د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فريدالله

12.08.2013 17:02    |   فريدالله غښتلي د ولس مشر مډالونه خرڅیږی

ما می په ژوند کی ددی تصور نه شو کولای چی ددومره لویو او سترو قربانیو تباهیو ورانیو غمیزوچی پوره پنځه دیرش کاله یی ونیول دا ملت به د تباهی داسی یو ګړنګ ته ولیږی چی د ارزښتونو سوداګری به یی پیل شی. د تباهی دغه حالات هغه مهال ډیر مایوسه کړم چی د افغانستان د ملی تلویزون په پرده می د کورنیو چارو امیتی معین، چی په اداری فساد کی ډیر شهرت لری د پکتیکا او غزنی د امنیی قومندانیو ته د شجاعت مډالونه ورکړل، دی د فساد او ریشوتونو په نشه کی دومره ړوند کوڼ و چی نه یی هغه ورستی زړه بږونکی پیښی چی د پولیسو بی کفایتی او فساد له امله رامنځ ته شوی او نه هم هغه عالم مبارک ته چی د سپیڅلی کتاب قران عظیم الشان مبارک ایاتونه ورباندی لیکل شوی و پام نه شو ټولو هیوادوالو ته معلومه ده چی د غزنی ولایت د ناوی ،مقر، ګیرو، زنه خان ، ګیلان یا په بشپړ توګه او یا په نیمه ډول ددوی د فساد له امله په سقوط دی چی معاشونه او عاشه او مهمات یی د همدی قومندانی او کورنیو چارو وزارت ترمنځ ویشل کیږی

15.05.2010 09:44    |   فريدالله واعظي استرالياپاكستان ته په يوه زړه راښكونكي لوبه كي ماته وركړه

د شل اورونو د نړيوال جام د خپلولو په موخه پرون د شپي په اتو بجو په نيمه پايلوبي كي د پاكستان او استراليا دلوبډلوترمنځ يوه ډيره په زړه پوري لوبه ترسره شوه.

09.05.2010 12:03    |   فريدالله واعظي استراليا هندوستان اوسريلانكا ويسټ انډيز ته ماته وركړه

په دي لوبه كي پچه هند وګټله اواسترالياته يي دمنډوجوړولوبلنه وركړه په اول اوركي چي بالنګ دسنګ لخوا وشواستراليا يوه منده هم وانه خيسته مګروروسته داول اورنه داستراليا لوبډلي ډيره ښكلي لوبه وكړه اوتر104 منډو پوري يي كوم لوبغاړي له لاسه نه وو وركړي او په 105 منډه يي خپل يولوبغاري شين واټسن چي ښكلي لوبه يي كړي وه او54 منډي يي جوړي كړي وي له لاسه وركړو داستراليا په لوبغاړوكي ډيودوارنرپه 42 بالونو72 اوواټسن په 32 بالونو54 منډي كړي وي چي ددوي دلوبډلي لپاره يي ښه پايله درلودله استراليا په 20 اورونوكي 184 منډي جوړي كړي اوسيالي لوبډلي هند ته يي د185 منډوهدف وركړ.

09.05.2010 11:55    |   فريدالله واعظي انګلستان پاكستان او سويلي افريقا نيوزيلاند ته ماته وركړه

پچه انګلستان وګټله اوپاكستان ته يي دمنډو جوړولوبلنه وركړه چي پاكستان په وركړل شويو 20 اورونوكي داوو لوبغاړو په سوزيدو باندي 148 منډي وكړي اومقابل ټيم ته يي د149 منډوهدف وټاكه وروسته انګلستان په مندوجوړولوشروع وكړه اوډيره ښكلي لوبه يي وكړه اود4 لوبغاړوپه سوزيدوباندي په 19.3 اوركي وتوانيدل چي 152 مندي وكړي اووركړل شوي هدف ديراسانه پوره اودالوبه دځان په ګټه تمامه كړي.

04.05.2010 10:22    |   فريدالله سريلانکا زيمبابوی او ويسټ انډيز انګلستان ته ماته ورکړه

دنړيوال جام دسياليوپه لړكي پرون د سريلانكا او زيمبابوي د هيوادونوتر منځ د كريكيټ لوبه ترسره شوه چي سريلانك اپه منډو جوړولو شروع وكړه او په وركړل شويو 20 اورونو كي يي د پنځو لوبغاړو په سوزيدوب اندي 186 منډي وكړي او وروسته د لوبي څخه باران شروع وكړه اولوبه يي وځنډوله كله چي باران ودريد نو د ډاکوارټ او لويس د قانون مطابق امپايرانو فيصله وكړه چي زمبابوي به يوولس اورونه كوي او 106 منډي به كوي.

03.05.2010 07:20    |   فريدالله واعظي هند سويلي افريقا او استراليا پاکستان ته ماته ورکړه

پرون د ماښام په شپږوبجو د سويلي افريق او هند د پياوړو ټيمونو ترمنځ د نړيوال جام په سياليو كي د ويسټ انډيزپ ه هيواد كي لوبه ترسره شوه چي په دي لوبه كي جنوبي افريقا پچه وګټله اوهندوستان ته يي دمنډوجوړولو بلنه وركړه.

04.04.2010 07:45    |   فريدالله واعظي ولسمشرحامد كرزی په يوه ناځاپي سفركندهارته رسېدلی

نن دحمل په ۱۵ چي داپريل دمياشتي د څلورمي سره سمون خوري دسهارپه لس نيمو بجو د افغانستان ولسمشر حامد كرزي په يوه ناڅاپي سفر د افغانستان ناامنه ولايت كندهارته ورسيد.

07.03.2010 14:55    |   فريدالله (واعظي) په لرې پرتوسيموكې څه تيريږي؟

سلامونه اونيكي هيلي دتول افغان دويب پاني چلوونكو درنواوكړيدلوهيوادوالوته وړاندي كوم زه غواړم دهغه بي غيرته يهوديانوله كړنوچي دشپي په مهال يي زمونږپه بي ګناه هيوادوالوترسره كوي درنوهيوادوالوته ځه وليكم اوباوروكړي چي هرځه چي ليكم هغه حقيقت ليكم. زه دوردګوولايت دبندچك دولسوالي يواوسيدونكي يم اودوردګوولايت كه څه هم چي دمركزكابل په 25 كيلومتري كي پروت دي مګرداسي سيمي لري چي ډيري ليري دي چي دچك ولسوالي هم ليري اودغرونوپه مابين كي پرته يوه ولسوالي ده خلك يي زياتره مسافراوپه نوروولايتونوكي مزدوري كوي په نوموړي ولسوالي كي يوه دولسوالي په سطحه شفاخانه ده چي دشيرخاني دشفاخاني په نامه مشهوره ده چي دولسوالي ټول ناروغان نوموړي ولسوالي ته راوړل كيږي اوتريوي اندازي پوري يي علاج هم كيږي .

15.11.2008 20:55    |   فريدالله تاسې د خپلو مېړونو په وژلو مه خوابدې كېږئ