د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نجیب منلی

24.10.2010 12:25    |   نجیب منلی د کرزي نوی جنګ

څه موده وړاندې ولسمشر کرزي افغانان او نړۍوال د خصوصي امنیتي کمپنیو په اړه د یوه غیر مترقبه فرمان په ناڅاپي اعلان حیران کړل. د څلورو میاشتو په ترڅ کې د ټولو خصوصي کمپنیو د فعالیت درول داسې یو اقدام دی چې د ډېر لوړ عزم تر څنګ د ګواښ او فشار د زغم ډېر عالي ظرفیت هم غواړي.

06.10.2010 10:41    |   نجیب منلی د مطلب یاري

د میزان په لسمه ولسمشر کرزي د افغانستان د امنیتي ځواکونو لوړپوړو افسرانو ته وویل چې نړۍوال افغانستان ته د افغانانو د ګټو د ساتلو له پاره نه دي راغلي. د ولسمشر کرزي دغه وینا نه یوازې دا چې د هغه له لوري یو ستر تاریخي کشف نه و، دا یې لومړی ځل هم نه و چې ورته خبرې یې کولې. د افغانستان د سیاست د شننونکو او لوبغاړو غبرګون هم د تمی خلاف نه و: یو شمېر مخالفین یو ځل بیا له دې وېرې چې ګواکې د ولسمشر په خبرو به بهرنیان خوابدي شي او له افغانستانه به پښې سپکې کړي په ویر اخته دي او ولسمشر په بې مسوولیتۍ تورنوي او یو شمېر نور بیا دې ته ګوته په غاښ دي چې ولسمشر ولې داسې څرګندونې وکړې. دا د ویر او هېښتیا لوبه هم د افغانستان په سیاسي لوبغالي کې څه نوې خبره نه ده.

28.09.2010 10:25    |   نجیب منلی ټاکنې : د شننونکو څرګندونو ته یوه کتنه

د افغانستان په سیاسي فضا کې یوه ډېره جالبه خبره دا ده چې د هېواد پر لسګونو برېښنایي او په سلګونو چاپي رسنیو خدای رحمېدلی او دومره سیاسي کارپوهان، د نظر خاوندان او د هر لوښي شنونکي یې ور په برخه کړي دي چې د نړۍ په لږو هېوادونو کې به یې ساری ولیدل شي. زموږ دغه ماهرین هره موضوع څېړلای شي، د هر څه په اړه وړاندوینې کولای شي او خپل نظرونه په زغرده او پرته د شرطیه اداتو له کارولو څرګندوي. د شکر ځای دا دی چې وروسته بیا دومره څوک نه شته چې د دغه څرګندونې د واقعیت په تله وتلي. په خپله همدغه کارپوهان، شننونکي او د نظر خاوندان هم خپلې تېرې ویناوې په هېرو شمېري او که ورته شرایط بیا رامنځ ته شي هماغه ساړه نګولي بیا تودوي او د رسنیو روژه ماتي ته یې راباسي.

28.09.2010 10:23    |   نجیب منلی د امریکا د حکومت دننه ناندرۍ – د کرزی طلایي چانس

امریکایي ژورنالیست باب ووډوارډ چې اته دېرش کاله پخوا یې د واټرګېټ د رسوایې په افشا کولو نړۍوال شهرت وګاټه د امریکا د سیاست یو ډېر پوخ او باخبره شننونکی او پلټونکی دی. راتلونکې اونۍ «د اوباما جګړه» تر سرلیک لاندې یو نوی کتاب راوباسي چې له چاپه وړاندې یې یوه نسخه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته رسېدلې او څو ورځې کېږي چې د نړۍ مطبوعات یې بوخت ساتلي دي.

13.09.2010 22:49    |   نجیب منلی نوم او نښان

د سپتمبر په دویمه په سلګونو ژورنالیستان، سیاستوال او فرهنګیان په پاریس کې راټول شوي وو چې د افغانستان په کاپیسا کې د یرغمل شوو ژورنالیستانو د نیول کېدلو د دوه سوه پنځوسمې ورځې په مناسبت د “فرانسوي ژورنالیستانو او د هغوی د دریو افغانو ملګرو ” د خلاصي غوښتنه وکړي. هسې هم د فرانسې دولتي تلویزیونونه د هر خبري سرویس په پای کې یادوي چې “نن د فرانسوي ژورنالیستانو هېروې ګېکییر او پاسکال تپونیې او د هغوی د دریو افغانو ملګرو د بند ” څویمه ورځ ده.

02.08.2010 10:00    |   نجیب منلی مشروع چاره، نا قانونه کار

د وزیرانو شورا د یو تلویزیون د بندولو پرېکړه وکړه. داخبر چې څومره جالب دی هماغومره له ګڼ شمېر ستونزو او پوښتنو سره مل هم دی.

01.08.2010 19:17    |   نجیب منلی د کابل کنفرانس: هیلې او ننګونې د کابل کنفرانس: هیلې او ننګونې

د کابل د پروسې له پاره د حکومت په جوړو شوو طرحو کې د بشري منابعو موضوع مرکزي حیثیت لري. د افغانستان د ملي پراختیا په ستراتیژۍ کې هم دې ټکي ته پام شوی و خو هغه مهال لومړیتوبونه په دومره ځیرکتیا نه وو کتل شوي. اوس د لومړي ځل له پاره حکومت ځان ته مشخص، عملي اهداف ټاکلي چې ورته رسېدل هم ممکن دي اود پرمختګ د ارزولو له پاره د شاخصونو د ټاکلو چارې ته هم پام شوی دی.

26.07.2010 18:38    |   نجیب منلی د کابل کنفرانس: هیلې او ننګونې امنیت

د کابل د نړۍوال کنفرانس په پرانیستونکې وینا کې ولسمشر کرزي هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو درې نیموکلونوکې به د افغانستان امنیتي ځواکونه د دې جوګه شي چې په ټول هېواد کې د امنیت ساتنې د عملیاتو مشري په غاړه واخلي. نړۍوالې ټولنې د افغانستان د ملي امنیتونو د پیاوړتیا او په هېواد کې د محلي مرستندویو پولیسو د طرحو ملاتړ وکړ. تر کومه حده د ولسمشر کرزي هیلې د افغانستان له واقعیتونو سره اړخ لګوي او تر کومه حده د نړۍوالې ټولنې ملاتړ د افغانستان د حکومت له سیاستونو سره مرسته کولای شي؟

20.04.2010 17:31    |   نجیب منلی پسته غېږ او کلک سوکان

ولسمشر، وروسته له دې چې د انتخاباتو د قانون د تعدیل پر سر یې ځان د افغانستان په سیاسي چارو کې دخیلو کورنیو او بهرنیو اشخاصو، سازمانونو او سیاسي ځواکونو سره مواجه کړ، وروسته له دې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه یې له جنجاله په ډکو څرګندونو د کورنیو او بهرنیو همکارانو قهرېدلی غبرګون را وپاراوه، وروسته له دې چې د انتخاباتو د کمیسیون او د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون د مشرتابه او ترکیب پر سر د هېواد د سیاسي ډګر ټول ګډونوال په غوسه کړل، دا دی د انتخاباتو د کمیسیون د مشرۍ او د شکایتونو د کمیسیون د ترکیب پر سر یې د سیاسي صحنې له بېلابېلو لوبغاړو سره جوړجاړی وکړ او یوه د حل لار یې پرانیستله.

10.03.2010 10:51    |   نجیب منلی کورني عواید : د سکې دواړه مخه

د افغانستان کورني عواید په روان کال کې تر ۶۰ میلیارده افغانیو پورته دي. تېر کال همدغه رقم څه باندې ۴۱ میلیارده افغانۍ و. په یو کال کې د هېواد کورني عواید نېږدې ۵۰ په سلو کې زیات شوي دي. د روان کال په کورنیو عوایدو کې د ګمرکي عوایدو ونډه په سلو کې دري پنځوس ده او دغه عواید د تېر کال په پرتله شاوخوا ۹۰ په سلو کې ډېر شوي دي.

28.12.2009 10:59    |   نجیب منلی اظهارات یک فراری ; نجیب منلی – مشاور اسبق وزارت اطلاعات و فرهنگ

روزنامۀ ماندگار در شمارۀ دوصد و دهم مورخۀ 7 جدی 1388 خویش از قول یک مرجع نامعلوم در وزارت فرهنگ در بارۀ جای و جایگاه بنده مطلب جالبی دارد تحت عنوان «آغاز فرار ها از وزارت فرهنگ». من با منبع نامعلوم و بی نام و نشان روزنامۀ ماندگار کاری ندارم. این رسم نو نیست که تا زمانی که در یک مقام بودی دست هایت را می بوسند و زمانی که از مقام رفتی به سنگت میزنند. به حیث یک عضو خانوادۀ بزرگ مطبوعاتی روی حرف من به ادارۀ محترم ماندگار است.