د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نظرمحمد مطمئن

23.01.2016 17:20    |   نظرمحمد مطمئن د افغان سولې اړوند ځينې مهمې یادونې

افغان ولس د سولې تږی دی، نږدې ۴۰ کلونه عملا افغان ولس په جګړه کې سوځي، او په بېلابېلو وختونو کې ډیر ضرر هم په جګړه کې ولس لیدلی دی، له روسانو سره سخته لس کلنه جګړه، بیا دهغوی څخه پاتې شوې د ډاکټر نجیب الله له حکومت سره په کلونو جګړه، له هغه وروسته د مجاهدینو خپلمنځي جګړې چې کابل ښار کې يې لا د جنګې جرمونو نښې نښانې پاتې دي، او بیا وروسته د طالبانو او منحرف شوو مجاهدینو تر منځ سختې جګړې او دادی نږدې ۱۵ کلونه د امریکا او ناټو سره د افغان ولس جګړه، هغه څه دي چې افغان ولس د جګړو قرباني ورکوي.

23.01.2016 17:18    |   نظرمحمد مطمئن د پګواش دوېمه ناسته او د سولې امیدونه

د پګواش نړیواله اداره چې د سولې اړوند په نړۍ کې کار کوي، په ځینو هیوادونو کې يې هڅو ښه نتیجه ورکړي ده، دوی د افغانستان د سولې هڅې پېل کړي، د کاناډا او امریکا ملاتړ له ځان سره لري، او د ځینو هیوادونو څخه د افغانستان د سولې اړوند مالي مرسته ترلاسه کوي.

19.01.2016 15:25    |   نظرمحمد مطمئن د سولې څلور اړخیزې ناستې او لاسته راوړنې

د روان کال د جنوري پر ۱۱مه اسلام اباد کې د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د افغانستان سولې اړوند ناسته وشوه. له ناستې وروسته د افغانستان له اړخه مشر مرکچې حکمت کرزي چې کابل کې کومې څرګندونې وکړي، هغه د سولې خلاف څرګندونې وې او له طالبانو يې یو ځل بیا وغوښتل چې یا خو دې د حکومت د سولې له پروګرام سره یو ځای او یا به یاد هیوادونه په ګډوه دوی ځپي، د حکومت د سولې پروګرام تر دې مهاله طالبانو څخه د تسلیمیدو غوښتنه کوي.

22.12.2015 22:25    |   نظرمحمد مطمئن حراست او ثبات؛ څېرې، کړنې او ژمنې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر متوکل صاحب ډیر وخت دا خبره کوي چې د مجاهدینو د ډیرو ګوندونو او اختلافونو له کبله وروسته هغوی اتحاد نه کاوو، ځکه هر ځل چې به ګوندونو اتحاد وکړ بیا به اتحاد مات او نوی ګوند به يې وزیږاوو. هر اتحاد به د یوه نوي نفاق لامل شو.

06.12.2015 11:56    |   نظرمحمد مطمئن خبر مجروحيت و مرگ ملا اختر محمد منصور و اهداف پشت پرده

دشمنان صلح هر بار به خاطر جلوگيري از روند گفتگوهاي صلح برنامه هاي جديد و جداگانه يي را عملي مي كنند؛ در شهر پاريس بعد از ديدار اشرف غني و نوازشريف كه در آن گفته شده بود، چين، پاكستان و حكومت افغانستان به خاطر آغاز گفتگوهاي صلح تلاش هاي مجدد شان را به راه مي اندازند؛ دقيقا يك روز بعد از اين ديد و بازديد روزنامه هاي دولتي كابل خبر حمله يك قوماندان طالبان را بر رهبر اين گروه، جراحت و به تعقيب آن خبر مرگ وي را منتشر كرد كه به زودي تيتر اول بسياري از رسانه هاي داخلي و بين المللي گرديد.

05.12.2015 11:41    |   نظرمحمد مطمئن د ملا اختر محمد منصور د زخمي کیدو او مرګ خبر؛ تر شا يې اهداف

د سولې دښمنان هر ځل د سولې د خبرو د مخنیوي له پاره نوي نوي پلانونه عملي کوي، په پاریس کې د اشرف غني او نوازشریف ناسته چې د چین، پاکستان او افغان حکومت به د سولې د خبرو د بیا پېل له پاره په ګډه هڅې کوي، له هغه یوه ورځ وروسته په کابل کې د دولتي ورځپاڼې له خوا د طالبانو پر مشر په پاکستان کې د هغه د یو قومندان له خو ډزې، دهغه زخمي کېدل او وروسته یې د مرګ خبرونه د کورنیو او بهرنیو رسنیو سرلیکونه جوړ کړل.

01.12.2015 11:29    |   نظرمحمد مطمئن افغانان؛ د ازادۍ جګړه او د اتلولۍ داستانونه!

جوهر دوداییف چې د چیچن د مسلمانانو لومړنی مشر او د چیچن د ازادۍ سرلاری او ددغه هیواد لومړی مسلمان ولسمشر دی، پر افغانستان د شوروي اتحادي جمهوریتونو د حملې په وخت کې په افغانستان کې جنګیدلی او دلته يې له مجاهدینو سره په جګړه کې مډال هم اخستی دی. هغه د شوروي اتحادي جمهوریتونو د پوځیانو څخه یوه تکړه او تجربه لرونکی جنرال وو.

26.11.2015 11:18    |   نظرمحمد مطمئن دوی چیرته دي؛ ژورنالسټ، لیکوال، مدني فعال او رسنۍ

دنومبر ۲۴مه نیټه ۲۰۱۵، مازیګر مهال د کابل ښار تر ټولو امن سېمه نوي ښار کې د دعوت پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي په ډزو وویشتل شو. سعیدي موده وړاندې افغان امنیتي ادارو ته خبر ورکړی وو چې نا پېژاندو په مرګ ګواښلی او لامل یې هم دادی چې ولي په رسنیو کې پر ځینو سیاستوالو سختې نیوکې کوي.

20.11.2015 14:32    |   نظرمحمد مطمئن افراطي محصلین او ډیموکراټ چارواکي

د ننګرهار پوهنتون چې د کومې لویې موخې له پاره جوړ شوی هغه موخه اوس بیخې هیره شوې،‌ د افغان سیاستوالو ناسم سیاست دی چې زموږ ځوانان په بېلابېلو وختونو کې کړول شوې. که د محصلینو پر نیولو ، ټکولو او وژلو ستونزه حل کیدای نو ترکي، ‌حفیظ الله امین او د ببرک کارمل حکومتونو به پایښت کړی وای.

18.11.2015 11:13    |   نظرمحمد مطمئن ولسمشره! خوله دي خطاوځي که نابلده يې

زموږ په هیواد کې اسلامي ، کلتوري او دودیزو اصطلاحاتو ته په لوی لاس او يا خو له خپل کلتور او دودونو سره د نابلدتیا له امله بدلون ورکول کیږي.

09.11.2015 11:13    |   نظرمحمد مطمئن کابل بانک کې ناخبره طالب بریدګر

ځینې خلک وایې چې الله جل جلاله دي سړی د حکومت له توره او تعقیب څخه ساتي که یو ځل يې درپام شول او د حکومت توري شوې بیا ښه ورځ نه لري.

18.10.2015 13:18    |   نظرمحمد مطمئن ثبات که بې ثباتي که له طالب سره جګړه کوونکی مجاهد وي؟

هغوی چې په بې ثباتي او نا امني کې یې ګټې دي د کومو لاملونو له کبله به سولې ته ترجیح ورکړي، په سوله کې چې ددوی له پاره ځانګړی امتیاز نشته، په سوله کې چې دوی خپل واکونه له لاسه ورکوي، خو ديته فکر نه کوي چې همدا سوله به ددوی د اولادونو له پاره اړینه وي، همدا سوله به ددوی جایدادونه او شتمنۍ خوندي کوي.

24.09.2015 15:09    |   نظرمحمد مطمئن ښه جاسوس، بد جاسوس...د کلیمو بحران!

عجیبه هیواد مو دی، د تروریزم تعریف که څه هم د معلومو دلایلو له امله ګونګ دی؛ خو دلته یې ګونګوالی ځکه ډېر نادر او عجیب دی، چې تېر څوارلس کلونه د «ترهګرۍ پر ضد» تر شعار لاندې جګړه وشوه، خلک ووژل شول، اقتصاد تباه شو؛ خو تر اوسه نه ترهګري تعریف شوه اونه هم ترهګر معلوم شول.

07.09.2015 10:46    |   نظرمحمد مطمئن مجاهدین غواړي بایللې جګړه اوس وګټي!

مجاهدینو د وروستي ځل له پاره جګړه او لوبه هغه وخت وبایلله چې خپل لوری يې په یو مخیز ډول بدل کړ، سمه ده چې د جهاد پر مهال د سي آی اې پیسې او امکانات د هغوی د مجبوریت له کبله د مجاهدینو لاسته ورتلل، ځکه امریکا د روسانو څخه د ویټنام د جګړې غچ اخیست، او مجاهدینو اړتیا لرله چې روسان له خپل هیواده وشړي، ولي کله چې د ۹/۱۱ وروسته د مجاهدینو ځینو مشرانو د سي آی اې پیسې او مرستې مخامخ ترلاسه کړي، او هغه عرب مجاهدین يې هم ځينې ووژل او ځينې يې پسې واخستل کوم چې د روسانو سره د جهاد پر مهال د دوی مرستې ته راغلي و، همدا ډول د سي آې اې پیسې يې د خپلو مسلمانو افغان وروڼو په وژلو او غټ غټ بمونو په راغوښتلو باندي لګول غوښتل، بناء عملا په فتنه کې واقع شول، همدوی و چې له سي آی اې څخه

27.08.2015 10:22    |   نظرمحمد مطمئن د موسی کلا نيونه د طالبانو د وحدت او قوت نښه کيدای شي

موسی کلا ولسوالي چې د شمالي هلمند مرکزیت دی، طالبانو لاس ته ورغلي ده، ډیره مهمه ولسوالي ده، د جهاد په وخت کې موسی کلا د ملا محمد نسیم آخند، تر هغه وروسته دهغه د ورور ملامحمد رسول آخند او ملا غفارآخند قوي مرکز و.

15.08.2015 12:16    |   نظرمحمد مطمئن د ولسمشر غني سوله؛ لس میاشتې شاتګ

امریکا، ناټو، آیساف ، افغان حکومت او په افغان حکومت کې دننه پخواني مجاهدین او پخواني کمونسټان هڅه کوي چې د طالبانو د ۱۴ کلنې جګړې ټوله لاسته راوړنه په پاکستان پورې وتړي، او پاکستان د همدې امتیاز په تمه دی.

04.08.2015 22:40    |   نظرمحمد مطمئن طیب آغا به د سولې وروستی قرباني نه وي

۴۲ کاله وړاندي (۱۹۷۳ز کال) چې کله سردار داود خان واک ته ورسید، دهغه په مقابل کې ډیرو لږو مجاهدینو په پنجشیر کې پاڅون وکړ، داود خان غوښتل چې د سولې لاره خپله کړي، هغه ځکه د سولې قرباني شو، چې روسيې او زموږ ګاونډی هیواد د خپلو موخو له پاره د داوود خان سره ستونزې ورځ تر بلې زیاتیدلي.

29.07.2015 10:53    |   نظرمحمد مطمئن د طالبانو د سیاسي کمیسون مشر سید محمد طیب آغا د استعفی اړوند

باورې سرچينې وایې چې د طالبانو دسیاسي کمیسون د مشر سید محمد طیب آغا د استعفی خبره او یا هم د هغه د واکونو د کمولو او یا واکونو مهارکولو خبره سمه نه ده، بلکې د شروع شوې پروپاګنډې برخه يې ګڼې.

09.07.2015 10:32    |   نظرمحمد مطمئن د طالبانو او حکومت د سولې مخامخ خبرې: رسمي کسان له نارسمي ادرسه

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ نن ټکی آسیا ته ویلې چې د اسلام آباد خبرو کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوم غړي ګډون نه درلود دا ډول نیویارک ټایمز هم د طالبانود قطرسیاسي دفتر د برېښنالیک په حواله لیکلي چې د اسلام اباد د سولې خبرو کې ګډونوال د مذاکراتو واک نه لري، دغه کسان د آی ایس آی له خوا یرغمل شوې، د سولې د بهیر د ښه والي پر ځای ستونزې زیاتوي. ویل کیږې د اسلام آباد خبرو کې د طالبانو د سیاسي کمیسون پخوانی مشر مولوی عبداللطیف منصور، حاجی ابراهیم د مولوي جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د وخت د صحت وزیر اوسمهال د طالبانود صحت کمیسون مشر ملاعباس آخند برخه درلودله.

05.07.2015 18:11    |   نظرمحمد مطمئن د غني حکومت سقوط نه کوي

محمد نبې د حاجي خیرالدین اکا ځوی زموږ سره په نهم ټولګي کې يوځای درس وایه، یو ناڅاپه ولاړ شو، هغه ښوونکې ته وویل: معلیم صاحب د باندي اجازه ده! سمدستي يې وویل چې معلیم صاحب زه والله که نسورا کوم.

11.06.2015 10:54    |   نظرمحمد مطمئن د سنګین د مالمند ۴۰۰ هټېز بازار چا وسوځاوو؟ طالب که دولت ؟

حاجي فضل محمد کاکا په يوه لاس ګوډ دی، هلمندۍ لنګوټه يې پر سر او ډیرو غمونو يې رنګ تور کړی دی، د کابل په هوټلونو او د ځینو خلکو په کورنو کې له میاشتو میاشتو راهیسي شپې په دې تمه سبا کوي چې که اواز يې د ګډ حکومت مشران یا د امنيتې ادارو مشران واوري. هغه اوس له هر دولتي کارکونکي څخه ناهیلی ښکاري، پر هیچا یې باور نه راځي چې ددوی حقونه به ورته ورکړي.

26.05.2015 21:35    |   نظرمحمد مطمئن دا ناهیلی افغان ماشوم

ښائسته ماشوم به وي، زړه او خیرنه نیم متر د ټوکر ټوټه به يې په لاس کې وي، د سهار د مکتب وخت به يې وي، د يو لوړ بیه کروزینګ د ښې اړخ شیشه به په داسي حال کې ورپاکوي، چې د موټرانو په ګڼه ګوڼه کې موټر تیز نه شي تللای، او دهمدې کار له امله به په کروزینګ، هایلوکس او کوم بل لوړ بیه موټر کې د مخي چوکۍ کې ناست سړي څخه د ۵ ، ۱۰ او یا هر څومره چې وي پيسو غوښتنه کوي. د ژمي په ورځو کې به دغه ماشوم په یخه هواء حتی په واورو کې همدا کار کوي، خو په موټر کې ناست کسان به د موټر ګرمې بخارۍ ته ناست وي، او شیشه به هم نه ورته کښته کوي، د دوبۍ په ګرم موسم کې به د همدې لوړ بیه موټرانو کې ناست کسان د موټر ایرکنډیشن ته ناست وي، او هغه ماشوم چې د ۵ افغانیو تر لاسه کولو له پاره ددوی د موټر شیشې په روان حالت کې ور پاکوي، په ګرمه هواء کې به ورسره منډې وهي، خو په موټر کې ناست کسان ډیر وخت شیشه ورته نه کښته کوي.

25.05.2015 13:26    |   نظرمحمد مطمئن د چین اوړمچي ښار کې طالبانو ولي د سولې خبرو کې ګډون ونه کړ

د چین هیواد په اوړمچې ښار کې د طالبانو، افغان حکومت د سولې شورا، پاکستان او چینایانو په موجودیت کې د طالبانو او سولې شورا تر منځ د سولې خبرو راپورونه نن خپاره شوې دي.

23.05.2015 14:46    |   نظرمحمد مطمئن د پاک - افغان استخباراتي هوکړه او انديښنې

د پاکستان له جوړښت ۱۹۴۷ز کال راهیسې د دوو ګاونډیو هیوادونو تر منځ ستونزې شته، لویه ستونزه د ډیورنډ او پښتونستان مسئله ده تیرو افغان او پاکستان حکومتونو هیڅکله هم د دواړو هیوادونو د ستونزو د حل او کمولو په موخه کومه منطقي تګلاره تر کار لاندي ونه نیوله او نه یې هم له خپلو ولسونو سره شریکه کړه.

22.05.2015 10:12    |   نظرمحمد مطمئن د سولې شورا محوري غړی ؛ د جنګ وزیر

کلونه کيږي چې افغان ولس ویل چې د سولې شورا ځینې غړي پخواني جنګسالاران دي، سولې ته ژمن نه دي، او نه هم د رښتوني سولې له پاره کار کوي. افغان حکومت پر دي ټینګار درلود چې هر ډول د سولې خبرې باید د سولې شورا د لاري مخکې یوړل شي، ولسمشر غني هم د خپل کمپاین پر مهال ویلې و چې د سولې شورا ته به نوره اړتیا نه وي، که ارګ ته ننوت د سولې شورا اړوند پریکړه به یې په لومړیتوبونو کې وي، ولي دادی نږدې اته میاشتي تیري شوي لا هم د سولې شورا په خپل حال پاتې ده.