د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمود نظری

14.11.2011 20:25    |   پوهنمل محمود نظری دباقی قايل زاده طنز

پوهنمل محمود نظری باقی قايل زاده په کال( ۱۲۹۲ ل )کې د کابل د چنداول په سیمه کې زېږېدلی دی او په ځواني کې ړوند سوی دی ، هغه د دري ژبې یو نامتو شاعر و. باقی قايل زاده یو بااحساسه اود ولس په درد دردمند شاعر و، د هغه شعرونه د هغه وخت په ناخوالو، زورزیاتیو ، بې قانونیو پر ضد د یو غاو په ډول وه د هغه طنزی شعرونه هغه څو واری دهمزنک د زندان تر وره رسوی او میلمه کړی دی

31.10.2011 23:11    |   پوهنمل محمود نظری دمحمد عزیز(مختار) طنزونه

محمد عزیز(مختار)په کال ( ۱۳۱۱ ل) د لوګر ولایت د کلنګار په یوې روڼاندي کورنۍ کې زېږېدلی دی .هغه د ادبیاتو د پوهنځی د ژورنالیزم له څانګې څخه فارغ سوی دی

27.10.2011 18:39    |   محمود نظری مرداره ده ؟!

طنز پیشو يې کړې د غوښو تحویدار ده زموږ له خپلو باشیانو څخه مرداره ده خره یې راته بې بریته زمریان کړه دا علمی رتبه خره ته مزه داره ده

24.10.2011 21:06    |   پوهنمل محمود نظری عبدالله غمخمور په شعرونو کې طنزی توکی

۲ غمخور صاحب د وطن په هر غم ځوریدی ،هغه د هر هغه چا چې دا ملت يي ځوروی او د ملت ارمانو نه او هیلې يې تر پښو لاندې غوبل كړي دي اوکول ، په زغرده غندلی دی، که څه هغه یرغلګر روس و یا امریکا ، که څه هغه جهادی مشران وه یا ګوډاکیان

17.10.2011 14:58    |   پوهنمل محمود نظری دعبدالله غمخمور په شعرونو کې طنزی توکی

عبدالله غمخور دکونړ ولايت داسمار دولسوالى دبارګام دکلي په يوي عالمي او روحاني کورنۍ کې د حاجي عبدالودود خان کره زيږيدلى دی، هغه دافغاني فرهنګ روښانه او ځلانده ستورى او دپښتو شعر او ادب یو مبارز شاعر دی، هغه په پښتو ټولنه، رادیوافغانستان ، ننګرهارورځپاڼه اود قابیلوریاست کې دندې تر سره کړي دي

16.10.2011 16:42    |   محمود نظری ناپرسانه ښار

طنز داکیسه ده تر سرو مرچکو لا خوږه هضمولی يې نسي هره غورازه معده په کلی کې و یو طالب خوار و ډنګر نه چاغیده په وده او دم د پاړوګر

10.10.2011 17:01    |   پوهنمل محمود نظری د نصرالله حافظ طنزونه

۲ نصرالله حافظ په طنز وايي دلته سخت شو ګوزران اولسه ! چې خپل وطن کې ما او تا لپاره کار نشته دى په داسې حال کې خو ډير سخت ښکاري گوزران اولسه ! يو خوا ته اور بل خواته زور د زورگيرانو روان آخر به څه کوې؟ په تا دا ظالمان اولسه !

05.10.2011 17:49    |   محمود نظری ډلګۍ مشر

طنز د پاچا ظاهر شاه په دوران کي د یوه پچه وختله په بامیان کي عسکر شو په فرقه کې د لغمان دهغه چار خوښ شو د کومندان هغه یې مشر کړ دیوي ډلګۍ چې لسو عسکرو يي امر منۍ

03.10.2011 21:15    |   پوهنمل محمود نظری د نصرالله حافظ طنزونه

نصرالله حافظ د ميرزا نور اسلام زوی دی ، چې په( ۱۳۱۰ لمريز کال )کې د ننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالۍ په یوه ادبي او روحاني کورنۍ کې زېږیدلی دی،هغه له عالی دارالمعلمین څخه د فارغیدو وروسته د ښوونکی مقدسه دنده لرله او بیا یې په رادیو افغانستان کې دنده تر سره کوله،هغه په راډيو افغانستان کې د ډیرو خپرونو لپاره ليکنې کړې دي،او ډېرې ادبي او کلتوري جايزې یې ګټلي دی لکه د افغان او شوروي د سولې او دوستۍ جايزه د رحمان بابا ادبي جايزه لومړی جایزه

29.09.2011 13:11    |   محمود نظری اوړه په اوړه ، منت ئې پر څه ؟

طنز یوچړي سو په یو کلي کې ملا په اصطلاح د کلیوالو سو پیشوا هر شپه میلمه و په غوړه ښوروا سبا ناری ورته راتله غړي او حلوا ډنګر ملا سو ژر سخوټ موټ پیل یي کړ سترګې لغړول هرګوټ

27.09.2011 22:01    |   پوهنمل محمود نظری دشيون کابلی طنزی شعرونه

۳ د شیون کابلی یو طنز داسې دی : خواهی بشناسی شيخ، درشهرکدامين است طبل وشکم و ريش و، دستار وعبا بنگر که غواړی و پيژنئ شیخ په ښار کي ډول دنس اوږیره، لنګوټه او خلقه وګوره

21.09.2011 16:50    |   پوهنمل محمود نظری شيون کابلی طنزی شعرونه

۲ داچي طنز د ټولنې یا یوچا ناروا کړه وړه او ناخوالې په خوږه ژبه غندی نوویلی شو دطنز اساس نیوکه ده نه وچه نیوکه بلکې مترقي ،پر مخ تللی او هنری نیوکه ده طنزونه په هر دوران کې پر فساد کوونکو او دومخو دیني او سیاسي مشرانو خپل نشتر چغلی او هغوی یې ځورولي او رسوا کړي دي کله یې هغوی ته خطاب کړی ، کله یې دهغو دکړو پرده پورته کړې او کله یې بده دعا ورته کړې اوکله يې هم خدای ته دعا کړي او له هغو څخه یې د ټولنې خلاصون غوښتی دی . شيون کابلی هم د وطن دا بده وضع زغملی نه شول د دعا په ډول خپل طنزی نشتر په دوه مخو مشرانو چغي او وايي :

16.09.2011 16:11    |   محمود نظری مه کوه په چا چې وبه شي په تا!

طنز پولیسو د یو سړک په غاړه یو مین وموند؛ کومندان یې ناتو ته مخابره وکړه. هلو سر ، راسئ مین شنډ کړئ. (د ناتوچې همدا ورځ دوه سپاهیان مړه سوې وه غوښتل یې دا وار افغاني سپاهیان چپه نعل کړي ) په مخابره کې يې ویل : تاسو یې خپله شنډ کړئ ! دپولیسوکومندان په اریانتیا وپوښتل:

15.09.2011 19:50    |   پوهنمل محمود نظری دشيون کابلي طنزي شعرونه

محمد رحیم ضیایي متخلص په( شیون کابلی) په کال (۱۲۷۴ ل )په سلطنتي کورنۍ کې په کابل کې زېږېدلی دی، هغه د سردار محمد عمر خان زوی او د امیر عبدالرحمان خان لمسی دی چې انا يې بي بي حليمې ( بوبوجان) د امیر عبدالرحمن خان میرمني چې یو ادیبه اوشاعره وه هغه روزلی دی.

29.08.2011 19:47    |   محمود نظری له کومي خوا راځې اختر ؟!

طنز څلورخواته مو پراته کفچه ماران دي اختره ! دپاسه مو خونکاره ګوربتان ګرځي اختره! په کلی ښار کې مو ځان وژونکی خره څري راځه ته هم که ځان وژنې بې پرسان اختره!

26.08.2011 00:29    |   محمود نظری سیاستپوه شپون

طنز شرمښ د کلي له شپون څخه ډیر پسونه داړل نو ځکه ځینو احساساتي کلیوال پر هغه توراو سپین کیده او پوښتل یې: ولي د شرمښ په راتلو موږ ته نه نارې کوې، چې موږ مرستې ته درشو؟ ولي تا هغه پخواني نقلونه نه دي اوردیدلي؟! ډانګ پسې راواخله!

18.08.2011 15:59    |   پوهنمل محمود نظری یا خپله نر سه یا چاکر دنر

طنز له هغه امیره تښته چې کړه یې دی د هجړا په خوله یو وايي په زړه یې وي بله سودا دنر امیر خبره وي په ډانګ پيلې او یوه د بډانګ امیر امرونه وي ژوولي او ګنګوره

05.08.2011 19:32    |   پوهنمل محمود نظری ځغله باداره !

طنز بې څټي دی کړه مخوران ناشولټي دی کړه مرستیالان شین بڼ دی کړ په مږو بیابان په سپيانود پاک او ایران سربداله !درنه ورکه ده لاره او روده؟ ځغله درڅخه وشوړیدله باداره !

01.08.2011 19:09    |   پوهنمل محمود نظری دعشقری په شعرونو کې طنزي توکي

۳ عشقری په طنز وايي : یک خر خریدنم بجهان باقی مانده بود پالان و تنگ و توپره و افسار ساختم یو خر رانیول مې په جهان کې پاته وه پالان . رسۍ ، خورجین اولګام مي جوړ کړه

29.07.2011 18:21    |   محمود نظری تروریست خر

طنز یو نو ی ځوان شوی بې پروا خر چې دغالۍ یو خواته ځړیدلي ډک خورجین يې په شا و، او د غاړې ژړو زنګولویې دترنګ ترنګ منظم موزیک ږغوه، په ښار کې پر پوخ سړک لوپ لپړ میده میده لکه د کابل اتل چې وي رهي و. ټوله موټران د هغه په درناوی ودریده ، خلک له سړکه په الوتلو بڼو یو د بل پسې پښې سپکولې تا چې ویل چنګیز خان د ښار لیدو ته راوتلی دی

26.07.2011 14:57    |   پوهنمل محمود نظری دعشقری په شعرونو کې طنزي توکي

۲ عشقری د ښار د هغوخلکو چې نور یې خپل افغاني غیرت هیر کړی او د خپلی میرمنی سره لاس په لاس ډانس کوي غندي او وايي مردمی نیست درین دور چو با مردم شان از خدا خواسته ام زود نماید گم شان جمع گردید ز دنیا گلم غیرت و ننگ دانس در بزم نمایند کتی خانم شان

22.07.2011 15:11    |   محمود نظری هم غل هم غمور

طنز دلته پردو راوستې غل غدو کراسي ده د هر غله سره مله کامي سینه زوري ده دلته هر غل هم غل دی هم غمور دلته هر خوني هم خونی هم بوکسر

11.07.2011 17:11    |   پوهنمل محمود نظری ددکتور فاروق أعظم طنزونه

۲ دطنز د پنځولو لپاره یو زوروري وسلې ته اړتیا سته چې دا وسله خندا ده نو ډاکتر صاحب هم له دې تیزی وسلې څخه کا راخلي، د هغه د طنز خندا ژوره ده

05.07.2011 19:27    |   پوهنمل محمود نظری ددکتور فاروق أعظم طنزونه

دکتور غلام فاروق اعظم په کال ( ۱۹۴۳ م) په کندهار کښې زېږېدلی دی . هغه خپله دکتورا په ساینس کښې له انګلستان څخه اخیستی ده او د مجاهدیتو په دوران کښې د ښوونې د وزارت وزیر هم پاته سوی دی چې اوس په لندن کښې ژوند کوي. د هغه چاپ سوی مهم کتابونه د افغانستان د بحران سیاسی حل، مشر هم خندا کوی کشر هم خندا کوی دی . هغه یو سیاستپوه، محقیق او تکړه لیکوال دی

02.07.2011 16:31    |   پوهنمل محمود نظری روح څه شی دی؟

د پوهنمل محمود نظری د روح څه شی دی؟ نوی کتاب چې روح يې دفیلسوفانو د فرضیو، ددیني علماو د باورونو، دپوهانو د نظریاتو اود ساینسپوهانو د څیړونو په اساس لیکلی دی د انسان د ژوند داسرارو د سپړولو په اړه یو په زړه پوری علمی کتاب دی چې په دې وروستیو کې د دانش خپرندويه ټولنه لخوا چاپ شوی دی