د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نجیب منلی

02.01.2015 11:50    |   نجیب منلی تدبیر او تقدیر

په نهه پنځوس کلنۍ یې د ژوند ټول ترخه لیدلي وو. د شپږمې لسیزې رارسېدل ورته یوه بې رحمه بلا ښکارېده. سهار وختي له کوره ووت. پلاستیکي پړی یې د بالاپوش لاندې پټ کړ. د کور دروازه یې غلې ځان پسې کلکه کړه. هلته نېږدې د واټ پر سر هوایي پله ته یې په مینه وکتل. په زغردو ګامونو یې ځان ورورساوه. د پله سر ته وخوت. پړی یې د پله له کټارې سره وتاړه. د پړي بل سر یې لا له وخته کړۍ کړی و، سر یې په کې ننه وېست. ډېر ارام و. لکه د نهه پنځوسو کالو ستړیا یې چې د پله شمال وړې وي. ورو کټارې ته ورپورته شو. ډاډه و چې څو ثانیې وروسته به د ژوند له غمونو بېغمه شي. ځان یې وغورځاوه.

26.12.2014 11:57    |   نجیب منلی په پښتو کې د «ر» ګانو ستونزه

ډېر ځله یوه ستونزه – پرته له دې چې له واقعیتونو سره تړلې وي – د واقعیتونونو له بیان څخه راولاړېږي. یو عیني واقعیت دی، هغه څه چې زما او ستا له ادراک، پوهې، فکر، احساساتو، انګېرنو او نورو ذهني فعالیتونو څخه جلا د دنیا پر مخ شته: اوبه، تیږه، هوا، بوټی، لمر، سپوږمۍ او په ملیاردونو نور موجودات چې موږ یې ډېر کم شمېر پېژنو او لا تر دې کم شمېر ته یې په خپلو ژبو کې نومونه لرو.

18.12.2014 17:55    |   نجیب منلی دنده

د جنګ په کلونو کې بېلابېلو رسنیو د پښتو ژبې پالنه کړې ده. هر چا د خپلې وسې سره سم، ژبې ته د خدمت په نمت، خپلې هڅې کړې دي. ډېری دغه هڅې ګټورې وې، ځینې یې بې ګټې وې او یو شمېر یې تاواني وې. دا چې چاو څه وخت، څه کړي دي، او دغو کړنو د ژبې پر برخلیک څه اغیز ښندلی د راتلونکو کلونو د څېړنو یو مهم مبحث دی. د نوو لغاتو جوړول او د زړو لغاتو بیا را ژوندي کول د دغو هڅو یوه برخه ده.

17.12.2014 09:48    |   نجیب منلی د ژبې دروندوالی - ۴

کله د وینا محتوا د ویناوال له احساساتو سره په اړیکه کې وي. هغه څه چې شوي، کېږي یا کېدونکي دي کېدای شي چې د ویناوال خوښي یا ناخوښي په کې وي، کېدای شي چې ویناوال یې له وقوع څخه په تشویش کې وي، تمه ترې ولري یا کوم بل عاطفي تړاو ورسره ولري.

14.12.2014 15:35    |   نجیب منلی د ژبې دروندوالی – ۳

د ګرامر کتابونه را ته د جملې د جوړښت په اړه خبرې کوي خو ځینې مفاهیم لکه ندا (غږ)، استفهام (پوښتنه) که له اړوندو وییوکو سره و تړلای شي خو ښه خبره ده او که نه نو د تنقیط (ټکي، کامې، لیندۍ، لیندکۍ، ...) لمن و نیسي. خو د خبرې په سپړلو کې په هر حال کې پاتې راځي.

12.12.2014 21:13    |   نجیب منلی د ژبې دروندوالی

که څه هم له ژبپوهانو سره ناسته ولاړه لرم، د سیلاني په توګه د ځینو سترو ژبپوهانو د لکچر خونې ته هم ورغلی یم، د ژبې پر مسایلو فکر کوم خو په هېڅ وجه خپل ځان ته حتی د ژبپوهنې شاګرد هم نه وایم.

07.12.2014 11:17    |   نجیب منلی هر څه پر خپل ځای

په پردو، تودو بحثونو کې بې وخته ځان ورګډول، جنګ په بیه اخیستل دي. دغه پورته جمله د فیسبوکي هېواد د یو شمېر اتباعو له پاره د ورځې شعار دی. زه یې پر دې څه نه وایم چې پر حقه دی او که پر ناحقه. هر څوک، خپل یې فکر. که چا ته دا ښه ښکاري چې په دغه شعار هم ځان تباه کړي او هم نور، زه به ورته څه ووایم؟ نور لګیا دې د نورو، دې ته ورته، شعارونو په سر ځان پورې شل کیلو چاودېدونکي توکي تړي او د والیبال د لوبې په میدان کې پرې بې ګونا ماشومان وژني.

08.10.2014 09:01    |   نجیب منلی د مینې کم ټکي

د مینې ټکي دومره کم دي چې سر تر پایه پرې دردېږم

06.10.2014 10:35    |   نجیب منلی بې له تا نه به زه څه وم؟

که راغلې راته نه وای، بې له تا نه به زه څه وم زه به څه وم؟ په ځنګله کې به یو زړه، په خوب ویده وای دساعت پر مخ ولاړه یوه ستنه بې له تا نه به زه څه وم؟ زه به هسې یو تش زوږ وم.

04.10.2014 09:18    |   نجیب منلی سپوږمۍ

سپوږمۍ ځوړنده اسمان پورې نښتې انسانان ورته واړه واړه ښکارېږي

14.09.2014 10:14    |   نجیب منلی استغنا

نه دې منګی ښوروم نه دې مړوند تاووم

23.07.2014 11:33    |   نجیب منلی د ښاپېریو تر کنډو دې خوا

تر کنډو دوه قدمه لاندې تم شوم. دلته، پر دغې وچې سپېرې پرښې ناست یم. د قاف تر څوکې مې ځان راورساوه خو نور مخکې نه درځم.

21.06.2014 09:56    |   نجیب منلی عادت له سره، سره تړلی دی

ډاکټر عبدالله عبدالله د جوزا د څلېرویشتمې راهیسې د هېواد ټول دولتي، ملي، مدني او سیاسي بنسټونه بې اعتباره بولي او حتی د نړۍوالو بنسټونو په بې پرې والي هم چندان باوري نه دی. امرخېل له دندې ګوښه کول غواړي، د خوست، پکتیا، پکتیکا او کندهار وگړي د افغانستان له جغرافیې محوه کوي او د رایو د شمېرلو پروسه له افغانستانه بهر لېږدوي. دا چې د ښاغلي عبدالله غوښتنې څومره منطقي او څومره قانوني دي او څومره د دیموکراسۍ له اصولو سره غاړه لگوي، پر خپل ځای، خو جالبه خبره د ښاغلي حامد کرزي وروستۍ څرګندونې دي چې د علماوو د شورا غونډې ته یې وکړې. ښاغلی کرزی وایي چې ډاکټر عبدالله غواړي چې ملگري ملتونه دې د رایو شمېرلو او د شکایتونو د ارزولو په پروسه کې شامل شي او ښاغلي برحال ولسمشر ته هم دا خبره بده نه ښکاري. ولسمشر دې ته هم حاضر دی چې ښاغلو قانوني او خلیلي ته دې واک ورکړ شي چې د دواړو کاندیدانو تر منځ سوله وکړي. داسې ښکاري چې د ولسمشرۍ ټاکنې او په چم گاونډ کې د کوڅې د نظافت پر سر شخړې په یوه تیږه تلل کېږي.

24.04.2013 22:08    |   نجیب منلی د زري کړکي ادبي جایزې

کتاب ښار او د زري کړکي اکاډیمۍ د سه شنبې په ورځ د اپریل درویشتمه - چې د کتاب نړۍواله ورځ ده – د کال غوره لیکوالو او شاعرانو ته ادبي جایزې ورکړې.

19.04.2013 18:22    |   نجیب منلی په افغانستان کې د کتاب د نړۍوالې ورځې لمانځنه

کتاب ښار، کابل مېشت کتاب پلورونکي ، ګویته انستیتوت او د فرهنګي ځوانانو مدني ټولنې د حمل له ۳۱ مې د ثور تر ۵ مې د بېلابېلو مراسمو په ترڅ کې د کتاب نړۍ واله ورځ لمانځي:

05.03.2013 14:39    |   نجیب منلی د حکومت بله توره

افغان ولسمشر او د امنیت شورا پرېکړه کړې چې «په راتلونکو دریو میاشتو کې د حکومت له چوکاټه د باندې د ایتلافي ځواکونو له خوا جوړ شوي وسله وال قطعات یا لغو کړي او یا یې هم له افغان ځواکونو سره یوځای کړي».

21.01.2012 11:31    |   نجیب منلی سيمې ته د ګراسمن سفر او د افغان حکومت بایلونکې لوبې

ولسمشر کرزي ته نېږدې کړیو په دې وروستیو کې له مطبوعاتو سره خواله ډېر کړي او په یوه خوله وایي چې «امریکایان موږ له خبرو لېرې ساتي». د ولسمشر د دفتر رییس وایي چې «امریکایان موږ په منظم ډول په جریان کې ساتي خو موږ له ټولو جزییاتو نه یو خبر!»

24.10.2011 20:00    |   نجیب منلی د جنرال جازونه

ولسمشر کرزي د ولسي جرګې ځینو غړو ته ویلي چې د هېواد نظامي چارواکو ته یې د افغانستان د ملي دفاع د طرحې د جوړولو ویلي دي. واک ته تر رسېدو لس کاله وروسته د داسې سترې فیصلې د کولو په خاطر به ولسمشر ته مبارکي ووایو خو په دې به هم په ړندو سترګو باور نه کوو چې هغه کار چې زموږ نظامي مشرانو په لسو کلونو کې نه دی کړی په درې اونیو کې به یې وکړي.

19.09.2011 21:15    |   نجیب منلی هسکې مېنې

له څو کالو راهیسې د کابل د سین پر غاړه، د زړو او نوو مکروریانونو تر منځ یوه لوړه نیمه کاره ودانۍ ولاړه ده. که د بام له سره یې وزرماتې کوتره خوشې کړې نو د سترګو په رپ کې د ملي امنیت دفترونو ته رسېږي، دوه وارې یې چې وزرې ښکته پورته کړې، د معادنو وزارت به له اسمانه څاري، که یو ګام نوره هم مخکې ولاړه د دفاع وزارت به یې تر نظر لاندې وي، که لږه ډېره متره په کې وه نو د ولسمشرۍ ماڼۍ، د امریکا، فرانسې، انګستان، کاناډا سفارتونه، د ملګرو ملتونو نماینده ګي او په لسګونو نور رسمي او دیپلوماتیک حساس ځایونه ګز او پل کولای شي.

27.08.2011 13:12    |   نجیب منلی د زهرو جامونه

عجیبه افغنستان دی. د تاریخ په اوږدو کې، په ټوله دنیا کې، ښادۍ او غمونه د شرابو او شربتونو د جامونو په کړنګولو لمانځل کېږي. پخوا به کله په پېړۍ، دوو کې یو تن پیدا شو چې د سقراط په څېر به یې د حق د اظهار په نامه د زهرو جام پر سر راواړاوه. خو دلته، بیا حالات بل ډول دي، هر څوک چې لږ خوا بدی شي،

14.08.2011 10:47    |   نجیب منلی دغه

خبره داسې ده چې دا زمونږ دغه چې دی په دغه کې پروت دی، هوا هم دغه ده او اوبه هم په اسانه نه دغه کېږي نو دلته دغه نه شي دغه کېدای.جمله به یې کټ مټ همداسې نه وه، خو دې ته ورته یو څه وو. سپین ږیری بابا په کټ کې ناست و، د یوې فرانسوۍ ژورنالیستې پوښتنو ته یې ځوابونه ویل. زه له دې صحنې سره د پاریس د یو تلویزیوني پروډکشن په سټوډیو کې مخ شوم. له ما څخه غوښتل شوي وو چې په افغانستان کې د اپینو د کرکیلې د ستونزو په اړه د یوه راپورتاژ خبرې وژباړم.

11.06.2011 15:21    |   نجیب منلی د لوگیو ترشا پټې لمبې

بن لادن امریکایانو په پېښور کې وواژه، الیاس کشمیري یې په وزیرستان کې. بې پیلوټه الوتکې هره ورځ په قبایلي سیمو کې د ژوندونو لو کوي. ترهګرو په کراچۍ کې او دیر کې خپل زور ښکاره کړ او پاکستان د تل په څېر چغې ووهلې چې ګواکې اوبه په بره خېژي او ترهګر پاکستان ته له افغانستانه ورځي.

13.03.2011 15:06    |   نجیب منلی د اوښ غاړه

د ایران د کورنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې ایران په افغانستان کې د امریکایي اډو د احتمالي جوړېدا څخه اندېښمن دی، ایران د افغانستان له مخالفینو سره مرسته نه کوي او په افغانستان کې مېشت کافران غواړي چې د مسلمانانو تر منځ تفرقه واچوي. په ځواب کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په ماته ژبه عرض وکړ چې په افغانستان کې د ایران د وسله والې مداخلې په اړه کافي شواهد نه لري.

26.01.2011 18:57    |   نجیب منلی وطن له یوې نوې انتخاباتي افتضاح څخه وژغورﺉ

له ډیرو جنجالونو، پر ځای اوبې ځایه بحثونو اوګڼو سازشونو وروسته دا دی نن د افغانستان ولسي جرګه خپله نوې تقنیني دوره پرانیزي.د افغانستان سیاسي پرسونل په تېرو څومیاشتو کې د افغاني،نوې را ټوکېدلې دیموکراسۍ په شرمولو کې هېڅ کمی و نه کړ.

02.11.2010 09:16    |   نجیب منلی ګاونډیان

د عقرب په ۹ ایراني خبری اژانس «مهر»، د ایران د باندینیو چارو د وزارت ویندوی، رامین مهمانپرست، له قوله ویلي دي چې ایران به په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان د شپږو ګاونډیو او نورو ذیدخله هېوادونو په ګډون د افغانستان د حالاتو په اړه د یوې غونډې کوربه وي. په خبر کې راغلي چې افغانستان به هم په دې خبرو کې حاضر وي.