د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لایق جان خوستی

18.07.2016 10:17    |   لایق جان خوستی د افغانستان کثیر التألیف شخصیت پروفیسور عبدالله بحتانی د 125 اثارو خاوند

لیکوال او شاعر پروفیسور عبدالله بختانی ما هغه وخت وپیژندو چې په قاهره کښې د افغانستان سفارت له خوا د بختاني صاحب «د دین څو ستوري» په نوم کتاب چاپ شو، مخکې ددی چې ښاغلی پروفیسور عبدالله بختانی خدمتګار وپیژنم ما ویل چې په افغانستان کښې د پوهاند حبیبی څخه زیات آثار څوک نلري، خو د پروفیسور بختانی خدمتګار ژوند ته په نظر کولو سره پوه شوم چې مونږ لا هم داسی شتمنې لرو چې ژوندې دي او مونږ يې نه پیژنو، شاید داسی ډېر ځوانان وي چې د بحتاني خدمتګار صاحب په شان لوي هستي نه پیژنی، ځکه ماهم وپتیله چې د پروفیسور بختیاني په هکله یو څو کرښي ولیکم. عبدالله جان د ملا آقا جان طبيب زوى د ١٣٤٣هـ ق کښې د ننگرهار ولايت د سره رود (سرخرود) په چهار باغ صفا کښې زيږيدلى، لومړنئ زده کړه يې له خپل مور او پلار نه پيل کړى او بيا د نورو استادانو څخه يې پر مخ بيولى ده .

31.03.2016 09:42    |   لایق جان خوستی د علامه محمود طرزې د 150 تلین په یاد

محمود طرزی د افغانستان وتلی سیاستوال، ژورنالست او لیکوال و، خدای بښلی د سردار غلام محمد طرزې زوي چې د کندهار د بارکزیو د ټبر سره تړاو لري، د محمود طرزي پلار د امیر عبدالرحمن خان سره د اختلاف درلود او د سردار محمد ایوب خان د پلوی له امله په ۱۸۸۱م کال کښې د هېواد څخه ویستل شو او کراچی ته کډه شو، ولی هلته یې د انګریز د جنډی لاندی ژوند کول ونه زغمل، د کراچی څخه (بغداد) بیا (استانبول) او وروسته (شام) سوریه ته ولاړ. محمود طرزې په ۱۷ کلنی کښې د پلار سره په جلا وطنۍ کښې که د یوه لوري سختی تېري