د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وکيلي

07.11.2014 10:43    |   وکيلي ناسم لنډیزونه

که موږ دټول نړۍ ژبو ته ځیر سو په دغو ژبوکي لنډیزونه سته په ځانګړې توګه بیاپه انګلسي ژبه کي . دانګلسي ژبه ولاړه پرلنډيزو ده . هغه کسان چي په انګلسي ژبه پوه دي دا خبره لاښه ورته جوته ده . نو لنډيزونه په ژبه کي خامخا وي . لنډیزون په لیکنه کي ډېر ښه دي .

04.11.2014 23:48    |   وکيلي دبل عیب

دبل عيبوته کتل ٠

15.10.2014 09:36    |   وکيلي دمصدر« سم» ګردان

ترمخ تر دي چي مصدر یاکړنځی (infinitive) کره اوړون یاګردان (conjugation) ته ورسو دمصدریاکړنځي اصلی یاني آري مانا ګورو .

13.10.2014 09:58    |   وکيلي ګیله منوته

هرکارچي ناسم ګورۍ ناسم نه، که څه هم آستانه وي دا ده زمــان جـــبــــر راویــستـــلـــې افـســانــه وي

29.09.2014 11:18    |   وکيلي خنداراسه

په خنداسوله غوښتنه!

24.09.2014 11:55    |   وکيلي دشاعرانونازک خیالي

دشاعرانو داحساس اونازک خيال په هکله يونظر٠

10.09.2014 10:09    |   محمدسرور وکيلي دګرامري اصطلاحګانوکره لیکنه

دایوه په ډاګه خبره ده،چي هره ژبه له ځانه ځانګړې پښویه،ژبښودیا ګرامر لري . د دغه بنسټیزاصولو له مخه دویینو یاني ګړو سستېم ئې په یوه ټاکل سوي چوکاټ کي سره تنظیم کړي دي . دګړو یاني ویینو کارَونـّه هم له دغه اصولو له مخه کیږي .

16.08.2014 12:16    |   محمدسروروکيلي کره لیکنه بيخي پکارده!

ښاغلی سرلوڅ مرادزی صیب په خپله لیکنه کي،چي په ټول افغان ویبپاڼه کي په2014 06.08. کي خپره شوې تر دې سریزي لاندي چي : (پکار ده کره پښتو ولیکو! ) لیکلې ده . محتوا اوژبښود یاني پښویه بېخي سمه ده خو ګړي یاني کلمې ئې ډېري کړکېچيني لیکلي . روښتیا هم چي د (ایستل یا یستل مصدر ) یو مرادف مصدر دی،چي متمم ئې (باسل) دی . او د دواړو د( اوس مهال) یاني دحال زمانه د (باسل) له مصدر نه جوړیږي . لکه : ( زې باسم؛ تې باسې ) . اوګړدودي یاني لهجه يي ئې «ویستل» دي . ځیني پښتانه ئې په خبرو کي پکار وړي . په معیاري لیکنه کي ئې « زه» پخپله (ایستل ) لیکم؛خو (یستل ) ئې هم سمه بڼه ده . که چیري د (ایستل) مصدر د (کېدل) مصدر سره راسي نو (متعدي مجهول ) جوړه وي . لکه : (ایستل کیدل) . په ګردان کي داسي راځي : ( زه ایستل کېږم .) دغه وېګړه یاني «جمله» مجهوله ده؛ځکه فاعل ئې نه دی څرګند . که وغواړو،چي کړونکی یاني فاعل ئې څرګند کړو نو (له خوا) ورسره لیکو. بولګه : (زه داحمد له خوا ایستل کېږم .) په پښتو کي مترادفونه ډېر دي . لاندي دوه مرادفونه ګورو : کېدل = شول (سول)؛ کول = کړل --- د دغو دو مرادفو مصدرو د دواړو مصدر څخه ئې اوس

23.07.2014 07:27    |   وکيلي توَکلّ پرخالق نه پرمخلوق!

تکيه پر الله نه پر بنده

14.07.2014 22:16    |   وکيلي شعر او موسیقي

شعر اوموسیقي دوه جلاجلانومان دي؛خوپخپل ذات کي هم هریوخپلواکه کړنلاره (method) پوهان اوهنر پالونکي لري . مګربیاهم دومري پیوندسره لري،چي ته به وائې یوه مڼه ده دوه ځایه سوې . په بنسټ کي شعر کلام دی اوځانګړي خبري دي،چي ځانګړي خلک ئې کوي او ځانګړي خلک په پوهیږي . دا ورځنی کلام او ورځنۍ خبري نه دي .

09.07.2014 10:13    |   وکيلي زمانه

زمانه لــري رنګونه چاتـه ښکاري په یو رنګ مــاتـــه پـه دې رنـــګ وتــاتــه پـه بــل رنګ شیـن چـمـن ئې غـــوړولی نـنـداره دســــروګلـــونــو

07.06.2014 10:24    |   وکيلي دشعراونظم ترمنځ توپیر

شعر له یوې خوا په عروض (بدلمېچ) (Metrik)اوقافیه (rhyme) پوري اړه لري،چي نظم جوړه وي له بلي خوا له پښویې او ژبښود (ګرامر) (grammar)سره سروکار لري،چي نثر (prosa)جوړه وي اولیکي يې . دغه دواړه یاني نثراونظم له خبروجوړېږي بایدمنځپانګه، مانا، ښکلا،منطق، پیغام،عاطفه اوتخیل ولري ،چي دشعر اصطلاح ئې ډکه کړې وي . کنه نو خالي خبري دي . ځیني اشعار عادي وي یوازي دشعرد عروض اوقافیې خوا ئې ډکه کړې وي او لږ بیان پکښې وي نو دغه ډول شعر ته ادبپوهان نظم وایي . زما له نظره دغه هم شعر دی،مګر په اوچته کچه نه بلکي په کښته لېول (level) سره .

01.06.2014 10:48    |   وکيلي دمَلّک تباهي

دهېواد د خونړيو جګړو په ياد٠

29.04.2014 11:24    |   محمدسرور وکيلي دپښتو اودري ژبو ریښې

دتاریخ له مخي پښتو او «دري» دواړې ژبي دهندواسیایي ژبو څانګي دي . (دپښتو ژبه د«مارګن سټرن» په قول دساکاقبایلو یوې اولسي ژبي ته نږدې وه . )[پښتانه دتاریخ په رڼاکي ۱۷۴ – ۱۷۵ مخ ] چي ساکا تقریبا ۳۰۰ کاله قبل المیلاد کي ئې ژوند کاوه پښتو ویل کېده، چي دهغه وخت راهسي ترننه پوري ئې چي وشمېرې ۲۳۱۴کاله کيږي . یاني چي نوري تاریخي څېړني ونه ګورو دغه مهال پخپله داښیي،چي پښتو ژبه یوه زړه اریايي ژبه ده . دغه ژبه خپلي ریښې دنورو ورنږدو اریایي باختري ژبو کي لري .

02.04.2014 10:00    |   محمدسرور وکيلي دلیکني سمون

سمه لیکنه یامعیاری لیکنه کېدای سي، چي ملي لیکنه ئې هم وبولو . راز راز لیکني یاني دژبي دپښوئې سره ناسمه لیکنه د ژبي ادبي،ګرامري اولرغونې ښکلا یاني (Esthetic) اوخوند له منځه وړي او لیکنه په لوست کي ستونزمنه وي . د پښتو ژبي پښویه (reguler) ډېره په زړه پوري پوره اومکمله ده . هیڅ لږوالی یاني کمبودي نه پکښې لیدل کیږي .

25.02.2014 09:59    |   وکيلي ازلي او ابدي:

دازلي او ابدي اصطلاګانو شرحه٠

22.02.2014 12:12    |   محمدسرور وکيلي شعردعروض پوهني له مخه کتل کيږي

شعریا چي په لاتیني کي ورته ( Poesie) وایي په ادبیاتوکي دپښتو، پاړسي،عربي اواروپایي ژبوکي ځان ته ځانګړی ځای لري . دشعرڅېړنه دادبیاتوله مخه په عروض پوهنه اوپه بدیع اوبیان کيږي . غزل لاتیني ئې (Lyrik)دوزن واحدئې په پښتوکي نیم بیت دی؛هرکله چي شاعر(Poet) دشکل او فورم (Form)له مخي لکه : ( غزل،مثنوي،قصیده،مدح اوڅلوریزه اودغسي نور)یوله دغو څخه جوړکي؛نومجبوردی،چي دلومړۍ نیم بیت پر وزن ئې جوړکي .

18.02.2014 11:06    |   محمدسرور وکيلي باور لرل:

پرخپل ويلوباورنه لرل٠

06.02.2014 11:10    |   محمدسرور وکيلي دښاغلي محمدهارون «خپل» دمقالې په هکله څرګندونه

دښاغلي محمدهارون «خپل» صاحب څېړني لیکنه چي په بېنوااولروبر ویبپاڼو کي خپره سوې ده ومي لوسته . داچي زموږ ژبه په علمي،ادبي اوڅېړني توګه راسمه وي اوسپړي يې ډېر دخوښۍ ځای دی اوزه ئې دزړه له کومي هرکلی کوم . رښتیاهم چي «ین » (Suffix)شاګونی،شاوند،وروستاړی دډېرو نومانو «nouns » څخه (په ثبوت سوي څېړني مقالې کي د«خپل» صاحب) ستاینه « adjective » جوړه وي،چي په لهجو « Dialect» کي هم دود دي .لکه : لونګ نوم دی ستاینه ئې « لونګین »؛ لرګی نوم دی «لرګین »؛ ډبره « ډبرین »؛ مس « مسین » ؛ پولاد «پولادین »؛ خاروه « خاورین »؛ اوسپنه « اوسپنین »؛ ژواله « ژاولین »؛ دژوالین او ژاولن ډېر توپیر دی .کاشي «کاشین »؛ اوبه « اوبړین »؛وړې «وَړِین » لکه وړین کالي .

30.01.2014 12:44    |   محمدسرور وکيلي دسترګونیوکه

د هېواد په مينه ٠

19.01.2014 21:47    |   محمد سرور وکيلي قافیه اوڅپه په شعر کي

قافیې ته په لاتیني (Rhythm)وايي اوپه انګلیسي کي (Rhyme)وایي اوپه جرمني کي ورته (Reim)وايي . دلاتیني اصطلاح د«ریتیوم» د«ریتموس» (Rhythmus)څخه اخست سوې،چي آهنګ،تال او «وزن» ته په موسیقۍ کي وایي . دانګلسي «رویم» دالماني د«ری م» سره یوشی دی،وزن اوبرابرتیاته دشعر وایي اوماناسوي دي په قافیې سره .

06.01.2014 21:52    |   محمدسروروکيلي د(ول مصدر ) پکار وړل

د(ول) وتونکځی یامصدرپه ډېرو نورو ژوبوکي هم بې قاعدې اوقوي مصدر دی . په الماني ژبه کي ورته (sein)وایي اوپه انګلیسي کي ورته (to be)وایي . د(ول) مصدریولازمي (Intrasitive)مرستندویي یاني معینه مصدر دی،چي دنورومصدرود تیرو زمانو په ګرادان کي مرسته کوي .دساري په توګه : (زه تللی یم .) په ماضي يي قریب کي . په ماضي بعیدکي : (زه تللی وم .) لیدل کیږي،چي د(تلل مصدر) په ګران کي د(ول مصدر) په مرسته دواړي ماضي زمانې جوړي سوي .داګران د یوه لازمي مصدر وو په دوتیرومهالوکي .اوس ئې ګردان په متعدي( وتونکځي)کي ګورو . د(خوړل وتونکځی) دساري په توګه : (ماډوډې خوړلې ده .)داپه ماضي قریب مهال کي پېښه سوې ده .اوس په ماضي ئې بعیدکي : ( ماډوډې خوړلې وه .) یاني دپښتوژبي ټول لازمي او متعدي (وتونکځیونه)ماضي مهالونه ئې د(ول مصدر)په مرسته ګردانيږي . په الماني ژبه کي د (ول)یاني د (sein)مصدر دځینو لازمي مصدرو دماضي بعیداوماضي قریب دمهالو په جوړولوکي مرسته کوي . لکه : (تلل) = (gehen)سره . ماضي قریب ئې

07.12.2013 22:05    |   محمدسروروکيلي د رسول اکرم (ص) لس خبري

زموږدسترپيغمبررسول اکرم (ص)نيکي خبري وموږته ٠

01.12.2013 13:11    |   محمدسروروکيلي دتوتينامې څخه کيسه

دتوتي نامي کتاب څخه یوه نامتوکیسه په شعر ژباړه کړې ده.

23.10.2013 09:55    |   محمد سرور وکيلي د«واشېر» ددښت کیسه

واشېرلرویودښت چي لیاره هري خواته باندي تله پیاده پردغو لاروخپل ځایوته به پــــــر تـله وودادښت بــې هــده خـطـرناکه وخـپـلوهــم پردوته ځــکه غـــله دلــتــه ولاړوه وهـرلــــــورتــه