د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نیکمل یون

29.02.2016 10:07    |   نیکمل یون بٌخدی او پښتانه!

نژدې پنځه زره كاله مخكې پښتانه چې د كسپين سمندرګي شا و خوا سيمو ته لېږدېدلي وو، له آمو څخه واوښتل او په بلخ كې چې هغه مهال د "بخد" په نامه ياد شوى، مېشت شول او وروسته بيا ورو –
دغو خلكو ځانونو ته پښتانه ويل، چې له پښت ( د دوى قوم) او يا بخد ( د دوى استوګنځى) څخه اخيستل شوى دى، ددوى ژبه پښتو وه، چې يوه لرغونې ژبه ده او د اريك (د اّريايايي ژبې يوه څانګه) ګڼل كېږي.
څرنـګه چې پښتو يوه لرغونې ژبه ده، نو همداراز يـې ادب هم لرغونى تاريخ لري.

17.04.2014 20:28    |   نیکمل یون ولې ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد ولسمشر نشي کېدای؟

له کومو ستونزو او ننګونو سره مو چې هېواد لاس اوګریوان دی، دا ایجابوي چې داسې یو شخصیت د هېواد ولسمشر شي چې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه پوهه ولري، په ټیم کې یې د هېواد مختلف خوځښتونه او اقشار ځان وویني، د هېواد په بربادۍ کې یې لاس نه وي درلودلی، افراطیت او عقدو څخه لرې وي، د هېواد ملي ګټو او ملي وحدت ته ژمن وي او... اوس به وګورو چې آیا عبدالله له دې ځانګړنو څخه برخمن دی او که نه؟

20.03.2014 09:29    |   نیکمل یون ښه شوه چې ځینې غولونکې څېرې بربنډې شوې!

د هېواد سرګردانونکي حالت ولس په ګرداب کې راګیر کړی. کله چې یوڅوک را ولاړ شي خپل احساسات د هېواد یا ملت په هکله څرګند کړي، هېوادوال پرې ډېر ژر باور کوي، چې دادی د ولس خدمتګار را پیداشو! خو له بده مرغه لږ شمېر ددوۍ چې په لاندې ډول ترې یادونه کېږي هغه غولونکې څېرې وې چې د افغان ولس په ځانګړي توګه د پښتنو احساسات یې ځان ته راړولي وو، خو ښه شوه چې ددوۍ غولونکې څېرې د زلمي رسول په ملاتړ سره بربنډې شوې.

06.03.2014 10:30    |   نیکمل یون ایا زلمی رسول به ۵.۵ فیصده رایه تر لاسه کړي؟

ښه خبره داده چې تیرې ورته واقعې او یا منل شوي ماډلونه په پام کې ونیسو، ترڅو رېښتینې یا نسبي په واقعیتونو ولاړ او نسبي منل شوی تحلیل د یوې موضوع په هکله وکړو. پر همدې بنسټ، د تیرو ټاکنو نوماند حامد کرزی له اوسني نوماند زلمي رسول سره پرتله کوو څو دا ثابته کړو چې ایا زلمی به وشي کولی حتا ۵.۵ فیصده رایه تر لاسه کړي؟