د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نظرمحمد مطمئن

04.06.2013 18:46    |   نظرمحمد مطمئن تازه خبر، بيړنی خبر، د مرګ خبر

هر تازه او بيړنۍ خبر چې موږ او زموږ د کورنۍ غړي او ماشومان ويني هغه د جنګ خبر دی، د چاودنو خبر دی، د افغانانو د مرګ او ژوبلي خبر دی، د شپي د چاپو خبر دی، د نيولو او زنداني کېدو خبر دی، د اعدام خبر دی، د ملکې خلکو د شهادت خبر دی.

26.05.2013 11:00    |   نظرمحمد مطمئن ښاغلي کرزي ته د هند د پوهنتون اعزازي دکتورا لوړ قيمت

زه پوهيږم چې هند نه ددي توانايې لري، نه کولای شي او نه هم غواړي چې دافغانستان پوځ دي ځواکمن وي، هند د خپل پوځ تجهيزات په هغه ډول چې لازم ده نه شي کولای، پريږده دا چې زموږ د هيواد دغه له هري نقطې ضعيف او کمزوری پوځ به په پښو ودروي.

28.03.2013 19:28    |   نظرمحمد مطمئن خو؟ افغان حکومت

تر ټولو لومړی کار مو داوو چې د خپلو خلکو پر ذهنتونو مو کار پېل کړ، د ولس ذهنيت مو زموږ د نظر او خبري منلو ته چمتو کړ

08.11.2012 20:47    |   نظرمحمد مطمئن د کورنۍ جګړي مخه څنګه نیولی شو

د امريکا څخه د ښاغلي کرزي له راګرځيدو وروسته د نړۍ ميډيا پر يوه خوله داوايې چي د ناټو پوځونو چي په سرکي يې امريکا ده تروتلو وروسته به د افغانستان امنيتي حالت ډير خراب او دغه حالت د تشويش وړ دي.

12.08.2012 11:00    |   نظرمحمد مطمئن معتصم آغاجان او سياسي هڅي

آيا په رښتيا معتصم آغاجان غواړي چې د طالبانو د سياسي ګروپ په نوم ډله جوړه کړي؟ آيا په رښتيا د امريکا په غوښتنه او دکابل اداري په هڅو په غير مستقيم ډول په ښاغلي معتصم آغاجان کار کيږي چې د طالبانو دسياسي هڅو په نوم د طالبانو دپيږندل شوی لوي ګوند څخه جلا کار پېل او رسمي اعلان يې وکړي؟ خدای مکړه د معتصم آغاجان په دغسي کولو او اعلانولو سره به امريکا خپل

13.06.2012 17:56    |   نظرمحمد مطمئن د پښتنو وفا او د تورن اسماعيل خان په خپل ځان ناخبري

ملا عبدالحی مطمئن چې په کندهار کې د اطلاعاتو کلتور رئيس او د افغانستان د اسلامي امارت وياند وو، په خپلو خاطرو کې يې د مشر ملاصاحب (ملامحمد عمر آخند) او تورن اسماعيل خان خاطره هم ثبت کړی ده.

01.06.2012 17:50    |   نظرمحمد مطمئن افغان مدرسه

د افغان مدرسي مخي ته يوه ډله کوچني طالبان (زده کوونکي) ولاړ وو، دمدرسي مخکي دوه لوری پوخ سړک وو چې تر ډيره کوچني تیز چليدونکي موټران پري تګ راتګ کوي. په ډير ګومان چې طالبانو به په خپلو منځونو کې یو له بل سره پر لاره تلونکي موټران شميرل.

20.04.2012 15:20    |   نظرمحمد مطمئن د کابل ښاري ځوانان د افغاني کلتور استازيتوب نه کوي

دکابل ښار مرکزي سيمه که د ودانيو او ښار له امله کابل ته څېرمه پرتو سيمو سره توپير لري ځکه ده چې دلته ښار ده، وزارتونه، لوي رياستونه او د ولتي اداري شتون لري. اوسمهال ددغه ښار بڼه د پخوا په څير يو مخي بدلون کړی دی، دلته دشېرپور په سيمه کې دنګي او ښکلي ماڼۍ دي، -داچې په زور يې ځمکه غصب شوې ده، هغه بېله مسئله ده او زیات بحث ته اړتيا لري- د وزیر اکبر خان په سيمه کې دسوپر او فاينسټ مارکيټونه، هلته سفارتونه او ډول ډول هوټلونه، دا ډول د خيرخانې په سيمه کې د تېر په پرتله ډیر زیات توپير راغلی دی، ددغي سيمي خلک د نورو سيمو پر پرتله د بهرنيانو له سخاوت څخه زيات مستفيد شوي دي نو ځکه هلته د ډول ډول ښکلو او په زړه پوري دنګو ودانيو ترڅنګ لوی او ښکلي مارکيټون د دوبۍ او نوري بهرنۍ نړۍ د نقشو په کارولو سره جوړ شوي دي.

15.04.2012 00:40    |   نظرمحمد مطمئن د چارواکو تشويش د طالبانو غبرګون او ډاډګېرنه غواړي

پاچا نادرخان چي د پکتيا دخلکو په مټ او مرسته د سقاو د زوی حبيب الله خان کلکاني څخه کابل ونيو، د ځان سره يې د هيواد د ساتني، پرمختګ او حکومت کولو کومه خاصه تګلاره مخکي له مخکي نه درلودله او نه يې هم په دي اړه د خپل واک په لنډ وخت کي فکر وکړ، هغه زموږ د هيواد او خلکو غوښتنو او دا ډول ددغه هيواد دروند کلتور ته هم ځانګړي توجه ونه کړه. همدا لامل وو چې تر څلورکلو او يوې مياشت پاچاهي کولو وروسته په داسي حال کي چي د نجات د لېسې فارغانو ته يې شهادتنامې ور کولې د يوه زده کوونکي له خوا چي عبدالخالق نومېدئ په توپنچه و ويشتل او مړ شو.

23.03.2012 18:35    |   نظرمحمد مطمئن نوی تعليمي کال

د سړو سيمو د ښوونځيو د زده کوونکو نوی تعليمي کال په داسي وخت کې پېل کيږي چې په تېر کال کې مو په هېواد کې په بېلابېلو پېښو کې واړه زده کوونکي په شهادت ورسېدل.

16.03.2012 14:35    |   نظرمحمد مطمئن کرزي ته د خپل زوی ميرويس جان ليک

پلارجانه! داسي وبوله چې زه په زنګاوات کې يم، په کورکې ارام ستا او مورجاني سره په خواږه خوب ويده يم. د راتلونکي له پاره ډول ډول چورتونه وهم، زه به غټ شم. هيواد ته به خدمت وکړم، خپل زوريدلي ولس ته به د هوسا ژوند هڅي کوم. او تاسي هم زما په اړه فکر کوئ چې ميرويس جان به لوی شي، زده کړي به وکړي، د هيواد د پرمختګ او هوسايې له پاره به کار کوي. خو يو ناڅاپه ستا په غوښته هيواد ته راغلي امريکايان کورته راننوځي او ستا بې ګناه او ماشوم زوی ستا په مخ کې په چړو وهي، له بدن څخه يې د سرو وينو داري هوا ته پورته کيږي، او له دي وروسته ستا او مورجاني په مخ کې ستا ګران زوی ميرويس جان د ټوپک په ډزو په مخ ولي، د سرکاسه او ماغزه يې شېندل کيږي، لا هم ستا په غوښته راغلي امريکايان بسنه نه کوي او د دي ټولو ظلمونو سربيره دي ګران زوی په اورکې سوزوي، او کورته هم اور اچوي. پلارجانه! په دغسي يوه حالت کې به ته او مورجانه زما د غچ او انتقام اخستلو له پاره څه کوئ؟

15.03.2012 13:53    |   نظرمحمد مطمئن د پلټنو د رڼو پايلو غوښته مه کوئ

د ولسي جرګي غړو د ښاغلي کرزي صاحب سره د پېښي په اړه ناسته درلودله، وکيلانو د کرزي صاحب څخه غوښته درلودله چې قرآن ته دسپکاوي پېښه بايد ټينګه او عاملينو ته يې همدلته په هيواد کې دننه سخته سزا ورکول شي. ښاغلي کرزي صاحب وويل: تاسي لږ ارام شئ، او ښه ژور فکر وکړئ، د لاريونو په ارامولو، کرارولو او بندولو کې مرسته وکړئ، موضوع جدي مه نيسئ، بهرنيان ؤځي، او دا ډول د افغان ولس ملي پاڅونونه دوی ته د وتلو لپاره ښه بهانه کيږي، که سبا امريکايان او ورسره ملګري يې له افغانستان څخه ووځي بيا به موږ چاته پاتي کيږو او څه به پېښيږي؟ معلومه خبره ده چې بيا به جنګونه وي او دلته به د ګاونډیو لاسوهني وي.

09.03.2012 13:49    |   نظرمحمد مطمئن ښځه ګرانه مور او ګرانه خور ده

ښځو ته چې کوم حقوق اسلام ورکړي بل هيڅ يوه دين ، مذهب او ټولني نه ورکړي وو، نه يې ورکړي او نه به يې هم ورکړي.

24.02.2012 10:50    |   نظرمحمد مطمئن دکابل په کوڅوکې... فقيرمحمد درويش

له ځوانانو څخه د څوقدمه تيريدو وروسته زه هم ودريدم، هڅه مې کوله چې د ترانې ځيني ټکي ياد کړم. په زيات اټکل سره چې (راغلی امتحان دی ايمانونه تلل کيږي : مؤمنو را بيدار شئ غيرتونه تلل کيږي ) ترانه وه. د فقيرمحمد په زړه وړونکي او خوږ اواز کې زمزمه کيدله، ډيري سړې هوا او دکابل واورينو سړکونو هسي هم چاپيريال ته ښکلا ورکوله، د فقيرمحمد درويش له سوزه ډک او دروند اواز رسا د سړي زړه په نښه کاوو.

20.01.2012 10:26    |   نظرمحمد مطمئن راتلونکی افغان حکومت؟!!

وخت به وښيې چې د مقاوت د ډلو حوصله او لمن به دومره پراخه وي چې ټول پخواني ريښتيني مجاهدين، مختلفو لورو ته په هيواد کې دننه او بهر منسوب، په هيوادکې د ننه ولس او خاوري ته ژمن به د يوه قوي راتلونکي اسلامي حکومت په دايره کې را ټول او ومني.

31.12.2011 19:31    |   نظرمحمد مطمئن افغان بنسټ

افغان بنسټ چې چاري يې د مؤسیسنو شوری لخوا رهبري کیږي او د تشکیلاتي جوړښت ریاست يې ښاغلي ضعیف صاحب پرمخ وړي مرستیال یې مولنا عبدالرزاق فتاحي د سوداګري پخوانی وزیر دی، متوکل صاحب د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، فیضان صاحب د سوداګرۍ وزارت پخوانی معین، مولوي نورجلال صاحب د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین او یوشمیر نوريې د مؤسیسنو شوری غړي دي. ترریاست لاندي د ښوونیزو چارو، علمي څیړنو او نصاب، ټولنیزو چارو، د نشراتو، اداري، پلان او اړیکو، او تفتیش مدیریتونه لري. هر مدیریت يې اړوند څانګي لري چې اوسمهال ډیري فعاله څانګي يې د ښوونیزو چارو، علمي څیړنو او نصاب، ټولنیزو چارو او نشراتو مدیریتونه دي.

16.10.2011 15:41    |   نظرمحمد مطمئن وکیلانوته د هلمندي چارواکو ناوړه تشریفات

ډیری رئيسان ما هم پکې پیږندل چې بې له کومي اسرې څخه نه د باندي ؤځي او نه هم کوم کار کوي، پوهیدم چې کومه خبره شته چې دوی ټول داسي لاس په نامه وکیل صاحب ته په هوايې ډګر کې ولاړ دی. ما ډیر په زیر زیر وکتل چې د هلمند والی ووینم ولې هغه په دغه ډله کې نه ؤ، او مرستیال خو د میرزکوال له شړلو وروسته تر اوسه ندی ټاکل شوی. دهوايې ډګر د ترمینل څخه دباندې وکیلانو ته دلوکس (کروزینګ، نوی ماډل پراډو او هایلیکس) موټرانو د پولسیو په بدرګه کې لوی کاروان ولاړ ؤ. دغه کاروا ن تر شل موټرو زیات ؤ.

02.10.2011 10:41    |   نظرمحمد مطمئن شهيد - مجاهد

استاد سياف او عبدالعلي مزاري هم له ظلمونو ډکي جګړي وکړي (پدغه جګړو کې ژوندي کسان په تيلو کې وسوځول شول، دخلکو څخه سرونه اونور د بدن ټوټي پرې شوي، د قوم اوژبي په نوم واړه ماشومان ووژل شول، د ښځو څخه په ژوندون سينې پرې شوي، په ښځو ډله يېز جنسي تيری ؤشو، د رقص مرده په نوم د خپل ډول سخت ظلم پدغه وخت کې ؤشو. د ژوندو انسانانو په سرونو کې ميخونه ټکوهل شول. ژوندي انسان د نښي زده کولو لپاره د نښي په ډول وکارول شول، اوهمدارنګه د مړو جسدونه په چټلو ځايونو کې دتوهين په نيت امبار شول) په دغو جګړو کې د ملامت او سلامت ګوته يوه ته هم سړي نشي نيولای، دواړه ډلي مسؤل بلل کيږي چې ولي يې دغه ډول حالت ته زمينه برابره کړه.

10.09.2011 09:15    |   نظرمحمد مطمئن له حجرې تر پنجرې د ګوانتانامو ترخې خاطرې

دمحقق وضعيت بدل شو قلم يې دکاغذ په سر وغورزاوه چوکۍ څخه يې جيګ کړم او لکه دضرب دعلامي په شکل يې په زنګنوباندې ودرولم او لاسونه يې راباندې پورته کړل ملا او لاسونه مې ډېر شخ شول محقق څخه مې دژباړونکي په واسطه وغوښتل چې بېرته به په عادي حال کينم او تحقيق ته به دوام ورکړې خومحقق يواځې دانه چې منفي ځواب راکه بلکه درشخندپه لهجه يې راته وويل:چې زمالاسونه او ملا خو نه ده شخه شوې او ستا په شخېدو او دردو دنه رحم کولو برسېره لذت هم اخلم ځکه زما يو خوږ ملګرى دستمبر په يولسم تاريخ ستاسو په حمله کې وژل شوى اوس زه ستا په دردو دخپل انتقام تنده ماتوم.