د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمدآصف خواتي

18.11.2016 12:27    |   محمدآصف خواتي موږ ښه سړی نه غواړو

د نن ټکي آسیا په ویب پاڼه کې دپښتوخوږژبي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني یوه لیکنه خپره شوې ده چې په هغې کې یې دخپلې استعفا په اړه لنډ معلومات وړاندې کړي دي. دجهاني صاحب په لیکنه کې دتبصرې وړ ټکي ډیردي خوددې قلم خاوند غواړي پردوو یې تم شي اوضمنآ دجهاني صاحب پام یوې مسئلې ته هم راوګرزوي.

21.08.2016 12:05    |   محمدآصف خواتي درناوی که سپکاوی؟

خبره دخپلواکۍ دګټلو د۹۷ کالیزې په مناسبت په پلازمیینه کې په یوه پرتمینه غونډه !؟ کې دیوشمیر پخوانیو دولتي مشرانودانځورونو په کتارکې دامیرحبیب الله کلکاني انځور هم ځړول شوی و. خوپدې انځورونو کې دافغان مشرانو دسترسالاراعلیحضرت غازي امان الله خان انځور نه لیدل کیده. که خبره داستقلال د کالیزې دلمانځنې څخه کیږي اودخپلواکۍ دلارې داتلانو درناوی کیږي دشاه امان الله د انځور پرته ، دهغه دتلپاتوکارنامو ، دانګریزي ښکیلاکګرو دوحشتونواوداماني غورځنګ خلاف د انګریزانو دګوډاګیانو اوپه هغوکې دحبیب الله کلکاني دکرغیړنوفعالیتونو دیادونو پرته دالمانځنه هیڅ مفهوم نه لري. خوکه چیرې دخپلواکۍ دلمانځنې په غونډه کې داستقلال دلارښوداواتل دتبعیدکونکي ځای ناستي ( په هیواد کې دوحشت او بربریت دواکمنولودعامل اودعلم اومعرفت ددښمن) کوم چې په حکومت کې یې عدلي اوپوهنیزو بنسټونو شتون نه درلود انځور وځړول شي دانو بیا دخپلواکۍ درناوی نه بلکې سپکاوی دۍ.

18.09.2015 09:20    |   محمدآصف خواتي لایق صاحب کوم رهبر یادوي

دهیواد دپیژندل شوي شاعر اوسیاستوال ښاغلي سلیمان لایق د« رهبر» په نامه په زړه پورې شعرمې ولوست کوم چې درهبر څخه خوابدی اوګیله من دۍ اوهغه په سختوټکو غندي اوملامتوي۰ خو د شعر څخه نه څرګندیږي چې موخه کوم رهبر دۍ؟