د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نورمحمد غفوري

26.02.2016 10:34    |   نورمحمد غفوري ګوند او انتخابات (لومړۍ برخه)

نن په نړۍ او زموږ په ګران هیواد افغانستان کې لږ تر لږه په ظاهره بڼه د دموکراسۍ او د هغې په لور د تلو خبرې روانې دي. زموږ په هیواد کې د دموکراسۍ سرسختو دښمنانو هم نن د بازار په نرخ د دموکراسۍ حجابونه اغوستي او د نړۍ دکتاتوران او دکتاتور نظامونه هم ځانونه دموکرات بولی او زیار باسي چې د دموکراسۍ نښې د خلکو په وړاندې ښکاره کړي. نو ځکه مې لازمه وبلله چې په دموکراتیکو نظامونو او ولسواکو پروسو په لړ کې په انتخاباتو کې د سیاسی ګوندونو په رول رڼا واچوم.

18.02.2016 11:15    |   نورمحمد غفوري د لارې ملګري ته

مـــا خــبـر کــړې چې پــه لاره کې ســخــتي ده ډیـر پیـچــومي شـــته پـاڼـونـــه کړنګي ده لـه ځـنـــګلـونـو، لــوړو غــرونــو تــیـره شـوي هــــر یـو ډک لـه درنـده وو نـه وحشي ده

23.01.2016 16:19    |   نورمحمد غفوري په هېواد کې دموکراسي او دموکراتان

نن په هیواد کې د سیاسي فعالینو او د سیاست د مینه والو ترمنځ د ډیرو نورو مسئلو په لړ کې دا موضوع هم مطرح ده چې آیا د اوسنی اساسي قانون په رڼا او عمل کې په موجودو شرایطو کې په هیواد کې دموکراسي شته، دموکراتان آزاد سیاسی او ټولنیز فعالیت کولای شي او په اوسنی نظام کې د دموکراسۍ له پاره د مبارزې قانونی او عملي امکانات موجود دی؟

09.01.2016 13:04    |   نورمحمد غفوري د ګوندونو د مالي چارو تنظیم

ګوندونه او دموکراتیک نظامونه یوله بله سره تړلي او د یوې سکې دوه مخه دي. بې له دموکراتیک نظامه د ګوندونو فعالیت غیر محتمل او بې له ګوندونو دموکراسي د تصور وړ نه ده. د دموکراتیکو رژیمونو پلویانو ته د ګوندونو د فعالیت په اړه هر اړخیز معلومات ضروری دی. د همدې تشې د ډکولو له پاره مې په ګوند کې د مالي چارو د قانوني بنسټ او چوکاټ په اړه ددې لیکنې په لومړي برخه کې (چې مخکې نشر شوه) خبرې وکړی. د لیکنې په دې برخه کې به په ګوندي فعالیت کې د مالي چارو په اهمیت او دګوندونو سره د دولتونو په مالی ملاتړ بحث ولرو.

21.12.2015 10:45    |   نورمحمد غفوري دا حالات چاته د زغم وي؟

په هېواد کې مو چې شپه او ورځ ماتم وي نوبه څه شوق د وصال او د صنم وي

16.12.2015 10:50    |   نورمحمد غفوري د ګوندونو د مالي چارو تنظیم

په افغانستان کې داسې سازمانونه او سیاسی ګوندونه هم شته چې د هغو مشران پخپله نه پوهیږی چې د هغو د ګوند عایداتی منابع کوم دی او مصرفونه یې څنګه او له کومه ځایه کیږي؟ د ګوند کوم غړي او یا کوم بل څوک چې د ګوند د دفتر او سفر مصارف یې په غاړه اخیستی، د ګوند مشرانو ته راپور نه ورکوي او د تمویل اصلی سرچینې نه ښکاروي. معلومه خبره ده چې که تمویلوونکی هر وخت وغواړی خپلې مرستې درولای شی چې په پایله کې یې د ګوند فعالیت هم له سترو ستونزو سره مخامخ کیدای شي.

18.11.2015 10:12    |   نورمحمد غفوري قانوني آزادۍ او د هغو عملي امکانات

په دې کې شک نشته چې نن په افغانستان کې د پخوا په نسبت ښه قوانین جوړ شوی چې د هیواد د اوسیدونکو له پاره یې د آزاد فعالیت حق او د بشري حقوقو د ساتلو وعدې ورکړی دی. خو په قانون کې د حق تسجيل د هغو د عملی کولو پر معنا نه دی. د قانون د عملي کولو له پاره کلتوري شرایطو، له قانونه د خلکو خبرتیا، قانون ته ژمنو دولتي ادارو، او نورو دولتی او غیر دولتی دموکراتیکو موسسو او د قانوني نظم د پلویانو کلکې او دوامدارې مبارزې ته اړتیاشته.

03.10.2015 11:18    |   نورمحمد غفوري سیاست او سیاسي موخې

انسان د ژوندي او ټولنیز موجود په حیث د بشري ټولنې په د ننه کې د ټاکلو اړیکو په جال کې ژوند کوي چې ځینې یې د زیږیدو او لوئیدو د محل، شرایطو او اوضاع له لوری ورباندي تپل شوی او بدلون یې تر ډیرې اندازې د فرد له واکه وتلی کار دی او یا خو د هغه چاپیریال د خلکو جمعی ارادې او فعالیت ته اړتیا لري. خو انسان کولای شی چې د ځینو نورو اړیکو په بدلون، نوښت او پریکوڼ کې د خپلې ارادې سره سمه برخه واخلي او یا یې پخپل زړه انتخاب او جوړې کړي. پوهانو دا ټولنیزې اړیکې چې په ټولنه کې د انسانانو تر منځ شتون لري، په غوره ډول په سیاسی، ټولنیزو، کلتوری او اقتصادی برخو ویشلې چې سیاسي برخه یې په لوړه سطحه او پیچلې اړیکې دي. سیاسي هدفونه ټولې هغه موخې په بر کې نیسي چې د سیاسي اړیکو په ډګر کې د هغو له پاره هاند او هڅې کیږي.

23.05.2010 07:12    |   نورمحمد غفوري دا پېړۍ او زموږ نړۍ

یو ویشتمه پېړۍ د بشری ټولنې د تاریخی تکامل په لړ کې تر ټولو زیاته ګلوبالیزه شوې پیړۍ ده. تر دې د مخه هيڅکله هم بشری ټولنه په نړیواله کچه دومره یو له بله سره نه وه تړل شوې.

19.02.2010 14:42    |   نورمحمد غفوري که سیاست نه کوئ، سیاست درباندې کيږي

په يوه ټولنه کې ژوند کول او د هغو له ژورو او پيچلو پرابلمونو څخه چې د ټولو په برخلیک اغیزه لری، ځان ګوښه کول، ناخبره اچول، او يا د هېواد دحالاتو په اړه ځان بې تفاوته نيول د يوه اجتماعی موجود په حیث د انسان له شان او حیثیت سره مناسب نه ښکاری. با مسئولیته ، په ځان متکی، د خپل واک اومستقل فکر څښتن او هوښیار کسان بیا نه يوازې چې د نړۍ، خپل هېواد او چاپیريال له پېښو ځان خبروی، بلکې د ټولنې د روانو پروسو ودې ته دمطلوب لوری ورکولو له پاره هڅې او هاند کوی او د ټولنیزو ستونځو په حل کې د ټولنې د اړوند مستقل موجود په حیث فعاله ونډه اخلی. د افغانی ټولنې د اوسنیو پیچلو ستونځو د حل په لارکې هڅې د هر افغان او په تېره بیا د مستقل شخصیت، مستقل نظر او آزاد خيال لرونکو روشنفکرانو له بنسټيزو دندو څخه ګڼل کیږی.