د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمدعیان«عیان»

08.12.2016 12:22    |   محمدعیان«عیان» یوه دیپلوماتیکه اصطلاح

دایوه داسې ایستیلا(اصطلاح) ده چې په دیپلوماتیک ژوند کې ورنه کاراخیستل کیږي.

27.10.2016 12:59    |   محمدعیان«عیان» دهرې څیړۍ لاندې یویوټانک

جمال خان راته کړل(ویل یې): دکیوبا دهیواددغه ځلمی مونډی(غونډمنډـ کلوله) شان ژورنالیست چې به دکنفرانس په کومه ګوښه غوندې کې را سره مخامخ شونوپه انګلیسئ ژبه به یې راته داخبره تکراروله چې: «دهرې څیړۍ لاندې یو،یوټانک»اوبیابه ښه مسکی شوپسې.

26.09.2016 12:11    |   محمدعیان«عیان» دګاونډي یتیمه میلودي

محمدناصرګاونډي ډیره موده مخکې دیوې فاتحې دپای ته رسیدونه وروسته دخپل موټرنه یوکتاب راوویستواوراته وې ویل: دناول لوستلوسره مینه لرې که څنګه؟

10.09.2016 10:06    |   محمدعیان«عیان» جینۍ،نجلۍ ...

جینۍ،نجلۍ،جلۍ،جنۍ،جینکۍ اوجلکۍ چې ټول یازیات لوستونکي پې له یوه سره اوبیله شکه ښه سم دم پوهیږي.

18.08.2016 17:20    |   محمدعیان«عیان» کړه وړه

په کونړکې کړه وړه دمخ کردې ته وایي.

26.07.2016 12:45    |   محمدعیان«عیان» زبات(زباد)

په کونړکې احسان کولوته زبات(زباد) وایي.

20.06.2016 10:31    |   محمدعیان«عیان» کـــڅ

مونږپه کونړکې ساحل ته کڅ نه وایو

20.09.2015 21:47    |   محمدعیان«عیان» ټوکه که پټاکه؟

مشران وایي چې ټوکه کوې خیردی، خوچې درنه پټا قه (پټاکه) نه شي.

01.09.2015 00:01    |   محمدعیان«عیان» پاسنی کاکا:لنډه کیسه

دهغه په خوله نن قچه(کچه)ګوته نه ننوتله اوداسویلولړې یې راخورې کړې وې.

31.05.2015 21:33    |   محمدعیان«عیان» کشتۍ: لنډه کیسه

هغوی چې کشتۍ ته ختل نودسمندرټولوکړاوونوته یې سینه پراخه کړې وه. باوریې درلودچې په سمندرکې بادشته،باران شته،توپان هم کله کله پیښیږي اوددې امکان شته چې بیړۍ په چړوخیژي،ونښلي اودایې هم په پام کې وه چې ښایي بیړۍ غرکه اوپه اوبوکې ډوبه شي.

17.05.2015 11:39    |   محمدعیان«عیان» چپه کښ مې په کاردی

ډیرپخوامې یوناولګی شانته د«چپه کښ»په نوم لیکلی ؤچې په وروسته کلونوکې چاپ شو

05.05.2015 16:11    |   محمدعیان«عیان» دواده په هیله:لنډه کیسه

دهغه په ږیره کې سپین ډکي لګیدلي وو...

18.03.2015 18:01    |   محمدعیان«عیان» دپیسوارمان:لنډه کیسه

په هغوی باندې نن دماتم شپه وه ،ځکه چې دجوپې خریې ناروغه و.داسې ناروغه وچې درغیدوتمه یې ترې غوڅه شوې وه.موراوزوي دواړوسرونه په ځنګنونوایښودلي وو. خدای خبرچې څه چروتونه به یې وهل. دړندې زوي لا اته کلن وچې په جوپه یې شروع کړې وه اوژوندیې له دغې لارې نه تامیناوه. دتورګل مورګل بي بي نومیده،خوسترګې یې دکوچنیتوب له وخته ضعیفې وې اوپه ړندې باندې مشهوره وه.کله چې پاخه عمرته ورسیده نودآدې کلمه ورسره زیاته شوه اود ړندې آدې غږبه ورته کیدو. دړندې آدې تورګل خولاله هغه وخت نه په ګلالي مشهورو چې موریې ورته دډیرې مینې نه د«تورګلا لي »غږکاوه.

17.02.2015 20:35    |   محمدعیان«عیان» جوارګر: لنډه کیسه

ددوبي مازیګروخولمرلاتراوسه په غرونوولاړو.په دې وخت کې جمال خان دلاس نه ونیولم اوراته وې ویل چې راځه د بازارخواته چکرووهو!که څه هم زماپه یوبل ځای کې کارو، خودده دزړه نه تیر نه شوم. دڅادرپلومې په ځان پسې راټول کړاولاس ترلاس ورسره په مرکه مرکه راروان شوم.په لاره کې یې راته دپروني مړي کیسه هم وکړه اودابې ځایه رواجي مصرفونه یې زمونږدخلکودبدبختۍ اوهلاکت موجب وګڼل.

28.01.2015 11:06    |   محمدعیان«عیان» «څو»دخوشال خان په څوبیتونوکې

څودې توان رسي په لوي دریاب کې ګرځه

18.01.2015 12:25    |   محمدعیان«عیان» زورورخان

دخان کندل خان نوکرانوداکبرخان کاکا نه نژدی و چې په راښکلوراښکلوترې کمیس وباسي او په ملا باندې یې ورله سرې تغمې ودرولې وې .اکبرخان کاکایواځې دومره وویل : «حق مې هم خپل اووهل هم ورباندې خورم».

03.11.2014 22:49    |   محمدعیان«عیان» اسعدآبادکه «جمال ښار»؟

څوک ورته اسعدآبادوایي اوځینې یې اسدابادبولي،خو...

15.10.2014 09:37    |   محمدعیان«عیان» لنده کیسه:صادق مامور

دپلاریې لیکل نه ووزده،خوځینې اسان کتابونه یې لوستلای شول.

14.09.2014 20:16    |   محمدعیان«عیان» کوچۍ لنډه کیسه

دلیکلونیټه یې:۱۳۴۴ په خوله کې یې یوغاښ هم نه لیدل کیدواوپه سترګوښه پوره کمزورې شوې وه.دسرویښتان یې سوچه سپین وواوچې یوڅوقدمه به په لارولاړه نوساوتیګاه به وه(ساه به یې زرزر ایستله)اودزړه حرکت به یې له اندازې زیات شدت پیداکاوه.د پغمان دسرک په ښي اړخ،دمیرویس میدان څلورلارې ته نیژدې یې کیږدۍ ودرولې وه.

13.08.2014 21:57    |   محمدعیان«عیان» لنډه کیسه:داورښت په کال

دډوډۍ آبۍ نوم لاتراوسه پورې مونږنه پیژندواونه موپه دې هکله دچانه کله پوښتنه کړې وه.

18.06.2014 15:34    |   محمدعیان«عیان» غازي

چې لا ماشومان وونوداختردمانځه نه وروسته به موچې د خلکوسره داخترمبارکي کوله ، له مبارکۍ نه وروسته به مو ورته داهم ورپسې زیا توله چې: «په حاجیانواوغازیانوکې و شمیرل شې،مونځ روژه دې قبوله شه دټولوعبادتونوسره...». په هغه وخت کې مونږنه حج پیژندواونه غازي ، خوله مشرانونه مواوریدل چې مخامخ کس ته به یې داخترمبارکۍ کې دغه جوملې(جملې) استعمالولې اومونږهم له هغوی نه زده کړې وې چې کټې مټې به مودهغوی په شان تکرارولې. وروسته وروسته پوه شوچې حج څه شی دی اوغازي هغه چا ته ویل کیږي چې نورانسانان ووژني،وینې یې توی کړي اودوزخ ته یې ولیږي، خویره چې وژل شوي کسان کاپیران (کافران) وي. وایي چې دکاپیروپه وژلوسړی غازي کیږي. کله چې زمونږسیمې ته یوسترروحاني شخصیت راغی نو دغازي په مانا(معنا)ښه کره پوره پوه شوم.

04.06.2014 10:02    |   محمدعیان«عیان» سکونډنه ـ زړه مې نری دی لکه لوټه

په خوله خوبیلکل چانه ویل چې انقلاب دی، یواځې ددیمو کراسۍ اوانتخاباتونارې ګدې وې . لیکین انقلاب ورته ځکه ویل کیږي چې دیوزیات شمیرحکومتي چارواکوشپږاووه زره افغانۍ تنخا په نهه لس زره اویازیاتو ډالروبدله شوې وه . بس نودې ته وایي انقلاب(!؟). دایوعجیبه انقلاب دی.امریکایان او پلویان یې همدې ته بنسټیزبدلون وایي . همداورته ریشتینی او کره انقلاب ښکاري . هغوی چې دا امتیازونه یې په نصیب شوي اونن سبادامریکایانوپه مخ کې لکه داردلیانوپه څیرمنډې رامنډې وهي اولکۍ ورته ترپوي نومخکینیوبدلونونوته یې دومره ستغې سپورې ویلې چې مرۍ ګانې یې هغه دچاخبره شلیدلې وې.

24.05.2014 14:03    |   محمدعیان«عیان» دمحشرورځ«لنډه کیسه»

چې دزړومکرویانودپله نه پورې وتونودپله دښۍ خوادواده هال ته وروګرځیدو.

14.01.2014 17:29    |   محمدعیان«عیان» پردۍ کلیمې څنګه ولیکو؟

لوغاتونو(وییونوـ کلیمو)شمیرچې په وروستنۍ (دریمه)برخه کې به یې وګورئ ، بیخي زیات دی ، خومایې دغه څوسوه دبیلګې په توګه دلته راوړي چې په درې برخویې ویشو. یابه داسې ووایو چې په دریو پړاوونوکې یې پښتوګړدود اولیک دودته رااړولای شو. بیلګې به یې داسې وي :

01.01.2014 22:24    |   محمدعیان«عیان» پردۍ کلیمې څنګه ولیکو؟

ایادپردیولوغاتونودخپلولواجازه شته ؟