د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مشتاق رحیم

31.07.2011 23:17    |   مشتاق رحیم دافغانستان د کرکټ بورډ د ستراتیژۍ ببو لالې - ټولو ته ځواب

پرون مازدیګر د خپل ورځني عادت سره سم د ټول افغان ویبپاڼې کتولو کې بوخت وم چې د کرکټ په اړوند مې یوه نوې لیکنه ولیدله او بیا دخپل د ماشومتوب څخه راپدیخوا عادت له لاسه مې هر څه پریښودل او لوستو ته مې یې ځان چمتو کړو ـ کله چې مې ” دانش د کرکټ بورډ ۵ کلنه ستراتیجې غلا کړې ده” تر عنوان لاندې د لیک لوستل پیل کړل نو د حیرانتیا تر وروستي بریده پورې ورسیدم ولې چې قدرمن لیکوال چې زه یې نه پیژنم او ګمان مې نه شي که مې ورسره لیدلي هم وي (خو که چیرې یې لیکنه په مستعار نوم کړې وي نو کیدې شي چې زما د نه پیژندلو ادعا سمه نه وي) زما او زما د ملګرو د خولې یې لیکل کړي ـ قدرمن لیکوال چې ځان د سید سباون په نامه راپیژني واي چې زه او زما ملګري واي چې د کرکټ بورډ اجرایوي ریس ښاغلي نسیم الله دانش د کرکټ بورډ ستراتیژي غلا کړې ده ـ دې دا هم واي چې ګوندې مونږ غواړو چې نومونه مو دې د تاریخ په څپو کې ثبت شي او زاخیلوال چې دکرکټ بورډ مشر دې مونږ ونازوي ـ دغه قدرمن ددې ترڅنګ نور هم ډیر څه لیکلي دي چې د ټول افغان په پاڼه کې یې لوستې شئ

15.05.2011 14:41    |   مشتاق رحیم دافغانستان کورنې کرکټ - وژاړم که وخاندم

“د افغانستان د کرکټ کورنۍ لوبې به د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت کې تر سره کیږي” دا هغه خبر وو چی حیران یې کړم او نه پوهیدم چی وخاندم او که وژاړم ـ کورنۍ لوبې، خو د هیواده بهر! ډیرراته عجیب بریښي او همدا دلیل دی چی د لوبو او بیا په ځانګړي توګه د کرکټ د يومینه وال په توګه یی ډیرخواشینې کړې یمه ـ

20.06.2010 16:54    |   مشتاق رحیم افغانستان کرکټ- نویو اداري هڅو ته اړتیا

پورتنیو ستونزو نه یوازې دا چې د افغانستان د کرکټ مینه وال خواشیني کړي دې بلکه د افغانستان او د هیواد د کرکټ د بدنامۍ لامل هم ګرځیدلي دي ـ ډیر د خپګان وړ وي کله چې په هغه پاڼو کې چې زمونږ د ځوانانو حیرانونکي لاس ته راوړنو ته ګوته په خله ول اوس ددغه لانجو خبرونه وینو او همدا راز دا زمونږ د هیواد یوازنې د ویاړ وړ ډګر هم تر پوښتنو لاندې راولي (د لوبو پرته بل داسې ډګر نه وینم چې مونږ پکې په ښه نامه یاد شو) ـ

11.01.2010 18:48    |   مشتاق رحیم په افغانستان کی د کرکټ د ودی او نور پرمختګ دپاره لارښونی (لومړی ټوک)

د افغانستان کرکټ لوبډلی په تیرو څو کلونو او په ځانګړی توګه په تیرو دوو کلونو کی د خپلو بی ساري لاس ته راوړنو له کبله د کرکټ په نړۍ کی ځانته یو ځانګړی نوم ګټلی دی- د لوبډلی چټک پرمختګ نړیوالو ته وښودله چی افغانان یواځی په جنګ نه بلکی د ژوند په نورو برخو کی هم ځانګړی وړتیاوی لری- خو د پام وړ ده چی دغه ټولی لاس ته راوړنی او بریاوی د لوبغاړو د شخصی هڅو(چی انګریزی کی ورته Personal Brilliance وای) او وړتیاوو پر مټ د افغانستان پر برخه شوی- خواوږد مهاله او دوامداره پرمختګ ځانګړی سیستم او ددولت په کچه هڅو ته اړتیا لری-