د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نصیر ستوری

05.05.2016 10:29    |   نصیر ستوری فرانکفورت : د پوهنیز (علمي) سیمینار بلنه او خبرتیا

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party – PSDP دالمان فرانکفورت په ښار کې د روان ۲۰۱۶ عیسوي کال دمۍ دمیاشتې په ۲۱ مه نېټه د خالي (شنبې) په ورځ د " لر اوبر پښتنو/افغانانو ته ورپېښې ستونزې او دحل لارې" تر سرلیک لاندې دیو ورځني پوهنیز (علمي) سیمینار او دکولتوري ماښامي دجوړولو تابیا کړیده.

02.11.2015 10:22    |   نصیر ستوری دافضل خان لالا په مړینه د خواشینۍ پیغام

دا د میر بد قسمتي که د کاروان ده *** چې منزل لنډ شو نو ستړې قافله شوه په ډیره ژوره خواشینۍ سره خبر شو، چې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ، د پښتنو سیاسي او روحاني مشر او دعوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر ښاغلی محمدافضل خان (خان لالا) د ۲۰۱۵ ع کال د نوامبر د میاشتې په لومړی نېټه دیوه نۍ (اتوار/ یکشنبې ) په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر د اسلام اباد په سي ایم ایچ روغتون کې لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړي

22.07.2015 09:33    |   نصیر ستوری دډاکټر راج ولي شاه خټک په مړینه دخواشینۍ څرګندونه

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبې پیاوړی لیکوال، شاعر او د پښتو عصري ادب وتلی سړیتوب (شخصیت)، څیړونکی او نقاد ښاغلی ډاکټر راج ولي شاه خټک نن د روان دوه زره پنځلسم کال دجولاې په شلمه نېټه د گل ( دوشنبې ) په ورځ په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبې پیاوړی لیکوال، شاعر او د پښتو عصري ادب وتلی سړیتوب (شخصیت)، څیړونکی او نقاد ښاغلی ډاکټر راج ولي شاه خټک د روان دوه زره پنځلسم کاال دجولاې په شلمه نېټه د گل ( دوشنبې ) په ورځ د خپلې کورنۍ سره سوات نه بیرته را روان وو چې ملاکنډ سره ئې د زړه د دریدو له امله لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړي

26.01.2015 10:12    |   نصیر ستوری د خان عبدالولي خان دنهم تلېن په یاد

پښتون ( افغان/پټان/روهیله/سلیمانی ) د منځنۍآسیا یو زړور، پیاوړی ، لرغونی او امن خوښی ملت /قام دی، د پښتنو تاریخ ،ژبه ، کولتور، میړانه او پښتونولي د نړۍ په ولسونو کې هرچا ته څرګند او مالوم دي. د پښتنو ټاټوبی په منځنۍ اسیا کې د خپل جغرافیاوي سټراټيجيک ارزښت له امله د خپل کړکیښ (تاریخ) په بیلابیلو وختونو کې د ښکیلاکي ، زبیښاکي او یرغلګرو ځواکونو د جګړو ډګر ګرځیدلی دی.

12.02.2014 09:40    |   نصیر ستوری جرمني: دپوهنیز (علمي) سېمیناربلنه او خبرتیا

دپښتنوټولنیزولسولیزګوند(Pashtoon Social Democratic Party (PSDP دپښـتـنـو د یووالي ورځ د12.11.1993 نیټې راهېسې هر کال په بیلابیلو بڼو او بیلابیلو ځایونو کې نمانځي. سږکال ئې د2014ع کال دمارچ دمیاشتې په اومه (7) نیټه « د پښتنو د یووالي په وړاندې په بره او کوزه پښتونخوا کښې سیاسي او ټولنیز خنډونه او د هغې د حل لارې چارې » تر سرلیک لاندې دیو پوهنیز (علمي) سېمینارپه بڼه نمانځی

13.12.2013 10:22    |   نصیر ستوری دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له خوا د ژوندون تلویزیون ملاتړ

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په افغانستان کښې د ژوندون ټلوېزيون د نشراتو د تعليق په هکله د اطلاعاتو او کلتور د وزيرښاغلي سيد مخدوم رهين او د لوی څارنوال ښاغلي محمد اسحق الکو د ناقانونه او د بیان د ازادۍ پر ضد پرېکړه او دغه راز د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې هغه اسلام ضد او افغان ضد پرېکړه، چې له مخې ئې په برېښنايي پيژند پاڼو کښې د اسلام او افغان هویت حذف شوی، په کلکه سره غندي.

31.05.2013 23:31    |   نصیر ستوری دپوهنېز(علمي)سیمینار بلنه

دپـښتـنـو ټـولـنیزولسولیز ګوند (Pashtoon Social Democratic Party-PSDP) چې، د لرې او بـرې پـښتونخوا دپښتنو/افغانانو ګډ ملي (قامي)سنګر دی، دفرانکـفورت پـه ښارکښې دروان 2013 م کال د جون د میاشتې په 22 مه نیټه دپوهنیز(علمي) سیمینار د جوړولو تابیا کړې ده.

07.01.2012 00:09    |   نصیر ستوری دښاغلی لایق زاده لایق ادبې زیار

پښتني کولتور او ادب د هر اړخه موړ او بډایه دی، په ټولیزه او فطري توګه پښتانه امن خوښی قام دی. شعر، شاعرئ او موسیقی سره مینه لری. هر هغه لوستي او نا لوستي پښتانه چې د خپل کولتور نه پردی شوی نه وی نولږی او یا ډیري پښتو لنډئ او ټپې به ئې خامخا زده وی.

21.02.2009 21:30    |   نصیر ستوری د پښتنو قامی مشرمحمد افضل خان«خان لالا»