د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نظرمحمد مطمئن

04.09.2014 15:34    |   نظرمحمد مطمئن د ناټو کانفرانس ته ولي بې واکه هیئت واستول شو؟

عبدالله عبدالله ته نږدې سرچينې وايې چې عبدالله ښه پوهیږې د حالاتو په خرابولو او بې ثباتي کې دده او ددوی د ډلې ګټه نشته، سرچینه وایې چې عبدالله په ځانګړو مهمو مجلسونو کې ویلې چې د حالاتو خرابول اسانه کار دی، موږ به د موازي حکومت اعلان وکړو، ارګ ته به په زور ننوځو، مګر د حالاتو کنټرول او د واک ساتل بیا ګران دي، ځکه نړيواله ټولنه به خپلې مرستې ودروي، او ممکن هم نه ده چې موږ به واک په دغسي حالت کې بیا له ځان سره وساتو.

18.08.2014 21:25    |   نظرمحمد مطمئن د طالبانو د سولې استازې په کابل کې

دا خبره نو اوس ځینو نا خبره افغانانو ته په یقین بدله شوې چې د طالبانو له استازو سره د افغان حکومت بېلابېلې کړۍ او د سولې شورا په نږدې تماس کې ده.

17.08.2014 10:23    |   نظرمحمد مطمئن د عامې روغتيا وزارت او معالج ډاکټر د پام وړ

اوسمهال مو ولس له هر لورې ځپل شوې له هیچا هم خوشاله نه دي، مامور په دولتي اداره کې ورڅخه رشوت اخلي، زورواکي او د پارلمان ځینې وکیلان يې کورونه او ځمکې غصب کوي، بهرنيان يې وژني او له کوره يې پسي اخلي، اربکیان يې کور او جیب لوټ کوي، پولیس يې تهدیدوي، په اختطاف کې لاس لري، امنیت د نیولو بهانه ورته جوړوې، طالب ډوډۍ غواړي ، وهل او ټکول کوي، انجنیر په پروژه کې خیانت کوي، کیفیت يې خرابوي، ډاکټر د سلو روپو پرځای د زر روپو نسخه ورته لیکي، ښوونکی له زده کوونکې د هغه دکامیابي له پاره رشوت غواړي،، او دزده کوونکو سره مرسته شوې مواد يې د ښوونځي مدیر غلا کوی او خرڅوي، د کانکور سوالونه د ټلیفون په مسج کې دلوړو زده کړو وزرات کارکوونکې خرڅوي، د طب پوهنځي ته د تګ له پاره ۳۰۰۰ ډالر رشوت په کار دی ، د ولس رایه جان کيري باطل اعلانوي، ولسمشر يې د وژلو او بې کوره کولو پرواه نه لري. او دا ډول بلا نورې ستونزې شته چې ولس مو سر ورڅخه ټکوي او ورسره لاس او ګریوان دی.

27.07.2014 12:17    |   نظرمحمد مطمئن کابل بانک ته ورتګ، ډار او ویره

د کابل بانک مسؤلینو څخه امید دی چې ددغه بانک ښاري ملکې څانګو ته د امنيتې کسانو ورتګ بند کړي، تر څو عام ملکې افغانان له ویرې او ډاره پرته خپل حسابونه چیک کړي، او خپله راکړه ورکړه په ډاډه زړه سره سرته ورسوي.

30.06.2014 11:24    |   نظرمحمد مطمئن هلمند د پاکستان پر پوله بل هلمند وپنځاؤ

د هلمند او وزیرستان جګړې هم مهاله پېل شوي، روژې ته لږ ورځي پاتي وي، د وزیرستان په کلیو او بانډو د پاکستاني پوځيانو له خوا هوايې بمباري پېل شوه. د وزیرستان خلکو ته د کورونو څخه د وتلو وخت ورنه کول شو.

27.05.2014 09:09    |   نظرمحمد مطمئن د هند په کونسلګري حمله پاکستان کړي، ولسمشرکرزي وايې

ولسمشر کرزي په خطرناک وخت او خطرناک مجلس کې وویل چې په هرات کې د هند پر کونسلګري حمله د پاکستان لشکر طیبه کړي وه، دا په داسي حال کي ده چې د هند او پاکستان د کړکيچنو اړيکو په نظر کي نیولو سره په لومړي ځل د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د هند د لومړي وزیر د سوګند يادولو او معرفي کولو مراسمو کې برخه اخستي ده، څو مياشتي ، کال او يا هم تر کال ډیر وخت مخکې داسي ګنګوسي وي چې نواز شریف او کرزی موافقې ته رسيدلي چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به د کرزي په خوښه وي، مګر پاکستان چې واک يې د پوځ او استخباراتو په لاس کې دی، د کرزي سره په کړي توافق نوازشریف ونه دريدی، اوس مهال پاکستان په ښکاره ډول د ډاکټر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ کوي، همدا به لامل وي چې کرزي صاحب غوښتلي وي په دغه حساس وخت کې د هند او پاکستان اړيکې تر نور وخت هم خرابې کړي، مګر د هند او پاکستان مشران او سياست کوونکې زموږ افغانانو په ډول نه دي چې له وخت څخه مخکې پریکړه وکړي، ممکن همداسي به وي کرزي صاحب به هم پرته له ثبوت څخه دغه خبره نه وي کړي، مګر په کار وه چې دغه خبره د حملي په ورځ، يا هم هند ته له تګ څخه مخکې کرزي صاحب کړي وه، اوس هر سړی پوهيږي چې کرزی صاحب اوبه خړوي او ماهيان پکې نيسي.

09.05.2014 08:41    |   نظرمحمد مطمئن لیکوال او ژورنالسټ باید چې حکومت او طالب پلوی نه يې

په هیواد کې د بیان دازادۍ او رسنيو پرمختګ ته که سړی په عميق ډول فکر وکړي، هغه ډول مصنوعي ازادي او پرمختګ دی لکه چارواکې چې په نورو برخو کې د پرمختګ دعوه کوي.

08.04.2014 19:16    |   نظرمحمد مطمئن د سولې او امنيت ریفرنډم او د ډاکټر اشرف غني غوراوی

دروان کال د وري د مياشتې د ۱۶مې نيټې ټاکنې ډیری شنونکې د سولې او امنيت اړوند ټول پوښتنه ( ریفرینډم) ګڼې، دا ډول د کرزي د ۱۲ کلنې واکمنې په اړوند يې هم ځينې شنونکې ریفرنډم ګڼې، په دې معنی چې دا ځل د ډیرو نوماندانو شعارونه د سولې او امنيت وو، د ځينو انتخاباتي نښان خو سپينې کوترې وي، بل داچې خلک د ښاغلي کرزي د واکمنې څخه په تنګ راغلي وو، ځکه خو د مرګ له تهدید سره سره د رايو مرکزونو ته ولاړل او خپل مخالفت يې د کرزي د خوښي د نومانداو ټيم سره ښکاره کړ.

11.03.2014 11:24    |   نظرمحمد مطمئن دکابل پوهنتون نوم کرزي د ځان له پاره پټ کړی

د کابل حربي پوهنتون د مارشال قسیم فهیم په نوم ونومول شو، له دي مخکې د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون د استاد رباني په نوم سره نومول شوی وو. کرزي صاحب ممکن د کابل تاریخي پوهنتون نوم خپل ځانته ساتلی وي، چي که دی مړ شي د کابل پوهنتون دي دده په نوم ونومول شي.

26.02.2014 13:05    |   نظرمحمد مطمئن اوباما څه شي اړ کړ چې کرزي ته ټليفون وکړي!؟

سوال دادی چې څه پېښه شوه چې اوباما يو ناڅاپه کرزي ته ټلیفون کوي، همدغه خبر بيا د رسنيو په واک کې ورکول کيږي چې اوباما له افغانستان څخه د خپلو ګردو سرتيرو په اړه خبري کوي، بل خوا دفاع وزارت رسنيو ته اعلاميه استوي چې اوباما ډاډه شوې چې ولسمشر کرزی له امريکا سره امنيتې تړون نه لاسليک کوي له همدې امله يې دفاع وزارت ته امر کړی چې له افغانستان څخه د روان ميلادي کال تر پايه د امریکايې عسکرو د وتلو پلان ترتيب کړي.

23.02.2014 11:28    |   نظرمحمد مطمئن د متفکرانو متفکر

د خلکو سره داسي فکر وو چې د غرب څخه راغلي سياست کوونکې او روڼ آندي چې د پوهنتونو استادان تير شوې، داسي معلوميږي چې دوی د خپل لياقت ازموينه په لويديځ کې ورکړي ده، او له يوې ځانګړي مرحلې وروسته دي حد ته رسيدلي چې دوی متفکر او پوهان ونومول شي.

11.02.2014 17:19    |   نظرمحمد مطمئن د افغانستان وروستی سياسي حالت او د سولې بهير

دا چې په تېره څه باندې يوه لسيزه کې د ښاغلي کرزي هوډ يو پر بل پسې بدلون موندلی، همدا لامل دی چې ډېری افغانان د ښاغلي کرزي وروستيو غوښتونو او څرګندونو ته هم د شک په سترګه ګوري.

30.12.2013 18:47    |   نظرمحمد مطمئن د افغانستان او امريکا اړيکې: غلط پېل او خطرناکې پايلې

له تیرو دولس کلونو راهيسي د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکې کمزوري وو، په داسي حال کې چې امریکا د افغانستان بهرنۍ تګلاره تر خپل کنټرول لاندي نيولي وه، دا ډول تجارتي، ښوونيز او د رسنيو تګلاري هم د امريکا تر کنټرول لاندي او دهغوی په خوښه ټاکل کيدلي.

14.12.2013 11:51    |   نظرمحمد مطمئن د منډيلا او غفار خان د تګلوري معکوس حرکت او تر شايې پټ لاسونه

يو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، هیڅ نارينه او يا ښځينه او هیڅ وګړی او قوم پر يو او بل برتري نه لري، د انسانانو تر منځ د ښه والي او غوره والي معيار يواځي تقوا او اسلامي اعتقاداتو ته ژمنتيا ګڼل کېږي

25.11.2013 12:40    |   نظرمحمد مطمئن حضرت صاحب لبیک، له هیواده ستا د هجرت او وتلو په تمه

زه هجرت کوم، په دوه درې ورځو کې له هيواد څخه ؤځم، کوم بل هيواد ته ځم، زه مجبوره يم چې هيواد پريږدم ( که خدای ج وکړي چې حضرت صبغت الله مجددي يې عملي کړي)، ځکه زما خبرې دلته څوک نه اوري او نه هم زما نصيحت ته څوک غوږ ږدي.

21.11.2013 12:20    |   نظرمحمد مطمئن غل امت او غل رهبر

په پېښور کې د مجاهدينو د حکومت نوبتې مشر حضرت صبغت الله مجددي وو، ګردو جهادي رهبرانو د عمري عدالت او نظام دعوه کوله، د عثماني او اموي خلافت خو سوال نه پيداکیدی چې غاړه پرې وباسي، يواځي د دعمري حکومت غوښتونکې وو، حضرت صاحب هم له ټولو نيمګړتياوو سره چې درلودلې يې، د خپلو يو شمير قومندانانو په مخ کې ولاړ وو، او د مجاهدينو د حکومت په لوی سالون کې يې خپلو لارويانو او مريدانو ته د عمري خلافت کيسې کولې، دعمري نظام ښيګڼې يې ورته بيانولي، او دعمر رض تقوا، پرهيز او له بیت المال سره احتياط په اړه يې خبرې کولې، هغه عمر چې کاليو ته يې پينې (د کاليو دزوړوالي له امله ټوټې) ايښودل شوې وي، هغه عمر چې يوه ورځ د ډیرې لوږې له امله د مدينې په ريګ لرونکې صحرا کې له کوره راوو، چې ګورې حضرت ابوبکر رض هم د باندې ګرځي، ابوبکر پوښتنه کوي چی ای عمره څه شي اړ کړی يې چې په ټکنده غرمه کې په ګرمي کې له کوره دباندي راوتلی يې، عمر ځواب ورکوي چې په خدای قسم چې بل هيڅ شي نه يم اړ کړی، پرته له دي چې د لوږي له امله له کوره بهر راوتلی يم، ابوبکر ورته وایې چې ای عمره! په خدای قسم چې زه هم د ډیرې لوږې له امله دباندي دکور څخه دباندي راوتلی یم.

20.11.2013 11:47    |   نظرمحمد مطمئن سوفا، امنيتې او دفاعي تړون او مشورتې لویه جرګه

ددې له پاره چې د امريکا د سوفا تړون، امنيتې او دفاعي تړون او مشورتې جرګې اړوند معلومات لا هم ډیرو افغانانو ته ګونګ دی، ښه ګڼم چې په لنډو ټکو کې يې د ملګرو او دوستانو سره شريک کړم

17.11.2013 10:54    |   نظرمحمد مطمئن حضرت صاحب دي خدای مړ کړي؟

کله چې د مشورتي لويې جرګې ږغ شوی، او حضرت صاحب صبغت الله مجددي يې رياست منلی، له هغې ورځي د حضرت د کور او نږدې سيمې سخت امنيتې تدابير نيول شوې دي، د حضرت صاحب کور يوځل بيا د اوسپنيزو کانګريټو پر تختو(سلب) باندي پوښل شوې، داسي چې دده کورته تلونکی سړک هم پر کانګريټي موانعو بند شوي، که دهغې کوڅي خلک تګ راتګ کوې هم به امنيتې قوانين مراعت کوي او تر سختي تلاشي وروسته به خپل کورته د تګ اجازه پيداکوي.

30.10.2013 17:40    |   نظرمحمد مطمئن سيد حامد ګيلاني څه شي په غوسه کړی؟

همدغسي خلکو ته همدغسي پاچا په کار دی لکه ښاغلی کرزی، په کابل کې دننه ټول سياسي چنه وهونکې ګوندونه او کسان يې يې دولس کلونه په ډول ډول تمو وساتل، کله يوه ډله ځان ته نږدې کړی بلې ته امتيازات کم کړي، سياسي څیرې کله په يو نوم او کله په بل نوم کاروي.

24.10.2013 08:38    |   نظرمحمد مطمئن امريکايې پوهنتون او برتانوي پوځي اکاډمي

داسي معلوميږي چې راتلونکي سياسي واکمنان به په کابل کې دامريکايې پوهنتون څخه فارغ کيدونکي محصلين او پوځي واکمنان به مو د برتانوي پوځي اکاډمي فارغ کيدونکې پوځي افسران وي.

09.09.2013 19:05    |   نظرمحمد مطمئن د پاکستان له زندان څخه خوشي شوې۷ طالبان څوک دي

د روان کال د وږي پر ۱۶مه رسنيو راپور خپور کړ چې پاکستان ته د ولسمشر کرزي د سفر پرمهال پاکستاني چارواکو ژمنه کړي وه چې ځينې لوړ پوړي طالب بنديان به د پاکستان له زندانونو څخه خوشي کوي، دهغې ژمنې پر بنياد يې اوه تنه طالب زندانيان خوشي کړل.

20.08.2013 17:46    |   نظرمحمد مطمئن استاده ستا حافظه خرابه شوې که عقيده؟

د اتحاد اسلامي ګوند مشر او د دعوت جهاد پوهنتون رئيس شيخ الحديت استاد عبدالرب رسول سياف وويل: ګورئ که يو تن کمونسټ په اسلامي حکومت کې راګډ کړو، نو ټول اسلامي حکومت د فاسد حکومت حکم لري، او بيا هغه حکومت شرعا د اسلامي حکومت حکم نه لري.

14.08.2013 19:56    |   نظرمحمد مطمئن درې شاشجاعګان

څو مياشتي مخکې په رسنيو کې د ښاغلي ګلبدين حکمتيار يوه مرکه خپره شوه، هر ځای او هر مجلس کې، په کورنو، دفترونو، کليوالو او ښاري سيمو کې دهغه پر هغه خبره چې د ببرک کارمل او ملامحمد عمر په اړوند يې کړي وه، تبصرې کيدلي.

20.07.2013 10:44    |   نظرمحمد مطمئن د قومونو يوځایوالی که ادغام : کوم يو غوره دی؟

موږ نه غواړو چي داروپا په څير دي لږکې قومونه په ډيرکيو کې منحل شي، ځکه چی اسلام هم د قوم بدلون او تغير ته اجازه نه ورکوي، خو دا غواړو چی د وروڼو قومونو په څیر په هيواد کې ژوند ولرو.

30.06.2013 11:56    |   نظرمحمد مطمئن اصلي طالبان او جعلي طالبان: کرزی اندېښنه لري که دسيسه؟

د قطر دفتر د پرانستيدو څخه وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري او نورو امريکايې مشرانو وويل چې موږهم جګړه کوو او هم به مذاکرات پر مخ يوسو.