د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پوهندوی آصف بهاند

02.03.2015 19:32    |   پوهندوی آصف بهاند پـــل د افغانانو میډیا په آسمان کې نوی ستوری

د افغانستان د میډیا په آسمان کې یو نوی ستوری وځلید. دا ستوری«پل» نومیږي، چې د یو شمېر لیکوالو په نوښت د تاند ویبپاڼې له خوا یې په خپرونو پیل وکړ. د «پل» د خپریدو په باب د تاند په خبر پاڼه کې داسې راغلي دي: «د یو شمیر لیکوالو په نوښت د ماشومانو او کورنیو له پاره تاند د پل په نوم ځانګړې ویبپاڼه خپره کړه.

01.03.2015 13:14    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات شپږمه برخه

پخوا له دې چې په افغانستان کې جګړه او له جګړې نه را زیږیدلې سونامي ګانې پیل شي، د کوچنیانو ادبیاتو ته د هغه وخت د پوهې او امکاناتو په چوکاټ کې پاملرنه شوې وه. کوچنیانو خپرونې درلودې، کیسې او شعرونه ورته چاپیدل، ځانګړې مجلې یې درلودې او په رادیو افغانستان کې د کوچنیانو په نامه مطالب خپریدل او د کوچنیانو د روزلو په نامه ټاکلی وخت ورته ځانګړی شوی و.

25.02.2015 09:57    |   پوهندوی آصف بهاند څو مقالې، څو څپیړې او یو یاد داشت

دا خبره پښتانه هغه وخت کاروي چې یو ورته ټپي پروت وي او بل هم د تلو نه وي او په وینو لړلی یې په خره ۷ورته راوړي.یعنې غم د پاسه غم وي.

23.02.2015 09:52    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۵

اوس راغلو د کوچنیانو ادبیاتو ته او په اوسني وخت کې د کو چنیانو خوار حالت ته چې څومره د دولت اوحتی قلموالو له پامه لویدلي دي.

13.02.2015 09:54    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۴

په پښتو ادب او پښتني ټولنه کې کوچنیان داسې بې برخې دي لکه د الفت صاحب په «خیرات» نومي نثر کې چې ړوند او شل بې برخې وو. که پښتو ادب له هماغه لومړني لاس ته راغلي شعر نه را پیل کړو، کوچنیانو ته په ټاکلي ډول هیڅ داسې څه چې د هغه د هڅونې او پوهونې تکل دې په کې شوی وي، نه تر سترګو کېږي.

08.02.2015 15:05    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۳

له فولکلور نه وروسته، که د ادیانو تاریخ ته سر ور ښکاره شي او د کوچنیانو د ښوونې روزنې او ادب لټه په کې وشي، لیدل کیږي چې مخکې له دې چې د واکدارانو له خوا په رسمي تشکیلاتو کې دې موضوع ته ځای ورکړل شي او پام ورته وشي، د دیني لارښوونو اومذهبي ارشاداتو له لارې د کوچنیانو ښوونې روزنې ته پاملرنه کیده.

04.02.2015 21:13    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۲

که د فولکلور په باب له اوږدو بحثونونه تیر شو او په لنډ ډول ووایو چې پښتني فولکلور ښه بډای فولکلور دی، نو په دې بډای فولکلور کې د کوچنیانو له پاره څه شته که نه؟ او که وي نو څومره به وي؟ هوکې، په پښتني فولکلور کې دکوچنیانو له پاره ډیر څه شته چې دوی ته څه ورزده کوي، په دوی کې هنري ذوق او عاطفه روزي او ټولنیزو فعالیتونو ته یې هڅوي. د پښتو ادبیاتو په شفاهي برخه کې د کوچنیانو له پاره یو لړ سندرې، شعرونه، کیسې او متلونه شته چې یا په خپله د دوی له خوا ویل کیږي او جوړیږي، یا د لویانو له خوا د دوی د سویې، طرز تفکر او غوښتنو په نظر کې نیولو سره، د دوی له پاره ویل کیږي او جوړیږي. لکه د میندو سندرې چې د پښتنو په بیلابیلو سیمو کې د کوچنیاو له پاره د میندو له خوا ویل کیږي. یوه ښه بیلګه یې د آللو فولکلوریکه سندره ده. دا سندره مور د ماشوم د ویده کولو په وخت کې په داسې حال کې وايي چې په یوه لاس ماشوم ټپوي، نو په ډیر خواږه آهنګ سره دا سندره وايي:

02.02.2015 10:08    |   پوهندوی آصف بهاند کتاب سوځوونه ، د عربي هیوادو داعشیان او زموږ د وطن ټوپکیان

د جګړې له توري نه وروسته په قوس کې وژنه، وینې تویول، لوګي، تباهي او ورانی لیکل کیږي. جګړه هر چیرې او هر وخت کې چې وې، جګړه ده. آبادي په کې نه شته، ورانی دی او خرابي. رښتیا یې ویلي دي: «په جګړه کې آسونه نه چاغیږي» د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه مې د بي بي سي په ویبپاڼه کې یو مطلب ولوست چې داعشیانو په خپل قلمرو کې کتاب سوځول پیل کړي دي. د بي بي سي په ګزارش(په موصل کې د داعش کتاب سوځونه) کې د داعشیانو د کتاب سوځونې په باب راغلي دي چې د عراق په شمالي ښار موصل کې داعشیانو د دوو زرو شاو خوا کې کتابونه، د غیر مذهبي کتابونو په نامه له کتابتونونو څخه را ایستلي دي. اوس د دې ډار شته چې د عراقي ورځپاڼو هغه کلکسیونونه چې یوه پیړۍ پخوا خپاره شوي وو، له منځه نه وي تللي.

31.01.2015 10:47    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات

له جګړې نه د رازیږیدلو نا خوالو په اړخ کې زموږ د ټولنې تر ټولو ستره غمیزه دا ده چې د پرمختګ او تکنالوژۍ په دې عصر کې موږ د خپلې ټولنې تر ټولو اساسي برخه(کوچنیان) هیر کړي دي او زموږ په وطن کې د ټولنې تر ټولو له پامه لویدلې برخه همدا کوچنیان جوړوي. البته دا خبره یوازې په خوارو او نیستمنو کورنیو باندې صدق نه کوي، بلکې په عام ډول په ډیری افغان کورنیو باندې یې د یوې تورې بلا په څیر سیوری غوړولی دی.

13.01.2015 19:55    |   پوهندوی آصف بهاند پسرلی مو څنګه پیژندلی؟

هسې هم ښایسته ډیر کلونه وشول چې زموږ له کلي، کور او وطن نه طبعي پسرلي کډه کړې او دا کلی کور، دا وطن او دا خلک یې د خزان زیړو منګلو ته او د حرفوي قاتلینو سرو منګولو ته سپارلی دی؛ مګر زموږ خپل پسرلی، زموږ د کلي کور او د ښو بدو یار پسرلی، زموږ د کتاب، فرهنګ او غزل پسرلی او په هر ډول ناخوالو کې ولا ړ پسرلی؛ دا یو کال وشو چې فزیکي نشت یې موږ زوروي، خو له معنوي پلوه زموږ هر یوه په زړه کې لکه همیشه بهار بوټی تک شین ولاړ دی. یو کال مخکې مو اوښکې تویولې چې پسرلي سترګې پټې کړې او اوس دا دی څوک قلم او څوک ګوتې ښوروو او یاد یې تازه کوو. بیا هم زړه ته ډاډ ورکوو چې پسرلي د خپل پسرلي ژوند په اوږدو کې ښه بڼوالي وکړه، ښه بزغلي یې وکرل او په ځان پسې یې داسې شین فصل او شنه کرونده پریښوده چې له وږم او شنیلي نه یې، له میوې او نیالګي نه یې ټول خلک بهره مند دي. ولې ټول وطن ، ټول افغانستان شین نه شي ، ولې د ټول نوي نسل د ذهن کروندې شنې نه شي، چې صدیق پسرلي په خورا صداقت او متانت سره د خپلې بڼوالۍ په موده کې د نورو پسرلیو بزغلي شیندلي او هغه بزغلي د ده په غمخوارۍ او مهربانۍ سره داسې شنه را ټوکیدلي چې هر بوټی یې جلا پسرلی دی. ما د همدې عیني واقعیت له مخې د ده په مړینې باندې خپلې لیکنې ته «شین پسرلی» سر لیک و ټاکه.(۱)

07.01.2015 09:42    |   پوهندوی آصف بهاند وړاندیز ته وړاندیز

ښاغلي اسدالله غضنفر د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۲۷ مه نیټه په تاند ویبپاڼه کې د «وړاندیز» تر سر لیک لاندې یو مطلب خپور کړ. غضنفر صاحب په دې لنډ «وړاندیز» کې لکه تل بیا هم نوې خبره او د کار خبره مطرح کړې ده. داسې یوه خبره چې زموږ د اوسني فرهنګي بهیر یوه نیمګړتیا پوره کولای شي او ځوان قلموال د ښه، منظم او ګټور فرهنګي کار په لوري خوځوي. د ښاغلي غضنفر د وړاندیز په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

12.12.2014 10:30    |   پوهندوی آصف بهاند «د وینو واټ» له اړخ سره یو څو خبرې

«د وینو واټ» د سلیمان لایق په شعرونو کې هغه قصیده ده، چې د «اور اخیستي» افغانستان په وینو لژند اندامونه او په اور کې سوځیدونکي هډونه په کې، په هنرمندانه او استادانه ډول انځور شوي دي. د لار ورکو لارویانو د قدمونو د ګردونو په تعقیب پسې، ماسکو ته رسیدلی وم او د کومې کړې ګناه د جرم په ونج کې خدای د قلم په ځای د پنډیتوب پړی را په برخه کړی و.

05.12.2014 16:25    |   پوهندوی آصف بهاند لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستنونزه ۱۰

مخکې له دې چې د لنډیو د مقالو لسمه برخه وړاندې کړم، اړینه یې ګڼم ووایم چې د همدې سلسلې په نهمه برخه کې ما لیکلي وو چې په فیسبوک او تویتر کې مې د لنډۍ د پاڼو پرانیستونکو او مسولینو په آدرس د ۲۰۱۴ کال د نومبر په دریمه نیټه یو ایمل لیږلی و چې د نومبر۲۱مه نیټې پورې ما ځواب تر لاسه نه کړ، خو دا دی د دسمبر په دریمه د دوی ځواب را ورسید او په خپل ایمل کې یې داسې لیکلي دي:

03.12.2014 10:34    |   پوهندوی آصف بهاند لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستونزه ۹

په ټولنیزو شبکو کې مې د لنډیو د لټې په سلسله کې، په فیسبوک او تویتر کې په ځیر سره ټولې شته لنډۍ ولوستې. بیا مې د پاڼې د جوړونکوو، د لنډیو د ټولولو د څرنګوالي او د دې پاڼې د پرانستلو د نیټې، انګیزو او ... د مالومولو په موخه، د دوي ایمل پیدا او د ۲۰۱۴ کال د نومبر په دریمه نیټه د اروپا په وخت د ورځې په۱۳ بجو او پنځه دیرش دقیقو، په لاندې متن یو ایمل ور ولیږه:

30.11.2014 14:48    |   پوهندوی آصف بهاند لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستونزه ۸

ځینې خلک یې داسې انګیري چې لنډۍ یوازې د خندا، عشق و عاشقي له پاره کارول کیږي؛ چې داسې نه ده. لنډۍ د ژوند د ټولو اړخونو رڼه هنداره ده، داسې صافه هنداره چې د ژوند هر څه او هر اړخ په کې لیدل کیدای شي. هر څه چې په عیني ژوند کې تیریږي، هغه د لنډیو په هنداره کې لیدل کیدای شي. دغه لنډۍ یې ښه مثال کیدای شي. دغې لنډۍ ته وګورئ چې د کومې مور، کومې خور، کومې میرمنې، کوم پلار، کوم ورور یا کوم هیواد وال د سوي زړه د اور له لمبو نه به را ټوکیدلې وي:

29.10.2014 11:05    |   پوهندوی آصف بهاند د مطالعې دود او دوې وروستۍ مقالې

د خوشالۍ خبره ده چې د لوست، کتاب او مطالعې په لوري، د استادانو،شاګردانو او نوي نسل پام اوړي. هیله ده چې دا هڅې نورې هم بیړنۍ شي او د مطالعې کلتور دومره عام شي چې کوراکور د کتاب او مطالعې په ارزښت باندې خلک پوه شي. کله چې مطالعه وي، نو ورسره پوهه وي.چې پوهه وي د کتاب او مطالعې وال خپله لار د ښیګڼې او پرمختګ پر لوري پرانیزي. کله چې کتاب او مطالعه وي، د نا پوهۍ او تیارې لمن ټولیږي، د خلکو او ټولنې سترګې غړیږي، بیا نو خپل منزل ته د رسیدو لار پیدا کولای شي.

24.10.2014 21:04    |   پوهندوی آصف بهاند تاسو افغانان نه یاست!

د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر د میاشتې ډیرې ورځې مې په کیف کې له لطیف لالا(ډاکتر صاحب لطیف بهاند) سره تیرې کړې. د کیف منی ښکلی و، خو دود غړن. دا لوګي د جګړې نه وو. سره له دې چې د جګړې تاثیرات د خلکو او ټولنې په ژوند کې له ورایه لیدل کیدل، خو تر اوسه کیف ته د روسیې او اوکراین په پوله کې د بل کړای شوې جګړې اور او لوګي نه وو را رسیدلي. دا د وچو پاڼو لوګي وو. په کیف کې هم د دیمو کراسۍ تر پردې لاندې ښاروالۍ خپل کارونه سم نه تر سره کول. مقامات د کار پر ځای په پچه سپاره وو او د امریکا ــ اروپا خوبونه یې لیدل. له ونو راتويې وچې پاڼې د دې پر ځای چې له ښاره ویستل شي، همالته د ښار په منځ کې د ونو او لارو په ځنګونو کې سو ځول کیدې او لوګو یې د کیف آسمان او هوا سره لړلي وو.

25.09.2014 08:37    |   پوهندوی آصف بهاند د لیونتوب مبارکي

فرید باراني په دې کم عمر په خپلو شعرونو کې عجب ښکلي، نوي ترکیبونه او تشبیهات جوړوي او کاروي. ما څه موده پخوا د ده په یو شعر باندې، دې یاد داشت اوشعر ته ورته یوه یادونه او یو شعر خپور کړی و.( http://tolafghan.com/posts/29619 )

16.09.2014 09:39    |   پوهندوی آصف بهاند د حق الزحمې نوی تعریف

یو وخت یو ښه طنز لیکونکي په لنډ ډول د «طنزي تعریفات» تر سرلیک لاندې، په ټولنه او عیني ژوندانه کې ځینو ترخو حقایقو ته د طنز په ډول اشاره کړې وه. ځینې شیان یې تعریف کړي وو، چې یو څو یې دا دي:

09.09.2014 16:20    |   پوهندوی آصف بهاند هغه کلی او دا کلی

له کوم کلي نه چې راغلی یم او په کوم کلي کې چې ژوند کوم، تقریباً یو ډول هوا لري، خو د خلکو په ژوند او مزاج کې یې د مځکې او آسمان په شان واټن دی. د پلرني کلي هوا او د اوسني کلي هوا سره ورته ده. نرمه او ژوند بښونکې، خو خلک یې توپیر سره لري. زما د پلرني کلي اوسیدونکي داسې تند مزاجه دي چې لکه د چا خبره نر مچ هم په پزه نه پریږدي، اما په ډنمارک کې د هیدرسلیف اوسیدونکي لکه چې ټول د مهاتماګاندي بچیان وي. ټول نرم خویه، خولې له خندا ډکې او ټول د عدم تشدد فلسفې داسې پیروان دي چې ته وا هره ورځ به د عدم تشدد درس ګاندي ورته په غوږونو کې پو کړی وي. زما د پلرني کلي خلک هره ورځ جګړې ته تیار ولاړ وي او د دې کلي خلک نه جګړه پیژني او نه هم تاو تریخوالی.

04.09.2014 15:33    |   پوهندوی آصف بهاند نډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستنونزه اومه برخه

لنډۍ په هر ډول حالاتو کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي، غلې نه پاتې کیږي او د ژوند له څپو سره اوږه په اوږه مخ پر وړاندې ځي. د لنډیو همدا متحرک خاصیت دی چې لنډۍ نه مري او د تل له پاره د عیني ژوندانه پیښې انځوروي او داسې یې په خپله لمن کې رانغاړي چې لوستونکي اوریدونکي ورته حک حیران او ګوته په غاښ پاتې کیږي.

27.08.2014 17:09    |   پوهندوی آصف بهاند دﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ وزرو (دﻧﻮزادي د ﺷﻌﺮ ﭘﻪ ﺑڼ کې) ۲

ﺷﺎﻋﺮ د ژوﻧﺪ رﻧګارﻧګ ﺑﺎدوﻧﻮ او ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻮ ﭘﺴﯥ اﺧﻴﺴﺘﻰ دى او دﻏﻮ څپو د د ﻧﻴﺎ ﺗﺮ ﭘﺎﻳﻪ ﭘﻮرې رارﺳﻮﻟﻰ دى او څنګه ﭼﯥ ﻛﺸﻤﻜﺶ ﺳﺮه ﻋﺎدت دى، ځکه ﭘﻪ ﺗﻮﭘﺎﻧﻲ څپو او ﺷﻮر ﻛﯥ ځانته ﻛﻮر ﻟټوي . ﺷﺎﻋﺮﻟﻪ زﻟﻤﻴﺘﻮب او زړﺑﻮدۍ ﻧﻪ ﺷﻜﺎﻳﺖ ﻛﻮي اود ﺗﻮتکۍ د وزرو وﺧﺘﻮﻧﻮﺗﻪ ﻃﻼﻳﻲ وﺧﺘﻮﻧﻪ واﻳﻲ :

25.08.2014 16:51    |   پوهندوی آصف بهاند د ﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ وزرو

څه ﻛﻢ څلورﻟﺴﻴﺰې ﺷﻮې ﭼﯥ زﻣﻮږ ټوﻟﻨﻪ اوﺧﻠﻚ د ﺟګړې ښاﻣﺎر، د ﻧﺎﭘﻮهۍ ښاﻣﺎر، د ﺑﯥ اﻋﺘﺒﺎرۍ ښاﻣﺎر، د ځانځانۍ ښاﻣﺎر او څه ﻧﻮرو ﺧﻄﺮ ﻧﺎﻛﻮ ښاﻣﺎراﻧﻮ ﭼﻴﭽﻠﻲ دي او ﻟﻪ «دﻛﻦ» نه څه ﭼﯥ، ﻟﻪ ټوﻟﯥ دﻧﻴﺎ ﻧﻪ ﭘﺎړوګان ورﺗﻪ راﻏﻠﻲ دي، ﺧﻮﭘﺮ دې ښاﻣﺎر ﭼﻴﭽﻠﯥ ټوﻟﻨﻪ او ﺧﻠﻜﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻳﯥ دم او ﻣﻨﺘﺮ ﺗﺎﺛﻴﺮ ﻧﻪ دى ﻛړى. ﻫﺮ څوك ﭼﯥ ﻫﺮ ﭼﻴﺮې دي زﻳړ زبیښلي، ﻏﻤﺠﻦ دي او ﻟﻮرى ورﻧﻪ ورك دى .ﻟﻪ ﻫﺴﺘﻮﻧﻜﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﻧﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﺎر، دﻟﺪار او ﺣﺘﻰ دار ﻫﻢ ورك دى. ﺧﭙﻞ ﻟښکرﻳﯥ، د ﻟﻐﺎﺗﻮ لښکرﻳﯥ ﻫﻢ ورﻧﻪ ﻣﺮور دى او ﻟﻜﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﻠﻚ د ﺧﺰاﻧﻮ د ﭘﺎﺳﻪ وږي، ﺗږي ﭘﺮاﺗﻪ دي، ﺧﭙﻞ لښکر ﻳﯥ، د ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻐﺎﺗﻮ د ﺧﺰاﻧﯥ ﻳﻮ ﺗﻮرى ﻳﯥ ﻣﺮﺳﺘﯥ ﺗﻪ ﻧﻪ راځي ﭼﯥ د ﺧﭙﻞ ﺣﺰﻳﻦ اوﻏﻤﺠﻦ زړه ﭘﻴﻐﺎم ﭘﻪ ﻛﯥ وﻧﻐﺎړي اوﭼﻴﺮﺗﻪ ﻳﯥ د ﻛﻮم اورﻳﺪوﻧﻜﻲ د ﻏﻮږ او ﻳﺎ د ﻛﻮم ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ د ﺳﺘﺮګو ﻧﺬراﻧﻪ ﻛړي .ﻧﻮزادى ﻫﻢ د ﻓﺮﻫﻨګ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې زﻳړزﺑیښلي ﺑڼ ﻛﯥ ﺧﺰان ځپلی وﻻړ و، د ﭘﻴﺮﻣﺤﻤﺪ ﻛﺎروان دﻋﺎ ﺧﺪاى ﻗﺒﻮﻟﻪ ﻛړه ﭼﯥ وﻳﻠﻲ ﻳﯥ و:

31.07.2014 09:28    |   پوهندوی آصف بهاند لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستنونزه ۶

څنګه چې ژوند نه زړیږي، دغسې پر لنډیو باندې بحث، خبرې کول او څیړنه هم نه زړیږي. دا دی د همدې اصل پر بنا د لنډیو د مقالو په شپږمه برخه کې پر دریو کتابونو لنډ بحث کوم چې یو کتاب یې د لنډیو ټولګه ده او دوه نور کتابونه داسې دي چې اصل موضوع یې بل څه ده، خو په لنډیو باندې یې هم څنګځنی(ضمني) بحث کړی دی. هغه درې کتابونه دا دي: ــ

22.07.2014 14:47    |   پوهندوی آصف بهاند له بخارۍ نه ساړه او له زخمونه ګلان

فرید باراني یو پر کاره، خوځنده او جدي ځوان دی، د نورو کارونو تر څنګ یې شعرونه هم په میډیا کې ډیر ځلې غاړه هسکوي. زما یې شعرونه او جدیت خوښ دی. د اوس له پاره یې د نورو فرهنګي کارونو په باب ځکه څه نه وایم، چې ماته یې په بشپړ ډول څرنګوالی نه دی مالوم، خو کوم شعرونه یې چې زما له نظره تیر شوي دي، د هغو پر استناد وایم چې شعر یې نوې ښکلا لري او زما خوښ دی. زه فکر کوم چې فرید باراني په شعر کې د خپل فکر د پیاده کولو له پاره د لغاتو ډیر ښه لښکر لري، داسې لښکر چې د وخت او زمان ټولې نا دودې او ښیګڼې ورته مالومې دي، ښې تجربې یې زده دي او فرید باراني یې د باران د نرمۍ په ډول داسې په ځای او په وخت کاروي، لکه وستا کار چې په دیواله کې د دیوال د سم جګولو له پاره خښتې کاروي.