د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد طاهر کاڼی

05.02.2016 12:20    |   محمد طاهر کاڼی د توپان پېژندپاڼه

توپان د شرم او حيا په سرود نه پوهيږي د سپين سترگۍ پر وچه دښته يې شيندلي دي توخمونه د غم د لېونتوب پر پېژندپاڼه يې وهلې ده د وينو ټاپه.

20.01.2016 11:20    |   محمد طاهر کاڼی پټان خان ته

پټان خانه! سپین ویل درته کومه په شف شف دې کله کله سر چندانې نه خلاصيږي

17.12.2015 12:27    |   محمد طاهر کاڼی د اسحاق ننگيال »سیندونه هم مري« نښير ته يوه کتنه

ما تر دې څه مودې دمخه زموږ د پښتو ژبې د نامتو شاعر اسحاق ننگيال کوم شعري غونډ او یا شعري کليات نه وو لوستي او کوم شعري نښير يې لاس ته نه وو راغلی.

11.12.2015 11:30    |   محمد طاهر کاڼی له باران سره خبرې

پرون ووتم له کوره د ماښام کلي ته څېرمه ماذديگر د دغې سيمې له سړک نه وو تېر شوی

14.11.2015 19:42    |   محمد طاهر کاڼی ناولی ضمير

پرون يو بل زموږ نېملوستي افغان ها د بل چا پر مټو مست سياستوال په خپل دوتر کې د بهر هېواد سفير سره کتنه وکړه

01.11.2015 13:09    |   محمد طاهر کاڼی زما دوه نور نښيرونه هم چاپ شول

د سږکال يانې د ۱۳۹۴ لمريز کال تر دې مهاله زما ۳ نښيرونه چاپ شوي، چې لومړی هغه د کيميا په څانگه کې دی، «کيميايي عنصرونه» نوميږي زما ليکنه ده او څه موده مخکې مې يې په اړه يو لنډ خبر هم خپور کړی وو .

30.10.2015 11:18    |   محمد طاهر کاڼی د ښامارې خدمتگار ته

اې ښاغليه!! د باروتو د لوگيو د ښامارې خدمتگاره،

15.10.2015 10:31    |   محمد طاهر کاڼی مور ته

زما په ياده هغه ورځ ده چې ته ولاړلې له دې نړۍ نه هغې ته وکوچېدې

13.09.2015 10:47    |   محمد طاهر کاڼی پروت په خاورو کې يو گل وو

د خزان تورو بادونو د ژوندون د جل وهلې هستۍ پاڼې رژولې

03.08.2012 13:14    |   محمد طاهر کاڼی د کاغذ اختراع

چینایان د کاغذ مخترعین ګڼل کيږي او دا تصادفي خبره نه ده . لومړی دا چې ، چين په ډېره لرغونې زمانه کې پر کتابي حکمت نامتو وو او بیروکراتیک پېچلي اداري غونډال له مامورینو څخه تل ليکني رپوټونه غوښتل .

12.07.2012 17:57    |   محمد طاهر کاڼی میرزا اسدالله خان غالب

ميرزا اسدالله خان غالب ، چې په پارسي ژبه کې د غالب دهلوی په نامه هم نامتو دی ، د هند یو له ډېرو نامتو شاعرانو څخه ګڼل کيږي ، چې په پارسي او اردو ژبو کې يې شاعري کړې ده . دی د تصوف د لارې یو لوی پلوی وو .

09.09.2011 21:47    |   محمد طاهر کاڼی د پنجشېر خټین زمری او د افغانستان د اوسني تاریخ یوه توره څېره

سږ ۲۰۱۱ ز کال د سیپټمبر پر نهمه د افغانستان د اوسني تاریخ د یوې نومبدې او تورې څېرې احمد شاه مسعود د وژنې لس کاله پوره شول . مسعود یو له هغو جهادي بولندویانو څخه دی ، چې د ۱۹۹۲ ز کال په اپرېل او د ۱۳۷۱ لمریز کال په وري میاشت کې د ولسمشر ډاکتر نجیب الله د حکومت پرضد کودتاه او د ملګرو ملتو سازمان د سولې پلان د ناکامولو په پایله کې ، له خپل ګوندي مشر برهان الدین رباني سره یو ځای واک وځواک ته ورسېد . ده د جهادي حکومت د دفاع وزیر او رباني يې هم د ولسمشر په توګه خپل ځانونه پر ولس او هېواد وروتپل . په افغانستان کې د مسعود - رباني څلور کلنه واکمني زموږ د تاریخ یوه له ډېرو تورو او وحشت زېږوونکو دورو څخه ده ، چې زموږ د هېواد تاریخ به يې د همدغسې یوې دورې په توګه له ځان سره ثبت کړي . مسعود د ۲۰۰۱ ز کال د سیپټمبر پر نهمه له څو عربي ژورنالیستانو سره د مرکې پر مهال د یوې چاودنې لامله د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین کې ووژل شو . د ده د وژنې په اړه په روسي او ځینو نورو بهرنیو رسنیو کې بېلابېل تعبیرونه وړاندې شوي ، چې تر ټولو ډېر يې د ده وژنه د القاعدې او طالبانو کار ګڼي . ځینې روسي سرچینې بیا وايي ، چې د مسعود په وژنه کې د شمال ټلوالې د نورو مشرانو لاس وو . له دې ټولو سره سره روسان هیڅ وخت د مسعود په ستاینه نه مړیږي او هر کال يې رسنۍ په ډېر درناوي سره د مړینې کلیزه یادوي . دوی له هماغه لومړي سره د ده وژنه دومره لوی ناورین ګڼي او دومره پرې خپه دي ، لکه د دوی د پوځ کوم لوی جنرال یا مارشال چې وژل شوی وي . روسان د پنجشېر د دغه خټین زمري وژنه یوه نه جبرانېدونکې ضایعه بولي . ځينو ورځپاڼو ، مهالنیو او ویبپاڼو خو يې د ستاینې برید ان تر افراطه پورې رسولی دی .

18.05.2011 16:48    |   محمد طاهر کاڼی د خپلو ماشومانو لپاره پښتو نومونه غوره كړئ !

د هلکانو نومونه :

28.03.2011 23:49    |   محمد طاهر کاڼی د اعلیحضرت ازادشاه افغان ۲۳۰ تلین

ازاد خان د سلېمان زوی ، د افغانستان د غزني ولايت د اندړو په سيمه كې پر ۱۷۰۵ زېږديز كال زېږېدلى دى. دى د غلځيو پښتنو د سلېمانخېلو له قبيلې څخه وو. ازاد خان په ايران كې د خپل سيال محمد كريم خان زند ( ۱۷۰۵ ز كال زوكړه ) سره پر يو كال زېږېدلى او د هغه همزولى وو.