د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمود نظری

28.02.2011 22:19    |   محمود نظری د ډموکراسي

وینم دنیا ته تشریف راوړې په نخرو ګډوډي د انسانیت ټوله جعلي لوټونه په کې چلیږي حلاله لکه د مور شدې روا د ه همجنسبازي نر له نر ه ښځه له ښځې سره په کشش نکاح تړي آیا رښتیا دا ده رښتیني دیموکراسي؟

23.02.2011 18:53    |   پوهنمل محمود نظری میرزا غالب اوطنز

۴ هغه په خپل شعرونو کې دطنز او ټوکوپه هکله وایي باده اگر بود حرام، بذله خلاف شرع نيست دل نه نهى به خوب ما، طعنه مزن به زشت ما باده که حرامه ده بذله خلاف د شرع نه ده چې ښه می نه اورې بد مه وایه زموږ په بدو

19.02.2011 22:23    |   محمود نظری پارلمان ته!

محمود نظری تل موښوروا نه لري غوښه مازي خړې اوبه وي اوچیچړه سپو يې خوړلي وي هډوکي قصابانویې توره کړې وي کوفته

15.02.2011 17:46    |   پوهنمل محمود نظری میرزا غالب اوطنز

پوهنمل محمود نظری میرزا غالب اوطنز ۳ میرزا ډیره ظریفه طبع لرله هغه دوستانو سره په ظرافت خبری کولې او دې ظریفوالي هغه ډیر محبوب کړی و. وايي سید سردار د میرزا کره ورغی، د تلو په مهال میرزا شمعدانی له هغه سره تر وره پورې یوړه چې هغه خپل بوټونه په پښو کړي.

08.02.2011 22:09    |   پوهنمل محمود نظری میرزا غالب اوطنز

۲ هغه په طنز وايي راځي بلا ته ځان تسلیم کړو چې د دې هر ي ورځي د بلا راغله ویره مو ورکه شي لکه په قفس کې مرغۍ چې دهر ورځي د لومې له جنجاله خلاص ده رو تن به بلا ده که دگر بيم بلا نيست مرغ قفسی کشمکش دام ندارد تن ورکړه بلا ته چې نوره د بلا ویره نه وي دقفس مارغه د دام کشمکش نلري

31.01.2011 19:03    |   پوهنمل محمود نظری دمیرزا غالب په شعرونو کي طنز ی توکي

پوهنمل محمود نظری دمیرزا غالب په شعرونو کي طنز ی توکي میرزا اسدالله بیگ خان، مشهور په میرزا غالب یا غالِب دِهلَوي د هندوستان ددیرلسمي هجري پېړۍ ( ۱۲۸۵-۱۲۱۲ ه) ددري او اردو ژبو نامتو شاعر و چې دانګریزو د حکومت په وخت کی اوسیده د هغه نیکونه له سمرقند څخه هندوستان کډه کړې ده. د هغه دشعر سکالو ادب ، فلسفه ، عرفان او آزادی جوړوي د هغه نامتو اثرونه دا دي: د غالب کلیات ، پېنځهآهنګه، تیموری تاریخ، او نور

25.01.2011 18:54    |   پوهنمل محمود نظری دشمس الدين کاکړپه شعرونو کې طنزی توکي

هغه د بخیل کړه په طنز سره داسې بیانوي لکه طفل چې حارص وی پرپستان د مور مشرب پر یوه يی ايښې لاس وی بیا پر بل کاندی عب عب

16.01.2011 16:38    |   پوهنمل محمود نظری دشمس الدين کاکړپه شعرونو کې طنزی توکي

شمس الدين کاکړ د خپل عشقی نړۍ پرته د خپل وطني احساس لامله خپل وخت ټولنیزو سیاسي ستونزو ته هم ګوته نیسي او د طنز په رنګونو د هغه وخت د وضعي یو ډیر کره انځور کاږي دا انځور په پېنځو برخو ویشلی شو:

06.01.2011 19:36    |   پوهنمل محمود نظری دشمس الدين کاکړپه شعرونو کې طنزی توکي

شمس الدين کاکړد نولسمې پيړۍ په لومړۍ نيمايي کې د کندهار د کلچ آباد په کلي کې زېږیدلی دی د هغه زېږیدنه له( ۱۱۸۰ ق )کال څخه وروسته ګڼله شوی ده هغه خپله د خپل ځای په هکله وايي:

20.10.2010 19:36    |   پوهنمل محمود نظری ورانوم دي څه ودانوم خو دی نه !

ورانوم دي څه ودانوم خو دی نه !

09.10.2010 00:22    |   پوهنمل محمود نظری باغ که خراب وې ، الو پکښي ږده

پوهنمل محمود نظری باغ که خراب وې ، الو پکښي ږده

10.09.2010 06:12    |   پوهنمل محمود نظری د علامه اقبال لاهوری طنزیه شعرونه (۵)

علامه اقبال لاهوری په اندلس کې د طارق تاریخی خطابه داسی په ایجاز اوطنز بیانوي طارق‌ چو بر كرانهِ ساحل‌ سفينه‌ سو گفتند كار تو ز نگاه‌ خرد خطاست‌ دوريم‌ از سواد وطن‌ باز چون‌ رس‌ ترك‌ سبب‌ ز روي‌ شريعت‌ كجا رواست‌ خنديد و دست‌ خويش‌ به‌ شمشير برد و گفت‌ هر مُلك‌ ملك‌ ماست‌ كه‌ ملك‌ خداي‌ ماست‌

03.09.2010 18:35    |   پوهنمل محمود نظری د علامه اقبال لاهوری طنزیه شعرونه (۴)

علامه اقبال لاهوري ځانګړې سیاسي باورونه درلوده هغه د ملي ګرایي او نژادي اړیکو ضد و هغه وايي

01.09.2010 20:16    |   محمود نظری څوک لیونی دی؟! - طنز

له جنجالي بنډار وروسته له دوو نور بنډاریانو سره د بس په تمځي کې ولاړ وم زما زړ نه غوښت هغوې یوازې پریږدم د هغو له ناآرامي وضعي څخه داسې برېښیده چې د هغو هم زړه نه غواړي ولاړ شي. ما غوښتل چې له هغو څخه یې یوولاړ شي لکه چې هغوودواړو هم غوښتل یو، زه یا هغه بل ولاړشي

29.08.2010 17:46    |   پوهنمل محمود نظری د علامه اقبال لاهوری طنزیه شعرونه (۳)

علامه اقبال لاهوري پټو سترګو له لویدیځوالو څخه دختیځ والو او مسلمانانو په پېښو کولو نیوکه کوي او وايي دوی د اروپا په ظاهره غولیدلی د ی دا يې هیر کړي دي چې د هغوی د ودې او پرمختګ لامل لنډکالي ، بدن لوڅول ،لنډ وېښتان او شنی سترګې نه دي هغه د هغو ددې کړو پېښې کول شرقي او مسلماني کلتور ته اهانت بولي او وايي:

27.08.2010 18:22    |   محمود نظری تر شا لاس - طنز

په اوسني افغانستان کي د هر بریالي سړي تر شا باید د یو بل کس یو غړی وي: د هر ولسمشر تر شا باید د امریکا نوک وتلې کوشنی ګوته وي. د هر مرستیال تر شاباید دیو کام کېڼه پښه وي.

24.08.2010 17:13    |   پوهنمل محمود نظری د علامه اقبال لاهوری طنزیه شعرونه (۲)

علامه اقبال په خپلو ډیرو شعرو کې په ملایانو او اخوندانو نیوکی کوی او هغه غندي د هغوی سوچونه وروستي پاته او ارتجاعی ګڼی هغه خپله مسلماني او دنورو مسلماني دملا له مسلماني جلا کوي هغه په طنز وايي دا ملایان چې زه پیژنم حق لری ما د کعبی وشړی

19.08.2010 19:10    |   پوهنمل محمود نظری دعلامه اقبال لاهوری طنزیه شعرونه

علامه اقبال لاهوری( ۱۹۳۸-۱۸۷۷ ) د پنجاب په سیالکوت کې زېږیدلی او په فلسفه کې یې ډاکټری له کمبریج او مونیخ پوهنتونونو څخه تر لاسه کړې ده

09.08.2010 12:11    |   پوهنمل محمود نظری دمحمدتقي بهار سیاسي طنزونه

محمدتقی بهار په ( ۱۲۶۵ ل .کال) په مشهد کې زیږیدلی دی، پلار یې میرزا محمدکاظم صبوري د قدس د ولایت ملک الشعرا وو.د مظفرالدین شاه قاجار لخوا محمدتقی بهار ته هم د هغه د پلار له مړینې وروسته د ملک الشعر ا لقب ورکړ شو.

17.07.2010 15:09    |   محمود نظری اې خلکودربدره شوم!

دادګل د د کور مخی ته سوک موک ناست وو او سونګل یې د هغه یو دوست شاه محمد په دې سوچ چي خدای ناخواسته پلار یې مړ دی یا یې مور مړه ده ځکه د بل چا لپاره خو څوک داسې ونګ ونګ نه ژاړې د دادګل کوله د شاه محمد په لیدو نوره هم لوړه شوه او ورسره یې مخ او سر هم په چپلاغه وهه او ویل يي : خاورې مې په خوله شوې!

14.07.2010 15:34    |   پوهنمل محمود نظری جهاني اوطنز - ۲

۲- د حیوانانو د خولې کیسې دی چې ډیر دپند او نصیحت او ښوونې لپاره ویل کیږي په دې ډول طنز کې په زورواکو کوټلي نیو کې کیږي او کله کله د حیواناتو له خولې یوه کیسه بیانیږي او په یوه ښه پایله ختمیږي لکه دجهاني صاحب د باز او چرګ شعر

11.07.2010 12:42    |   محمود نظری بوش جت دی

پخوا چې چټل کراسي وه ملي اتلانو لمانځل کېدل او انځورنه يي هر چیرې په سترګو کیدل خو د نیکه مرغه کله چې دیمو کراسې راغلې ده د ځینو کامی ټیکه دارانو له سترګو اوبه وتلې دی پښې یې د ملي اتلانو پسې اخیستي او ښاغلي ملي چټلان یې د هغو ځای ناستې کړي دي

10.07.2010 14:22    |   پوهنمل محمود نظری جهاني اوطنز

عبدالباري جهاني په( ۱۳۲۷ لمریزکال )کې د كندهار ښار د کابل دروازې سیمې ته نژدې د باميزو په كوڅه كې د عبدالاحد خان په كوركې نړۍ ته سترګې غړولي دی . هغه خپلې زده کړې د كابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځې د تاريخ او جغرافيې په څانګه كي پاى ته رسولي دي. ښاغلي جهاني په پښتو ټولنه او د علومو په اكاډمۍ كې کار کړی دی دكابل د مجلې د مسؤل مدير په توګه یې دنده ترسره کړې ده. بیا امریکا ته مهاجر شوی او هلته ار اوسه د امریکا غږ راډیو په پښتو څانګې کې کار کوي.

01.07.2010 14:50    |   محمود نظری د سوبې ږغ

کله چې ناتو د مرجې ولسوالي ونیوله دنیا ته یې اعلان وکړ چې راشي دلته پانګه واچوئ. د هر خوا تجاران له مالوسر ه مرجې ته ورسیدل

30.06.2010 15:20    |   پوهنمل محمود نظری دبابا طاهر عريان طنزی څلوریزې - ۲

هغه ډیرې ښکلی پندي څلوریزې د آزمندی، بدی کولو، او اخیریت په هکله ویلی دي چې طنزی وږم لري: اگر زرين كلاهي عاقبت هيچ اگر خود پادشاهي عاقبت هيچ اگر ملك سليمانت ببخشند در آخر خاك راهي عاقبت هيچ