د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هلال - مومند

16.03.2010 19:58    |   هلال - مومند په افغانستان کې د کرکټ د لومړي سټډيوم بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر او د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال په جلال اباد کې د مارچ په ۱۳مه نېټه دهېواد د لومړي کرکټ سټيډيوم د جوړولو اعلان وکړ او د جلال اباد ښار په ۱۵ کيلومترۍ کۍ پروت د غازي امان الله خان په ښارګوټې کې یې د دې سټيډيوم بنسټ ډبره کېښوده.

14.01.2010 08:06    |   هلال - مومند په سريلانکا کې دلوبو بشپړ مهال ويش

په سريلانکا کې د افغانستان د کرکټ بورډ د ۲۲ لوبغاړو لوبډله د تمرين په موخه لېږلې ده. له دې لوبغاړو د تر اوسه ملي لوبډله جوړه شوې ده او هلته به د یو شمېر هېوادونو سره د یوې ورځنیو لوبو برسېره د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې د ايرلينډ سره یوه څلور ورځنۍ او بيا وروسته به د iCup په ترڅ کې د ايرلينډ، کاناډا، او سريلانکا A لوبډلو سره ۲۰ اوريزه سيالي ترسره کوي.