د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد انور ولید

19.05.2015 20:47    |   محمد انور ولید د بیان په آزادۍ کې د تحریفولو ځای نه شته

نن سبا په افغانستان کې د بیان د آزادۍ پر آسپه هر چا پښه اړولې ده . د قلم او ژبې متروکه یې په لاس کې ده . د مطبوعاتو په هر واټ کې یې چې هرې خواته ځغلوي ځغلولی یې شي . ځکه د ځغلولو واک یې هم ور سره شته . خو افغانان د آس ځغلولو له نړیوالو اصولوسره چندانې بلد نه دي . ځکه خو ځانونه ور ته قهرمانان ښکاري . بې توله او کموزنه له حقیقت څخه لیرې بې مسؤولیته آمرانه خبرې او لیکنې کوي . او پایلو ته یې هم پام نه کوي چې ددغه رسنیز بمبارد تر شا څومره ملي مرګ ژوبلې پرتې دي ؟

19.05.2015 10:14    |   محمد انور ولید اې افغانانو ! د جګړې دوام غواړئ ، که دایْمي سوله ؟

مخکې له دې چې د جګړې او سولې په اړه څه در ته ولیکم لازمه ګڼم چې لومړی جګړه در وپېژنم : جګړه د حق او باطل تر مینځ فزیکي ټکر او تصادم ته ویل کېږي چې د شومو اهدافو ، سؤ تفاهماتو ، تاو تریخوالي او شخړو له امله د متقابلو خواوو تر مینځ سره پېښېږي . مرګ ژوبلې له ځانه سره لري ، خو اورونه او لمبې یې تر قامونو ، ملتونو ، هېوادونو ، سیمې او نړۍپورې رسېږي . میاشتې او کلونه دوام مومي . ولې بیا هم وینه په وینه نه مینځل کېږي . د ګوډي لار آخر په ژرنده ده . د مرګ ژوبلو او جګړو وروستۍ پایله هم سوله او جوړ جاړی دئ . ځکه دنیا ټوله په جګړو کې ډېره ژر ورانه شوې ،خو په سوله او همزیستۍ کې وروسته له پېړیو تېرېدو څخه د انسانانو په تڼاکو لاسونو ، او خولو تویولو سره آباده شوې هم ده چې د اسلافو ثمره یې بیا اخلافو ( وروستیو نسلونو ) خوړلې ده .

14.05.2015 10:52    |   محمد انور ولید که پاکستان وغواړي په افغانستان کې دایمي سوله را تلای شي

وایي چې منافق خایْن وي ، پر خپلو ژمنو نه درېږي او تل درواغ وایي . خو له دې سره جوخت خایْن خایْف هم وي ، امانت هم د پردۍ ریشقې په ډول خوري ، ځکه خو په خیانت روږدي کسان هېڅکله امانت نه ساتي . خایْن تل خپلې وعدې ( ژمنې ) ماتوي . خایْن هېچا ته هېڅکله ريښتیا نه وایي .

13.05.2015 09:41    |   محمد انور ولید افغان سیاسي فکري قووت او د سیمې او نړۍ استخباراتي لوبه

په افغانستان کې د ښاغلي کرزي په (۱۳) کلنه واکمنۍکې پاکستاني چارواکو دری څنګه اتڼ اچولی ؤ . یوې خواته یې د انګلیسانو په مستقیم ملاتړ د امریکې په مشرۍ له ایتلافي ځواکونو څخه پوځي او استخباراتي پروژې په اجاره را نیولې ، د ایتلافي ځواکونو له پاره یې خپله ځمکه او هوا دواړه په واک کې ور کړل او هم یې د اکمالاتي کاروانونو د تګ را تګ پروژې له کراچۍ څخه تر تورخم ، او له کراچۍ څخه تر بولدک پورې د یوه قرارداد له مخې د ټکس اخیستو په بدل کې په اجاره ونیولې . پاکستان په ډېر چل ول د روسانو له فزیکي او مستقیم یرغل څخه خپل ځان ، خپل نظام او خپله خاوره بچ وساتل ، لومړی یې په تش لاس افغان مجاهدین د روسانو خولې ته ور واچول . د مدني ټولنو په څېر یې خپل ځانونه ور باندې اکمال کړل ، نړیوالې چندې دوی په خپلو جیبونو کې ترې واچولې او ور باندې شهیدان ، آواره ، ژوبل او ټوټي ټوټې یې مجبور افغانان کړل . ځکه د افغان مجاهدینو تر مینځ د اختلاف او خپلمنځي شخړو او جګړو لومړنی بنسټ په پاکستان او ایران کې اېښودل شوی . د هغوی ټول مردمي ، اقتصادي ، سیاسي او پو ځي زور یې دنفاق په اور کې ور وسوځول . څه چې پاته شول ، هغوی یې پر طالبانو باندې له مینځه یووړل .

11.05.2015 21:03    |   محمد انور ولید په افغانستان کې پرديو شومو پلانونه ته د پای ټکی اړین دی

په افغانستان کې له پېړیو را په ایسته د پردیو مداخلې روانې دي . خو له تېرو څلورو لسیزو را په دېخوایې په کې سخت زور اخیستی . عجیبه خو داده چې نړیوال قووتونه یې پر ضد لنډ مهاله ، منځمهاله او اوږد مهاله پلانونه جوړوي ، د سیمې اسخباراتي سر چینې یې د عملي کېدو له پاره په اجاره ترې اخلي ، عملي کېږي خپله د افغانانو په لاس ، خو د بیا کتنې او خورا ژورې نورې منفي اغېزې له پاره یې د خپلو نړیوالو توطیْو دوکتورین ور ته کښېنولي ـ ترڅو د خپلو استعماري اهدافو غوره پایلې پرې تر لاسه کړي .

10.05.2015 11:15    |   محمد انور ولید آیا پر فساد اخته او پر فتنو ککړکسان د اصلاح وړ دي ؟

په یوه کورنۍ ، یوه کلي ، یوه ؤلسوالۍ ، یوه ولایت ، یوه هېواد ، یوه سیمه اوبالآخره په ټوله نړۍ کې هغه د مخه پلان شوي پټ شیطانتونه ، بهتانونه ( درواغ ) ، چغلۍ ، او پټې دسیسې چې عامه ذهنیتونه یو د بل په وړاندې مغشوشوي ( شک او شبهې اچوي ) او عامه مثبتو افکارو ته منفي ذهنیت ورکوي ، فاصلې را ټوکوي ، یو د بل په وړاندې د تفاهم دروازې تر هغو پورې ور تړي چې د سړې او یخې هوا په څېر له یو بل سره په ټکر او تصادم کې واقع شي ، تر څو د تودې جګړې پړقنده تالنده برښنا ، غیر مترقبه اورښتونه او تندر ور څخه تولید شي ، مرګ ژوبلې یو بل ته سره واړوي ، او به خړې کړي اود فساد او فتنو اچولو عاملین په کې خپل کبان ونیسي او په پایله کې یې پر څو ټوټو سره ووېشي . هو ! همدغه ډول پټو پروژو جوړولو او عملي کولو ته فساد او فتنه ویل کېږي .

05.05.2015 21:18    |   محمد انور ولید د بیان آزادي ، خو ترکومه بریده؟

د اسلام په دین کې انسان یو فاعل مختار ، عاقل ، عالم او حُر الهي مخلوق دئ چې په ټولو انساني معاملاتوکې د انساني حدودو په چوکاټ کې د خپل ټولنیز نظام د تحفظ او بقأ په خاطر د نورو په وړاندې مسؤول بلل شوی . ځکه الله پاک په خپلو بنده ګانو کې غوره بنده هغه څوک بللی چې د الله مخلوق ته یې ګټه ورسېږي . د الله تعالی رسول (ص ) هم کامل مسلمان هغه څوک بللی چې په لاس او ژبه یې خلکو ته ګټه ورسېږي .

04.05.2015 10:15    |   محمد انور ولید د پاکستان په وړاندې د ؤلسمشر دم او قدم دواړه پر ځای دي

کله چې د ملي وحدت حکومت په افغانستان کې جوړ شو ، ؤلسمشر اشرف غني په خپله لومړۍ وینا کې له افغان طالبانو سره د سولې غږ اوچت کړ . خو پاکستان ته د ؤلسمشر اشرف غني دې وینا پېچ ناروغي ور واچوله ، ځکه یې د افغان سولې سره د مرستې په تړاو خپلې ډنډورې وغږولې او ؤلسمشر ته یې بلنه ورکړه . پاکستاني مشران څو څو ځلې افغانستان ته را غلل ، د افغان پوځیانو د روزلو ـ په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راتلو په اړه د خپلو بېدرېغه مرستو ، افغان ترانزیت ته د واګې د لارې خلاصولو او داسې نورې ژمنې یې د خپل معمول سره سمې د یخ پر تخته باندې وکړې . خپل بندیان یې پر افغان حکومت خوشې کړل ، او پر مخه ولاړل .

30.04.2015 09:55    |   محمد انور ولید د ثور د ( اوومې او اتمې ) پر سر سړې جګړې او تاوده بحثونه

(ثور) په لغت کې غوایي ته وایي او په اصطلاح کې د هجري لمریز کال دوهمه میاشت ده . ( ثار ) د هابېل په مقابل کې د قابېل قرباني کولو او قصاص ته ویل کېږي . خو دا چې د پخواني شوروي اتحاد مشرانو د ( لېوني برېژنېف ) په مشرۍ د افغانستان پر سنتي هېواد باندې څه ډول د کال په دغه دوهمه میاشت کې خپل شوم پلان د کودتا له لارې عملي کړ ، دا باید له هغو روسي واکمنو وپوښتل شي چې له برېژنېف سره یې په هغه پلان جوړولو او عملي کولوکې ګډون درلود .

27.04.2015 10:31    |   محمد انور ولید دثور(اوومه اواتمه)؛یوه فېروزه یوه ملغلره ده

له نن څخه (۳۷) کاله وړاندې زموږ په ګران هېواد افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد په دستور او مستقیم ملاتړ سره کودتا وشوه ، چې په ترڅ کې یې د سردار محمد داؤد خان په شمول ددې کورنۍ (۱۸) کسان ، لوی درستیز جنرال عبدالعلي وردک ، قدیرخان نورستانی ، د دفاع وزیر رسولي او ځینې نور لوړ رتبه پوځي او ملکي کسان ووژل شول او د تل له پاره یې د آل یحیی د کورنۍ (۵۰) کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود .

26.04.2015 11:01    |   محمد انور ولید افغان سوله او سیمه ییز قراردادونه د ډېورنډ او پاکستاني سیاست په لومه کې

انګرېزي کفتان ( ډیورنډ ) د افغانستان پر سینه باندې د افغانانو له عامه ټولپوښتنې او خوښې پرته د وخت پټه توره کرښه د تش په نامه ځان غوښتونکو تپل شویو افغان چارواکو د پټو معاملو پر مټ را کاږله چې لا یې هم څوک په رسمیت نه پېژني او نه یې مني . ولې په بر صغیر کې د پخواني انګلېسي استعماراخیافي میراث خواره ( پاکستان ) له خپل تولد څخه تر نن ورځې پورې د تاریخ په هره مقطع او هر پړاوکې دا کرښه په داسې حال کې خپل رسمي سرحد ګڼلی چې تر اوسه په ټوله شمالي او جنوبي پښتونخوا کې د خپل دغه غیر رسمي ـ خو په اصل کې جعلي سند له وېرې د پنجاب په څېر آبادي هم نه شي کولی ، ځکه دوی وېرېږي او پو هېږي چې دغه پردۍ مقبوضه سیمه یو وخت بېرته ددوی له واکه وتونکې ده .

20.04.2015 10:11    |   محمد انور ولید ایران ته د ؤلسمشرله سفر څخه د افغانانو هیلې

ایران د افغانستان له شپږو ګاونډیو هېوادو څخه یو داسې هېواد دئ چې تر اوسه پورې یې یوازې په شعار کې د امام خمیني له انقلابه را په ایسته څه نا څه د افغانانو ننګه کړې ، ولې دغه ملاتړ به هم کله ښکاره او کله هم تت او پیکه را څرګند شو . د شوروي د سره یرغل پر مهال یې ډېرو افغانانو ته پناه ورکړه ، او زیات افغانان په کې په کار روزګار لګیا وو ، خو په دې وروستیو دوو لسیزوکې د افغانانو په وړاندې د ایران د سیاست په رسمي ټنډه کې پرته له څه ویلو ځینې ګونځې له ورایه ښکارېدلې .

16.04.2015 10:15    |   محمد انور ولید یو پر بل باندې د خپل بام واورې مه ور غورځوئ

دا خو ټولو ته معلومه ده چې د افغانستان مسلمان بې وزله ملت له تېرو درې نیمو لسیزو را په ایسته د جګړو په اور کې شپې ورځې تېروي او هره لحظه د خپلو مرګ ژوبلو ، بېوزلیو ، بې عزتیو، نا امنیو او ناخوالود تکراري پېښېدو ویر او وېرې اخیستي . تمه یې داده چې څه وخت پر دوی باندې د نا امنیو دغه تور ه کرغېړنه شپه د سولې او ثبات په رڼه ورځ بدلېږي ؟ هو ! همداسې ده . افغانانو خپلو چارواکو ته سترګې نیولې دي . هغو چارواکو ته چې د همدغه هېواد والو د یوې یوې رأیې په ورکولو سره قانوني واک ته ددوی د رسېدو په خاطر دهغوی ګوتې او لاسونه پرې شول . خپل ځانونه یې له لاسه په کې ور کړل . هیله یې ترې داوه چې ګني له دې کار سره به ددوی سر ـ مال ـ او ناموس ټول خوندي شي ، سالمه قانوني واکواله داسې

13.04.2015 21:27    |   محمد انور ولید مواصلاتي لارې ، صنعت او زراعت دبیا رغونې لومړيتوبونه دي

زموږ په هېواد کې اوسنیو حلاتو ته په کتو سره د افغانستان د خود کفایۍ له پاره د حکومت اړوندې ادارې باید لاندې څوټکو عملي کولو ته خپل پام ور واړوي :

11.04.2015 21:36    |   محمد انور ولید نورزموږ له پاره بد نیتونه لري خو موږ باید یو لاس شو

افغانستان د آسیا په زړه کې یو لرغونی هېواد دئ چې د پیدایښت ، تمدن او دوام پر تاریخ باندې یې خواوشا (۵۰۰ ـــ ۶۰۰ ) پېړۍ تېرې دي . افغانستان په سترا تیژیکي لحاظ په سیمه او نړۍ کې خاص اهمیت او ځای لري چې له کبله یې د نړۍ ستر متمدن کاروانونه هم پر ې راغلي او بېرته تللي دي .

31.03.2015 11:00    |   محمد انور ولید اوسني حکومتونه او سیاستونه

له بابا آدمه تر دې دمه پورې د ځمکې پر مخ د انساني ځو ځات د ډول ډول واکمنیو ، سلطو او سیاستونو بهیر را روان دئ ، خو موږ دغه واکمنۍ ، سلطې او سیاستونه په دوو کته ګوریو سره وېشلی شو : لومړی : د نبیانو او رسولانو د الهي منصب حاکمیت چې د را نازلو شویو صحیفو او الهي کتابونو د اسماني دستور ( قانون ) په رڼا کې به د وخت اُمتونو د خپلې لارې مشال جوړکړی ؤ او له آسماني دساتیرو څخه په پیروۍ به یې خپلې تعبُدي او معاملاتي ورځنۍ چارې د خپلې وجیبې او فریضې له مخې د وخت د نبي تر مشرۍ او لارښوونو لاندې پر مخ بېولې . ځکه پر هر امت باندې د خپل نبي او رسول حکم واجب ؤ .

29.03.2015 13:16    |   محمد انور ولید خرافات او خرابات

وایي چې فلانی خراف سړی دئ . دا هسې خرافات دي . فلانی خراباتي دئ . فلاني خرابات کړی . دخرابات کوڅه او داسې نور . که څه هم په نړۍ کې د خرافاتو ـ او په افغانستان کې د خرابات په اړه هر څوک د فکري ، عقیده وي اوعنعنوي زاویو له کنجه بېلابېل مفاهیم او اړخونه له ځانه سره لري ، خو موږ به اوس راشو د ېته چې د اسلامي مکتب او انسانیت د زاویې له کنجه خرافات او خرابات څه ته وایي ؟

24.03.2015 11:31    |   محمد انور ولید نوی کال ، نوي درسونه

موږ افغانان پسرلی نمانځو ـ خو د پسرلي په اصلي چل اورمز باندې نه پوهېږو چې په دې کې د فطرت کوم رازونه پټ دي . پسرلی خو د ژوندانه د نظام یوه نښه او پیل دئ چې په کې د ټولو ژوندیوموجوداتو په خوب بیده ځانونه له خوبه راپاڅېږي ، حجرات اوسلولونه یې په وده پیل کوي ، د تغذ یې له پاره د خپلو پښو او رېښو په واسطه د ځمکې پرسر او ترځمکه لاندې خوځېږي . وده کوي ، تخمونه اچوي ، د پوخوالي ترکچې پورې ځان رسوي ، د بل نسل تولید ته ځان جوړوي . او د وچ او سوځنده موسم او یخنیو په وړاندې انتي باډي خواص په ځان کې پیاوړي کوي . خپل پوستکی کلکوي . ترڅو په سړو او تودو کې خپل اصل او نسل له لاسه ورنه کړي . مرغان ځالې جوړوي ، لومړی هګۍ ـ او ور پسې بجي په کې باسي . حشرات پردانوراټولولواوخوندی کورونو جوړولو باندې لګیاوي ، شپه ورځ کارکوي . څاروي څړځایونو ته روان وي . او خواري کښ انسانان پرخپلو خواریو غریبیو باندې بوخت وي .

17.03.2015 13:26    |   محمد انور ولید نوی کال ، زاړه دودونه او نوي فکرونه

که د انساني تاریخ د تېرو دورو پاڼې را واړوو ، هلته به ولولو چې په آسیا او افریقا کې د سرطان د فرضي کرښې دواړو خواوو ـ او د استوا د فرضي کرښې شمال خوا ته پراته ټول هغه هېوادونه چې اقلیم یې افغانستان ، تاجیکستان ، ایران ، د هندوستان ځینو برخو او داسې نورو هېوادو ته ورته ، او د (سنتم او ستم ) ژبې یې په ( اریک ) ژبه کې ګډ مشترکات سره لري ، په قوم کې هم له ( آره ) سره تړاو لري او وګړي یې ټول زراعت پېشه دي ، په هغوی کې د خپلو لرغونو نیکونو همغه زاړه دودونه ـ رواجونه همداسې په سنتي ډول تر ننه پورې را غځېدلي پاته دي ، خو په لږ یا ډېر تو پیرسره . ځکه هغوی به په لرغوني بخدي یا اوسني بلخ کې د دهقان په نوم نوروزي مېلې جوړولې ، خلک به یې تشویقول چې زراعت او مالدلرۍ ته

16.03.2015 11:28    |   محمد انور ولید له دندو لیرې کړی شوي مأمورین دې نو ر پردندو د پاتې کېدو ټینګار نه کوي

دؤلسمشر له خوا د هرات او فرا ه د چارواکو ، برطرفه کېد ل ـ او د لویې څارنوالۍ اړوند تش په نامه غیر مسلکي څارنوالان له دندو ګوښه کول ـ او دلته په کابل کې د امنیتي حوزو د آمرینو لیرې کېد ل او د بهرنیو چارو په وزارت کې د د یپلوماتانوپه اړه صفایي راوستل ټول هغه څه دي چې له یوې خوا یې د افغانستان خلک او نظام د واړه د خپلې ناوړه ګټې اخیستنې له امله ناآرامه کړي اونړیوال هویت ته یې صدمه رسولې د ه . او له بل پلوه یې پر خپلو کړو قسمونو باندې وفأ نه د ه کړې ، د خپلو ژمنو او قانون مطابق یې خپلې د ندې سمې نه دي ترسره کړې . ؤلسمشر یې د ملي مسؤولیت د زاویې له کُنجه مجبور کړی چې باید نور د خپل ریاستي نظام په بنسټ کې دا ډول غیر قالبي بې باوره ، خامې او نا منظمې لوټې ډبرې پرې نه ښود ل شي .

10.03.2015 21:17    |   محمد انور ولید یوازې د سولې وسله د جګړې تود سنګرفتح کولی شي

ابوالبشرحضرت آ د م (ع) پاني نړۍ ته د خپل ځوځات او کورني تشکیل له پاره د خپل بشپړانساني سلوک او سیرت ترڅنګ په لومړي ځل د خپلې کورنۍ مسؤولانه دندې ( ریاست ) ته د صحیفوي الهي قانون (آ سماني دستور) په چوکاټ کې د ربّ العزت له پلوه را لېږل شوی . خو دا هم باید په یاد ولرو چې د آ د م (ع) د دې منصب ترڅنګ انسانیت او خواخوږي هم د ده د کورني ژوند د بنسټ ډ برې وې . د آ د م (َع) په وینه کې د توحید ـ میعاد او رسالت تر څنګ پرته له اُنس او الفت څخه د شر، فساد او نا امنیوپه نوموم کوم بل څه ځای نه درلود . له همدې کبله حضرت آدم (ع) د تاو تریخوالي او تشدد سخت مخالف ؤ . تر بني آدم مخکې چې کوم د شر ، فساد او فتنو اچولوابلیسي نظام له مینځه تللی ؤ ، له هغه څخه آدم (ع) وا ر له مخه پند اوعبرت اخیستی ؤ . ځکه په شر، فساد او فتنو کې مرګونه ، ژوبلې او ورانې ویجاړې نغښتې وي ، خو په ورورۍ ، انساني خواخوږۍ ، مینه او اُلفت کې بیا رغونه او د انسان له خوا انسان ته د خدمت کولو ضمانت پروت وي . چې انساني زړونه یو بل ته په ډادمنه فضأ کې سره یو ځای کوي .

08.03.2015 13:50    |   محمد انور ولید د ؤلسمشرله خواد شپاړسمې تقنیني دورې پرانسته او د هغوی دندې

د افغانستان ؤلسمشر د روان لمریز کال د کب په شپاړسمه نېټه د شنبې په ورځ د ؤلسي جرګې د پينځم لمریز کال (شپاړسمه ) دوره د افغانستان د خلکو په کور ( د ؤلسي جرګې په تالار) کې په خپله وینا سره پرانستله او د خپل کار ټوله کورنۍ او بهرنۍ پالېسي ، ترسره کړي کارونه اومخې ته پراته کاري لومړيتوبو نه یې ور ته په اجمالي او مفصله توګه واورول ، او دا یې ور ته په ډاګه کړه چې له ؤلس سره د کړو ژمنو په عملي کېدوکې په جدي تو ګه ژمن دئ .

04.03.2015 16:15    |   محمد انور ولید د افغانستان اقتصادي شارګونه رغېږي

افغانستان یوغرنی هېواد دئ چې وجود یې ډېرو لوړو ـ ژورو ، دښتوـ مېرو ، کڅ ـ شاړو او آبادو پوښلی دئ . د اټکل له مخې خواوشا (۳۰) مېلیونه نفوس لري . خلک یي په کرکیله ، باغدارۍ ، مالدارۍ او لاسي صنایعو باندې لګیا دي . بډایې ارزښتناکې ځمکنۍ زېرمې لري چې د سیمې اونړۍ پام یې ځانته ور اړولی دئ . له نږدې پينځو لسیزو را په ایسته جمهوري نظامونه په کې چلېږي . خو بیا یې هم خواریو او غریبیو ګرو کړي مجبورخلک د خپل کورني ګبین ترڅنګ نه په ګېډه سم ماړه شو ل ـ او نه هم په تن په کې پټ شول . د خپلو سیندونو له غاړو به له تندې مړه کېدل ـ او پر اوبو یې تر ننه پورې پرته له کومې بیې د ګاونډیانو تنده ماته د ه . هېواد به یې له څلورو خواوو څخه په دا سې سرحدي دېوالونوکې بند ؤ چې هېڅ خواته یې د تلو راتلو کومه پرانیستې تجارتي دروازه او دریڅه نه لرله . څلوروخواوو ته افغان سرحدونه د افغانانو په وړاندې د سد سکندر اوسپنیز دېوال ؤ او افغانان لکه یأجوج او مأجوج د ننه په کې بند ساتل شوي وو او بس .

02.03.2015 10:42    |   محمد انور ولید په غرني افغانستان کې طبیعي پېښې ، او د دولت مسؤولیت

دا خو ټولو ته معلومه ده چې افغانستان یو غرنی هېواد دئ . غرونه یې عموماً د ملا د تير په څېر له شمال ختیځ څخه د جنوب لوېدیځ پر لور واقع دي . آسمان څکې سردرې یې که له یوې خوا د برخلیک ټاکونکو تاریخي پړاوونو حماسې له یوه نسل څخه بل ته د یا د بود او میراث په توګه له خپلوڅیرې سینوڅخه د حال په ژبه په ژوندۍ بڼه د تاریخ د هرې مقطع یو یو حکایت تېروي ، خو له بل پلوه د ژوند او کرکیلې د روزۍ ګبین ( د اوبو او کانونو سرشارې زېرمې ) هم په ځان کې لري . چې ور سره په هره دره ، او دښتو بیابانونو کې افغان ځوځات پنځېدلی ، کڅ او شاړې یې پرې آبادې کړې دي .

25.02.2015 22:54    |   محمد انور ولید افغان ؤلسمشر متحده ایالاتو ته تر تلو د مخه باید مؤجهه پلان له ځانه سره ولري

افغان ؤلسمشر تراوسه پورې په کور د ننه ـ او له هېواده بهرهرکار پر پلان تر سره کړی دئ . خبرې او ژمنې یې ترعمل نه ډېرې مشرې ـ او نه هم ډېرې کشرې دي ، بلکې همزولې یې دي . یعنې کومه خبره یا کومه ژمنه یې چې تر اوسه پورې له چا سره کړې ـ همزمان یې عملي کړې هم ده . موږ د دې خبرې ډېر ژوندي ثبوتونه لرو چې عیان ته یې د بیان څه حاجت نه شته .