د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمود نظری

30.06.2011 18:53    |   محمود نظری چا ته ژوند ښکلی دی ؟!

طنز نا ببره ديرغلګرود ظلم خوله خلاصه سوه د خپلي کورنۍ یوازې په سزني کي پاته ماشوم چې یولاس او یوه پښه يي پرې سوې وه د مور په تودې غیږي کې د خوږو خوبونو په ارمان په اینګا کې وايي ژوند ښکلی دی ! ژوند ژوند ژوند ښکلی دی

23.06.2011 16:07    |   پوهنمل محمود نظری د عبدالروف بينوا په اثاروکښې طنزیه توکي

بینوا دایشیا ازادوهیوادو ته وايي سره یو سئ که نه دا ښکاري تاسو په نوی نومونو له پښو نیسي: دا یشیا مستقل غرونو ولی نه سر ه ګډیږیئ محوه کیږی استقلال مو ددښمن په لاس ورانیږیئ

20.06.2011 22:30    |   محمود نظری په کهف کي لا ویده لیکوال!

د یارانو مي په نت کښې ولوستله مناظره زما د نورو ښوولیکوالووسوه یوه گیله زاړه سوه لا د یار خط وخال له هاله ایستلي د غر یم ، توپان يم په ویلو ځانونه کښلي

13.06.2011 19:25    |   پوهنمل محمود نظری د عبدالروف بينوا په اثاروکښې طنزیه توکي

۲ بینوا صاحب وايي ما شیدا بلبل غوښتل د سهار په نغمو کښې ګل دمني له شواخونه خبر کړم ،خو تیرو صیاد زما وزرونه رامات کړه او زه يې په قفس کښې بندی کړم زه باید د هغه له ظلمه غاو وکړم ،خو سر ښوروي او په طنز وايي مګر چا ته ؟ دلته خو ټوله واره او زاړه مړه دي.

07.06.2011 18:57    |   پوهنمل محمود نظری د عبدالروف بينوا په اثاروکښې طنزیه توکي

ارواښاد عبدالروف بينوا په ( ۱۲۹۲ لمريزکال) په يوه منوره او علم پروره کورنۍ کښې دکندهار د سيد حسن خان په کوڅه کښې دنياته سترگې روڼي کړې دی ، هغه د مفتي عبدالله چې په کندهار کښې د ( مفتي عبده )په نوم شهرت لري زوی او دمولوي عبدالحق اخندزاده چې په کندهار کښې يې استاد کُل باله لمسئ دی . استاد عبد الروف بینوا زموږ د معاصر تاریخ د ادبیاتو په آسمان کښې یود هغو ګوتو په شمیرادبي ستورو له جملې څخه دی چې افغاني ادب او ژبي ته يې څه له پاسه( ۷۰)علمي او ادبي کتابونه په ميراث پرېښي دي.

04.06.2011 21:16    |   محمود نظری په افغانانو بیا چا باورکړی دی!

طنز ددوبی د هوایي ډګر پولیسو یو تور ټغری، ستوری لوېیدلی،بخت اوښتلی لیسانسه افغان په اتو نفرو ټینګ نیولی و ځکه هغه غوښتل لویدیځ ته مهاجرسي، چې ګوندې هلته په کوم هوتل یا رستورانت کښې که خدای کول د لوښو دپریولو د ماشین دنده اجرا کړې ،مګر اوس ګوری موری ګیر سوی و، نو باید شپږ کاله په زندان کښې تیر کړي .

02.06.2011 17:41    |   پوهنمل محمود نظری دبیدل دهلوی طنز

۵ د بیدل ملنډی عامی نه دي ،هغو شیخانو او زاهدانو ته نغوته ده چې ناروا مال خوري او شرابو ته بد وايي یاني نیغ کښېنی مګر کاږه وايي بیدل دداسو خلکو په هکله وايي: ز آدمي چه معـاش اسـت، همجوالي خـرس تلاش صـوف و نمد زند‌گاني هـوس اسـت چـه لازم اسـت به‌شيـخي عـلاقة دسـتـار خـري به‌شـاخ رسـاندن جواني هوس اسـت

31.05.2011 14:42    |   محمود نظری دچرسیانو بنډار

طنز چرسیان یو کړۍ خب و چوپ ناست وه، یو چرسی خپل د اړخ چرسی ته ویل: دادو واخه !یو دود کش که چې دردونه دی ټک وپتره کي! دادوچې په دوو پښو ناست و ،سګړیټ یې په په دواړو لاسو کې ټینګ ونیوی اودسینې په زور يې کښ کی او په ټوخه ټوخه کې یې اودس مات سو

27.05.2011 19:55    |   پوهنمل محمود نظری دبیدل دهلوی طنز

۴ بیدل د خپلوشعرونو د زړه پوری کولو لپاره له طنزی توکو څخه دیو جالب عنصر په ډول ګټه اخلي او په هغه خپل هندی مکتب سینګاروي. بیدل په خپل ځانګړې ډول دا طنزي توکي بیانوي او ډیر طنز ونه يې له درده د هجوی او هزل تر پولي رسیږي اوان کله تر هغه هم ور تیریږي،ځکه کله چې د چارواکو خښم خولې بندي کړي او نادودی د حکومت وجدان او اخلاق له منځه یوسی نوبیا پام د طنز اوظرافت خوا ته ګرځي نو کله کله دا طنزونه له ډیر خښمه او جوشه د هجو او هزل په لومه کښې موښلي

23.05.2011 17:10    |   محمود نظری څوک ضعیف دی ؟!

طنز خبریال: تاسو دا ځانمرګې چاودنې څرنګه ارزیابي کوئ؟ کرزی :دا د هغو ډیر ضعیفوالی ښیي، چې بې ګناه خلک وژني . خبریال: دا د کندهاردامنیتې کومندان وژل دننه په کومنداني کې څرنګه ارزیابي کوئ ؟ کرزی :دا د هغو ډیر ضعیفوالی ښيي چې ماشومان جنرالان دننه وژل کیږي

19.05.2011 22:35    |   پوهنمل محمود نظری دبیدل دهلوی طنز

۳ ۵-د بیدل طنزي پندونه : بیدل د بزم په معرفت کښې دباټو ویشتل لکه په ورځ کښې شپه بولې او بل ځای وايي چې د ماشوم په خوی نسېد دې دنیا له قیده خلاصیدای نسې او په طنز وايي پام کوه ،چې په پوهه کښې ارامتیا نسته بیدل به بزم مـــعرفت ازلاف شــــرم دار شب را کسی ندید به پیش سحرسپید بیدله د معرفت په بزم کې له باټو شرم وکړه شپه چا نه ده لیدلې په سپينه ورځ

17.05.2011 20:02    |   محمود نظری د لیوني صاحب سره د خبریال مرکه

طنز خبریال :لیونی صاحب ستړی مشې ! لیونی :اوس خوستړی شوی یم. خبریال: څنګه شوه چې تاسو هم سیاست ته مخه وکړه؟ لیونی : هو، یو زه پاته وم. چې له خدای څخه ویریدم او د خلکو شرمیدم.

12.05.2011 17:01    |   پوهنمل محمود نظری دبیدل دهلوی طنز

پوهنمل محمود نظری دبیدل دهلوی طنز ۲ دویم :بیدل د ریاکارو زاهدانو اوشیخانو وروسته په زړښت او دزړو په کارونو او هیلو نیوکې کوي اوپه طنز لیکي : چې زوړ سوې، ملادی کړوپه او ذره بینی اینکی دی په سترګو سوې بیا نو شهوت ا ومستی ستاسره نه ښايي چون پیر شدی و گشت مو ها : همه پشم حیف هست کنی تتبع ِ شهوت و خشم محتاجی ِ عینک ، مژه ات باز نکرد ای کور! امروز چشم میخواهد چشم چې زوړ سوی او وېښته دی سوله ټوله پشم حیف دی چا لا هڅه وکړې د شهوت او خشم بې اینکو شی نه وینې په سترگو اې ړونده ! نن دی سترگه غواړي سترگه

09.05.2011 17:23    |   محمود نظری چا دومره خشک کړې کندهاره!

طنز له ډیر وخته وروسته یوې مهاجرې کندهارۍ چې ډیر يې خوشاله کندهار یادیده له امریکاڅخه کندهار ته ولاړه، خبره نه وه چې هغه خوشاله کندهار خشک سوی دی هلته هره خوشالی خپه سوې ده ،ټوکې او خوشالی ته په ستوني کښې دننه پاټکونه جوړ سوي دي د راوتو اجازه ورته نسته داځکه هغه چې ددو خرو اوربښي یې نسوای ویشلی اوس یې هلته برخې ویشلي ، هر سړی خشک سوی وو د یوه سره خبره نه کیده هغه مهاجره دخپل ورور کره راغله او سهار یې له همسایه څخه یوه بوغره امانتي واخیسته، هغه ېې په سر کړه او د خپلې کوچنی وریرې سره بازار ته ووتله

05.05.2011 20:14    |   پوهنمل محمود نظری دبیدل دهلوی طنز

ابوالمعاني میرزا عبدالقادر بیدل د میرزا عبدالخالق زوی په کال( ۱۰۵۴ ه‍. ق) د هندوستان په «پتنه» کښې زېږېدلی دی ،چې له اړه يې نیکونه د بدخشان له جغتايي ترکانو څخه وه چې هندوستان ته یې کډه کړې ده . . بیدل په هندوستان کښې د درې ژبې شاعر و چې

01.05.2011 22:57    |   محمود نظری دا چا مادر رندان کړه؟!

طنز په لندن کښې یوه نمنځ غونډه وه بهر او دننه داتل احمدشاه مسعود غټ مټ انځورونه ځوړند سوی وه ښه ډیر نکتايي والا راټول سوې وه په پيل کښې د ملی سرود پر ځای یوپارسي بدله خپره سوه ټوله ورته ودریدله څو نفرو یو بل کرارپه څنګل ووهله او وروځې یې یو بل ته د تعجب په ډول پورته وغورځولې خو د هیچا د خولې سوڼ هم ونه وت

26.04.2011 19:44    |   پوهنمل محمود نظری دخادم صاحب په شعرونو کښې طنز

محمد اکبر (خادم) د پښتو ژبې نامتو شاعر دی د هغه پلار احمد جي نومیده. هغه په ۱۳۰۵ هجري قمري کال په اکوړي کښې زیږېدلی او لوی سوی دی . بیا د اشنغر چارسدې ته تللی او هلته میښت سوی دی . خادم صاحب په کام مین او په زړه دردمن یو هوښیار او زړورپښتون و. دهغه په وخت کښې په لوی هند کښې د استعمار منګولې ښخې وې هغه په خپلو خوږو اوویښونکو اشعارو او زړه وړونکو طنزونو سره د هغو سره په ټینګه مجادله کړې ده.

22.04.2011 10:51    |   محمود نظری ښه بسلمانان !

طنز د مازیګر له لمانځه وروسته د کلي سپين ږیري د ماجد څنګ ته د مازیګرې لمر د وړانګو تودوخي ته په خرن ناست او د ښه بسلمان تعریفو نه يې کول ،زه هم چې مسافر وم ورسره ناست وم او مجبوره د هغو خبرو ته مې غوږنیولی و. یو سپین ږیری چې په خرن په دو ګوټو ناست وو او پرتوګاښ یې ځړېدی ویل: میرزا للندر عجب بسلمان سړی دی هر لمانځه ته یې دوه ساعته لاس په پرتاګه کې وي او اودس وچوي ! ما لږ جټکه وخوړله.

12.04.2011 20:21    |   محمود نظری د اورګډووزارت

طنز د ملګرو ملیتو د امنیت د شورا د پرېکړې په اساس یو وزارت مجربو اوموقع شناسو محترمو مجرمانو شوکمارو، خونکارو او غل اوغدود ته ورکول سو د وزارت پوستونه په مړ سترګو وژونکو، بې خاره مجریمانو او په ډانګ پېیلو لوټمارو په مینځ کښې د کاری اهلیت، د کار پوخوالی، تجربې ،په ملي او بین المللي محاکمو کښې د دوسیو د درلودلو ، د بندي خانو د ټکټونو په اساس وویشل سول

04.04.2011 17:06    |   محمود نظری یو سر نه خلاصوي !

طنز دناتو له ښکروره سره دطنز د خبریال مرکه : - پالیسي مو ناکامه ده ! - نوکامیابه وای! - موخه مې دا ده ، چې ولي ماشومان وژنئ ؟ - نوبوډا ګان ووژنو! - ولي بې ګناه ښځې وژنئ؟ - نوبیګناه نارینه مړه کړو ! - تاسو په دې وژنو دنیا ختا باسئ - نو ځان ختا باسو!

23.03.2011 22:47    |   پوهنمل محمود نظری دپوهاند عبدالشكور رشاد طنزونه

استاد اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد د عبدالغفور خان زوى په ۱۳۰۰ لمريز كال د لړم د مياشتې په ۲۳مه نېټه د كندهار ښار د بابړو د كوڅې په يوه بډايه كورنۍ كښې زېږېدلى دى. هغه دژبو، ادبي فنونو او تاريخي مسايلو په باب په هند کښې مطالعې او زده كړې ده او دكابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد اومشر هم و. پوهاند عبدالشكور رشاد ( ٩٤ )اثره ليکلي چې( ٤٣ )یې چاپ او نور یې ناچاپه پاته دي.

15.03.2011 19:25    |   پوهنمل محمود نظری دحنان بارکزی په شعر کې طنزی توکي

حنان د محمد حسن زوی د کندهار د مروت کلا په کلي کې زېږیدلی دی، هغه د دیار لسمې پېړۍ د لومړنیو لسیزو پښتو ژبی شاعر دی چې یو دیوان ترې پاته دی حنان دخپل وخت دټولنیز حالت یو ښه انځورپه طنز سره باسي چې ان دنن د ټولنیزی وضع یو ښه انځور يې بللی شو. لومړی هغه کبرجنو ته په طنز وایي که تر کندوزه ولاړ سئ خپل تر نصیبه زیات راوړای نسئ

10.03.2011 15:47    |   پوهنمل محمود نظری دعلی خان په شعرونو کې طنزی توکي

۲ مګر دا سپین کالي هغه کله په توبه پریږدي نو هغه اړ کیږی دهغو بې دردو د لاسه دا وطن پریږدی . علی خان په طنزوايي په دې خونی سیند کې په هغه ورانه جاله کې چې يې څلور مشکه ( خیګ )یې سره جوړ نه دی څنګه جوړ پاته شم عاشقی په قام کې نه شی علی خانه ! راشه اوس له کور او کلی پسی ووځه ورک به علی خان شی د بی دردو له کبله نور یی پاتی استوگنه گرانه وطن شو سیند خوني،څلورخیګونه بیا هر یو سره جوړ نه دی څه به جوړ علی خان ناست وی په دغی ورانه جا له کې

10.03.2011 15:47    |   پوهنمل محمود نظری دعلی خان په شعرونو کې طنزی توکي

۲ مګر دا سپین کالي هغه کله په توبه پریږدي نو هغه اړ کیږی دهغو بې دردو د لاسه دا وطن پریږدی . علی خان په طنزوايي په دې خونی سیند کې په هغه ورانه جاله کې چې يې څلور مشکه ( خیګ )یې سره جوړ نه دی څنګه جوړ پاته شم عاشقی په قام کې نه شی علی خانه ! راشه اوس له کور او کلی پسی ووځه ورک به علی خان شی د بی دردو له کبله نور یی پاتی استوگنه گرانه وطن شو سیند خوني،څلورخیګونه بیا هر یو سره جوړ نه دی څه به جوړ علی خان ناست وی په دغی ورانه جا له کې

04.03.2011 18:56    |   پوهنمل محمود نظری دعلی خان په شعرونو کې طنزی توکي

علی خان د پښتو ژبې یو تکړه شاعر دی چې په هشنغر کې اوسیده هغه اټکلاً په (۱۱۵۰ه-ق )کال کې زوکړی او په (۱۱۹۵ه-ق ) کال کې مړ شوی دی. هغه ځان خټك بولي او وايي: بې دښكليو له ديدنه په دنيا كې د كامګار خټك په زړه كې ارمان نشته