د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پروفیسور عبدالخالق رشید

08.09.2016 09:26    |   پروفیسور عبدالخالق رشید نجونو لمسیو ته د امیتا بچن لیک

دهندي سینما لوی او اسطوریی لوبغاړي امیتاب بچن په دې ورځو کې خپلو دوو نجونو لمسیانو ته یولنډ لیک لیکلی دی ، دغه لیک نن موږ د نهروپوهنتون د پښتو څانګې د دویم ټولګي زده کونکو په خپل درسي ساعت کې دخپل استاد په لارښونه وژباړه ، پښتو ژبه لومړنۍ ژبه ده چې ددغه لیک ژباړه خپروي ، له ګرانو دوستانو سره یې شریکوو په مینه یې له خپلو ماشومانو او نجونو لمسیانو سره شریک کړئ .

16.08.2016 19:46    |   پروفیسور عبدالخالق رشید به مناسبت درگذشت غم انگیز مرد قول و قرار

واین سال۱۳۵۶ بود که سمیناری درباره آثارچاپ شده زبان پشتو در دوقرن اخیر در کابل برگزارشده بود ، شماری از کتابهای مهم زبان پشتو که تعداد شان به دها میرسید نیز از طرف وزارت اطلاعات و کلتور وقت به همین مناسبت بچاپ رسیده بود که امکان خرید آن به گونه یکباره برای محصلی چون من ازامکان بدور بود ؛ باخود فکرکردم که، باید به وزارت اطلاعات وکلتور رفت تا جویای امکانات بدست آودن رایگان این کتب گردم ، عریضه را نیز به خط خوانا ومیرزایی گونه که ازپدربرایم به میراث مانده بود دراطاق لیلیه پوهنتون بنام وزیرصاحب اطلاعات وکلتور ترتیب داده با آن یکجا روانه وزارت شدم نمیدانستم به دفتر کی بروم و ازکی طالب همکاری شوم ، چون عریضه را بنام وزیر اطلاعات روانشاد نوین نوشته بودم مستقیمآ به دفتر ایشان رفتم ، درآنروزها وزرا مانند امروز دارای چند چهره وچند گونه ومردان هرزه برزه نبودند رسیدن نزد شان بسیارآسان بود وبخوبی با ایشان حل مطلب شده می توانست ... کسی نبود که برایت بگوید

14.07.2016 08:59    |   پروفیسور عبدالخالق رشید د مستوفي حبیب الله خان مایار وردګ یوه ملي اوتاریخي مرکه

دافغانستان معاصر تاریخ ، زموږ دعمومي تاریخ له هغه څپرکي څخه دی چي د وردګانوپه وینا له ډوډوزو اوډزو ډزو ډک څپرکې ورته ویلای شو، دپردیو یرغلونه ، په خپلوکې سره ښکیل کیدل ، کورنۍ جګړې داټول چي سره یوځای کړې نو پایله به یې په رښتیاهم یو وروسته پاتې اوله پښو لویدلی هیواد او خلک وي چې نه به له ترقۍ خبروي ، نه له تعلیمه او نه هم له فرهنګی او کلتوري ودې ، ځکه چي هرڅوک پر دي وطن راپیښ شوي ، خپله ښه یې په کې کړې ، معامله یي پرې کړې او چي نوریې له وسه نه دي شوي ، نو بیا یې پردیوته بلنه ورکړې ، یا یې پناه وروړې او پرخپل کوراوکلي یې رابلوسولي او خپلې مټې يې دهغو په تورو اوټوپکو ، په شوبلو او ټانکونو، پرپلو او سپرو باندې پرې کړې،خپل مطلب یي پرې پوره کړی ، اتلولي يې په شرم والي ور اړولي ، یا یې وژلي اویایي په خپله دخپلو ناوړو کړو منګولو ته ورحواله کړي چې بیا خپلو ناوړتیاوو ترې

10.06.2016 11:02    |   پروفیسور عبدالخالق رشید عریان الغیب د سترافغان عارف بایزید روښان یوبل نوی اثر

که پښتانه عارفان او کاملان د روښاني غورځنګ ایجاد ګراو پاسوال دي همداسې هندوستان هم د روښاني عرفاني غورځنګ روزونکې او پالونکې سیمه وه او ده ، دغه غورځنګ په دغه لویه او پراخه فرهنګې حوزه یا سیمه کې په خورا پیاوړتیا سره د شرقي عرفان ، تصوف او فلسفې افکارو اومطالعاتو په بهیرکې لویه فرهنګی او عرفانی وړتیا او پیاوړتیا ترلاسه کړه ، تر اوسه هم ددغه پراخ هیواد په اوږدو او لنډو کې د روښاني طریقت علمي او عرفاني شمعې نه دي مړې شوې بلکی دهرې ورځې په تیریدو سره دهندوبار په هره خوا کې ددغه غورځنګ د عارفانو او مفکرینو آثاراولیکنې د شعوري اسلامي عارفانو او کاملانو د هلوځلو په توګه ځان برجسته کوي ا وپه لارښوده رڼایی کې یې دعرفاني دنیا لوی څیړونکي او څارونکي اوس هم په نویو، ناویل شویو څیړنو بوخت دي اود ځانګړو لرلیدونوپه لور خپله لاره په حقیقت سره ور وباسي .

14.04.2016 09:09    |   پروفیسور عبدالخالق رشید داستاد بایزید اڅک د خواشینونکې مړینې له امله خواشیني

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې استاد بایزید اڅک له دغې نړۍ سره خدای پامانی وکړ . انا الله وانا الیه راجعون .

20.02.2016 12:27    |   پروفیسور عبدالخالق رشید دخبرتیا په نامه سرخلاصی لیک

په دي ورځو کې په نړې کې یوتود خبر دا خپورشو چی اته امریکایی عسکر په یوه سمڅه کې تری تم شوي او یاداچی په درواغو غواړي له اصلی خبرې د نړیوالو پام پربله خوا کړي ځکه نو خبرې ته بل رنګ ورکوي ، او په څنګ کي یې دا هم وایي چي دوی یوه (ویمانا) یا هغه الوتونکي ماشین هم موندلی چي تاریخی لرغونتیا یې په یوه حساب پنخه زره کاله زړه اوپه بل حساب تر پنځلس زره کاله لرغونې ده . د خبرونو او راپورونو له مخې دا هغه موندنه ده چي د لویدیز زیاتره علمي ټولنې او ان سیاسی مشران په تیره بیا اوباما زیات ورته هیښ اوپه ویاړسره ورته ګوته په غاښ شوي دی .

25.01.2016 10:42    |   پروفیسور عبدالخالق رشید دهند حکومت دسوبهاش چندرا بوس په اړه یولړپټ اسناد په ډاګه کړل

دهندوستان د معاصرتاریخ په ترڅ کې ددغه هیواد دیو شمیر مشرانو او سیاست والو په اړه یوشمیرداسې پوښتنې شته چې تراوسه هم بې ځوابه پاتې دي ، داچي ولې ؟ په دغه اړه داسې ښکاري چې یوشمیرمصلحتونه په ځانګړو حالاتوکې دپاملرنې وړ وو ، په دې مانا چي هندي چارواکو او یاهم دهغوی حکومتونو نه غوښتل چي په یولړتاریخي پیښو باندې د خپلو ملي ګټو ؟ په پام کې نیولو سره له وخته دمخه تماس ونیسې او یو لړحقایق چي تر ویلو یې په نه ویلو کې ګټه په ملي کچه زیاته وه له عامو خلکو او څیړونکو سره شریک نه کړي ، ځکه یې په یوشمیر حقایو خولې پټې ونیولې هغه چې ترننه پورې همداسې ناویلي او نا سپړلي پاتې دي، په دغو پوښتنو کې یو شمیر ان د هندوستان د عدم تشدد د مبارزې د سرلارې مهاتما ګاندي په اړه هم شته ، همداسې نهرو درواخلئ او له هغه وروسته یو شمیر نور چې دوی دهندوستان د خپلواکۍ اتلان او ددغه ملت داوږدې مبارزې لارښونکي بلل شوي دي . په دغو ناویلوکې ترهرڅه دمخه دا مهمه ده چې دغه مشران د هند د آزادۍ په

25.10.2015 12:13    |   پروفیسور عبدالخالق رشید پرزړه پښتو لیکل شوي ملیندا پڼو باندې یوڅوټکي

او دعلامه رشاد یو لوی ارمان د لرغوني پښتو اثر ملیندا پڼو په اړه څیړنې او په پای کې ددغه اثرخپرول او ددغه اثرپه اړه دڅیړنو له بهیرڅخه د پوهانو او څیړونکو خبرول وو ، پرهمدغه لامل استاد له جاپان څخه د ملیندا پڼویوه نسخه په خپله شخصي هڅه ترلاسه او هغه یي له ځان سره راوړه چې اوس دغه نسخه په رشاد اکادیمي کې خوندي ده . له نیکمرغه دتیریوه یو نیم کال په اوږدوکې دغه اثردهیوادپال لیکوال او ژباوړنکي محترم رحمت آریا له خوا وژباړل شو او داده اوس دغه ژباړه بشپړه شوه ، دا چې څوک به یې چاپ ته ملاوتړي او څوک به په دغه برخه کې له آریا اوپه ټولیزه توګه له پښتوژبې او پښتنو سره ، ددغه نادراثر د چاپ په باره کې خپله ملتیا وښیی ، دې ته به لاهم سترګې په لاره شوو .

28.07.2015 09:36    |   پروفیسور عبدالخالق رشید هندوستان نن خپل نومیالی پوهاند او ساینټسټ له لاسه ورکړ

دهندوستان په تاریخ کې دمسلمانانو ونډه او شته والي داسلام له راتګه بیا ترننه یو نه انکارکیدونکي حقیقت دی ، مسلمانانو له شکه پرته هندوستان ته په علمي او فرهنګي لحاظ دومره خدمتونه کړي چې ددغه هیواد نسلونه نسلونه او تاریخونه به یې کله هم هیرنه شي کړای. په دغه برخه کې دهندوستان دمسلمانو واکمنیو ځای او ځایګی هم څرګند او دیادونې وړ دی . په دغه ډله کې یو نومیالي مسلمان او داتومي هندوستان استاد ، نوښت ګر ، مخترع او د نوي نسل هڅونکي ای پی جي عبدالکلام (ابولفقیر زین العابدین ) و چې پرون یې د شیلانګ په ښکلي سیمه کې له فانۍ نړۍ سره خدای پامانی وکړ .

26.07.2015 11:36    |   پروفیسور عبدالخالق رشید دخوشال فرهنګی ټولنې دخواخوږۍ پیغام

پښتانه دم ګړۍ دنړې او سیمې دتاریخ دسختې تراژیدۍ شپې ورځې زغمي ، چې لاملونه یو نه بلکي په سلګونو دي او زیاتره یې هم باندنۍ ریښې او جرړې لري چې له بده مرغه په ډیرو وختو او ځایو کې د دوی دخپلو بچیانو په لاس پردوی باندې په شعوري او غیرشعوري توګه ترسره او تپل کیږي . د لیک لوست نشته والی ، دملی واکمنۍ کمزورتیا ، دملي یوالي نشته والي ، له اټکه ترکندهاره او له آمو تر اباسینه د یو موټي افغان او پښتون ټبر په زړه کې د ددغه قوم دیوه منلي مشرنشتون، د یرغلګرو او جاسوسي شبکو بی سروپایه مداخلې دا ټول هغه عوامل دي چې دآسیا دغه له پرتمه ډک ملت يي په خپلو کې داسې بوخت ساتلي چې دخپل ژوند اوخپل برخلیک سمبالولو ته یې نه څوک نه پریږدي او نه خپله ددغې بی سرو پایه نړیوالې توطیي د طلسمونو په ښکیل کې فکرکولای شي .

30.12.2013 19:27    |   پروفیسور عبدالخالق رشید علامه رشاد اودرى لسيزې پرله پسې مقاومت

دافغانستان په معاصر ادب کې یوڅپرکي ،یوبهیر او یوه اوږده لړۍ لکه دنورې نړۍ په معاصرو ادبیاتوکې دځانګړې یادونې وړده ، هغه چې زموږ اونړۍ د ادب تاریخ په پاڼوکې د ټنګتیایی یا دمقاومتي ادب په نامه یاده شوې ده. کله چې موږ پر مقاومت باندې له ادبي پلوه بحث کوو ، مقاومت دهرې ټولنې دادبي او ایجادي مطالعاتو په ترڅ کې یو ثبت شوی او تحقیق شوې څپرکی دى ،په علمی لحاظ د دغه مفهوم دڅیړنې اوپیژندنې دوه جالب اړخونه باید لكه ديوې لرغونې سیكې ددوو جالبو مخوپه شان په پام كې ونيول شي دغه دوه اړخه تر هرڅه دمخه ددغه بحث پرسرلیک ( ادب او مقاومت ) باندې چې دوه بیل مفاهیم دي راڅرخي . خوموږ دادب په اړه په تمامه پوهیږو او کولای شو هغه لکه چې پوهانو تعریف او توصیف کړي موږهم هماغه شان تعریف او تشریح کړو لکه چې داکارتراوسه په نړیواله کچه دسلګونو لیکوالو له خوا دپرله پسې ادبي مطالعاتو په ترڅ کې تعریف شوی او تشریح شوی دی .

16.11.2013 22:21    |   پروفیسور عبدالخالق رشید دخوشال فرهنګی ټولنې پیغام

له نن څخه پوره (۲۴) کاله مخکې دافغانستان روڼ اندو یوه روڼ اندې ، خپلواکه فرهنګی ټولنه جوړه کړه چې هغه یی بیا د لوی خوشال له نامه سره دتړاو او درناوي په موخه (خوشحال فرهنګی ټولنه ) ونوموله . دغه ټولنه په رښتیاهم دیوه شعوری فرهنګی غورځنګ پیلامه وه ، چي دپښتنو دیووالي او فرهنګی وړتیا اولوړتیاخبره یې دافغانستان دمهم په څنګ کې له پامه نه غورځوله . علامه رشاد په دغه بهیرکې له موږ سره موافق و ، ارواښاد استادر روهی مو په دغه ډګر خپل لارښود اومشر وټاکه ، په لسګونو نور شعوری لیکوال اومشران فرهنګیان چې په شپیتمه لسیزه کې دافغانستان دهرڅه په رمزراز پوهیدل دیوه ملي فرهنګی بهیر د پاسوالی په موخه له ځان سره مله کړل اوپه پوره خلوص زموږ لارښونکی او مرستنوی وو.