د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمود نظری

13.09.2013 11:07    |   محمود نظری درښتیا خوب

طنز خوب وینم مشر مې تر ستوني نیولی ځان ته يې راکښوم سترگې یې راوتلي ژبه ې راوتلې وايي څه مي کړې؟

30.08.2013 14:38    |   محمود نظری په سوله بمباري وکړه !

طنز خپل ددې تیرو ښو کړو لږ نوره جانبداري وکړه ووایه امریکاته په پښتون لږ نوره ګلباري وکړه په جنګ کې هم دیموکراسي کیږي هم ټاکنې دځان په قانوني مشري لږ نوره سر لوړي وکړه

24.08.2013 12:44    |   محمود نظری ناروغه سیاست

طنز د وزیرانو غونډه وه ،رییس صایب نا وخته کړ، وزیرانو چې ولیدل رییس نسته نه یوبل یې په دوسیو ویښتل پيل کړه، یوه بیا ټیپ ته یو کسټ واچوی او ډانس یې ورته پیل کړ، بل تلویزیون چالان کړ هغه ته يې لاسونه غوځول پیل کړه...

16.08.2013 14:18    |   محمود نظری د درواغو نه ویلو ورځ

طنز اودس مات شاعران هر بنډار ته ځان رسوي په سرمات چې هلته خپل زاړه شعرونه کړي سوغات د ا د اوس شاعران اوملایان یو خوی سوي دیو دغونډې دبل داوبو په لیدواودس سي مات

02.08.2013 11:48    |   محمود نظری د یوشتمې پیړۍ متلونه

طنز دویمه برخه ميړه په خوارۍ بد ښکاري رشوت دکار په کچه خوړل کيږي . د رښتیا مزل لنډوي. اختلاس يوه نيشه وي هسې نه چې هميشه وي. د رستم نوم له دوستم نه ښه دى.

26.07.2013 13:11    |   محمود نظری د یویشتمې پيړۍ متلونه

طنز چې څوک دي نه پوښتي، ګډيږه! چي ملا یې وایې هغه مه کوه ، چې ملا یې کوي هغه کو ه. چي له د بندګانو پټه نه وي ، له خدایه یې ولې پټوې ! چي واورې مه وايه ، چي ووينې هم مه وايه! هغه مه کوه ،چې پلار او نيکه دي کول ! خپل ګرېوان دبل لاس ته ورکوه!

12.07.2013 15:30    |   محمود نظری ملادي ماته سه، مه نیسه روژه!!!

طنز وګوره کټمېر ونه، راغله بیا مبارکه روژه په پسخانو کې به پټ سي دهغو چې وي بوزه دعملي به پورته سي ناره : دا بیا ګوره روژه! په هر کور کې به وي دسپین ږیرو روژه پوژه د ماشومانو به وي ټوله ورځ ګونګه روژه ملادي ماته سه مه یې نیسه چې نیولی نسې روژه

05.07.2013 11:39    |   محمود نظری چې پارلمان وي نو دغسې وي!!!

طنز یود پارلمان وکیل وډیر خپه ول بیا د شورا چرګه سوه کوټه څوک خپلو خلکو ته تلای سي دلته کابل کې زما غوا ده لنګه

28.06.2013 10:48    |   محمود نظری د وطن ویرسونه

طنز د وطن کمپوتر ته ننوت کوم ویرس ؟ نه پوهیږم د امریکا دی که د روس خراب یې کړه له یوه سره سافت ویرونه ټوله یې دیلیت کړه دکلتور فایلونه

21.06.2013 21:15    |   محمود نظری یومیړه رانیسه بل مفت واخله !

طنز پخوا وه دواک او پیسو زورونه پاچا او شتمن کوله په زرو ودونه دین ډیر رالږ کړه له یوه تر څلورو بیله لس دولس مینځو لکه حورو ول بس یوه ښځه ده د بین الملل ادار ې په یو تېکی کې نه ځایږي تورې دوې

14.06.2013 21:58    |   محمود نظری زنده باد اوغانانو !

طنز د دفتر رییس ومصلحتي بکلوریا مرستیال یې وپياده د دفترپخوا منظوره سوه دروغتون بودجه ورته دوه سوه میلیونه ډالره پیسه ورته

07.06.2013 10:35    |   محمود نظری غلام دلته هم ښکر لري هم لکۍ

طنز دبل غلام او جاسوس هم ښکر لري هم ډانګه لکۍ ټوله ورځ یې غونډې مظاهرې وي د مادر رندۍ د پردو د مشرانو لمانځي تلینونه په بې شرمۍ په دولت او اولس د پر دو کلتور ټپي په دله ګۍ څوک یې له ښکره پيژني څوک یې له ډانګې لکۍ

31.05.2013 21:17    |   محمود نظری تخم لرې هلکه ؟

طنز دانجونو غوښتنه له زمان سره تغیر کوي یو شی غواړي خو د هغه مانا تعبیر غواړي انجونو په اول سر کې ویل تخم لري هلک یاني لوړ تحصل کور او موټر لري پالک

26.04.2013 11:47    |   محمود نظری دکافرانو شهیدان

طنز د فتوا مانا ده دخدای حکم په خوله د مفتي نه په انډي ناستو واکمنو ویل له خیټې پرتي هر یو چې وغواړي وکړي پردو ته بیزوبازي هند، یهود او عیسوي ته وایي شهید وغازي بازار ډیر تود سوی اوس دورکولو د فتوا په کافرانو کې لا هم غازي اوشهید سو پیدا

19.04.2013 11:20    |   محمود نظری دخاین وکیل د وجدان ږغ

طنز زه يم ویاړی وکیل زما ذلیل غل نسته زمانه له ټولو در غلو رذیل بل نسته زما چکه غل نته له مابدل نسته

12.04.2013 15:40    |   محمود نظری ګونګ قانون اوسونګه قضا

شکرښه تر ټوله دنیا دی زموږ قانون په مقام لکه د اروپا دی زموږ قانون سترګه يې له هیڅ چا څخه نه سوځي بې پروا لکه امریکا دی زموږقانون

05.04.2013 18:03    |   محمود نظری زمری که پسه ؟!

پسه نښکه او سمبول دی د شوده شین زمری نښه ده د زړوراو سوده مه ږغوه دسمبولونو سرچپه سرنده اول یې زده کړه بیا یې کړه کوژده څه مه وایه چې په خبرو پوهیږې نه له خپل نابغه عقله لمن پورته کوه مه

29.03.2013 19:25    |   محمود نظری جنګ دی د وزیر او والي

طنز جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده مځکه هغه سوځي چې پرې بله لمبه ده وزیر ویل تر تا خوار زه خاوند د اقتدار یم په بودجه او ټولو عوایدو کې سهم دار یم والي ویل زه د ټولو قرار دادو ټېکه دار یم زه د ولایت دنسوارو او تریاکو اجاره دار یم جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده هغه زړه سوځي چې د پوهې ړنا په کې بله ده

22.03.2013 13:36    |   محمود نظری مایو وار پاچا که !

طنز ما یو وار په دې وطن کې پاچا که په دیموکراسی یا زور یا فتوا که یا په توپونو یاپه بمونو د هوا که یا د سیاسی ګوډګرو په دوا که یا د سپينو سیاستوالوپه دعا که

16.03.2013 14:53    |   محمود نظری زماد پلار حق راکه!

طنز واکمنه ما پاته مقاومتي ته یو لوی مقام راکه دبډو اخیستلوخمار یم یو ډک جام د زمام راکه چې دنیاما سوډر وبولي پوخ سیاستمدار ماچوتار ته یوه څوکۍ دارګ په بام راکه

15.02.2013 18:32    |   محمود نظری لیوني لیکوالان

آیا دا پښتانه لیکوال نه دي چور لیونیان ؟! خپل ګران وخت او پسې کړې هسې زیان کتاب کله لولي هر چا ته چې یې ډالۍ کړې رانیول په تنډه کې نه دي لیکل سوي د افغان

07.12.2012 20:37    |   محمود نظری دفساد لومړی مقام مو مبارک سه!

طنز دفساد لومړی مقام مو مبارک سه! چې نه لرې لمبر پليټ د وجدان درکې نه لیدل کیږي یوه دړه ایمان پزه دي پرې کړې ده د لوی شیطان لا هم د خپلو نخرو نه يې پښېمان نه بابا نه بابا ته به کله يې انسان؟!

23.11.2012 22:31    |   محمود نظری له ارګمشر سره د طنز دخبریال ځانګړې مرکه

خبریال: دا وزیران ولي خپله بودجه نه سوی لګولائ؟ ارګمشر: یو یې لا د وزارت له کاره بوی نه وړي . خبریال: تاسو وایاست آزادي مو راوستې ده لکه دبیان آزادي، د هغه له برکته آزادې رسنې لکه پوڅکی را وغورځیدې ،دهغو خولو ويښتان وکړه، تاسو هغه نه اورئ، د هغه څه ګټه ؟!‎ دالکه د غرب دموکراسي څه مانا لري ،چې خلک مظاهرې کوي خو څوک هغه ته غوږ نه نسي. ارګمشر:زه هم آزادي لرم چې هغه ه وانه ورم .

17.11.2012 13:52    |   محمود نظری له ارګمشر سره د طنز دخبریال ځانګړې مرکه

خبریال :تاسو د ښوونځی له زنګ وهلو و روسته طالبانو ته څه پيغام ولیږئ؟ ارګمشر :ماورته ویل نور ښوونځي مه سوځئ! هغو ویل : ښه دی . ما ورته وویل : یو وار بیا ووایاست!ما وانه وریده !

15.10.2012 19:29    |   پوهنمل محمود نظری شیطان پیژندنه

پوهنمل محمود نظری نوی کتاب د« شیطان پیژندنه» په نامه کتاب چې شیطان یې دفیلسوفانو ، ادیانواو پوهانو د نظریاتو او دساینس د شواهدو په اساس څیړلی دی په دې وروستیو کې د دانش خپرندويې ټولنې لخوا چاپ شوی دی.