د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هلال سمسور

10.09.2016 10:07    |   هلال سمسور ملي پروژه آسان خدمت وژغورئ

اسان خدمت پروژې په اړه

13.05.2015 09:51    |   محمدهلال سمسور طالبانو لږ ځانونه پوهه کړئ

هر کارتوس او هره مرمۍ چې تاسې یې د اسلام په نامه ددې وطن په زامنو، لوڼو، خویندو او ماشومانو کاروئ دا په خدای بار وکړئ چې د اسلام د دښمنانو لخوا درکول کېږي. تاسې ته چې د هرې ږيرې او هرې لونګۍ په لاس درکول کېږي خو تر شا یې د همدغه اسلام دښمنان ولاړ دي، چې تاسې یې دفاع ته را ولاړ شوي یاست.

25.08.2013 20:36    |   محمد هلال سمسور په وردګو ولایت کې مرموزې وژنې څوک کوي

چا ته چې د پیسو یا حکومتي دندې سترګه ور اوړي له هغوی سره د طالبانو لخوا خبره تر ګواښلو، جریمه کولو او وژلو پورې رسېږي او خلک هم څه نه شی ویلی ځکه چې اړونده شخص د طالبانو په اند مجرم او سزا باید وویني، مګر دا چې په سیمه کې مرموزې وژنې کېږي او داسې خلک وژل کېږي، چې هېڅ جرم ونه لري دا د ټولو خلکو لپاره د حیرانتیا خبره ده!!! چې هغه د ښاغلي رحماني مرموزه مړینه ده، چې تېره اونۍ د وردګو په جغتو ولسوالۍ یانې د طالبانو په سیمه کې رامنځ ته شوه.

24.06.2013 20:24    |   هلال سمسور په وردګو ولایت کې خلک و پلک او سندان ترمنځ

"غربت او بېوزلي مو نه پرېږدي، چې لېرې چېرې لاړ شو او په لنډو کلیو کې چې هره ورځ کوم د پټې ځای پیدا کړو او د کډې کولو قصد وکړو له همغه ځایه طالبان جګړه پیل کړی او سیمه په اور بدله کړي. آخر په کومه وتښتو، خدایه کاشکې دې نه وای پیدا کړی."

19.12.2012 20:20    |   محمدهلال سمسور دلته زموږ له برکته ښوونځی نشته!

د هېواد په ځینو هغو سیمو کې ښوونځی پکې تړل شوي او بند شوي، چې طالبان پکې نفوذ لري او په هغو ولسوالیو کې بیا ښوونځی نشته، چې په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې دي. ددې ښوونځیو د تړلو لاملونه ښايي توپیر ولري خو دا چې ټولې په نا امنه سیمو کې دي نو پړه یې په وسله والو اچول کېږي او تر ډېر بریده ښایي دا خبره سمه هم وي. له دې څخه یوه هم د هلمند د باغران ولسوالي ده، چې دغه ولسوالي د ډېرې مودې راهیسې د طالبانو په لاس کې ده او دلته طالبان تسلط لري. یو ځل خو پکې د امریکايانو لخوا پکې کلکې بمبارۍ وشوې چې په هغه غونډه کې ډېر خلک ووژل چې د طالبانو لخوا د کوم حد د جاري کولو لپاره را ټول شوي وو.

01.11.2012 20:08    |   محمدهلال سمسور د میدان وردګ ولایت نوي والي ته یو څو سپارښتنې

د وردګو نوی والی عبدالمجید خوګیاني په عمر پوخ او پخوا د ولسی جرګې غړی او هم په ننګرهار کې د کلیو د بیا جوړولو او رغاونې رییس پاتې شوی دی. ښاغلی خوګیاڼۍ د ننګرهار د قیس له کورنۍ څخه دی، چې دا کورنۍ به تل په حکومتي چارو کې لای لاس درلود.

17.08.2008 13:18    |   هلال سمسور طالبان بايد په سهي مانا په سياست كې را څرګند شي!!

15.08.2008 14:51    |   هلال سمسور طالبان هم د مسعود پر پله پل ږدي!!

24.03.2008 12:55    |   هلال سمسور د طالبانو"هو" او "نه" او د بندو دروازو سياست

16.09.2007 02:00    |   محمد هلال سمسور د حكومت تر شا امريكا او د طالبانو تر شا څوك ولاړ دي؟