د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان

13.09.2010 09:06    |   ټول افغان غوڅ اکثريت:د افغان د سر سړي د پاکستان د استخباراتو او وسلوال لاسپوڅو له خوا وژل کېږي

د ټول افغان ټکی کام د لوستونکو کابو ۷۰٪ په دې باور دي چې د افغان وطن (ازاد او محکوم افغانستان دواړو) د سر سړي د پاکستان استخبارات او د هغوی وسلوال لاسپوڅي وژني.

13.09.2010 08:44    |   ټول افغان ټول افغان نېټه اړونکی بېا پر ليکه کړ

ټول افغان ټکی کام هېوادوالو ته يو بل خدمت چې د لا ښه کېدو په موخه یې څه موده له ليکي لرې کړی و بېرته په ليکه کړ. دا خدمت د نېټې اړولو خدمت دی چې له مخې یې هېوادوال کولای شي لمريز هجري نېټه زيږديز يا Gregorian نېټې ته او زيږديزه نېټه هجري لمريز ته واړوي.

07.09.2010 22:02    |   ټول افغان جاپانی خبريال : يوه وزير او لوړپوړيو دولتي چارواکيو تښتولی وم

جاپانی خبريال : يوه وزير او لوړپوړيو دولتي چارواکيو تښتولی وم

04.09.2010 22:14    |   ټول افغان in Kabul

AFGHAN president Hamid Karzai's millionaire brother begged the United States to save his failing bank yesterday - but officials said the businessman and Afghan government were blocking American efforts to investigate the company books.

21.08.2010 20:10    |   ټول افغان د خدای بښــلي غلام محی الدین زرملـوال د فاتحې خبرتيا

د فاتحې خبرتيا

20.08.2010 17:43    |   ټول افغان.کام په واشنګټن کې د افغان سفير او سفارت په هکله د ليکنو په اړه د ټول افغان يادونه

دا سپيناوی مو ځکه وکړ چې د نيوزويک امريکايي ويبپاڼې په يوه ليکنه کې په ټول افغان د لومړۍ ليکنې او انځورونو خپرېدو ته اشاره کړې ده خو ورپسې د سمندر په ليکنه کې انځورونو ته چې له نړيوالو پېژندل شوو سرچينو راخيستل شوي او د تړاونو سره خپاره شوي وو، او د نورو خواوو اندونو خپرولو يادونه یې نه ده کړې او په دې کې هم پاتې راغلې ده چې پوه شي چې ټول افغان ورځپاڼه او يا مجله نه ده، بلکه يو پلاټفارم دی چې ټولو افغانانو ته د اندونو د خپرولو فرصت ورکوي. په پورته يادونه کې لاندې ليکنو ته اشاره شوې ده:

02.07.2010 17:14    |   ټول افغان دكندهار پوهنتون ۱۳۲ تنو محصلينو ته د فراغت سندونه وركړل

تيره ورځ تر غرمې ورسته د كندهار ولايت په منډيګګ ماڼۍ کي د كندهار پوهنتون د محصلينو د فراغت مراسم ترسره سول. دكندهار پوهنتون د محصلينو د فراغت په مراسمو كي دكندهار پوهنتون رئېس ډاكټر حضرت مير توتاخېل، دكندهارولايت مقام مرستيال انجنير عبدالطيف اشنا، اجرائيه رئېس الحاج محمد انس، دولايت مقام مالي اواداري رئېس محمد امين كمين، امنيه قومندان سردار محمد ځاځى، د ښځو چارو سرپرستي رئېسي سهيلا كاكړ او يو شمير نورو دولتي او غيري دولتي منسوبينو ګډون كړى ؤ.

28.06.2010 10:18    |   ټول افغان د طالبانو سره د خبرو امکان او د دوی جوړښت

په څېړنه کې راغلي دي چې د طالبانو پوځي ځواک له ۶۰ څخه تر ۷۰۰۰ پورې دی خو په دوی کې هغه ولسي خلک نه دي شامل چې ورسره په پوځي عملياتو کې برخه نه اخلي او ورسره په بېلابېلو سيمو کې همکاري لري. په څېړنه کې راغلي دي چې طالبان خپل ځواک د ۱۰۰۰۰۰ (یولک) په شاوخوا کې ښيي.

28.06.2010 08:03    |   ټول افغان ولسمشر كرزي له سراج الدين حقاني سره ليدلي

د الجزېرې انګليسي تلويزيون وايي چې باوري سرچینو خبر ورکړی چې ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ په کابل کې د دولت د یوې وسلوالې مخالفې ډلې مشر سراج الدين حقاني سره په کابل کې ناسته کړې ده او د سولې په اړوند یې سره خبرې کړي دي. الجزيره وايي چې د پاکستان د مخابراتو او پوځ مشران د حقاني سره یو ځای کابل ته تللي وو.

27.06.2010 07:42    |   ټول افغان ميليبنډ جنرال پيټرويس سولييز حل ته هڅولی

د برتانيه د بهرنيو چارو پخواني وزير ډيويډ ميليبنډ – چې د کارګر ګوند مشرۍ ته کانديد دی – په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو نوي مشر جنرال ډيويډ پيټرويس ته په یو سرخلاصي ليک کې ويلي دي چې د جګړې د پای ته رسولو دې یو شمېر ګامونه واخلي چې د دولت مخالفينو سره په کې خبرې هم شاملې دي.

24.06.2010 10:43    |   ټول افغان لوی درستيز بسم الله خان کودتا ته تياری نيولی

د افغانستان د وضعيت څېړنې په موخه په کابل کې د یو کنفرانس پايلې ښودلې ده چې د ملي دفاع وزارت لوی درستيز او د شورای نظار قوماندان بسم الله خان په ملي اردو کې داسې تشکيلات کړي دي چې ښودلې یې ده چې کودتا ته یې تيآری نيولی دی.

24.06.2010 09:07    |   ټول افغان طالبان: د جنرال پترویس ټاکنه به بې پايلې وي

د ملا محمد عمر په مشرۍ د دولت وسلواله مخالفه ډله وايي چې د جنرال مکرسټل پر ځای د جنرال ديويد پترویس ټاکنه به کومه پايله ونه لري.

03.06.2010 20:19    |   ټول افغان ټول افغان.کام نوي Server ته كډه وکړه

دا پروسه دوه ورځې کېږي چې دوام لري. په لومړيو څو ورځو کې کېدای شي چې درانه لوستونکي او د بلاګونو څښتنان د پاڼو په پرانيستلو او ځانګړو معلوماتو ته په لاس ته راوړلو کې ستونزې ولري او يا هم زړې پاڼې وګوري خو ورو ورو به دا ستونزې حل شي او ټول افغان به تر پخوا چټک وي او وبه کړای شو چې نوي خدمتونه په کې وړاندې کړو.

15.05.2010 00:05    |   ټول افغان ټول افغان د کرکټ انګليسي ويبپاڼه په ليکه کړه

دټول افغان دکرکټ انګليسي ويبپاڼه The Cricket Post نومېږي او دکرکټ په اړه د ټول افغان د پښتو او دري څانګې له برياليتوب څخه وروسته خپرېږي. دټول افغان د کرکټ افغاني او انګليسي څانګې لومړۍ ويبپاڼې دي چې د افغانستان د کرکټ د پوښښ لپاره ځانګړې کېږي.

15.05.2010 00:01    |   ټول افغان ټول افغان د کرکټ انګليسي ويبپاڼه په ليکه کړه

دټول افغان دکرکټ انګليسي ويبپاڼه The Cricket Post نومېږي او دکرکټ په اړه د ټول افغان د پښتو او دري څانګې له برياليتوب څخه وروسته خپرېږي. دټول افغان د کرکټ افغاني او انګليسي څانګې لومړۍ ويبپاڼې دي چې د افغانستان د کرکټ د پوښښ لپاره ځانګړې کېږي.

14.02.2010 12:15    |   ټول افغان د کرکټ د اتلولۍ په مناسبت مبارکيانې او پيغامونه

ټول افغان ټکی کام ټولو هېوادوالو ته د کرکټ د شل اورونو د نړيوال جام د غوراوي د اتلولۍ مبارکي وايي او د پاک الله ج له درباره ورته د شل اورونو په نړيوال جام کې برياليتوب غواړي.

04.11.2009 12:58    |   ټول افغان افغان ليکوالان او ژورنالستان راخوشې شول

د هغه افغان روڼ اندو، ژورنالستانو ، لیکوالواو ټولنيزو څېرو ډله چې د تېرې دوشنبې په مازيګر 3:45 دقيقې د ولسې جرګې د رييس محمد يونس قانوني د ځانګړو ساتونکو لخوا په دې پلمه تر وسله وال بريد لاندې راغلل ، چې ولې د نوموړي ښاغلي"قانوني" د کور د مخې له سړک څخه له موټر سره (دافغانستان د نامتو ديني عالم مولوي محمد یعقوب حسن قريشی د لمسي د فاتحې له اخستلو څخه وروسته ) تېرېږي، تېر ماښام تر دوه ورځو او يوې شپې بند او پوښتنو ګروېږنو وروسته راخوشې کړی شول.

15.10.2009 13:52    |   ټول افغان د ټول افغان په پرمختګ کې ګډون وکړئ

ټول افغان تاسو ته بلنه درکوي چې راشئ د دې سایټ د جوړښت،‌ غني کولو، ښکلا او پرمختګ لپاره که نور څه نوي نو لږ ترلږه خپل وړانديزونه او نظرونه خو ولیکئ.

22.08.2009 18:50    |   ټول افغان خبري څانګه د تحريك طالبان پاكستان نوى امير حكيم الله مسعود وټاكل شو.

د برطانويې د يوې خبري سرچينې له قوله، د پاكستان د طالبانو ۴۲ كسيزې شورا حكيم الله مسعود د تحريك طالبان پاكستان د نوي مشر په توګه ټاكلى دى او د اعظم طارق په نوم يو بل كس يې د دې تحريك وياند ټاكلى دى.

20.08.2009 09:58    |   د ټول افغان خبريالانو تازه جزيات ټاکنې: رایه شمېرنه پای ته رسېدلې،۵۰٪ خلکو برخه اخيستي،کرزي او عبدالله د بري دعوه لري

تازه جزيات

12.08.2009 13:46    |   ټول افغان خبري څانګه د طالبانو د جهادي خوځښت سره تړلې او مرستياله ډله توره بوړه جهادي محاز وايي چې د دولت يو استخباراتي كارمند يې وژلى.

د طالبانو د جهادي خوځښت سره تړلې او مرستياله ډله، توره بوړه جهادي محاذ د چپرهار ولسوالۍ د دولتزو په سيمه كې د يو افغان په ډزو د وژلو دعوه كړې ده

01.08.2009 20:06    |   ټول افغان ټول افغان خبريالانو ته اړتيا لري

03.07.2009 13:36    |   د ټول افغان بلاګران د ټول افغان د بلاګرانو هيله !

24.05.2009 16:22    |   رشاد - ټول افغان د افغانستان ملي اسلامي محاذ د حامد كرزي ملاتړ اعلان کړ

محاذ ملي اسلامي,وايي چې د هغو اوږدو خبرو او دوامدارو ليدنو كتنو په نتيجه كې چې له څو مياشتو راهيسې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ او د ښاغلي حامد كرزي او د هغه د ډلې تر منځ روانې وې دواړه خواوې پرون يوې موافقې ته ورسېدل.

10.05.2009 08:26    |   ټول افغان اداره ولسمشرۍ ته د ۴۴ کاندیدانو ليست

ولسمشرۍ ته تر اوسه ۴۴ کسانو ځانونه د ټولټاکنو د کميسيون سره ثبت کړي دي.