د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محبوب خان

25.04.2015 19:57    |   محبوب خان باک ائتلافي حکومت دې د پروژوي رسنيو مخه ونيسي

رسنۍ يا مېډيا دهېواد ددرې ګونو قوو ترڅنګ څلورمه او ترټولو ځواکمنه قوه بلل کېږي اوهمدا رسنۍ دي چې ددولت او ملت تر منځ د يوه نښلوونکي پل حيثيت لري او هغوی په هېواد کې دتېرېدونکو ښو اوبدو څخه په وخت خبروي.

25.04.2015 10:33    |   محبوب خان باک که هرڅوک په خپل کار کار ولري نوڅه ګټه به وکړو؟

د تېرو ۱۳کلونو تجربې او دسترګو ليدلی حال دا راښيي که چېرې اوسنی ائتلافي دولت په هېواد کې دځينو بې بندوباره اوخود مختاره اشخاصو د لنډه غرتوب مخه په کلکه ونه نيسي او پروړاندې يې د فساد او مخدره موادو پشان کلکه مبارزه ونه شي نو حتمي او لازمي ده چې دغه ۳۰ ميليوني هېواد به د هلاکت داسې لويې کندې ته ور پرېوزي چې بيآبه يې نوم د نړۍ له نقشې څخه هم ووځي خو دا مبارزه بايد د فساد او مخدره موادو پرضد مبارزې پشان هسې تش په نامه مبارزه نه وي.

22.04.2015 23:03    |   محبوب خان باک په خوست کې دکمال ناصر اوهمايون( درمان)

بيګاه مخکې له دې چې ويده شم يوځل مې پښتو وېبپاڼې له نظره تېرې کړې ډېر خواشينوونکي خبرونه او مقالې پکې وي واقعاً زموږ په هېواد کې وروستي سياسي حالت دېر د اندېښنې وړ او زړه بوږنوونکي دي،

15.04.2015 20:11    |   محبوب خان باک د ائتلافي دولت دمشرانو دتوجه وړ

د ائتلافي يا دوګونی دولت مشرانو چې کله لوړه کوله او ملت سره يې ژمنې کولې يوه داهم پکې وه چې په ګډه به دفساد اومفسدينوپرضد مبارزه کوي او هېواد اوهېواد وال به له هر ډول ستونزو او داخلي او بهرني ښکېلاکونو څخه ژغوري.

14.11.2012 00:20    |   محبوب خان د المان فرهنګي مرکز د اوسنيو ادبياتو جشن لمانځي

ګويته انستيتوت او دالمان فرهنګي مرکز غواړي د افغانستان د معاصرو ادبياتو اووم ملي جشن چې سر ليك يې داځل ښځه او د افغانستان ادبيات دي دروان کال د لړم د مياشتې په ۲۴ او ۲۵ نېټو چې د ۲۰۱۲ کال د نوامبر له ۱۴ او ۱۵ نېټې سره سمون لري په کابل کې د بابر بڼ د ملکې په قصر کې ولمانځي. داجشن له تېرو شپږو کلونو راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په کال کې يو ځل جوړېږي او هر ځل د ادبياتو يوه مهمه موضوع تر څېړنې لاندې نيسي.

25.10.2012 18:53    |   محبوب خان د نړۍ ستر شهكار ( جګړه او سوله ) په پښتو خپور شو

جګړه او سوله يو نړيوال رومان دى. دا رومان په نولسمه پېړۍ كې نامتو روسي ليكوال ( ليف نيكولايوويچ تولستوى ) ليكلى دى. داد نړۍ دادبياتو په تاريخ كې يو له غورو نه غوره رومان دى چې دوكتور لطيف بهاند له روسي ژبې نه پښتو ته راړولى دى. جګړه او سوله په ۲۶۷۴ مخونو كې په ښه كاغذ او ډبله پښتۍ په څلورو برخو كې د زرو ټوكو په شمېر چاپ شوى دى. ياد رومان د ميدان وردګ ولايت د پخواني والي او فرهنګپال شخصيت الحاج محمد حليم فدايي په مالي لګښت خپور شوى دى. ټاكل شوې ده په راتلونكو څو اونيو كې ددې رومان مخكتنه تر سره اومينه والو ته وړاندې شي.

13.06.2012 18:53    |   محبوب خان د استاد سعدالدين شپون د ورور د فاتحې خبرتيا

جماالدين خان ابادى او دغضنفر طبې انستيتوت د غاښونو د طب برخې محصل قيام الدين خان ابادي ، مشهور په سور ګل زامن،استاد سعدالدين شپون،صلاح الدين خان ابادى دعبد الهادي داوي لېسې ښوونكى او نور احمد اخګر ورونه.امين الدين ګهيځ،ضياوالدين ګهيځ،ډاكتر امان الدين حامد، جلال الدين ګهيځ او لونګ برهان وريرونه.مير عبدالحبيب واعظي، عبدالرزاق مياخيل خان ابادي او عبدالمتين پوپل اوښي ګان، حبيب الرحمن خوښمن، ضياو الحق مياخيل خان ابادي،انورالحق مياخيل خان ابادي، مسعودالرحمن لطيف، سيد نصير، سيد كبير، سيد سكندر،مير عبدالطيف زرغون او مير عبدالله خوريونه،حامد زمان

18.03.2012 22:43    |   محبوب خان د سارک په ادبي فیستیوال كې دافغانانو ونډه

په هندوستان كې د سارک هېوادونو كلنى ادبي فیستیوال، د مارچ د میاشتې په شپاړلسمه نېټه پیل شو. دغه سیمه ییز سازمان اته غړی هېوادونه لري: افغانستان، هند، بنګلادیش، بوتان، مالدیف، نیپال ،پاکستان او سریلانکا. دغه کلنی فیستیوال هر کال د سارك د ليكوالو د ادبي فاونډیشن په نوښت جوړيږي.

16.07.2011 22:17    |   محبوب خان د كيسه ډايجست شپږمه ګڼه له چاپه راووته

د پښتو کیسه ډایجست شپږمه ګڼه تر يو كلن ځنډ وروسته په کابل کې دشپون پروډکشن له خوا خپره شوه چې په دې ګڼه كې د ښاغلي رزين انځور ، صفيه حليم،ايمل پسرلي ،وكيل شينواري، اجيت کور، روشن لال ملهوترا ، صديق الله بدر، پروين ملال ،طوبا ندا ،احسان الله ارينزي، لينا شريفي ، ګلزار ، ميرويس افغان ، ثنا ساپۍ ، نصير احمد احمدي ، باز محمد عابد، فريبا ظاهر رحيم الله بشارت ،نجيب منلي ،زليخا عزيز ،محمود نظري، قاضي حسن حقيار، بي بي سيده عارف، خالد نويسا اوډاکتر محب الله زغم په زړه پورې کیسې د پیاوړي انځورګرعبدالهادي تپاند دښکلو انځورونو سره راټولې شوې دي . د یادونې وړده چې کیسه ډایجست دمحبوب الله خان او راحلې نوري په زیار په کابل کې ددانش خپرندويې ټولنې په تخنیکي څانګه چاپ شوې ده او په دې ګڼه کې ټول ټال پينځه ويشت لنډې کیسې راټولې شوې دي.