د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګیالی بڅرکی

19.01.2015 10:10    |   ننګیالی بڅرکی په افغانستان کي دکړکیچ د حل دپاره باید دبشپړه احتیاط څخه کار وا خیستل سي

دکابینې په جوړښت کی چي دحکومت دجوړښت یوه اساسي او بنسټیزه دنده ده خو! ددرومیاشتو څخه ډیروخت کیږي چي نوي په کار پوه او مسلکي وزیران یاچارواکي پردندونه دي ټاکل سوي.په دې کی شک نه سته چي دهمدغه ستونزي په خاطربه هم بې امنیتي ډیره سوې وي اوهم به دخلکواودولت وه اقتصادته ډیرسترضررپیښ سوی وي،اقتصادي مسئله دافغانستان دخلکواودولت دپاره په همدغه شرایطوکی چي زموږدهیواداقتصاد پرخارجي کومکونوولاړدي یوه لویه ستونزه ده.خو دښاغلي عبدالله – عبدالله چي ځان ددولت دنیمي برخي مستحق ګڼي دهغه څخه دخلکوغوښتنه داده چی دملت په سرنویشت باید لوبي ونه کړي.اوژرتر ژره وه یوې پریکړي ته ورسیږي، څوچارواکي وزیران یې په کارپیل وکي.اوملت نورددغه خنډاوبمبس څخه نجات پیداکړي.دهیواد پالني خبري اتري خوهرڅوک کوي .ولي؟ دعمل پرمیدان باید دقدرت څښتنان دا په اثبات ورسوي چي ترخپلو ګټودملت ګټوته دلومړي توب حق ورکوي.هغه څوک چي واک او قدرت ولري اوملت ته قربانی ورکړي ، نو په دې کي شک نه سته چي ولسونه او خلک به یې دتاریخ په زرینوپاڼوکی وستایی،خوبرعکس که چارواکودعمل پرمیدان

25.07.2014 12:04    |   ننګیالی بڅرکی «پښتانه یاافغانان دلرغوني اریانااصلي اوسیدونکي دي»

دا هغه پوښتنه ده چي دځینوغرض لرونکونژادپرستانواوملیتریستانوناروغانو د خولې څخه راوزي،کشکي مقصددپوښتني په څېروای،دمعلوماتواوپوهي په خاطروای،خو!هدف دپښتواوپښتنوددښمنانودادی چي پښتانه کمزوري اودې خاوري ته بیګانه ثابت کي،نوځکه دغه پوښتنه په وارو،واروپه غیري علمي ډول مطرحه کوي.اوکله ناکله بیادغه پوښتنه هم طرحه کوی چی ګواکي دپښتنو ادبیاتوتاریخ جعلي اوغلط دی.داهغه ناکامه اوناکاره هلي ځلی دي چي خپله دپوښتني جوړونکی ثابته وي چي هغه بیسواده اودنه معلوماتوخاونددی.

04.02.2014 10:43    |   ننګیالی بڅرکی دامنیتی تړون په باب اندیښنې بې ځایه دي

دسرخبري : موږ په دې پوهیږوچي تاریخ خلک اوولسونه جوړه وي، که موږ په دغه خپله شاه وخواکی دنوروهیوادونو تاریخ ته وګورو.او بیا خپل تاریخ ته پاملرنه وکړو،په دې کی هیڅ شک نه سته چی پر هیوادونوباندی بیلا بیل نظامونه اوحکومتونه را غلي دي. دلته دپام وړ خبره داده چي دغه تحولات او تغیرات په ټولنو اوهیوادونوکی دچاه دخواراغلي دي؟ . پوښته ساده ده ځواب یې هم روښانه دی ، ځکه موږ دانقلابونواواوښتنوتاریخوته که پاملرنه وکړو؛ نودابه را ته جوته سي، چی خلک دتاریخ جوړونکي دي.اوتاریخ خلک جوړوي.خو په دې کي هم شک نه سته چی دتغیراتواوتحولاتودپاره هغه عیني اوذهني شرایط برابرول په کار دي چی خلکو ته دتغیراتواوتحولاتوانګیزه سي.دلته موږدتاریخی شرایطو اوفلسفي قوانینو څخه داسی نورفرعي علتونه هم ترلاسه کولای سو.لکه پرټولنه دبهرني هیوادونواغیزي،دپوهواوسیاست پوهان یالارښوونکواغیزي،هم دپام وړګڼل کیږي.چی دتاریخ په جوړولوکی ارزښت منددي په یوه ټولنه یا دنړۍ په ټولوهیوادونو کی دعمل اوتطبق وړدي. چی په لنډ ډول موږ دغه عوامل چي دټولنی په جوړیدوکی ونډه لري،که یې ونډه فرعي ده، یااصلي ده.خواغیزي یې دحساب وړدي.دغه دوه عملونه لکه : (بهرنی قوتونه اواشخاص ) . داهغه فرعي سببونه دی چی دانقلابونواو تغیراتو پروسه چټکه کوی یا یې ځنډوي کوي.

15.04.2013 21:47    |   ننګیالی بڅرکی غزنی په اسني وخت کي داسلامي تمدن دپایتخت په توګه

دوهم پوښتنه : په اقتصادي،ټولنیز،سیاسي لحاظ غزنی دمرکزاوپایتخت په توګه. لومړۍ پوښتنه : په دې کی شک نه شته چی افغانستان یولرغونی هیواددی.اوداریائیانو دتمدن یوه پراخه برخه په همدغه هیوادکی تیره سوې ده .هرولایت اوسیمه یې د تاریخ نماینده ګي کوي ،موږ دلته دمیلادنه مخکي قیمتي توکی لرو چي دلرغون پوهني له مخي پورارزښت لري .لکه د طلا تپې اثار ، د مندیګک ، ای خانم ، تپهَ مرجان اوداسي نوري سیمي شته چی

09.02.2013 13:40    |   ننګیالی بڅرکی خیال محمد کټوازي مړینه یوه لویه فرهنګي ضایعه ده

دښاغلي خیال محمد کټوازي ناببرمړینه دافغانستان دخلکو،ملي نهضتونواومترقي کړیو دپاره یوه نا جبران کیدونکې غمګینه پیښه ده.

03.07.2012 19:51    |   ننګیالی بڅرکی د۲۰۱۴م کال نه وروسته د افغانانو ستونزې

مخکي له دې چي پردغه ستونزمنده مسئله رڼا واچول سي با ید پر دغه باندی په ډیرغورسره فکر وسي چي؛ دستونزو پیل دکومه ځایه دی ؟او موږ ولي تر اوسه په دې نه یو بریا لي سوي ترڅو په خپلو منځنوکی دحل یوه معقوله لاره پیدا کړو؟په داسي حال کی چي دغه یوولس کاله کیږي چي نړیوال قوتونه په افغانستان کي هلي ځلی کوي اوزموږمنورین هم په ټولو خپرونو کی دافغانستان په باب خپلي نظرې او تحققي څیړني کوي. خو بیا هم تر اوسه پوري موږ ټوله یا په تاریکوکی سرګردانه یو او یا هم بې وسه یو، چی خپل هیوادپاله نظرد قدرت پرچوکی کښینو.وایی:( که غرلوړدی خو!لاره پرسربیره ده) په دې شرط چی په لاره کي داړونکی حیوانات نه وی او یا هم لاره غلو نه وي بنده کړې.

17.06.2012 14:31    |   ننګیالی بڅرکی د المان په ایسن کې د ارواښاد حسن خان انور( اڅکزی) فاتحه

حاجي عبدالله انور ،روح الله انور زامن – رحمت نسأ عد یل ،ګل غوټۍ میوند لوڼي – حاجي محمد کریم خان اڅکزی ورور – بشیره هوتک ، ملاله میوند خوندي – انجنیر ظاهر عدیل ،نومیالی میوند زومان – پروین انور، میمنه انورمږندي – غلام دستګیر میوند اخښی – محمد طاهر اڅکزی ،محمد ظاهر افق ، محمد قاهر اڅکزی ، زمری محقق ، ننګیالی بڅرکی ،داوداڅکزی،حاجی عبدالغفور خشنګ ،محمد موسی شفق ،محمد سعیدپتیالی وریرونه – دکتورجهانشاه میوند ،زلمی میوند، پښتونزی میوند دخور زامن – نجیبه نور،زرغونه میوند دخورلوڼي– رحمت الله نور،دکتورمحمد داود اڅکزی دخور زومان.

14.02.2012 23:07    |   ننګیالی بڅرکی انتقادي لیکنه او تحلیلي لیکنه

مخکي له دې چي پرنوموړې موضوع وږغیږوبا یدهغه دادب یوه معین چو کاټه ته وروا چوو.دا ځکه چي موږ یومتن بیله ادبي چوکاټه نه سو څیړلای .

14.12.2011 21:05    |   ننګیالی بڅرکی دتاوتریخوالي پدیده د طبعت دقوانینوله مخي

دبشري ټولني په تاریخ کي تاو تریخوالی دانسانی ټولنیزجوړښت سره سم را پیل سوی دی،دلته زموږ مؤخه دتاو تر یخوالي څخه ده، چي په عامه اصطلاح ظلم ،تیری تجاوزدحقوقوغضب اودیو چاه حق خوړل دي.ډیر وخت دا ظلم پرعجزو او ضعیفوکسانو کیږي ، لکه دغریبود کاردنیروڅخه ګټه اخیستل، دخانانو او سرمایدارانو ټولنیزتاو تریخوالی دتولید پر سر،ددولتونو او حکومتونو یا حاکمانو دیکتاتوري پرټولنه او اکثریت خلکو اودهغوی وټولنیزوحقوقو ته نه پاملرنه ، پر ښځواووړو ماشومانو باندي هرنوع تیری، په حقوقي لحاظ قابل دبحث دی.

25.11.2011 18:48    |   ننګیالی بڅرکی لویه جرګه پای ته ور سیدله خو لاسته را وړنه یې ونه لرله

زموږ په ګران افغانستان کې لویه جرګه هم دنورو دودونو په څیر تار یخي ار زښت لري. او موږ لکه په نورو دودونو چي فخر کوو، په همدغه لويه جرګه هم ویاړو ، چي دتاریخ په اوږدو کې ، دافغانانو ډيري پیچلي پېښې ور اسانه کړي دي.نوموړې جرګه دیوې عنعني په تو ګه موږ ته په دودیزه ډول را پا ته ده، او موږ يې وپریکړو ته دا سي درناوی کوو لکه؛د هیوادقانون ، ملي ګټي اود خاوري تما میت ته چي احترام لرو همدغسي د خپلو مشرانو پریکړو او تصمیمونو ته درناوی کيږي.