د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد انور ولید

23.02.2015 10:50    |   محمد انور ولید د سولې ستنه پرد وحه ولاړه ده

د سولې ستنه پرد وحه ولاړه ده ، خود پا کستان صد ا قت ، ا و د قطراوچین منځګړتوب په کې اړین دئ

17.02.2015 11:15    |   محمد انور ولید افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو په محور کې

له کله نه چې په افغانستان کې دملي وحدت حکومت جوړ شوی ـ بیا تر ننه پورې افغان چارواکي په خپلو کورنيو او باندنيو جوړښتونو باندې لګیا دي . له یوې خوا په کور د ننه د بنسټيزو اصلاحاتو ، همپالنې ، بدلون او تداؤم په چارو بوخت دي ، او له بلې خوا له هېواده بهر د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تل پاتې سترا تيژیکو اړیکوپه ټینګولو باندې کار کوي . ځکه دغه دواړه ډوله (کورنۍ او بهرنۍ) اړیکې زموږ د هېواد ، خلکو او نظام له پاره د روح ، جسم او تغذیې حیثیت لري . چې پرته له دې د هېواد پایه داره ثبات او بقاء امکان نه لري . ځکه د انساني نړۍ ټوله الهې هستي هم پر متعادلو سالمواړیکو(ارتباطاتو) باندې بناء او ولاړه ده .

16.02.2015 11:06    |   محمد انور ولید روسان ولي د جدی په شپږمه را غلل ، او څنګه د سلواغې په شپږویشتمه ووتل ؟

تزاري روسانود امیرشېرعلي خان له وخته څخه له افغانستان سره دیپلو ماتیکې اړیکې لرلې ، او امیر شېرعلي خان د بریتانیې د توسعه وي استعمار، خپلې بې ثباته پاچاهۍ او محمد زایي شاه زاده ګانو له وېرې له روسانو سره دغه صیغه یي نکاح وتړله . که نه نو شېرعلي خان خو پر دې باندې ښه پوه ؤ چې د ماکیاول زامن هم چاته د افغانستان د نجات ضمانت نه شي ور کولی ، ولې یواځې دومره به وي چې د مجبوریت پر وخت به لږ تر لږه ده ته پناه ورکړي . بس همدومره .

11.02.2015 11:08    |   محمد انور ولید دری سیاسي لاسونه په افغانستان کې یوه امنیتي کړۍ جوړوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني ویلي چې په پلازمېنه کابل کې د افغانستان ، چین او پاکستان تر مینځ یوه دری اړخیزه غونډه د دری واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو په مشرئ تر سره شوه . په دې غونډه کې ټولې خبرې د افغانستان پر امنیت او ټیکاو راوستو باندې سره را ټولې وې . او دری واړو مشرانو په خپله د یپلوماتیکه ژبه ژمنه کړې چې د افغانستان په امنیت راوستو کې به کوټلي ګامونه اخلي .

10.02.2015 11:03    |   محمد انور ولید دافغانستان امنیت دنړیوالو مسؤولیت دی

افغانستان په نړۍ کې یوه جیو جغرافیکه او جیو پو ليتیکه سیمه ده چې د آسیا په زړه کې موقعیت لري . خو دې هېواد په وچه کې غرب له شرق سره تړلی ، چې د تاریخ په هره مقطع کې د لویو تمد نونو کاروانونه ور باندې تللي او را غلي دي . دا هېواد ، او په کې مېشت افغانان له تېرو څو لسیزو را په ایسته د لا علاجه ور پېښې وارداتي ناروغۍ له امله د مرګ په بستر کې پرته له کوم معالج طبیب او کومې مد وا څخه د خپل ژوند پاتې شېبې شمېري . دا مهال کوم مسیحا هم نه شته چې په خپل د م سره ددې خاورې پخواني مېړني را پاڅوي ، او پر افغانستان او افغانانو باندي اوسنیو نادودو ته د ځواب ویلو جوګه شي . افغان ناورین (۳۶) کلن شو ، دوی د ایوب (ع) په څېرلسګونه کلونه په دغه ور پېښه سیمه ییزه استخباراتي جګړه کې صبر وکړ . نور یې د صبر کاسه پر سر ور اوښتې ، له کلونو را هیسې اوږدې آزمویښتي تپل شوې وارداتي جګړې یې ښارونه ، کلي او ؤلسونه ټول ور تباه او بر باد کړل . افغان کورنیو خپل عزیزان ، هستۍ او عزت په کې له لاسه ور کړل . او دا ؤلس له ډېرو قربانیو ورکولو وروسته بیا هم ژوندی دئ .

03.02.2015 18:36    |   محمد انور ولید د افغانستان د نجات لار کومه ده ؟

د انساني هستۍ له پېله بیا تر ننه پورې د بني آدم د ځوځات تر مینځ د معاملاتو او افکارو پر سر ټکر او تصادم وجود لري . خو ځینې وخت دغه ټکر او تصادم د سعود تر مرحلې پورې رسېدلي ، ولې په ځینو وختو کې بیا په منځنیو او د نزول په خورا ټيټو کچو کې شتون لري . خوچورلټ له مینځه نه دئ تللی . ځکه چې د پېښلیک په تېرو دورو کې هم کټ مټ هماغه شان ـ یا هغې ته ورته پېښې بیا پېښې شوې دي چې توپیر یې ترمینځ یواځې په سعودي او نزولي ګراف او د پېښو په کمیت اوکیفیت کې لیدل کېږي . خو په اصل کې ټولې وروستۍ پېښې د مخکینیو هغو زیږنده دي ځکه سټې یې هماغه دوې دي (حق او باطل ) . پېښې دوه ډوله دي :

03.02.2015 11:06    |   محمد انور ولید له ؤلسمشر څخه د ملت غوښتنې

پرون یکشنبه د سلواغې په (۱۲مه) نېټه د جمهور ریْس ویاند نظیف الله سالارزي د حکومت د رسنیو په مر کز کې یوې خبري غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې : ((جمهور ریْس محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت له مسؤولینو ، ددې وزارت د تېلو له قراردادیانو ، او له هغه شرکتونو سره چې په دې قرارداد کې پاتې راغلي ، د دفاع وزارت له سرپرست او ددې وزارت د تدارکاتو د څانګې له مسؤولینو ، د (آی آر ډي اس )سیستیکا ، د آیساف له مسؤولینو او د سیګار ددفتر له نماینده سره د حکومت د اجرأیه ریْس دوکتورعبدالله عبدالله په وړاندې وکتل او په اړه یې توضیحات ترې وغوښتل نوموړي زیاته کړه : جمهورریْس وویل چې پر دې سر بېره دې دیاد وزارت (۷) نور ډول ډول قراردادونه هم و څېړل شي . ))

31.01.2015 11:42    |   محمد انور ولید د افغانستان منتخب ؤلسمشرته څو د پام وړ ټکي

ترهرڅه وړاندې لومړی د اسلام د سپېڅلي پیغمبر(ص) مسنونه تحفه ( السّلام علیکم ) او نېکې هیلې در ته وړاندې کوم . ورپسې درته د الله (ج) څخه د ښه صحت تر څنګ ددغه درانه ملي مسؤولیت د ادأکولو په ټولو اړوندو برخو کې د سترحیرانوونکي بري غوښتونکی یم . الله (ج) دې وکړي چې له سوګند یادولو او د حضرت ابوبکر صدیق (رض) د یادې خطبې سره سم د افغان ؤلس ، نظام او خاورې ریښتینی خادم جوړ شۍ .

27.01.2015 10:45    |   محمد انور ولید د امریکا ـ هند دوستي ، او افغانانو ته په لاس ور غلی فرصت

په دې وروستیو کې د افغانستان او چین ، افغانستان او پاکستان ، افغانستان او ایران ، قطر او افغانستان ، سعودي او افغانستان ، هندوستان او افغانستان ، افغانستان او ترکمنستان او امریکې او د سیمې د نورو هېوادونو تر مینځ راشه درشه ډېره شوې ده . څو څو ځلې د یادو هېوادونو مشران او نور لوړپوړي چارواکي یوبل ته سره ورغلي او راغلي دي . خبره خو همغه زړه ده پخوا ترهګر ، ترورېست او القاعده نړۍ او سیمې ته ځکه ګواښ ؤ چې د نړیوالو اړیکو او اقتصادي ودې په وړاندې یې ستر خنډونه جوړ کړي وو ، خو نن یې بیا د اسلامي دولت ، اسلامي خلافت او داعش په نومونو سر را اوچت کړی ، د سیمې د هېوادونو او نړیوالو په وړاندې په جبهه یي او ګوریلایي توګه وسله په لاس مقابلې ته را وتلي . ولې متأ سفانه چې د نننۍ نړۍ په دغه پر مختللي دفاعي او تعرضي سیستم کې ددوی تر مینځ د نن او پرون توپیر او تعریف ونه شو چې دوی څوک دي ؟ کوم نامریْي لاسونه او ځواکونه یې تر شا ولاړ دي ؟ د روزنې ، تمویل او تجهیز سرچینې یې چېرې پرتې دي ؟ د لنډو او اوږدو واټنونو قوماندې یې د چا په لاس کې دي ؟

26.01.2015 11:15    |   محمد انور ولید ؤلسمشرغني دفرانسوي مجلې دکارتون بیا ځلي خپرول غندلي

هرچاته خپل دیني ارزښتونه او اعتقادات ګران دي . د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) خپلو اصحابو ته په لارښوونې سره څه ښه ویلي : ( د چا بُتانوته ښکنځل مه کوۍ ، ترڅو هغوی ستاسې خدای (ج) او پیغمبر (ص) ته ښکنځلې ونه کړي . ) له پورته حدیٍث شریف ځخه داسې برېښي چې اسلام دیوبشپړ انساني ادب دین دئ . اسلام خلکو ته ددوی په کفتار ، پندار او کردار کې پر ریښتیني اعتدال باندې (ټینګار)کوي ، ترڅوخپل مینځي اړیکې یې د ټولنیز عدالت د استقرار له پاره سره خرابې نه شي .

17.01.2015 16:24    |   محمد انور ولید افغان کابینه او په اړه یې اندېښنې او هیلې

د افغانستان د ملي وحدت حکومت جوړېدل د ټولو افغانانو غوښتنه وه . ددې حکومت له جوړېدو را په ایسته څه د پاسه سل ورځې تېرې شوې . حکومت ( ؤلسمشر او اجرأیه ریْس ) له خپلو اتباعو سره ژمنه کړې وه چې د سلو ورځو په مینځ کې به خپله کابینه په هغو صفاتوپارلمان ته د تایْید د رأیې خپلولو له پاره ور وپېژني چې پر تخصص ، کاري وړتیا ، ژمنتیا او نورو حمیده خصایْلو باندې موصوفه وي . ولې متأ سفانه چې د کابینې په نومولو کې لږ څه ځنډ پېښ شو او مغرضینو ته د خپلې خوښې تبلیغاتو موقع په لاس ورغله . هر چا په دې تېرو څو وروستیواوونیو کې د کابینې د نه اعلانېدو په اړه د خپلې ګېډې بړاس وایست . ملت هم په تشویش کې ور سره لوېدلی ؤ چې د کابینې د نه اعلانېدو دلیل څه دئ ؟ ځکه کورنیو او بهرنیو مخالفینو ، مافیایي او د سیمې استخباراتي کړیو یو تر بله لاسونه سره ورکړي او له دې تشې په ګټې اخیستو سره یې افغانستان د ناامنیو په لومه کې بند کړی دئ ، ترڅو خلک پرخپل حکومت بې باوره کړي ، مشروعیت ته یې صدمه ورسوي او دا هېواد د بې ثباته کېدو او بحران پرخوا ور برابرکړي .

26.01.2013 11:30    |   محمد انور ولید توطیْې ، جګړې ، تحمیلي سولې ، د ستونزو اصلي حللاره او نظام جوړونه

افغانستان د آسیا په زړه کې په وچه پورې محاط یولرغونی غرنی هېواد دﺉ چې منځنۍ ، ختیځه او جنوبي ډېره برخه یې دنګوغرونو او سر درو پو ښلې ده . کڅ ، شاړې ، دښتې او مېرې هم لري . سمندري لاره یې د انګرېزي ښکېلاک پر مهال له لاسه ور کړې . خو نیواکګرو له پېړیو پېړیو را په ایسته د سیلانیانو په نوم خپل ځرې دې غرنۍ جغرافیې ته د هر ډول معلوماتو را ټولولو له پاره را استولي .

19.12.2012 20:22    |   محمد انور ولید ځان جوړونه په اصل کې د نظام او جهان جوړونه ده

له بابا آدمه تر دې دمه پورې دا یو فطري اصل دﺉ چې په سالم بدن کې د ژوندۍ روغې انساني هستۍ ښکاره او کره ثبوت سلیم عقل دﺉ . خو د عقل ترڅنګ علم او حیأ هغه دوه فکتورونه دي چې مُکلف انسان یې ترعرش مُعلی پورې رسولی . د الهي نیابت پر بنسټ یې د الهي قانون په چوکاټ کې انساني ځوځات ته ریاست ورسپارلی . خو د خپل نیابت ، خلافت او ریاست په دوران کې یې په ژبه او لاس دلالتاً او اشارتاً د خدای یوه بنده ته په ژبه او لاس پرته له ګټې تاوان هم نه دﺉ ور اړولی . نه یې اشرف المخلوقات بني آدم ته په سپکه سترګه کتلي . نظام به یې پرعدل او قسط ولاړ ؤ . د افراط او تفریط ځای په کې نه ؤ .

10.09.2012 20:32    |   محمد انور ولید انګرېزي مچان بیا د قومي ، ژبني او سیمه ییز تعصُب پر کثافاتو سره بڼېږي

په دې وروستیو وختونو کې د انګلیستان د پارلمان یوه محافظه کارغړي او د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار له خوا چې (توبیازایل ووډ ) نومېږي یو پلان د انګلیستان پارلمان ته وړاندې کړی چې په هغه کې ویل شوي : (( د وړاندې شوي پلان له مخې باید د افغانستان تجزیه له کال (۲۰۱۴ ) وروسته پیل او په تدریجي ډول دې تر کال (۲۰۲۰) پورې تکمیله شي . )) د توبیاز له قوله: (( افغانستان هغه وخت آرامۍ ته مخ کولی شي چې ټوټه ټوټه شي او هر قوم د خپل ژوندانه په ساحه کې په جلا توګه ژوند وکړي . )) د توبیاز په پلان کې زیاته شوې چې : (( ددې پلان له مخې به افغانستان تر راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو وروسته پر اتو سیمو وېشل کېږي چې مرکزونه به یې کندهار ، کابل ، هرات ، مزار شریف ، کندوز ، جلال آباد ، خوست او بامیان وي . او په هره سیمه کې به یو اروپایي هېواد خپلې انکشافي مرستې پیل کړي . طالبانو ته به هم یوه برخه سپاري او له هغوی سره به هم متوازنې مرستې کوي . په لومړي سر کې به افغانستان یو سمبولیک جمهور ریْس ولري . دغه (۸) سیمې به د ( ۸) صدر اعظمانو له خوا اداره کېږي . خو په وروستیو ګامونو کې به هره سیمه جلا جلا تصمیمونه نیسي چې هره سیمه ځانته جلا جمهور ریْس ټاکي او که په یوه فدرالي سیستم کې ژوند کوي . بیا یې ویلي چې دا پلان به په یو مناسب وخت کې د یوې افغاني ورځپاڼې له خوا چې نوم یې نه دﺉ په ډاګه شوی خپور شي . ))

12.08.2012 11:58    |   محمد انور ولید د کابینې لس کلن غله له حساب کتاب پرته یواځې په ژړا او استیضاح مه رخصتوئ

له تېرو لسو کالو را هیسې د افغانستان د نظام جوړونې ، مرستو ، بیا رغونې او امنیت راوستو خبرې او ژمنې د رسمي او غیر رسمي مختلفو رسنیو له لارې اورېدل کېږي ، خو د افغانانو په غاړه کې تر ننه پورې د خوښیو او ښادیو له پاره چا یوه ورځ هم داسې عملي جامې د خپلو سیاسي او اجراْیوي خیاطانوله لاسه ونه لیدلې چې د نړۍ د نورو خپلواکو هېوادونو په څېر یې د خپلواکۍ اخترې په کې تېرې کړې وي .

01.08.2012 22:42    |   محمد انور ولید د آغاخان خونړۍ پروژه او په بدخشان کې د اسماعیلیه دولت جوړېدل

د افغانستان د تجزیې پلان څه نوې او د نن خبره نه ده . پر( B ) پلان له تېرو دوو کالو را هیسې خبري رسنۍ راپورنه خپروي ، خو د افغانستان له پاره B پلان آن د ظاهرشا ه په زمانه کې د انګلیسانو او امریکایانو له خوا جوړ شوی ؤ . ځکه خو یې له یوې خوا اسماعیلیه فرقې ته د سید کیان تر مشرۍ لاندې د چترال د کریم آغاخان او صدر الدین آغاخان په مالي مرسته وده ور کوله ، او له بل خوا یې د طاهر بدخشي تر مشرۍ لاندې د ستم ملي ګوند ته د نفاق اوبه ور کولې . تر څود ملي یووالي ضد د ( سره بېل یې کړه ، اېل یې کړه ) انګریزي فورمول په سمه توګه پر افغانانانو باندې تطبیق کړي . او اوسني انګرېزان د امریکایانو پرمټ ځانونه خپلو هغو موخو ته په کې ورسوي چې پخوا دری ځلې په افغانستان کې د انګرېزانو نیکونو او پلرونو خپل ناولي ارمانونه ګور ته ور سره وړي وو .

01.07.2012 10:47    |   محمد انور ولید یواځې په شعار کې بې وخته ناکامه هڅه ګټه نه لري

افغانستان د روغې مشر تابه د نشتوالي ، د کینه کښوګاونډیانو د پرله پسې ناروا لاسوهنو او د نړیوالو د ډول ډول سترا تیژیو او شومو اهدافوله لاسه ډېر فرصتونه له لاسه ور کړل . افغان چارواکو ته د افغانستان د بیا رغونې له پاره د مرستو داسې بدیل په لاس ورغلی ؤ چې زموږ د هېواد له ازلي جوړښت څخه تر ننه پورې بیا موږ ته چا داسې مرستې نه وې را کړې . خو متأ سفانه چې په ړنګ افغانستان کې ددغې مرستو د لګېدو له پاره په لومړي او دوهم بن غونډو کې ټاکل شوی مدیریت او کاري ټیم داسې ضعیف ؤ چې په تېرو لسو کالو کې یې نه یواځې مرستې پر خپل ځای او خپل وخت ونه لګولې ، بلکي د مشارکت او مصلحت د ناروغۍ له امله په اداري بېخپوره حرفوي فساد کې ښکېل شو.

26.06.2012 23:49    |   محمد انور ولید کرزی صیب د آزمېښت پرخونړۍ پوله

په افغانستان کې له پېړیو را په ایسته واکمنو د افغانانو له خوښې پرته د زر ، زور او تزویر واک او سیاست د پرد یو پرمټ چلولی او واکمني یې کړې ده . خو پوښتنه داده چې دغه ډول واکمن له کومو لارو د واک تر ګدۍ پورې رسېدلی ، او په سلګونو کلونو یې په محکوم ؤلس خپله ناروا واکمني کړې ده ؟ دا هغه پوښتنه ده چې باید ورته ځواب وویل شي . که ددې پوښتنې د بېخپوره ځواب موند لو په لټه کې شو ، نو لازمه ده چې د پېښو ژورو پایلو ته د اړوندې انګېزې ، اړتیا او هدف ترلاسه کولو په خاطر د علم الیقین په صورت کې د عقل او منطق په ژبه ، د ژورنالېزم ، سیاست او رغنده منېجمېنټ له اصولو سره سم ورداخل شو ، ترڅو د جوړو ناجوړو دواړه اړخونه محسوس او د سر په سترګو ووینو ، ویې څېړو ، معقولې او غیر معقولې خواوې یې و ارزوو ، وروسته بیا له خبیرو، مسلکي او پوهو خلکو سره ورباندې د لومړیتوبو نو د غورچاڼ له پاره سلا مشورې وکړو ، یو داسې تجربه کار صالح مد یریت ورته وټاکو چې پر مټ یې د جوړو شوو پلانونو او ستراتیژیو له مخې مثبت هدف تر لاسه شي .

21.04.2012 12:47    |   محمد انور ولید د مشرانو ډېره وړه اشتباه د کشرانو د ملي تباهۍ سبب جوړېږي

په انساني نړۍ کې آدمي ځوځات د وخت د ضرورت پربنأ خپلمنځي اړیکوټینګولوته اړتیا لري . دغه اړیکې له یوه انساني نظام سره تړاو لري چې د یو منل شوي قانون په چوکاټ کې په اړونده ټولنه کې د عدل اونصاف له مخې هروخت پرنراو ښځه ، واړه او زاړه ، غلام او بادار، شاه اوګدا ، خپل او پردي ټولو باندې پرته له سمتي ، ژبني ، نژادي ، ګوندي او مذهبي تعصبه یو خېل عملي شي . د خلکوزړونه په لاس راوړي ، ترڅو په ټولنه کې د ټولوکورنیواو بهرنیو نا د ود و مخه پرې ونیول شي . خود قانون پلي کېدل هم یو داسې مشر تابه جوړېدو ته اړتیا لري چې د آسماني او وضعي دستور په رڼا کې د خلکو شرعي غوښتنو ته د ځواب ویلو جوګه وي .

07.03.2012 21:15    |   محمد انور ولید کرزی د هو ، یا نه په بې تضمینه څلور لار کې

په ورځنیو روانو پېښو کې د نړیوالو سیمه ییزه سترا تیژي د ایران ، پاکستان ، امریکې او افغانستان تر منځ دا مهال یوه خورا تر ټولو حساس پړاو ته ځکه رسېد لې چې امریکا او ورسره د شمالي اتلانتیک ټلواله یې سیمې ته د اوږدې مودې په نیت د خپلو ګټو له پاره را غلې ، افغانستان یې اشغال کړی ، خو په وړاندې یې اتوم لرونکی پاکستان او د اتوم جوړېدو په درشل کې ایران په سیمه کې د خپل پر مختګ په وړا ندې ستر خنډ ونه ګڼي ،

14.12.2011 23:16    |   محمد انور ولید د امریکې د دفاع وزیر د کومو دوو هدفونو لپاره افغانستان ته راغلی؟

د روان ( ۱۳۹۰)هجري لمریز کال د لیندۍ (قوس) په (۲۲مه) نېټه آزادۍ راډیو په خپله تېره ماښامنۍ خپرونه کې اعلان وکړ چې د امریکې د دفاع وزیر ښاغلی پنیتا افغانستان ته پر ته له اعلان څخه په ناڅاپي توګه را غلی ، او له افغان ؤلسمشر حامد کرزي سره یې وکتل . دا چې له یوې خوا دلته په افغانستان او سیمه کې د دوهم بُن تر غونډې د مخه د پاکستاني پوځونو له افغان او امریکایي ځواکونو سره د مُهمندو ایجنسۍ تر څنګ د افغانستان په خاوره کې څه پوځي پېښې او ټکرونه منځ ته راغلل ، تېری هم څو څو ځلې د افغانانو په خپله خاوره کې پاکستاني پو ځیانو کړی ؤ ، په لسګونو افغان کلي یې په هجرت کولو اړ ـ او کلي کورونه یې په پر له پسې توګه ور ته و نړول .