د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمدشفیق محمدی

28.02.2015 12:08    |   محمدشفیق محمدی دتورو اوشنو چایو څښل څه ګټه لری؟

چای د انسانانو په ژوند کي هغه ټاکلې د څښلومایعوی ماده ده،چه په نړۍ کي د څښلو لپاره ډیره کارول کیږي.په افغانستان کي هم شین اوتور چای په زیاته پیمانه سره څښل کیږی او د څښلو طرفداران یئ هم خورا ډیر دي. زمونږ په هیواد کي په سلو کي ۹۹٪ فیصده وګړي دتورو او شنو چا یو د څښلو څخه کا ر اخلي. د چایو اصلی نوم دچینای ژبی څخه اخیستل شوی دی، او د چایو دتولید هیواد هم جنوبی چین دی. چه همدغه نوم زمونږ دهیواد د خلکو په منځ کي هم د چای په نوم سره یادیږی او دا نوم یی ځانته غوره او خپل کړی دی .

28.02.2015 12:08    |   محمدشفیق محمدی د زړه د ناروغۍ د مخنیوي ۴ لارې

هر کال په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۱۷ ملیونو انسانانو په وژلو سره، د زړه او رګونو ناروغیو یا Cardiovascular Disease د انسانانو د وژونکو رنځونو په سر کې ځای موندلی دی. وېره ښودل شوې چې تر راتلونکو ۲۰ کلونو پورې به دا شمېره په کال کې تر ۲۳ میلیونو انسانانو هم واوړي. له دې مړینو څخه شاوخوا ۶ میلیونه یې د عصبې سکتې یا ګوزن له امله بلل شوي، او څه د پاسه ۷ میلیونه نورې مړینې یوازې د زړه د رګونو د بندېدا او ورسره خړپړتیاوو له کبله پیښیږي.

28.02.2015 12:05    |   محمدشفیق محمدی د مغزي سکتې علامې څنګه پیژندل کیږي ؟

له محترم لوستونکو نه هیله کیږي چي دا لاندی مالومات په غور ولوي او له خپلو دوستانو سره یې شریک کړي . دا مالومات ډیر ساده دی ،خو کیدای شي ژوند وژغوري . مغزي سکته که په لمړیو ثانیو او دقیقو کي وپېژندل شي او ناروغه په لنډ وخت کي تر درملني لاندي راشي ، دژوند ژغورلو امکانات یي ډیر زیات دي . په نورمال حالت او ورځني ژوند کي که څوک چي له مغزي سکته سره مخکیږي ، ډیر کم به داسي وي چي له ده سره یو طبي ډاکټر هم ملګری وي . هغه کسان چي ناروغه ته په چاپېریال کي حاضر وي ، باید پوه شي چي ایا ناروغه له مغزي سکتې سره مخ دي او که بله کومه ناروغي لري .

12.02.2015 11:28    |   محمدشفیق محمدی ایا د نوکانو رنګ زهرجن دی

باید د نوکانو رنګ پر کوتی ټولې لارښوونې سمې ولوستل شی. د نوکانو د رنګ په ترکیب کې ځینې وخت داسې مواد کارول کېږی، چې د انسان روغتیا ته زیان رسوی، چې تر ډېره یې زهرجن مواد بولی. خو هغه کسان تر ډېره له دغو زهرجنو مواد اغېزمنېږی، چې په سینګارخونو کې د نورو کسانو نوکان رنګوی او یا یې په ناسمه توګه کاروی. د امریکا د خوړو او درملو د ادارې د موندنو پربنسټ، د نوکانو رنګول د حساسیت او ځینو ساری ناروغیو لامل ګرځی، خو که چیرې ځینې دغه مواد اورته ورنژدې شی، سوځیږی،‌ او که چېرې په سترګه ولګیږی او یا له مرۍ تېر شی،‌ ډېر ناوړه ناروغۍ زیږوی. لاندې د نوکانو په رنګ کې د کارول شویو موادو لست او ترڅنګ یې د زیان رسولو څرنګوالی دی:

05.02.2015 10:59    |   محمدشفیق محمدی د سترس یا زهني فشار مخنیوی څنګه کیدی شي

په نورماله توګه ستر س اویا روحی فشارونه د ژوند یوه طبیعی برخه ګڼل کیږی چه د ژوند په مختلفو پړاوونو کی انسانان ورسره مخاخ کیږی خوا که هغه د زدکړو په دوران کی وی، د دندی تر سره کولو په وخت کی او یاهم د کورني او ټولنیزو ستونځو سره دمخامخ کیدو په وخت کی وي. ډیر وخت خلک د روانی فشار تر اغیزی لاندی راځی او ورځنی چاري یی د خنډ سره مخامخ کوی . روحی فشارونه ډیری وخت ژر تیریدونکی وی خو کله کله یو شمیر وګړی په مکرره توګه له یو شمیر ستونځو سره مخاخ کیږی چه داستونځی د روحی فشار کچه پورته وړی او دوخت په تیریدو سره د کورنیواو ټولینزو ستونځو لامل ګرځی . دلته مونږ د یو شمیر لارو چارو څخه یادونه کوو چه وکولی شو تر یوی اندازئ د روحي فشارونو په کمولو کی تری ګټه واخلو.

02.02.2015 11:03    |   محمدشفیق محمدی فزیولوژی حجره

تعریف علم فیزیولوژی : علمیکه ازوظایف ساختمان های مختلف بدن موجودات حیه ( جانوران ونباتات) بحث میکند. دربدن حیوانات سیستمهای مختلف( اسکلت بندی ،عضلات، اعصاب، خون، تنفس، هاضمه، تکثری، اطراحیه، اندوکراین) قرار دارد که ما در این لکچر نوت سعی نموده ایم تا درمورد فیزیولوژی هر یک معلوماتی را ارایه کنیم .

02.02.2015 10:58    |   محمدشفیق محمدی د وړانګو خواص او اغیزی

وهر اتومي نظريه: 1913 دنمارکی عالم نيلز بوهر نظر ورکړه 1. اتوم د يوی مرکزی هستی څخه چي مثبت چارج لري او الکترونو څخه چی شاوخوا يي تاويږي جوړ شوی 2. دهر عنصر د اتوم الکترونی مدارونه ثابت او مشخص حالت لری 3. متعادلو مدارو په شاوخوا الکترونو دوران تشعشع له ځانه سره نلري 4. د متعادل مدار ټولی برخي له هستی څخه مساوی فاصلی لري 5. الکترونونه هغه وخت تشعشع کوی چی له پاسنی مدار څخه لاندينی مدارته وخوځيږي 6. که اتوم له يو مدار څخه بل مدار ته ځی څومره انرژي چی يي اخيستی وی بايد په هماغه مقدار انرژي بیرته له لاسه ورکړی چي بل خپل حالت ته راځي h.v د رونتګن د وړانګی ماهيت: