د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نصیرستوری

02.01.2016 12:25    |   نصیرستوری جرمني اود افغان کډوالو بهیر

بونډیس ریپبلیک دوچلانډ Bundesrepublik Deutschland دالمان یا د جرمني فیډرالي (اتحادي) جمهوریت په منځنۍ اروپا کې پروت هیواد دی، چې ختیځ ته ئې پولینډ اود چېک جمهوریت، لودیځ ته ئې فرانسه، بلجيم، لوګزمبورګ او هالنډ، سویل ته ئې اتریش اوسویس، شمال ته ئې شمالي سمندر، ډنمارک او د بالټیک سمندر پراته دي. د جرمني فیډرالي جمهوریت د UN ، OECD، NATO، G7 او د G2 غړیتوب لري. د EPA ،ISGH اوداروپامرکزي بانک مرکزونه هم په جرمني کې دی.دنړۍ څلورم صادرونکې او واردونکی هیواد دی.

17.11.2015 11:14    |   نصیرستوری جرمني: د ارواښاد محمد افضل خان لالا د فاتحې مراسم تر سره شول

د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند روان کال دروان ۲۰۱۵ ع کال دنوامبر په ۱۵ مه نېټه د المان دهورت په ښارکې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ، د پښتنو روحاني ، سیاسي او ولسي مشر ارواښاد محمد افضل خان (خان لالا) د فاتحې مراسم تر سره کړل ، چې د المان د لیرې او نیزدې ښارونو سره بیره، دګن شمیرټولنو او ګوندونو استازو ، په اروپایي هیوادونو کې میشتو پښتنو/افغانانواو په بن کې د افغانستان جنرال کونسل هم پکې ګډون کړی ؤو.