د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نظرمحمد مطمئن

10.05.2015 11:14    |   نظرمحمد مطمئن د اسلام آباد او کابل اړيکې ، د طالبانو دریځ او د سولې کانفرانسونه

د پاکستان پخوانی لومړی وزیراصف علي زردادري د پګواش کانفرانس وروسته ډیر ژر ( ۷ می ۲۰۱۵) کابل ته راغی، دا ډول ددغه هیواد د استخباراتو مشر په یو پټ سفر سره هم کابل ته راورسید. ځينې رسنۍ چې لوړ پوړو پخوانیو او اوسنیو دولتې چارواکو ته لاسرسی لري، داصف علي زرداري او د پاکستان د استخباراتو د مشر او افغان چارواکو تر لیدنې وروسته په نیټه ۸ می ۲۰۱۵ خبر ورکړ چې طالبان به په نږدې راتلونکې کې په کوم بل هیواد کې د افغان دولت له استازو سره مخامخ ناسته ولري.

05.05.2015 21:18    |   نظرمحمد مطمئن پګواش غونډه؛ په زور ازموینې د ډیپلوماسي بریا

د پګواش کانفرانس په دوحه کې او دیته ورته کانفرانسونه په دې موخه جوړيږي چې د مخالفو جهتونو ترمنځ د دښمنۍ فاصلې کمې او خپلمنځي اختلافات او نظرونه د نورو په وړاندي ووايې.

27.04.2015 10:20    |   نظرمحمد مطمئن اووم او اتم د ثور؛ تېروتنې، د طالب او حکومت پام

که سم او مناسب قضاوت وشي، په کا رده چې په زغرده وویل شي چې اووم د ثور ۱۳۵۷ ل او اتم د ثور ۱۳۷۱ ل دواړه ورځې د افغانانود بېلابېلو ګوندونود مشرانو تېروتنې پکې جوتې دي، په دومره توپير سره چې اووم د ثور کمونسټانو کودتاه وکړه او بیا د وینو ويالي وبهیدلي، تر يو میلیون ډیر افغانان شهیدان ، تر يو نیم میلیون پوري افغانان معیوب او په میلیونو افغانان نورو هیوادونو ته کډوال شول.

22.04.2015 23:10    |   نظرمحمد مطمئن د امریکا نوی سیاست؛ بل ډیورنډ او بل وزیرستان؟

موږ لا له پاکستان سره د ډیورنډ پولې له ستونزې نه يو خلاص شوي چې اوس د یو بل ډیورنډ لاین اړوند بهرنیانو خپلې طرحې جوړې کړي دي او تر څیړنې لاندي يې نیولي چې که عملي شي نتیجه به يې څه وي او د عملي کيدو له پاره يې څه کول په کار دي.

17.04.2015 11:59    |   نظرمحمد مطمئن د منځني ختیځ وروستي بدلونونه؛ پر یمن د سعودي-ایران "توده" جګړه، طالبان ولې چوپه خوله دي؟

د یمن پر حوثي ملیشو د سعودي عربستان او د سعودي عربستان تر رهبري لاندي د نږدې څلورو عربي هیوادونو بمبارد او د سعودي له دې تګلارې څخه د نږدې لسو هېوادونو ملاتړ، د نړیوالو بېلابېل غبرګونونه را څرګند کړل، ځینو هیوادونو يې په ښکاره له حملې څخه ملاتړ او ننګه وکړه، ځینو هیوادونو بیا وویل چې د اسلامي کانفرانس او ملګرو ملتونو له لاري دي خبرې وشي، پرته له ایران او ځینو نورو شیعه هیوادونو د ملګرو ملتونو او امریکا په ګډون ډیری هیوادونو د حوثي ملیشو له خوا د یمن حکومت نیول يوه کودتا وګڼله او ويې غوښتل چې واک بیرته په سوله ییز ډول د یمن د اوسیدونکو په خوښه واکمن ته ورکول شي.

15.04.2015 10:00    |   نظرمحمد مطمئن وحید مژده او ډاکټر سپنتا؛ برابر نقدونه او متفاوت ادرسونه

ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د امنیت شورا پخوانی مشر دا ارمان پاتې شو چې د ده په وخت کې له امریکا سره امنيتي تړون لاسلیک شوی وای. د امریکا او امریکايي چارواکو د خوشالولو له پاره يې ډیرې منډې وکړي، په تړون کې يې هم کوشش وکړ چې د امریکا په ګټه او د افغانستان په زیان مادې پکې ځای شي، تر څو په راتلونکې کې د امریکایانو د ترحم وړ وګرځي.

06.04.2015 21:23    |   نظرمحمد مطمئن د مجاهدینو «زغلوونکی» بیا راغی!

د جهاد په وروستیو کلونو کې، مجاهدینو پر جلال اباد ښار یوه درنه حمله وکړه چې د ډاکټر نجیب ځواکونو ورته ماتې ورکړه. د جلال اباد ماتې که له یوې خوا د مجاهدینو مورال زیانمن کړ، له بلې خوا یې د ډاکټر نجیب د ماتو شویو او نهیلو ځواکونو مورال پورته کړ. د دې جګړې د «شهکار» څښتن، د ملي دفاع وزارت اوسنی نوماند، جنرال افضل لودین دی!

05.04.2015 18:36    |   نظرمحمد مطمئن د سولې ننداره‌ییزې هڅې؛ ګډ حکومت، د جګړې دوام

کله چې د روسانو په زورکمونسټان واک ته ورسيدل او په کابل کې په لوکس والګا موټرو کې ګرځېدل هغه وخت هم تیر شو، بیا چې ځينې یې په پېښور کې د کراچۍ (لاس ګاډۍ) شاته ولاړ او هلته يې پياز پټاټې خرڅولې، اوس بیا په کابل کې د همهغو کمونسټانو نننۍ حالت، دا ټول درسونه دي. په کار ده چې توبه وباسو او هیواد جوړ کړو. دا دورې او دا حکومتونه ځي و راځي؛ خو ارزښتونه پر خپل ځای پاتې وي.

03.04.2015 23:19    |   نظرمحمد مطمئن مارچ تېر شو، سوله لا هم د مرغۍ پۍ دي!

په تېر سپټمبر کې واک ته د غني له رسېدو وروسته د ډسمبر پر شپاړسمه پېښور کې پاکستاني طالبانو پر یوه ښوونځي یرغل وکړ. دلته په کابل ګردو ګومان وکړ چې د پاکستان سیاست بدل شو او سوله راغله؛ البته د دوی په باور یوازې پاکستان کولای شي افغانستان ته سوله راوړي. د مارچ میاشت تیره شوه، د ولسمشر د کار له پېله دادي نږدې ۶ میاشتي تیري شوې، د سولې اړوند ژمنې چې ولسمشر او شکیلو هیوادونو او خواوو کړي وي، يوه يې هم پوره نه شوه.

23.03.2015 13:32    |   نظرمحمد مطمئن فرخنده چا؟ د کوم هدف له پاره ووژله

د فرخندې اړوند تازه معلومات ښئې چې نجلۍ قران کریم ته اور نه دی اچولی او نه يې هم قران کریم ته سپکاوی کړی دی، دا چې له دې مخکې په هیواد کې د ګډ حکومت په راتګ سره د اسلام د سپکاوي څو پېښې وشوې، ځینو کسانو له همدې نه په ګټه اخستنې د فرخندې اړوند د قران کریم د سوځولو او سپکاوي ادعا وکړه او احساساتي ځوانان چې تیرو اسلام ته د سپکاوي پېښو ځورولي ؤ، په زړه کې يې قسات او غچ پروت ؤ، پرته له دي چې د موضوع اړوند ښه څیړنه ؤشي، فرخنده يې ووژله.

12.03.2015 11:01    |   نظرمحمد مطمئن د غني د سولې سیاست؛ طالبان ستونزه دي که حکومت کې دننه کړۍ؟

یو ځل بیا ګډ حکومت په دې هیله هڅې/ګنګوسې پیل کړي چې ګواکې د سولې پر لور رهې دي. د سولې عنقا ورته په اسلام اباد کې ښکاري. اسلام اباد هم د مارچ لومړۍ ورځې د سولې د خبرو پيل ګڼلی وو؛ دلته کابل کې رسنیو هم د پاکستان پر موعد شخوندونه وهل. هیلې داسې راټوکېدلې وې چې ګواکې د سولې دا ورکه کونجي پیدا شوه. لا چې د سولې عملي هڅې نه وې پیل شوې او خبره یوازې د مطبوعاتو په حد کې وه، حکومت کې دننه امتیازخورې کړۍ متحرکې شوې او پر ولسمشر غني يې فشارونه زیات کړل. غني له یوې خوا د سولې شعار پورته کوي او له بلې خوا یې تر زنې لاندې د سولې خنډونه نېغ ولاړ دي.

28.02.2015 20:44    |   نظرمحمد مطمئن د مذاکراتو روانه لړۍ؛ ایا پاکستان طالبان خبرو ته اړباسل؟

تېره اوونۍ د بي بي سي په ګډون ځینو پاکستاني رسنیو د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو په باب هيښوونکي خبرونه خپاره کړل. د پاکستان اردو ژبې ایکسپریس ورځپاڼې بیا دا هم په کې ویل چې د طالبانو د قطر دفتر غړي د افغان حکومت سره د مذاکراتو له پاره پاکستان ته ورروان دی. سره له دې چې هغه خبرې خپرې شوې، خو تر اوسه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مذاکراتو کوم څرک ونه لګیدی، مګر دغو تبلیغاتو ځینو ته لا هم د غولوونکي سراب ښوولو له لارې د سولې هیلې راژوندۍ کړي دی. داسې ښکاري چې دغو تبلیغاتو نه یوازې پر عادي سولې ته تږي افغان اغېز کړی، چې ولسمشر هم له دې اغېزې مستثنا نه دی.

13.02.2015 10:53    |   نظرمحمد مطمئن د (( مسجدونو اړوند ځينې خبرې او ستونزې )) لیکنې باندې د نیوکې په ځواب کې

زه له ښاغلي حفیظ الله خالد ورور څخه مننه کوم چې زه يې په لیکنه کې د ښځو د اواز اړوند تیروتنې ته متوجه کړم. موږ ته په کار ده چې کله هم څوک له تیروتنې سره مخ کيږي، ښه داده چې خپله تیروتنه په ورین تندي ومنې ددي پرځای چې له خپلې تیروتنې ناسمه دفاع کوي.

10.02.2015 11:11    |   نظرمحمد مطمئن داعش ولې په افغانستان کې؟ عبدالرووف خادم ولې ژر په نښه شو؟

د اسلامي دولت (داعش) شتون په افغانستان کې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د رسنیو سرټکی دی. د دې ډلې د شتون/نشتون په اړه هم د شناندو او کارپوهانو نظریې سره مختلفې دي، دا چې دا ډله شته که نه یا څومره ده، یا یې هم دلته د شتون امکان شته که نه او که یې واقعاً په دې سیمه کې وي، ګټې، زیانونه او پایلې به یې څه وي؟ طالبان به د داعش په تړاو څه دریځ لري؟ دا هغه پوښتنې دي چې تر اوسه ورته کره، راڼه او جوت ځوابونه نه دي ویل شوې. لا هم پېښې د تیارو په اړو دوړ کې پټې دي.

08.02.2015 16:03    |   نظرمحمد مطمئن د مسجدونو اړوند ځينې خبرې او ستونزې

تر ټولو بد او ناوړه کار په مسجدونو کې د لمونځ کوونکو د بوټونو غلا ده، نږدې د ښار په هر مسجد کې همدغه ستونزه شتون لري، په کلیوالي سېمو کې بیا الحمد لله نشته.

27.01.2015 10:50    |   نظرمحمد مطمئن کابینه افغانستان: مشکلات و نگراني ها

اين بار در كابينه جديد پيشنهادي بيش از همه مقام هاي سابق پنجشيري به گونه زيانباري متاثر شده اند، در گذشته بيشترين وزارتخانه ها و پست هاي كليدي متعلق به پنجشيري ها بود. همچنان ولايت پروان نيز در گذشته در كابينه داراي افراد مهمي بود، اما اين بار از اين ولايت، همچنان ولايت تخار كسي به چشم نمي خرد و تنها از ولايت پنجشير يكتن آنهم به عنوان وزير صحت عامه معرفي شده است.

23.01.2015 20:55    |   نظرمحمد مطمئن افغان کابینه : ستونزې او انديښنې

داځل په نوې نومول شوې کابینه کې تر ټولو ډیر تاوان د پنجشیر پخوانیو چارواکو وکړ، پخوا به ډیری وزیران او د دولت مهمې چوکۍ د پنجشیر د کسانو سره وي. دا ډول پروان هم پخوا مهم کسان درلودل، دا ځل نشته، تخار بيخي پکې څوک نه لري. پنجشیر ته يواځي د عامې روغتیا وزرات ورکول شوې.

03.01.2015 12:28    |   نظرمحمد مطمئن د چین-طالبانو خبرې؛ د افغان حکومت هڅو نتیجه ورکړې؟

تر اوسه چین او طالبانو د لیدنې - کتنې خبره نه ده تایید کړي، يواځي د يو راپور په حد کې خبره ده چې پاکستاني رسنیو ورکړی دی.

17.12.2014 10:49    |   نظرمحمد مطمئن دسولې له پاره د پاکستان او چين پرځای ایران او روسیه

که رښتیا هم غني سیاست ته ژمن وي او د سولې تجارتي پروژو ته ژمن نه وي، اسانه او لنډه لار به داوي چې امریکا وهڅوې چې سولې ته غاړه کیږدی، د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان او امنيتې تړون فسخ او یا د شرایطو تغیر، د طالبانو سره د امریکا مخامخ خبري او بیا وروسته بین الافغاني تفاهم ته لاره هواره کړي.

16.10.2014 10:37    |   نظرمحمد مطمئن هر افغان ماشوم سوله غواړي - اشرف غني

هر افغان ماشوم سوله غواړي، زه طالبانو ته وایم چې تاسي نالوستي پاتې شوئ، مګر خپلو زامنو ته د لوست او زده کړي اجازه ورکړئ، دا خبري نن ورځ ولسمشر اشرف غني احمدزي د ښوونکي د ورځ په مناست د ښوونکو يوې لويې غونډې ته وکړي.

14.10.2014 16:08    |   نظرمحمد مطمئن د بیان ازادي او د اشرف غني ځينې پلویان

خامخا به د ډاکټر اشرف غني او حکومت صفت کوئ، خامخا به دهغه مثبت ټکي بیانوئ،خامخا به وایاست چې ډاکټر صاحب سوله راولي، دابه وایاست چې د هیواد اقتصاد غوړيږي،دابه وایاست چې ډاکتر صاحب له عبدالله عبدالله سره د فیفټي فیفټي (۵۰ سلنه واک د اشرف غنی او ۵۰ سلنه واک د عبدالله عبدالله) سره هیواد له بحران څه وساتی. فیفټي مې ځکه ولیکل چې د دولت هر لوړپوړي او ټیټ پوړی رشوت خوړونکی کارکونکی له دغې غربي اصطلاح سره بلد دي.

07.10.2014 14:26    |   نظرمحمد مطمئن درې يې اعدام او پنځه لا پاتې دي

د ګردیزښار د نږدې کلیو اوسیدونکو له دي امله له طالبانو او د طالبانو په نوم کسانو خفه ښکاريدل چې ددغو نږدې کلیو ځینې ځوانان په يو او بل نوم د طالب په نوم وسلوالو له خوا وژل شوې، چې په دي کې يو هغه ځوان هم ؤ (د سپنې کلا اوسیدونکی) چې څلور کلونه يې ملي اردو مخکې پريښودلې وه، خو بیا هم په همدې جرم ووژل شو چې تا په ملي اردو کې کار کړی، دا ډول هغه ځوان (د صمدخیلو کلي) هم د شخصي تعصب له امله ووژل شو، چې تیر کال د رژوې مياشت کې يې د تراویح لمانځه په وخت د خپلو کلیوالو ساتنه کوله، دغه ځوان کلیوال ؤ، نه اربکی او نه هم دولتي پولیس ؤ، يواځي جرم يې داؤ چې د طالب په نوم وسلوال يې د تراویح لمانځه په وخت د مسجد داخل ته پرينښودی چې د کلي يو شتمن سړی له ځان سره يوسي، ډزې وشوې، وسلوال سړی ونیول شو، د همدې کلي د امام ورور ؤ، له همدې وروسته د کلي امام هم کډه وکړه او هغه ورور يې هم همدغه ځوان ته احوال ولیږی چې تاسي زموږ دښمن یاست، بالاخره کال وروسته د کلي همدا ځوان د طالب په نوم وسلوالو په ډیر ظلم سره شهید کړ.

02.10.2014 10:14    |   نظرمحمد مطمئن لویدیځ پلوه افغان تکنوکراتان کوم پلان او پروګرام لري؟

د امنيتې تړون په لاسلیک سره جګړه د څو نورو کلونو له پاره اوږده شوه، د امنيتې تړون لاسلیک د وسلوالو مخالفینو سره د جګړې پر اور پټرول شېندل دي.

21.09.2014 13:49    |   نظرمحمد مطمئن پولنډيان د ازادۍ، اوکراین، سکاټلنډ او افغانستان کې ځينې يې د غلامۍ شکرانه ورکوي

پولنډيان د ازادۍ شکرانه ورکوي، د اوکراین، سکاټلنډ او افغانستان خپل ګټي ځينې مشران د غلامۍ شکرانه اداء کوي.

05.09.2014 18:59    |   نظرمحمد مطمئن د پل خشتي مسجد کې حاجي فرید څه ویل او څه پېښ شول

پل خشتی مسجد د حماسو مسجد، د صحابه ؤ د يوځای کيدو مسجد، د صحابه ؤ د قوماندې مرکز، د علماؤ او ديندارو د ټولیدو او يوځای کيدو مسجد، د ظالمو حکمرانانو په خلاف د مظلوم ولس د ټولیدو مرکز، هر وخت يې په اسلام، هیواد او ازادې مينانو حماسي په خپله لويه غیږه کې ساتلي دي.