د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قاضی نجیب الله جامع

03.07.2016 13:31    |   قاضی نجیب الله جامع د روسیه سیاسی او دفاعی امنیتی موخې د شانګهای د همکاریو پر سازمان کې!

د سړې جګړې له پایته رسیدو سره سم، د شوروی اتحاد کبرجنه او ځواکمنه امپراطوری هم دړی وړی شوه، هغه امپراطوری چی له نړیدو سره جوخت یې د روسیه فدارسیون پر کورنی اوسیمه یزه کچه له ډیر زیات شمیر کورنیو ستونزو او ناخوالو سره مخ کړله، ځکه پدې وخت کې روسیه پر ټولنیزه کچه له مارکسیسټی سیاسی نظام څخه د ګذار په حالت کې د یو نوی ټولنی په لور له ډیرو سختو ټولنیزو سیاسی، اقتصادی او امنیتی شرایطو تجربه کولو په حال کې وله.

26.06.2016 12:28    |   قاضی نجیب الله جامع د افغانستان غړیتوب د شانګهای د همکاریو په سازمان کې او د غړیتوب اغیزه زمونږ په ملی ګټو

هغه څه چي د یوه سیاسی، اقتصادی او امنیتی سازمان لکه د شانګهای د رامنځته کیدو سبب شوی، په اصل کښې یوشمیر داسی ګواښونه او فرصتونه دی، هغه چي غړیو هیوادونو د هغه احساس کول، کوم چي په یو سازمان کښې راټولیدل له غړیو هیوادونو سره مرسته کوی، ترڅو له هغه ناخوالو سره چي مخ دی، پری لاس بری شی، او له فرصتونو څخه یی ګټه واخلی، یا په بل عبارت او معنا رامنځته کیدل د یوی نظامی، اقتصادی او سیاسی منطقوی جوړښت هغه ګټو ته ورګرزی، کوم چي غړی هیوادونه د هغوی د ترلاسه کولو او حل هیله لری، د شانګهای سازمان هم دقیقاءً د یو داسی فکر په اساس رامنځته شوی. دلته د پام وړ ټکی دادی چي هغه فرصتونه او ستونزی چي دشانګهای غړی هیوادونه یی د یوی داسی اجماع په سر رایوځای کړی، له هغو فرصتونو او ناخوالو سره تر ډیره مشابهت او نږدېوالی لری، کوم چي افغانستان ورڅخه سر ټکوی، لکه د امریکا له لوری درواغژن ټروریزم، او ډلی محوره تهدیدونه د شانګهای د نازکې او د پیښو ډکي جغرافیوی محور پر شاوخواه د وسلو، انسان، او نشیي توکو په ډول د خطرناکو مافیایی او ممنوع قاچاقی بانډونو ګواښ پارونکی وجود دي. اوس لکه څنګه چي یادونه وشوه د افغانستان غړیتوب د شانګهای د همکاریو په سازمان کښې زمونږ په متقابلو ګټو زیاته اغیزه لری، بناءً همدلته مونږ کوښښ کړو ترڅو دغه تاثیرات د فرصتونو او ناخوالو په ‌ډول د افغانستان د غړتیوب اړوند پر بحث کښې تر مطالعوي کتنی لاندی ونیسو.

22.06.2016 10:06    |   قاضی نجیب الله جامع زکات 
پاکی در ثروت فردی و ثبات در اقتصادی ملی !

یکی از تاثیر گزارترین روابط فی مابین شهروندان یک جامعه که سایه اون بر روابط انسانی دیگری نیز سنگینی میکند، روابط مالی و اقتصادی افراد ان جامعه هستند..
این یعنی وجود یک نظامی اقتصادی خوب که باعث رشد جامعه میشود، به همین علت هم نظام های حکومتی جهان همیشه به دنبال رهکارهای مناسب برای سامان دهی نظام اقتصادی شان بودند که اسلام سر امد شان بود.
و زکات را در کنار احکام دقیق نظام اقتصادی به عنوان شاخص ترین رهکار نظارت و کنترول بر روابط مالی طراحی و دیزاین کردند.
مشروعیت زکات یکی از دستورات پیامبر (ص) و ایات قران مثل این ایات گرفته میشود.
الله ( ج) می فرماید :
( واقیمو الصلاة و اتوا الزکاة و ارکعو مع الرکعبین)
( فذ من اموالهم صدقة تطهرهم و تزکیهم بها)
( والذین فی اموالهم حق معلوم . لسائل المحروم)
هدف نهایی از زکات در نظام اقتصادی اسلام به هدف ایجاد اجتماع و رعایت عدالت اجتماعی به شکل زیر است.
یک: نظارت و کنترول بر گردش مالی جوامع بشری که متظمن ثبات عدالت گرایانه در چرخش معامله های کلان اقتصادی و مالی میشوند..
دو: حمایت از مستمندان و فقراه..
سه: پر کردن شکافهای طبقاتی بین شهروندان یک جامعه در حالیکه اگر این اصل اقتصادی، اجتماعی در مباحث کلان کشوری رعایت نشوند پایداری نظام های سیاسی و رشد همگرایی چندجانبه اجتماعی به انارشیزم افراطی و ناراضی تبدیل میشوند که شکست نظام سرمایداری در نطفه امر همین است..
چهار: و در اخیر ایجاد رفاه و اسایش مثمر برای همه ای اقشار مختلف جامعه که یکی از اهداف نظام های احیاگراه و هویت محور می باشد..

15.05.2016 11:27    |   قاضی نجیب الله جامع واټنونه

کله چی ریګن واک ته ورسیدی ستره ژمنه یې له امریکایی ولس سره د کړنو په بهیر کښې رڼوالی او جدیت ولو، مهاتیر محمد هغه مهال د سلګوني مالیزیایی ملت د باور او تاریخی درنښت وړ شو چی مالیزیا یې د اقتصادی ماتی او پوره وړتوب څخه د نړی یو له ⑧ ځواکمنو او اغیزمنو قطبونو په ثابت کتار کښې ودرولو.

03.04.2016 09:37    |   قاضی نجیب الله جامع امنیتی تړون د ملی او اسلامی حقانیت پر خلاف سپینه کودتا وه!

کله چی له یوي لسیزې پر زیاته موده کښی، امریکایی ګټو ته د ګرمو جګړو پر وسیله د تحقق زمینه نشوه مساعده، نو دسپینی ماڼۍ او شمالی اټلانټیک پر امنیتی سازمان کښی، پر افغانستان د یرغل طرحه کونکو د سپینی ماڼۍ پر بیړنی غوښتنی، جرګه وکړه او پردې سره سلا شول، چی د بریټانوی ښکیلاک له تجربو څخه پر ګټي اخیستني لکه پر شرقی هند کښی چی پلی شوی ولو، باید د جګړې له متن څخه ښکیلاکی قواوې رابهر شی، او هغه څه چی پر جګړه کښی یی نه دی ګټلی د سولی او دایمی اډو پر شکل کښی لاسته راوړی.

02.03.2016 11:20    |   قاضی نجیب الله جامع بی خونده بیعت

لا په کلونو ورځی پاتی وې، چي د ایران ځواکمن مذهبي لارښود، آیت الله علی خامنه ای به نه یوازې په بهرنی کچه د امریکا او انګلیس له احتمالی لاسوهنو اندیښنه ښودله او ورسره یی تکرارًا د مبارزې خبر ورکولو، بلکی د دې ترڅنګ یې په کورنی کچه هم د یوشمیر سرو کرښو په پام کې نیول له لسګونو ملاحظاتوسره د انقلاب د ښیرازی او بقا په موخه اړین ګڼل او حتّا تردی چی دده د خوښې او د انقلاب د بقا د ټیم ځانګړتیاوې یې هم روښانه کړلی، لکه داچی باید با هویته، مومنو، انقلابی او د استکبار ضد څیرو ته رایه ورکړل شی، او څوک چی د دې مواصفاتو په نښه شوی اشخاصو ته رایه ورنه کړی هغوی عینی فرض پریښي او د حرام فعل مرتکب شوي دی، هغه چي موخه یې اصلاح طلبان او اعتدالیون د اکبر هاشمی رفسنجانی او خاتمی پر مشری ډله دی.