال مې دکانکورآزموینې له بریالتوب نه وروسته دکابل پوهنتون ادبیاتوپوهنځي کې خپلې زدکړې پیل کړې. په دې وخت کې زموږ په هیواد افغانستان کې دتلویزیون اوټرن په باب څه ویل هسې دخیال خبرې،یا لکه دچا خبره یوخیال پلو و اوبس.

14.11.2013 14:22    |   پوهندوی آصف بهاند څه کړمه خدایه چې دغم دپاسه غم دی

له بده مرغه چې بې دردي ډیره شوې اوډیری خلک په بیدردانوپسې روان هم دي.اوس چې دحافظ وطن اودحافظ ګلستان ګران افغانستان له بې دردانو ډک دی،دی هم ډک زړه ورنه کډه شو.

11.11.2013 19:34    |   پوهندوی آصف بهاند دشمشاد له هسکې څوکې

دپښتوـ پښتوتشریحي قاموس دڅلورم ټوک په دوه زره نه سوه پنځه دیرشم (۲۹۳۵) مخ کې یې مانا کټ مټ همداسې رواوړل شوې.اوس په دې نامه (شمشاد) یوتلویزیون خپرونې کوي ،چې دا دی نن یې دخپرونودپراخیدوله پاره دا غونډه جوړه شوې ده.