د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد انور ولید

23.08.2015 13:38    |   محمد انور ولید نامرده ،کم اصله او کینه کښ ګاونډی

دا خبره ريښتیا ده چې وایي : اصیل باوفا ـ اوکم اصل تل بې وفا وي . له نن نه پینځه لسیزې مخکې کله چې هند له پاکستان سره د مقبوضه کشمیر پرسرښکر په ښکر شو ، ددواړو هېوادو مناسبات ډېر سره خراب او دیپلوماتیکې اړيکې یې له یو بل سره پرې شوې . هغه وخت د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه ؤ ، هندي سیال له ظاهرشاه څخه وغوښتل چې له دې خوا به هند شي او له هغې خوا افغانستان ، راځۍ همدا یې وخت دئ ، راغلی فرصت له لاسه مه باسۍ ، بیا به ارمان کوۍ . پر پاکستان باندې به له دواړو خواوو حمله وکړو او په خپلوکې به یې سره ووېشو ، بیا به د پاکستان په نوم د کوم هېواد له خوا موږ او تاسې ته هېڅ لانجې نه جوړېږي .

18.08.2015 10:31    |   محمد انور ولید نړیوالو پاکستان دخپل سترا تیژیک عُمق له پاره جوړکړی

له نن نه (۶۸ ) کاله مخکې بریتانوي استعمار وروسته له هغه د پاکستان په نامه د لوی هندوستان او لوی افغانستان په اصلي خاوره کې د پاکستان په نوم یو ناخلفه نوزادهېواد داسې جوړکړ چې لومړی یې په هندوستان او افغانستان کې د خپل موجودیت په اوږدوکې کټ مټ لکه همدا اوس چې په سیمه او نړۍکې وینو ـ یو څه دوستان پیداکړل چې شمېر یې تر ( یو نیم دوو سوو ) تنو ډېرنه ؤ . دوی هر یوه ته یې د خانۍ ، نوابۍ او اربابۍ پېځوانونه پر پزو ور وځړول . د وخت حکومتونه هم د همدغو نوابانواو اربابانو له کورنیو څخه ټاکل کېدل . ځکه هغوی به یې پټ په خپلو سیموکې د خاموش اکثریت پرضد تمویلول ، اکمالول او پیاوړي کول . هر یوه خان ، نواب ، ارباب ، قاجار او شاه زاده ته یې په خپلو سیموکې څه نسبي آزادي هم ورکړې وه . ولې بیا هم د استعمار ترڅپېړه لاندې سیمو خبیرو او ویښ ضمیره خلکو د خپلې راتلونکې او برخلیک ټاکلو په خاطر داسې سیمه ییزخوځښتونه د بریتانوي استعمار پر ضد پیل کړل چې ټوله آسیا ، اروپا او افریقا یې سره و جړقوله .

18.08.2015 10:16    |   محمد انور ولید سوله یْیزه ښوونه او روزنه پرڅه راټولېږي؟

سوله یْیزې زده کړې هغه مهارتونه دي چې د شخړو د سوله یْیز حل د لارو چارو په پیداکولو، د شخړو او تاو تریخوالي په اړه د ټولنیزو ذهنیتونو، کړنو، عادتونو، جوړښتونو او کلتوری نښو نښانو په پېژندنه او په هغوکې د مثبتو بدلونونوپه را مینځته کولو سره را ټولېږي.

13.08.2015 10:50    |   محمد انور ولید برښنایي تذکره ـ که برښنایي توطیْه

زه یو افغان یم . خپل هېواد ، خپل هېواد وال ، خپل نظام او خپل قانون ډېر را باندې ګران دي . لاندې څو ټکو ته چې کومه اشاره کوم دا زما د زړه درد او یو تریخ واقعیت دئ . ګرانو هېواد والو !

29.07.2015 09:52    |   محمد انور ولید ځینو افغاني رسنیوته د شکمنو بړېڅو وایرس ور ننوتی

مطبوعات په ټولو دیموکراتیکوپارلماني او صدارتي نظامونوکې د خپلو درېیو ( اجرأیه ، قضأیه او مقننه ) قووا وو تر څنګ څلورمه (رسنیزه ) قووه هم لري . چې له دې سره یاد هېوادونه د څلورو قوو لرونکي دي .

28.07.2015 09:40    |   محمد انور ولید په باروتو او سیاستونو باندې ړنګ افغانستان په سریالونو اوکرکټ نه جوړېږي

هره سپورټي لوبه یوه سرګرمي او د وجود د سلامتیا او پیاوړتیا له پاره یوه تر ټولوغوره لاره ده . د سپورټي لوبو مینه وال هرچېرې ډېر دي . موږ هم له سپورټ سره ډېره مینه لرو او د سپورټ مخالف هم نه یو . ځکه د سپورټي لوبو مشق او تمرین نن سبا په ټوله نړۍ کې رسمي بڼه خپله کړې ، چې رسمي خلک په تېره د معارف او پوځ کسان په کې ډېر تمثیلي رول لوبوي . خو کله نا کله دالوبې قراردادي شکل اختیاروي ، د ترغیب له پاره له خپلو سیالو خواوو سره د هېواد ، سیمې او نړۍ په کچه لوبې او مېچونه تر سره کوي . خپل هېواد ته د خپلو بریاوو زېري او مډالونه له ځانه سره راوړي . د سیمې او نړۍ په کچه د خپلو هېوادونو بیرغونه رپانده او جګ ساتي . افغانستان هم له هغو هېوادو یودئ چې دې سیالیو ته یې لاره موندلې ده .

26.07.2015 11:26    |   محمد انور ولید په بدخشان کې جګړې او د عسکرو قرباني د څه له پاره ؟

زیاته موده وشوه چې د بدخشان د نا امنیو په اړه ضد او نقیض خبرونه اورېدل کېږي . د افغان حکومت موافق او مخالف لوري او شنونکي یې ټول په اړه ډول ډول تبصرې کوي . څوک وایي د مخدرو موادو د قاچاقچیانو اوامنیتي ځواکونو تر مینځ نښتې روانې دي . ځکه د مخدرو موادولوی قاچاقچیان او د پوډرو او هېرویْینو د پروسېس وړې خارخانې او د خرڅلاو دوکانونه او بازارونه ټول له آومو سیند ور پورې غاړه په تاجکستان کې دي چې بیا له هغه ځایه نورو اروپایي هېوادو ته وړل کېږي . او روسانو په دې پلمه بیا خپل (۲۵۰۰۰ ) پوځ په تاجکستان کې د ناټو د مخنیوي په خاطر ځای پر ځای کړ .

21.07.2015 09:31    |   محمد انور ولید د سولې اصلي کُنجي اخلاص دئ ، نه زرـ زور او تزویر

د سولې خبره د انسانانو تر مینځ هغه مهال را پورته کېږي چې اړتیا یې محسوسه او یا ولیدل شي . خو دا باید په یاد ولرو چې سوله د انسانانوتر مینځ ترتاو تریخوالي ، سړو او تودو شخړو او اخ وډب پېښېدو وروسته د بیا پېښېدو د مخنیوي په خاطر د ثالث بالخیر کسانو له خوا د یوه مُدبر پلان د عملي کېدو له مخې مینځ ته راځي .

12.07.2015 18:09    |   محمد انور ولید ریښتینې سوله د ټولو نېکمرغیو مور ده

د افغانستان په ریښتینې سوله کې د ټولې سیمې او نړۍ خیر دئ . ځکه په ریښتینې سوله کې ریښتینی امن ، ډاډمنه بیا رغونه ، ډاډمن نظام ، د قانون یوخېل پلي کول ، ریښتینی ملي یووالی ، ملي هویت ، خود ارادیت او عزت پروت وي . دا مهال د افغانستان خاوره ، نظام ، ملت او حکومت ټول سولې ته تږي ناست دي . سیمه او نړۍ هم د اوسنیو نا امنیو له امله سره جړقېدلې ده . که چېرته زموږ په هېواد کې ریښتینې سوله راشي د ټولو افغانانودکلونو تنده به پرې ماته شي . ځکه ریښتینې سوله زموږ په هېواد کې د ټولو نېکمرغیو، او نا امني د ټولو بدمرغیو مور ده .

06.07.2015 17:41    |   محمد انور ولید طالبان ولې د پاکستان او ایران د لاس آلې دي ؟

له کله نه چې سرو روسانو پر افغانستان باندې پوځي یرغل وکړ او افغانان یې خپلوکورونو پرېښودو ته اړکړل ، په ټول افغانستان کې د نفیرعام ناره د سره ښکېلاک په وړاندې پورته شوه ، د جګړې په ډګرونو ، قتل ځایونو ، زندانونو، دښتو ، بیابانونو، سردرو او ښارونو کې د تکبیر نارې پورته شوې . مسلمانو افغانانو د افغانستان شمالي ګاونډیان خپل دښنان ګڼل ـ ځکه چې هغوی د پخواني شوروي اتحاد تر استعماري سینه لاندې وو ، چین ته یې د لږ سرحد او سختو لارو له کبله مخه نه لیدله ، مجبور وو چې د پاکستان اوایران خواته مخه کړي .

28.06.2015 11:16    |   محمد انور ولید د افغانستان د سولې ریموټ د پاکستان په لاس کې دی

په افغانستان کې له کلونو را هیسې جګړې روانې دي . خو دغه جګړې کله پر افغان بې دفاع ؤلس باندې د زبر ځواکونو له خوا ور تپل شوې ، افغانان په کې وژل شوي ، ژوبل شوي اوکډه کېدو ته اړشوي ـ اوکله یې هم خپل مینځي اخ وډب او اړدوړ ته برابرکړي دي . دا چې ولې خپل مینځي شخړو ته سره اړشوي ، نو دا هم څو بېل اړخونه لري : ۱ : ــ افغانان د شوریانو د بر بنډ یرغل له کبله مجبور شول چې د ځان او خپل هېواد ددفاع په خاطر له یو چا څخه مرسته تر لاسه کړي ، دوی پاکستان او ایران ته مخه کړه ، خو د افغانستان دغو دواړوګاونډیانو د افغانانو له مجبوریت څخه د تاریخ په اوږدو کې ناوړه ګټه پورته کړه .

24.06.2015 10:05    |   محمد انور ولید امنیت په اخلاص اوملي یووالي کې دئ ، نه په نمایشي اتحادونواوګوندونوکې

افغانستان له تېرو (۳۶) کالو را په ایسته یو بې ثباته او نا امنه هېواد دئ ، خو سترا تیژیکې د مخه پلان شوې له اقتصادي زېرمو څخه ډکې متنازع فیه سیمې او هېوادونه له تېرو دری څلورو کالو را هیسې د امنیت د نشتوالي له ګواښونو سره مخ دي . عامل او لامل یې هم داکېدای شي چې : ( خودکرده را دارو نیست . )

21.06.2015 10:54    |   محمد انور ولید روژه په عباداتو او معاملاتو کې څه رول لري ؟

روژه د اسلام په پينځو ارکانو کې درېیم رُکن دئ . داچې ولې روژه په کال کې یوځل ( یوه میاشت ) پر مکلفو مسلمانانو باندې د الله ( ج) له لوري فرض کړی شوې ده ، په دې کې د الله تعالی ډېر بې شماره حکمتونه پراته دي چې موږ یې دلته څو بېلګې یادولی شو :

17.06.2015 09:07    |   محمد انور ولید د یوویشتمې پېړۍ روژه تیان

روژه د اسلام له پینځو بنأ وو څخه یوه ده چې ترکلمې او لمونځ وروسته د پینځګونو بنأوو په چوکاټ کې درېیم مقام لري . روژه په کال کې یوه میاشت پر هر مُکلف نر ، ښځه ، عاقل ، بالغ ، حُر ، روغ او مُقیم مسلمان باندې فرض د ه . د پیغمبر (ص) تر بعثت مخکې هم امتونو روژه نیوله . د روژې نیولو دغه فرضي حکم د الله تعالی له لوري ټاکل شوی . او الله تعالی په خپل بالغه حکمت او قدیم علم سره د خپلو بنده ګانو د هغه خیرښېګڼې له پاره د روژې نیول فرض کړي دي چې بنده ګان پرې نه پوهېږي او نه یې هم محسوسولای شي .

16.06.2015 09:02    |   محمد انور ولید قانون ترټولو لوړ دی

الهي مخلوقات ټول د یوه داسې فطري قانون له مخې پیدا شوي چې په هغې کې د هرڅه په اړه ډېره دقیقه محاسبه کارول شوې ده . ځکه چې په الهي قانون ( دستور او ضابطه ) کې د ټولو حیه ( ژوندیو) او غیر حیه ( بې روحه ) ، فقاریه او غیر فقاریه ، یو حجره وي او کثیرالحجره وي ، ناطقو او غیر ناطقو حیواناتود نطفو جوړښت ، وده ، تولد ، تکثر ، د پیدایښت نېټه او ځای ، رزق ، حرکت ، سکون ، کړه وړه ، او د مرګ تېټه ، ځای او د مرګ اسباب ټول په الهي بلاکیف بالغه اذلي علم اوحکمت سره محاسبه شوي دي .

15.06.2015 09:15    |   محمد انور ولید سیاسي ثبات په فکري قووت اواقتصادي او امنیتي ثبات په امانت او صداقت کې نغښتی

انسان یو متفکر مخلوق دئ چې د خپل ژوند په ټولو فردي او ټولنیزو اړخونوکې ښه اوبد دواړه د علم په تله سره پېژني ، د عقل پر اساس یې سره بېلوي ، او د حِلم او تقوا پر بنأ یې په ټولنیزو معاملاتو او قراردادونوکې د تعادل ساتلو پر مټ برخه اخلي .

13.06.2015 17:10    |   محمد انور ولید دا ځل د ؤلسمشر پام په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بوختیا ته واوښت

ملګري ملتونه له تېرو څو لسیزو را په ایسته په افغانستان کې پربشري مرستومصروف دي . د دوی مرستې ټولې په ملکي برخه کې دي . مرستندویه مؤسسې او بهرني خیریه نهادونه ټول همدا یوه خبره کوي چې زموږ ټولې مرستې غیر جانبدارانه ، غیر سیاسي او یوازې بشري اړخ لري . افغانستان یوله له جګړو ځپلیو هېوادوڅخه دئ او ملکي افغانان په کې د بشردوستۍ له مخې د ترحُم وړ دي .

11.06.2015 09:52    |   محمد انور ولید حکومت دې پر ملي څوکیو وړ افغانان وګوماري

پخوا به چې پاچاهان له خپلو ندیمانو سره یو ځای په ښکارپسې ووتل نو د هوا مرغان او نور وحشي ژوي به یې ښکارکول . خو په دې کارکې به هرو مرو له ښکار ځای څخه بېرته ډک لاس را تلل . ځکه پاچاهانو به د ښکار له پاره داسې بازان ، تازیان او ښکارچیان هم له ځانه سره لرل چې د بازانو مښوکې به یې ښکته کږې ، د تازیانوخولې به یې تورې او د ښکارچیانو غشي به یې له ټک سره سم پر خپل هدف باندې لګېدل . پرتسمه ناست سترګې تړلي باز به د خپل څښتن په اشاره پر خپل هدف باندې غوټه وهله او ښکار شوی شی به یې په خپلو منګولوکې د خپل څښتن مخې ته امانت واچاوه . تازي به ښکار په خوله کې تر څښتن پورې را ورساوه . او ښکاریانو به په نښه کړی ښکار د خپل پاچاه په حضور کې کېښود . ولې د رباري مسلکي شاعرانو به هم داسې شعرونه د لارې لنډېدو په خاطر ورته زمزمه کول چې یوه مسرع به یې ښکارته له روانېدو سره سمه تمامه شوه ، او بله به یې نخجیر ( ښکارځای ) ته تر رسېدوـ او یا به تر هغې هم ورآخوا اوږده شوه ـ خوتمامه به نه وه . د بېلګې په توګه لکه بیدل چې ویلي :

09.06.2015 09:28    |   محمد انور ولید سولې ته ستره اړتیاده ، خو پیل یې له کومه اړخه

په افغانستان کې پردیو تپل شویو جنګ جګړو زیات ځاني ، مالي او فکري تاوانونه خپله افغانانو ته ور واړول . ځکه افغانانودمخه کوم داسې سم مسلکي مدیریت نه درلود چې د خپلې افغاني سترا تيژۍ او پلان له مخې یې خپل هېواد ـ خپل نظام او خپل اتباع له نړیوالو او سیمه ییزو ورپېښو ناورینونو څخه پرې بچ ساتلي وای . د پردیو قربانۍ خو د افغانستان او افغانانو له پاره نه ـ بلکي ددوی د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو موخو له پاره وې . ځکه پردي پرته له خپل کوم هدف څخه خپل ځانونه د بل په مخ کې نه وژني . خو د افغانانو قربانۍ د څه له پاره او پرکومه بیه ؟ ولې افغانان د پردیو اهدافو له پاره له پېله تر ننه پورې په خپلو کې سره جنګول کېږي او وژل کېږي ؟ افغانان خو څه د څوارلسمې او پينځلسمې پېړۍ هغه ناخبره خلک هم نه دي چې شاهانو به یې د خپلو خوښیو او شرطونو پوره کېدو په موخه له ځناورو سره په جنګ اچول ؟ ځکه افغانان پينځه زره کلن تاریخ لري . د ننني بلخ یا پروني بخدي ( اُم البلاد ) په څېر تمدنونه یې تر شا پرې اېښي دي . افغانانوخو یو د بل تر څنګ د صبر ، زغم او مېړانې ژوند سره درلود . د اعرابو دجهالت ددورې د هوس او خزرج د قبیلو په څېر یې د سلګونو کلونوکومې خپلمنځي بدۍ او دښمنۍ هم نه سره لرلې ، نو بیا ولې د پردۍ استخباراتي لوبې قربانیان افغانان شول ؟

08.06.2015 09:20    |   محمد انور ولید که موځان وپېژاند ، جهان به مو هم وپېژني

د شمسي نظام په دغه خاورینه نړۍکې ټول مافیهاپه تېره ژوندي موجودات د خپل اصل او نسل لرونکي دي چې د هرفایلم او سب فایلم ، کېنګ ډم او سب کېنګ ډم د اصالت ځنځیري تسلسُل یې له خپلو خپلو جرړو اوسټو سره تړاو لري ، او دا د ژوندیو موجوداتوخپل ذاتي خاصیت دئ چې د اسلافو خواص په ارثي ډول په خپلو اخلافوکې له یوه ـ یاڅو نسلونو وروسته را ټوکېږي ، وده کوي او د خپلو اجدادو په څېر د قدامت دغه ارثي ډالۍ د پوخوالي مرحلې ته په کې رسېږي .

02.06.2015 09:20    |   محمد انور ولید پاکستان د افغان سولې په اړه څه وایي او څه کوي ؟

له تېرو ( اتو) میاشتو را په ایسته پاکستاني چارواکي هم په مېخ وهي او هم په نال . په دې مانا چې هم یې له افغان چارواکو سره د خبرو او پرېمانه ژمنو دریڅه نیمکښه پرې اېښې او سترګکې ور ته وهي ، او هم یې په افغانستان کې خپلو نا اعلان شویو جګړو ته زور ورکړی .

28.05.2015 09:20    |   محمد انور ولید خپل رسنیز آدرس او منبع مه بې باوره کوئ

ژوند تل له پېښو سره تړلی . که دا آسماني یا زمیني طبیعي پېښې وي ، یا مصنوعي او بشري تخلیق . خو مثبت ـ یا منفي اغېز یې خامخا ور باندې شته . ځکه هره پېښه د ادلون بدلون ( مثبت یا منفي ) تغیر راوستو خواص په ځان کې لري . ولې دا بیا په انساني مکلف او ذمه وارکرېکټر پورې اړه لري چې پېښه د خپلې وجیبې او مکلفیت له مخې څه ډول ارزوي او څنګه ور ته اجرأیوي لیدلاری ټاکي .

26.05.2015 09:37    |   محمد انور ولید انساني روغتیا اوناروغۍ

انساني مخلوق یوه ژوندۍ هستي ده چې په جسمي او فکري لحاظ د پیدا کېدو ، تغذیې ، ځوانېدو ، پخېدو ، تقلید ، تخلیق ، زړېدو او فنا کېدو قابلیت په ځان کې لري . د ذکاوت او هوش ( آی . کیو )کچه یې کله ارثي ـ او کله هم اکتسابي بڼه لري . خوڅېره او خواص یې پرته له څه خاصو مواردو نور ټول ارثي وي . ولې روغتیایي او د ناروغۍ حالت یې بیا له غذایي رژیم ( خوراک او څښاک ) ، تنفسي هوا ، نورو محیطي ( فزیکي ـ بیولوژیکي او کېمیاوي ) عواملو، د بدن داخلي سیستم ، رواني ( پسایکولوجیکي ) حالاتو ، او نورو مترقبه او متوقعه ، او غیر مترقبه اوغیرمتوقعه پېښو سره تړاو لري چې د روغتیا او ناروغۍ مَدّ او جَذر یې په سالم او ناسالم بدن دواړوکې د عروج او نزول په ګرافي شکل تر ستر ګوکېږي .

25.05.2015 12:37    |   محمد انور ولید دغني ویکي لیکس ( امنیتي تفاهم لیک ) او د افغانستان دجاسوسانو افشاءکېدل

له تېرو (۱۳ ) کلونو را په دېخوا پخوانیوافغان چارواکو د نړۍ له ټولو هغو هېوادو سره چې افغانستان دیپلو ماتیکې اړیکې ور سره لرلې ډول ډول قراردادونه لاسلیک کړي چې د ځینو هېوادو لوړپوړو پوځې او سیاسي مشرانو ته خو آن د افغانستان افتخاري تمغې ( مډالونه ) هم په کې ورکړل شول ، خو هېچا یې په اړه هېڅ هم نه ویل . د رسنیو ، شنونکو ، پوځیانو او سیاسیونو ټولو په خولو باندې د سکوت ټاپې لګېدلې وې .

23.05.2015 13:45    |   محمد انور ولید استخباراتي مالوماتود تفاهم لیک پرسر د افغانانو وسوسې

د ملي امنیت او ( آی اس آی ) تر مینځ د هوکړه لیک پر سر د افغانانو غوغا د څه له پاره را پورته شوې ؟ دا هغه پوښتنه ده چې ډېری افغانان یې په شک کې اچولي دي . تېره اوونۍ د پاکستان د استخباراتو ( آی اس آی ) مشر د افغانستان د ملي امنیت له مشر سره د امنیتي پېښو او جدایې غوښتونکود مخنیوي په تړاو له یو بل سره د امنیتي مالوماتو شریکولو په موخه یو سند لاسلیک کړی ، چې جزْیات یې د رسنیو له لارې د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د پوځ له آدرسونوڅخه هم خپاره شوي دي .