د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد عارف رسولي

23.08.2015 14:36    |   محمد عارف رسولي د خپلواکۍ مفهوم، ګټل، نمانځل او ساتل – لمړۍ برخه

د اسد د میاشتې ۲۸ مه نیټه د ګران هیواد افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو شپږ نویمه کلیزه خپلو درنو دوستانو، د هغوی درنو کورنیو او ټول پتمن افغان ولس ته د زړه له کومي مبارکي وایم. د هغې پتمنې سوبې او معرکې د شهیدانو، غازیانو او مجاهدینو پاک روح ته خوشالي او د سپیڅلو ارمانونو یې پوره کیدل غواړم. همدارنګه، له الله تعالی څخه غواړم چې موږ افغانان د خپلواکۍ په پوره مفهوم، دهغې د ګټلو او ساتلو په ټولو اړینو لارو چارو او رازونو پوره پوه شو ترڅو د خپل هیواد مکمله سیاسي، اقتصادي او کلتوري خپلواکي خوندي او تلپاتې کړو. آمین

13.08.2015 11:58    |   محمد عارف رسولي مدني فعالیتونو او څرنګوالی یې

په دې لیکنه کې موخه داده چې په هیوادکې په مدني ټولنو او مدني فعالیتونو یوڅه رڼا واچول شي ترڅو که ممکنه وي زموږ د ځوان نسل او مدني فعالانو پوهه په دې هکله زیاته شي او له خپلو فعالیتونو څخه د خپلو ټولنو او د ټول هیواد په کچه سمه ګټه پورته کړي. په هیواد کې د مدني فعالیتونو حالت

09.08.2015 19:23    |   محمد عارف رسولي د یوویشتمې پیړۍ د رهبرۍ لپاره چوکاټ

په اوسنۍ زمانه کې د ټولنو او ملتونو د ښه پرمختګ لپاره د وړو رهبرانو رول خورا زیات دي او دا رول ورځ تربلې زیاتیږی. نو اړینه ده چې د رهبرۍ په ماهیت او څرنګوالي، د رهبرۍ په رول، او د رهبرۍ لپاره د پيروانو شتون، دهغوي وده، دهغوي ژمنیتیا او نورو باندې یو څه رڼا واچول شي. له دې کبله په دې لیکنه کې هڅه شوې چې زموږ دځوان کهول پوهاوی د رهبرۍ د اصولو او مهارتونو او شرایطو باندې یو څه رڼا واچول شی. هیله ده چې ګټور به وي.

13.07.2015 10:06    |   محمد عارف رسولي له خپله ځانه د تپوس کولو ګوهر

نن سبا د بریالیو انسانانو په هکله ویل کیږي چې هغوئ د خپل ځان، خپلو کړو، خپلو افکارو، خپلو پریکړو او مواقفو په اړه عمیق فکر کوي، په ځان سوال کوونکی فکر روزي او هر وخت خپلې کړنې د تیرو تجربو، تاریخي روایاتو او د پیژ ندل شوو پوهانو د ویناوو په رڼا کې ارزوي. دې ته ژور فکرکول (Critical thinking) وایي او د بریالیو انسانانو مهم خاصیت جوړوي. دا خلک په منازعو او شخړو کې که د بل لوري نیوکو ته ځواب لټوي، د هغو په مثبتو ټکو هم غور کوي، د خپلو دریځونو او نظریاتو هم سم جاج اخلي ترڅو ځواب یې د عقل په تله سم وي. هغوي داسې انګیري که د هغوي دریځ د دریم ګري او بیطرف لوري لخوا وارزول شي څه پایلې ته به ورسیږي.

05.07.2015 18:05    |   محمد عارف رسولي افغانستان څنګه د اسیا په ترانزیتي، تجارتي او اقتصادي څلورلارې پدلیدلای شي؟

په دې اړه مو په تیره لمړۍ برخه کې په هیواد که په اړینو سیاسي او ټولنیزو شرایطو، دولتي لرلید، سوله، د نورو ملکونو په رول، د ملي ثبات په اړینتوب او نورو خبرې وکړې ترڅو هیواد، دولت او ملت وکولاي شي چې پورته ارمان او موخو ته ځان ورسوي.

30.06.2015 18:49    |   محمد عارف رسولي افغانستان څنګه د اسیا ترانزیتي او اقتصادي څلورلاره کیدای شي؟

د یوه ملک د پرمختګ او اقتصاد د ښه کولو لپاره د تولید د نورو وسایلو ترڅنګ انساني، ټولنیزې، زیربنایي، د وسایطو، مالي او د انسانانو د نوښتګرۍ Entrepreneurship پانګو ته اړتیا شته. څرنګه چې دا پورته پانګې هره یوه خپل خبل اهمیت او ځای لري او بیلو بیلو څیړنو ته اړتیا لری په دې لنډه لیکنه کې زموږ د هیواد په ترانزیتي زیربنا او ستراتیژیک موقعیت باندې خبرې کول غواړم.

06.02.2015 23:55    |   محمد عارف رسولي خپل ملي هویت څنګه پیاوړئ کړو؟

ملي هویت یوه معاصره پدیده ده او په اوسنیو شرایطو کې د ملتونو د بقا، یووالي، پرمختګ او سوکالۍ لپاره اړین شرط دئ. د زمانې په تیریدو سره د ملي هویت په ماهیت، تعریف، وده او ستونزو کې هم توپیر راځي. موږ د نن زمانې له شرایطو سره سم باید د ملي هویت په جوړوونکو عناصرو، ستونزو او د ټینګښت په لارو ښه ځان پوه کړو. باید پوه شو چې په یوه هیواد کې د ملي روحیې د پیاوړي کولو، د ملي وحدت د تامین، په ټولنیزو سرتاسري ستونزو کې د ملي وفاق راوستلو او ورته د اړینو حل لارو موندلو لپاره د ملي هویت مسئله خورا مهم او ستر رول لري او له بلې خوا ملي هویت هم بیا په یاد شوو ملي مفاهیمو متقابله مثبته اغیزه شیندي. ملي هویت د یوه هیواد له خلکو سره مرسته کوي چې ګډ ارزښتونه، ګډ ارمانونه او ګډې موخې ولري او هم ورته د رسیدو لپاره ګډې هڅې وکړي نو بیا هغه هیواد ستر ستر کارونه سرته رسولئ شي او لویې پایلې لاسته راوړلئ شي. په همدې توګه، ګډې موخې لرل او ورته کار کول بیا د ملي هویت داعیه لا نوره هم ټینګوي.

29.01.2015 11:02    |   محمد عارف رسولي د ټولنیزو او کلتوري کمښتونو بدلون او اصلاح

د ملتونو انسانان، قومونه، سازمانونه، سیمې او نور ګروپونه د یو څه توپیرونو سره سره زیات ګډ کلتوري، ټولنیز او سیاسي ارزښتونه لري. دا ځکه چې ټولنه په ګډه کلتور ته وده ورکوي او کلتور بیا په خلکو یوشان اغیزه کوي. نو په ځای خبره ده چې هر ملت، دهغوي پوهان، فرهنګیان، لیکوالان او شنونکي د ځان، خپلو خلکو او ټولنو د اصلاح لپاره لمړئ خپلو ګډو مثبتو او منفي کلتوري عادتونو او ځانګړتیاوو ته ښه ځیر شي. ښه اړخونه یې لا ټینګ کړي، او د منفي اړخونو د بدلون لپاره چې هغوي وروسته پاتې ساتي هم کره ارزونې، مطالعې او بحثونه وکړي او د منفي انګیرنو د اصلاح او بدلون لپاره د یوه منظم کلتوري او ټولنیز پروګرام له مخې په ګډه هڅې وکړي.

31.12.2014 15:02    |   محمد عارف رسولي که مو سازمانونه د زده کړې مرکزونه شول

که د انساني پانکې او فردي پوهې ترڅنګ د یوه هیواد سازمانونه د نوې پوهې، ښه کار، غوره تولید او زیات ثروت په ایجاد کې د زده کړې مرکزونه شي نو په سیي لاره روان دئ. که د هیواد سازمانونو د ښې رهبرۍ، غوره مدیریت او په کم وخت او لږه خرچه د ډېرو کارونو سرته رسولو پوهه ترلاسه کړه نود هغه هیواد پرمختګ او سوکالي حتمي کیږي. که سیاسي سازمانونو او ګوندونومو د تشو شعارونو په ځای د خلکو په خدمت او د ملي یووالي په ټینګښت کې له یو بل سره روا او مشروع مسابقه پیل کړه نو ملي ستونزو، شخړو او د بهرنیاو لاسوهونو ته د حل لاره موندل کیږي.

23.12.2014 20:17    |   محمد عارف رسولي بیوزله هیوادونه د شخړو په خبیثه دایره کې

بیوزلي او ورپسې اوږدې شخړې او منازعې یوه ټولنه او ملت ژور بحران او د ناکامۍ له یوې خبیثې دایرې سره مخ کوي او ور څخه بیا وتل خورا ګرانه، اوږده ستونزمنه او اغزنه لاره شی او ډېر خلک ورباندې ښه نه پوهیږی. د داسې ټولنو ډېرئ خلک د شخړو، بیوزلۍ او محرومیتونو په اور کې سوځي خو د خلاصون لاره نه مومي. ټولو ته مالومه ده چې زموږ د ټولنې او ملت حالت همداسې دئ. او اړینه ده چې ځان ښه ورباندې پوه کړو او د نجات او خلاصون لارې ومومي. په دې لیکنه کې موخه همدا ده ترڅو د هیواد والو او په تیره ځوانو کدرونو سره مرسته وشي چې په دې ملي ژوره ستره ستونزه ځان سم پوه کړي او د خلاصون لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي.

16.12.2014 00:22    |   محمد عارف رسولي په ملي مسئلو کې پوره غور اړین دی

افغانستان یو بیوزله او شخړو وهلئ هیواد دئ او ځکه نو حکومتولي کمزورې، د قانون حاکمیت ټکنئ، خپل سري زیاته، دملت زیات خلک نالوستي، بیوزله او سیاسي شعور او ويښتیا یې ډېره لوړه نده. سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې، رسنۍ، مسلکي ټولنې او په تیره بیا دولتی نهادونه کمزوري او ټولنیز فعالیتونه، پرمختیایي او اقتصادي کارونه یې کمرنګه دي. زموږ په هیواد کې د ټولنیزو مسئلو او ستونزو د ارزونې او تحلیل توان کم دئ، د ټولنیزو بدلونونو او تغیراتو په هکله ډېرسیاستوالان سم نه دي خبر، ډېر مشران د خپلوخلکو په غوښتنو ځان نه خبروي او یوازې په ګمان او ظن باندې تکیه کوي. دوي که هرڅومره له خپلو خلکو او دهغوي له غوښتنو بیخبره دي خو له هغوي تر قیامته د اطاعت تمه لري. همدارنګه په خواشینۍ سره که دوي هرڅومره د شورايي نظام یا دموکراتیکو اصلو دلرلو دعوا کوي خو په اصل کې نه ورباندې باور لري، نه یې پلي کړي دي، نه ورڅخه کومه تمه کیږي او نه ورباندې سم پوهیږي.

01.12.2014 11:12    |   محمد عارف رسولي د هیوادونو د ناکامۍ لاملونه پیژندل او د بریا یو څو لارې

په بیوزله ملتونو کې که د داخلي او بهرنیو لاملونو له کبله شخړې رامنځته شي او که دا شخړې د اوږده وخت لپاره دوام وکړي نو دا هیواد او دولت یې د ناکامو دولتونو او ملکونو په کتار کې راځي. په خواشینۍ سره زموږ ګران هیواد هم اوس د دې ناکامو دولتونو په کتار کې شمیرل کیږي. ناکام دولتونه او ملتونه له خورا ډېرو تولنیزو، سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي. دا یوه پیچلې ستونزه ده او ډول ډول داخلي او بهرني پیچلي لاملونه لري او ورڅخه راوتل ستونزمن کاروي. دلته د قانون حاکمیت، ښه حکومتولي، ملي قانوني اقتصاد، ملي ارزښتونه او ټولینز پیوستون او نور ټولنیز قراردادونه کمزوري کیږي اوبیا رغول یې ګران کار وي. دلته بهرني قوتونه لاسوهنه کوي، د پخلاینې مخه ډب کوي او د مثبتو بدلونونو مخه نیسي. په دې لیکنه کې د ننیو نړیوالو شته څیړنو او تاریخي شواهدو په رڼا کې هڅه شوې ده چې د بیوزله او شخړو وهلو هیوادونو چې ناکام هیوادونه هم ورته وایي یو څه بحث وکړم. موخه داده چې د هغوي د ناکامیو او د نجات په لارو یو څه رڼا واچوم ترڅو په دې اهمه ملي موضوع عامه پوهاوئ زیات شي.

26.11.2014 18:56    |   محمد عارف رسولي افغان پوهنتونونه او د کتاب او کوریکولم ستونزه

د افغان پوهنتونونو زده کړیال تراوسه هم سم درسي کتابونه نلري. دهغوي استاذان ورته هغه په نامه د څپرکو کاپۍ یا د لکچرنوټونو او کتابونو څخه اخیستل شوې برخې ورکوي چې ډېرئ یې زیات وختونه د وخته تیر او زاړه وي. له بلې خوا، کتابتونونه، د بودجې له کموالي سره مخ دي او دهغو بخشش شوو کتابونو د غورځولو ځای دي چې تر ډېره له اړتیاوو سره سم ندي او د کوریکولم یا د درسي پروګرام له محتویاتو سره سمون نه خوري. ولې دا تراوسه داسې ده، ۱۳ کاله وشول چې په یوه سکتور کې مرسته شوې چې ښوونه او لوړې زده کړې یې یوه د بریالیتوب کیسه بللئ؟ کرستینه رورز د زده کړې او ښوونې د زیرمو په وړاندې درئ مهم خنډونه ارزوي او تشریح کوي چې څنګه دا له نورو مسئلو سره اړیکه لري: د کوریکولم اصلاح، بودجه او د مکتب د لمړنیو او ثانوي دورو له سکتور سره نه همغږي. دا هغه وړاندیزونه چې استاذانو او مشاورینو یې سپارښتنه کړې وه معرفي کوي چې په پایله کې به زده کړیالانو ته مناسب درسي کتابونه ورسوي. هغه وایي، په خواشینۍ سره داسې معلومیږي چې نه د لوړو زده کړو راتلونکي پنځه کلن پلان او نه په سکتور کې غټو مرسته کوونکو دا بیړنئ حالت درک کړئ وي.

23.11.2014 13:25    |   محمد عارف رسولي د ملتونود ظهور، پرمختګ او زوال یو څو لاملونه

په دې لیکنه کې د ملتونو د پرمختګ، ظهور او یا او وروسته پاته والي په اړه بحث کیږي. که پوه شو چې ټولنې د کومو لاملونو له مخې پرمختګ کوي نو دهغو لاملونو نشتون بیا وروسته پاته والئ راولي.

12.11.2014 10:44    |   محمد عارف رسولي په ټولنو کې د اصلاح لپاره پاکو او مسلکی خلکو ته اړتیا وي

په انساني ټولنو کې د دې اړتیا شته ترڅو یو داسې ټولئ وي چې خپله هم پوه وي، ښه اعمال ولري، خلک هم و ښو کارونو ته راوبولي اوله بدو یې را وګرځوي. ویلای شو چې په ټولو بریالیو انساني ټولنو کې د تاریخ په اوږدو کې داسې ګروپونو شتون درلوده او اوس یې هم لري. البته دې ټولنو به د هر وخت، هرې ټولنې، هر تمدن او هر دین د اړتیاوو او غوښتنو سره سم یو څه بنیادي او اعتقادي توپیرونه درلودل خو که ښه ورته ځیر شو دې ډلو یو څه ورته والي هم درلوده او اوس یې هم لري. د ټولو ګډ خاصیت نو د خلکو ښو ته رابلل او له بدو منع کول وو. همدارنګه دا ټولي او ګروپونه په خپلو ټولنو کې د ښه شهرت او کړنو څښتنان ول. څرنګه چې په هره ټولنه کې داسې خلک پوره احترام ترلاسه کوي نو کله کله داسې هم شوې او هروخت کیدای شي چې خپله فاسد خلک په دې لباس کې ځان ووهي او د خپلو ګټو لپاره کار وکړي او ترځان ښه خلک تخریب کړي او اوبه خړې کړي او کبان ونیسي.

12.10.2014 14:24    |   محمد عارف رسولي زموږ ملي ستونزې او لیکوالان

زموږ په هیواد کې شنونکي او لیکوالان ورځ تر بلې زیاتیږي او خپلې لیکنې او مقالې له خپلو لوستونکو سره شریکوي او دعامو خلکو قضاوت ته يې سپاري. خلک هم دالیکنې لولي او کله کله ورباندې بحث هم کوي. دا یو مثبت بدلون او ښه زیرئ دئ. ځکه چې کله چې خلک خپل نظریات، وړاندیزونه او نیوکې په سوله ایزه توګه له خپلو هیوادوالو سره شریکوي، په ستونزو بحث کوي او د حل لارې لټوي نو په ټولنه کې مثبت بدلون خامخا راځي. اړینه ده دې مثبت خوځښت ته نوره هم وده ورکړل شي، کمیو ته ګوته ونیول شي او ښه اړخونو یې تایید او نوره پانګونه هم ورباندې وشي. طبیعی خبره ده چې ډېرئ دا لیکنې تراوسه معیاري ندي او ډېر زیات هرډول کمښتونه لري. هیله داده چې دا به د ګرانو لیکوالانو په هڅو ورځ تربلې معیاري کیږي او لوړو پوړیو ته به رسیږي.

04.10.2014 10:24    |   محمد عارف رسولي نوی حکومت، ستونزې او فرصتونه

د نوي حکومت د بریا او خدای مکړه پاتې راتلو دواړو چانسونه شته. د بریا چانس ځکه شته چې که په احتیاط، هوښیارۍ او ریښتینولۍ سره لمړيتوبونه ښه وټاکل شي، دغوره پالیسیو او تګلارو په مرسته ګام په ګام په ټینګه پلي شي او د افغانستان د خلکو تائید ترلاسه شي نو خلک به د اصلاحاتو ترشا ودریږي. په دې ځاي کې دیوه ښه ټیم جوړول چې په رښتیا دخپلو ګټو پرځای د هیواد اوخلکو ملي ګټو ته ژمن وي خورا اړین فکتور ګڼل کیږي.

22.09.2014 22:43    |   محمد عارف رسولي د ملي وحدت د حکومت په هکله تشویشونه

نن سهار له آزادۍ رادیو سره هیوادوالو د نوي حکومت په هکله خبرې کولې د معمول په ډول ځینې خوښ او ځینې ناخوښ ول او دا بیخي طبیعي خبره ده. ډېر تشویش هم د اجرائیوي رئیس د پست په هکله لیدل کیده. دنمونې په توګه یوه ځوان چې ډېر بااحساسه هم مالومیده وویل چې په خواشینۍ سره موږ به وروسته تردې دوه جمهور رئیسان ولرو او یو د بل خبره به نه مني. لدې او نورو بحثونو او د خلکو له انګیرونو او نظریاتو، داسې مالومیږي چې د اجرائیوي رئیس د پست په هکله چې زموږ لپاره یو نوئ شئ دئ ډېرې ناسمې انګیرنې او ابهامات زموږ په ټولنه کې شته چې باید لیرې شي. ځینې کیدائ شي دې ته د یوه اوبل دلیل له مخې نور تاو هم ورکړي او د ځان په ګټه یې و بولي. زه وایم داسې تصور به په ټولنه کې عمومي باور ته زیان ورسوي او د وطن په زیان به وي. په دې اړه به د رسنیو له لارې او په خپله د دولت د مسؤلو چارواکو له خوا اړین مالومات ورکړل شي او د خلکو لپاره به مسئله روښانه شي.

17.08.2014 14:51    |   محمد عارف رسولي زموږ د ملت د بریالیتوب لپاره ښه لاره

په عام ډول انسانان په خپل ژوند کې له لویو لاسته راوړنو څخه د خپلو تیروتنو په وجه نه بلکه له هغو څخه د نه زدکړې او دیوه سم لورئ لید د نه لرلو په وجه پاته کیږي. که سړې په ژوند کې یو ښه لورئ لید او یا آرمان ولري او همیشه دهغه او دخپلو اوسنیو واقعیتونو په هکله منظم فکر او کار وکړي نو په هغه کې خورا زیاته انرژي او توان پیداکیږی او دلویو کارونو په کولو توانیږي. په ژوند کې لورئ لید ډیر مهم دئ او که یې څوک و نه لري نو هغه نه پوهیږي چې کومې خواته روان دئ او ترډېره بریده کوم ځای ته هم نرسي. که څه هم زموږ ډېربریالي خلک یو ډول نه یو ډول لورئ لید لری خو ډېریې نه لري. لامل یې دا کیدای شي چې په خواشینۍ سره زموږ په کلتور کې دا خبره تراوسه ډېره نده پیژندل شوې. همدارنګه هرعالم او

26.07.2014 12:39    |   محمد عارف رسولي بیوزلي (فقر ) څه شئ ده او څنګه یې کمولئ شو؟

سریزه په دې لنډه لیکنه کې هڅه شوې چې دننۍ پرمختیایی او انکشافی پوهې په رڼا کې د قومونو، ټولنو، سیمو او ان ملتونو په بیوزلۍ اوورپورې تړلو مهموستونزو یو څه رڼا واچول شوې. همدارنګه دبیوزلۍ په پیژندنه، ډولونو، اړونده لاملونو او ورڅخه د خلاصون په لارو هم بحث شوئ دئ. په مقاله کې هڅه شوې چې د بیوزلۍ سره د مبارزې لپاره په خپله دټولنې او دهغې دکسانواو سازمانونود وړتیا، په ټولنه کې دمشرۍ ، کلتور، ګډ سوچ، ګډ کارته لیوالتیا، انسانی پانګه، ټولنیزه پانګه، دتغیر او بدلون تنده اونورو په ونډه او ارزښت باندې خبرې وشي.

21.07.2014 18:10    |   محمد عارف رسولي ملکونه له بحرانه څنګه راوباسو

علمی بحثونه، دیالوګ، به یو سیی چوکاټ کې دنظر اختلاف په یوه ټولنه کې د حقایقو د رابرسیره کیدو، د عدالت دپلي کولو، دبیوزلۍ دورکولو، دولسواکۍ د ستنو د ټینګښټ، دوګړو د سیاسی، ټولنیز او مدنی شعور د اوچتولو او دعدالت او برابرۍ لپاره اړین شرایط برابروی. دې کار ته په نن زمانه کې په آزادو او په سمه لاره روانو ټولنو کې ډېر زیات اهمیت ورکول کیږیی.