د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد انور ولید

20.01.2016 10:28    |   محمد انور ولید په ژینواکې د مجاهدینو، او په اسلام آبادکې د طالبانوسوله

افغانستان ته تر استقلال ګټلو وروسته روسانو په لاندې ډول سترګې پټې کړې وې چې زه هغوته په لنډ ه توګه او لنډو ټکوکې د لوستونکو یوځغلنده پام را اړوم :

17.01.2016 12:03    |   محمد انور ولید کابل د څه ډول څلور اړخیزې سوله ییزې غونډې کوربه دی؟

سبا ورځ د ۱۳۹۴ هجري لمریزکال د مرغومي په ( ۲۸تمه ) نېټه کابل د سولې د خبرو پر سر د افغانستان ، پاکستان ، چین او امریکې تر مینځ د څلور اړخیزې غونډې کوربه دئ . په همدې تړاو تېره اوونۍ د همدغو یادو هېوادو تر مینځ په اسلام آباد کې غونډه تر سره شوه . هلته په پاکستان کې د افغان سولې پر سرڅلور اړخیزې خبرې روا نې وې ، او دلته په افغانستان کې له مرګ ژوبلو سره مله انتحاري او توغندیز بریدونه تر سره شول . خو افغانان پوه نه شول چې دا بریدونه د سولې د نمانځلو په اړه وو ـ او که د سولې د غندلو په اړه ؟

05.01.2016 10:55    |   محمد انور ولید آیا شیطانان او شیطان خانې پېژنئ ؟

مخکې تر دې چې پر شیطانانو او شیطان خانو باندې خبرې وکړم لازمه بولم لومړی شیطان در وپېژنم : شیطان څه ته وایي ؟ شیطانان څوک دي ؟ او شیطان خانې چېرته دي ؟ د شیطان کلمه له شطن څخه اخیستل شوې ، او شطن پټ خباثت ته وایي . شاطن د خبیث او پست په معنا دئ . د ( satan) لغت هم په همدې معنا دئ چې له عِبري ژبې څخه اروپایي ژبو ته ور ګډ شوی دئ . خو رېښه او سټه یې همدا یوه ده .

21.12.2015 10:50    |   محمد انور ولید د ژوند په چاپېریال باندې د جګړو ناوړه اغېزې

ټول ژوندي څیزونه په متحرک او ساکن ډول په یوه محدوده کې ژوند کوي چې همدې محدودې ته د ژوند چاپېر یال ویل کېږي . په هغه ځایونوکې چې هلته ژوند روان وي ، د ژوند چاپېریال بلل کېږي . د بېلګې په توګه : د اوبو یو ډنډ ( حوض ) دریابونه ، بحرونه ، غرونه ، دښتې ، ځنګلونه ، کروندې ، کلي ، ښارونه... او نور . په دې ځایونو کې ډول ډول حیوانات ، نباتات او نور ذره بیني موجودات اوسېږي ، دوی ټول له یو بل سره او له خپل فزیکي چاپېریال سره اړیکې لري او دوی ټول په مجموع کې په داسې توګه تنظیم شويدي چې په مسلسله توګه فعالیت کوي او د ژوند په ساتنه کې له یو بل سره مرسته کوي . خو جګړه یې پر ژوند ـ او د ژوند پرچاپېریال باندې ډېرې ناوړه اغېزې کوي ، چې د انسانانو خپلمینځي اړیکې او د ژوند له چاپېریال سره د هغوی اړیکې له ډول ډول ګواښونو او پرې کېدو سره مخ کولی شي .

16.12.2015 10:51    |   محمد انور ولید دآسیا زړه کنفرانس ، هغه هم په خنّاسستان کې

تېره اوونۍ د روان لمریز کال د لیندۍ په (۱۷ مه ) نېټه په اسلام آباد کې د آسیا زړه په نامه غونډه پیل شوه . په هغه غونډه کې د افغانستان ، هند او پاکستان په شمول د سیمې ( ۱۴ ) هېوادونو غړیتوب درلود ، د نړۍ د نورو ( ۱۷ ) مرستندویه هېوادو جارواکيو هم په دې غوڼده کې برخه لرله ، پر دې سربېره ترلسو زیاتو هېوادو استازو د څارونکو په توګه په دې غونډه کې ګډون کړی ؤ ، د غونډې مشري افغان ؤلسمشر محمد اشرف غني پر غاړه لرله ، خوکوربه توب یې د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف پرغاړه ؤ . ځکه پاکستاني چارواکو په خپلوکې دداسې غونډې جوړېدو خوبونه له پخوا را هیسې لیدلي وو ، او ددې کار له پاره یې څو څو ځلې غرب ته مترقبه او غیر مترقبه سفرونه هم وکړل ، خو دا چې دوی دغه غونډه د کومو موخو له پاره د مني پای ، او د ژمي سرته را وغځوله ، هغه هم په اسلام آباد ( خنّاسستان )کې ـ نو دا به په لاندې ډول له ګرانو لوستونکو سره شریکه کړم :

08.12.2015 10:12    |   محمد انور ولید د اسلام له نظره د بدلون بنسټ

د اسلامي ټولنو اصلاح یو ساده او آسانه کار نه دئ . ځکه پرته له یوې دقیقې نقشې او معقولې کړنلارې څخه د انساني ټو لنو اصلاح نا ممکنه ده . انساني اصلاح چې په حقیقت کې ویده ضمیرونه ور سره را ويښېږي او انساني معاشره جوړوي ـ د بشپړ انساني تعمیر رغولو له پاره یو داسې انساني بنأ او معمار په کار دئ چې د هغه تخصص او وړتیا په ټولو بشري ټولنو کې یوه بې ساري بېلګه وي . ترڅو موجوده او راتلونکي نسلونه یې له فیضونو او فضیلتونو څخه برخمن او خصلت او سیرت یې د یوې وجیبې او سنت په توګه په خپل ژوند کې پر ځان باندې عملي کړي .

02.12.2015 10:10    |   محمد انور ولید د وسله والو شخړو او جګړو تاوانونه

د وسله والو شخړو او جګړو د زیانونو د کچې را ټيټولو مفکوره او دقیقه ارزونه ددې له پاره را مینځته شوې ده چې د شخړو د حل او سولې ساتنې له پاره متبادلې لارې په نښه ، له جګړوڅخه د مخنیوي او د شخړو د سوله ییز حل په هڅوکې مرسته وکړي .

26.11.2015 10:17    |   محمد انور ولید د تاریخ او راتلونکو نسلونو په حافظه کې څوک ځای لري ؟

هرڅه اصل او نسل لري ، چې د هغې پر بنیاد د خپل ذاتي اخښل شوي مزاج او غریزې له مخې د خپل ژوند له پاره د تعقل یا غیر معقولې پرېکړې پر بنأ محیط ( جغرافیه ) ټاکي ، په روا یا ناروا سره تغذیه کوي ، معقول انسان له وړوکتوبه تل ځان له حرامو ساتي ، خو غیر معقول او غیر نارمل انسان بیا ددې پر وا نه ساتي او په قصدي توګه د پردیوحراموخواته ځان ور ټېل وهي ، په حرامو خوړو باندې وده مومي ، لویْېږي ، د حرامو په زور د اکمال ـ پخېدو او ځواکمنېدو مرخلې ته ځان رسوي ، د زر ، زور او تزویرله مختلفو لارو څخه د تخت او بخت پرګدۍ باندې په خپله ورکښېني ـ او یا هم د بل په لاس لکه سترګې تړلی غلام باز د بل په تسمه د پاسه د نورو د ښکارکولوله پاره ورکښېنول کېږي ، خو داسې انسان خپل ځان د خپل خیرن ضمیر په خيرنه هېنداره کې بادار ویني او نور ورته غلامان ښکاري ، له ځانه واکوال ، پاسوال او امپراتور جوړوي . علت یې دادئ چې :

22.11.2015 11:34    |   محمد انور ولید له اختلاف اوشخړوسره د نا مناسبوکړنو پایلې

څه وخت چې د یوې موضوع یا ستونزې پر سر د ښکېلو خواوو تر مینځ اختلاف په مناسب او ښه شکل مدیریت او کنټرول نه شي، همغه اختلاف بیا د شخړې سبب ګرځي . او که له شخړې سره مناسب چال چلند و نه شي ، له شخړې څخه د وتلو سمې لارې او وخت و نه ټاکل شي ، بیا هم همدغه شخړې په تاو تریخوالي ، جګړو او دښمنیو باندې بدلېږي . چې له کبله یې کېدای شي په ټولنه کې درزونه او بېلتون را مینځته شي .

17.11.2015 10:16    |   محمد انور ولید زموږ اوسنی وضعیت

د نړۍ ( دوه پر درېیمه ) برخه هېوادونه د پټو او ښکاره تاوجنو لانجمنو ، شخړو ، ماتو اوپرېکړو حالاتو سره لاس اوګرېوان دي . د نړۍ په ډېرو ځایونوکې انسانان یو بل سره وژني ، یو بل ته درنې مرګ ژوبلې اړوي ، انسانی ناورینونه را مینځته کوي ، چې دا د انسانانو په لاس را مینځته شوی ناورین بیا د پراخو ورا نیو سبب جوړ شوی اوکېږي .

16.11.2015 10:06    |   محمد انور ولید له جګړو څخه د خلاصون کړنلارې

انساني ټولنې هغه مهال له تاو تریخوالي او جګړو څخه نجات موندلی شي چې د شر، فساد اوفتنو اچولو منابع یې تشخیص ، او د تمویل ، تجهیز او ودې لارې یې پر مخ بندې شي . پر ضد یې له اختلافاتو او شخړو سره د مناسبو او رغنده لارو چارو د ودې او په کاراچولوفرهنګ په کې عام شي . په ټولنیز سیستم کې د عدالت او حقوقو د تأمین له پاره اړین اقدامات په کې تر سره شي . خوددې ټولوکارونو د ترسره کولو له پاره ترهرڅه وړاندې اړونده پوهنه اوروزنه د ظرفیتونو د ارتقأ او لوړولو له پاره اړینه ده ترڅو په کلاسیک او مکتبي منل شوي شکل خلک د مور له ِغېږې څخه بیا آن تر ګوره پورې د سوله ییز ژوند پر اهمیت او ګټو باندې پوه وي .

07.11.2015 12:04    |   محمد انور ولید د شخړې ( منازعې ) خصوصیت

د ټولو انساني روېښونو او ارزښتونو ضد افراطي او تفریطي توپیري چلند د شخړې اصلي لاملونه بلل کېږي . ټولې شخړې د افراط او تفریط زیږنده دي ، ځکه شخړه له توپیرونو ( تفاوتونو ) څخه مینځته را ځي . کله چې د خلکو او ډلو ترمینځ د ارزښتونو، تصوراتو، مفکورو، غوښتنو او اړتیاوو خوځښتونه او حرکات یو د بل په وړاندې سره مخ شي ، په خلکو او ډلو کې احساسات را وپاروي ، چې بیا دا احساسات د شخړو په تو ګه را ښکاره کېږي . شخړې د متقابلو تعاملاتو د ( ناسم چال چلند ) په بهیر کې له یوې مرحلې څخه بل پړاو ته دا خلېږي او په خپل وار سره د ذیدخلو ډلو تر مینځ د اړیکو د بدلون سبب کېږي .

02.11.2015 10:41    |   محمد انور ولید دپه شخړوعادت ټولنود بدلون کړنلارې

څنګه کېدای شي په هغو ټولنو کې چې له دوامدار تاو تریخوالي او زورورو شخړو څخه زیانمنې او له شخړو سره عادت شوې وي ، د سولې پرخوا بدلون ته لاره هواره شي ؟

31.10.2015 11:53    |   محمد انور ولید څنګه د شخړو د منفي خوځښت مخنیوی وکړو ؟

دا چې شخړې منفي اړخونه هم لري، نو موږ څه ډول کولای شو چې ددغو منفي اړخونو مخنیوی وکړو ؟ لازمه خو داده چې لومړی په هغو خواوو او چاپېریال کې د بدلون راوستو له پاره یو لړ اقدامات تر سره کړو چې په کې شخړه را مینځته شوې. په زیاتره شخړو کې د تشدد د را مینځته کېدو په صورت کې هغه وخت کموالی او شاته تګ را تلای شي چې زور زیاتی په پرله پسې ډول پر ځای ولاړ حالت ځانته غوره او دواړه خواوې له شدیدو زیانونو څخه متأ ثره شوې وي.

28.10.2015 13:15    |   محمد انور ولید تشدد (تاوتریخوالی) او جګړې

تعریف : هر ډول ذهنیتونه، تصورات، کړنې او سیستمونه چې د ځان او نورو د فزیکي، مادي، معنوي، رواني او چاپېریال ته د زیان اړولو او صدمې رسولو سبب وګرځي ـ تشدد ( تاو تریخوالی) بلل کېږي. تشدد او تاو تریخوالی د انساني جوړښت په سرشت او طبیعت کې وجود نه لري، په بله وینا : تشدد جینیتیکي او ارثي بنیاد او

27.10.2015 10:16    |   محمد انور ولید د افغانستان جګړه ولې نه ختمېږي ؟

سږکال د افغانستان د جګړې ددوام (۱۴)کاله او د کندوز د جګړې نږدې (۲۰) ورځې پوره شوې . د جګړې په پیل کې داسې خبرونه خپاره شول چې په هغوکې د ځینو تصویري رسنیوله خوا د افغانستان ـ په تېره په دې وروستیو کې د کندوز پوځي انځور پیکه او د سقوط په حال کې وښودل شو . لا مل یې هم دا په ګوته کېده چې د افغانستان پخوانیو چارواکیود خپلو روابطو او انډیوالیو حکومت چلاوه . خو دکندوز د پخواني والي محمد عمر ساپي د تقرر پر سربیا له پېله د دواړو اوسنیو ټېمونو تر مینځ یوه خوله هوکړه او په سیمه کې همکاري او همغږي موجوده نه وه . له بلې خوا ښاغلی ساپی هم داسې څوک نه ؤ چې ریښتینې کاري تجربه او وړتیا دې په ځان کې ولري . نوموړي خپله کورنۍ هم تاجکستان ته انتقال کړې وه چې دده ددې کار دوې موخې کېدای شي :

12.10.2015 14:34    |   محمد انور ولید د چرسیانوشورا

وایي پخوا چېرې د یوې غرنۍ سیمې په یوه کلي کې یوازې یو پوخ چرسي ؤ . دې چرسي د خپلې پَرِې او بانډ زیاتولو له پاره دکلي له نورو زلموټو اوځوانانو سره راشه درشه او روغبړ پیل کړ . هر سهار او مازیګر به یې دکلي په هسکو ټيټوکندوکې په یوازې سر یوه دوهه وهله او له خولې به یې داسې شنې لوخړې را وتلې چې له لیرې به هغه خلکو لیدلې او د چرسو بوی به یې له هغې لارې دټولو تېرېدونکولارویانوترسپنګو پورې رسېده . خلکو به د بنګوددې لعنتي بوټي د بوی له امله خپلې سپنګې وتړلې ، خو د بې روزګاره کلیوالو زلموټو اوځلمیانو به هسې هم سات نه تېرېده ، ډله ډله به دکلي خواوشا ګرځېدل را ګرځېدل اوخپل بې مزده بنډارونه به یې سره کول .

10.10.2015 21:42    |   محمد انور ولید سوله یْیز کلتور

ټولنیز وګړي او د هغوی کلتور (روا دودونه رواجونه ) د یوې ټولنې د شخړو، تاوتریخوالي، جګړو او سولې د ټول تصویر، تحرک او پایلو ښوونه کوي. که د یوې ټو لنې تصویر موږ ته دارا په ګوته کړي چې په نوموړې ټولنه کې د تاو تریخوالي، تشدد او جګړو عناصر د ودې په حالت کې وي، نو دغه وضعیت موږ ته دا را ښیي چې په نوموړې ټولنه کې د تاو تریخوالي، زور زیاتي او جګړوعناصر د اعتبار او امتیاز پیدا کولو په حالت کې دي.

07.10.2015 11:05    |   محمد انور ولید افغانستان د خلافت او امارت په لمبوکې

څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدری نثار په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته ویلي چې موږ د افغانستان چوکي داران نه یو . خو نوموړي دا نه دي ور سره ویلي چې له چتراله تر بولاه پورې دا (۲۴۵۰) کیلو متره منحوسه کرښه او عایْقه سیمه په تېرو (۳۷ ) کالو کې چا نا امنه کړې د ه ، افغانستان ـ که پنجاب شاهي ؟

03.10.2015 11:18    |   محمد انور ولید د کندز مرکز نیول بهرنۍ استخباراتي پروژه ده

دا خو ټولو ته معلومه ده چې مل له کوره نه وي ـ غل پردي کور ته نه شي ننوتلی . د کندز ښار په سقوط کې له بهرنيوغلو سره کورنیو معامله ګرو لاسونه یوکړي او دا پېښه را مینځته شوه . که نه نو هېڅ امکان یې نه ؤ چې داسې دې وشي . دا چې د کندز ښار د نیولو په اړه پلانونه چېرته ، څه ډول او د چا له خوا جوړ شوي او ولې کندز د مخالفینو د حملو ستراتیژیک محراق جوړ شو ، دا بیا بېل لاملونه او بېلې خواوې لري چې په لاندې توګه څېړل کېږي :

20.09.2015 10:18    |   محمد انور ولید په افغانستان کې د امریکا د ځاني او مالي قربانیو ماناڅه کېدای شي

نن شنبې د روان لمریزکال د وږي په ( ۲۸مه) نېټه مې په تاند سایټ کې د میر ویس جلالزي د خپاره کړي رپوټ په استیناد یوه مقاله له نظره تېره کړه چې په هغه کې د امریکا د متحده ایالاتو د سنا یا کانګرس په مجلس کې د وسله والوځواکونودجرګه ګۍ مشر ( Mac thornbarry ) ویلي چې : که په (۲۰۱۹ ) زېږدیزکال کې امریکایي پوځونه یو په یو له افغانستان څخه ووځي ـ افغانستان به له سختو شپو ورځو سره مخ شي . نوموړي دا هم ویلي چې د امریکایي عسکرو له وتو سره به داسې تراژیدي مینځته راشي چې بیا به یې مخه هېڅوک ونه شي نیولی . ځکه په افغانستان کې به تندلاریتوب ته لاره هواره شي ، داعش به چې د امریکې تر ټولو ستر دښمن دئ وده او پراختیا ومومي .

09.09.2015 09:31    |   محمد انور ولید راځۍ ټولو ته د منلو وړ برښنايي تذکرې جوړې کړو

په افغانستان کې خویوځل محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال په (۱۳۳۳) هجري لمریز کال کې د تابعیت تذکرې وېشل شوې وې ، بیا د داؤد خان د واکمنۍ پر مهال په (۱۳۵۳) هجري لمریزکال کې تذکرې ټول افغانستان ته ور کړل شوې ، خو هغه سر شمېرنې هم ځکه نیمګړې وې چې د افغانستان په سُنتي هېوادکې نږدې د نیم افغانستان د نفوسو شمېرې ته ځکه شا ور اړول شوې ښځو ته په ټولیز شکل تذکرې نه وې ورکړل شوې . په لیرې پرتو سیموکې د نوزادانو او مړو تذکرې هم چا نه دي شمارلې چې څو مړه او څو نوي تولد شوي وو . ولې د جهاد پر مهال بیا ځينې مرسته کوونکو بهرنیو کمېټو لکه د سوېډن کمېټې او نورو د خپلو سروې یَرانو په لاس دا سروې تر یوه بریده بشپړه کړې وه .

07.09.2015 09:38    |   محمد انور ولید ریکا اوسام غونډې په افغانستان ، خومذبوحانه هڅې یې په پاکستان کې

دروان هجري لمریزکال د وږي له (۱۲مې تر ۱۳ مې ) نېټې پورې افغانستان د سیمه ییزو همکاریو(ریکا ) اود همدې میاشتې په ( ۱۴مه ) نېټه د مرسته کوونکو هېوادونو ( سام ) کوربه هېواد ؤ چې دواړه غونډې پرله پسې د افغانستان په زړه ( کابل ) کې جوړې شوې .

30.08.2015 10:10    |   محمد انور ولید په افغانستان کې دباروتوجګړه اوذروي ټپونه

افغانستان یو داسې لرغونی غرنی هېواد دئ چې د غرونو تسلسُل یې آن د نړۍ له بام ( د پامیرله لوړو ) څخه را پیلېږي . ددې هېواد د غرني جوړښت یوه برخه د افغانستان د ملا تیر تشکیلوي چې له هندو کُش څخه د بابا د غره تر جنوب غربي لمنو پورې رسېږي . بله برخه یې د سپین غر او تور غر سلسله ده چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د سلیمان غره ترجنوبي لمنو پورې غځېدلې ده .

26.08.2015 09:53    |   محمد انور ولید د کابل غونډه ، روغ مدیریت او د افغانانو هیلې

د روانې اوونۍ په وروستیو کې به کابل یوځل بیا د یوې سترې نړیوالې غونډې کوربه وي . دې غونډې ته به خواوشا د (۷۰ ) هېوادونو د بهرنیو ، بیا رغونې ، اقتصاد ، سود ا ګریزو او نورو اړوندو چارو وزیران او دونران راخي . د کابل دغه نړیواله غونډه د لندن د نړیوالې غونډې ادامه ده . په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان امنیتي وضعیت ، بیا رغونې ، او مواصلاتي لارو لکه له واخان څخه تر تور غنډۍ پورې د ورېښمو ، او له تور غنډۍ څخه تر بولدک او چاه بهار پورې ، او له حیرتانو او شېر خان بندر څخه ترتورخم او غلام خان پورې لارو رغولواو د غازو پر نل لیکه باندې هم خبرې وشي .