د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علي خان محسود

10.05.2015 11:12    |   علي خان محسود د لوې بابا ښاغلي احمد شاه دراني ځيرکتوب ته کتنه

د هر هېواد يا مملکت بهرنی ياني (ورچانى سياست) د کورني (داخلي) حالاتو نه زېږي. دغه حالات سياسي ، مذهبي، اقتصادي، تاريخي او د ټولنې په وده او په ځانګړې ډول (خاص کر ) د ولس سياسي بلوغت،پوخوالې او جغرافيايي پروتوالي پورې اړه لري. د يو هېواد داسې بهرنی سياست ناکام وي چې د هغوي د کورني ( دننیو/ داخلي) حالاتو سره سمون نه خوري.

21.01.2015 10:58    |   علي خان محسود د باچا خان د فضول خرڅۍ خلاف هلې ځلې

په باچاخان باندې ‌ډېر بې خبره خلک نیوکې کوي، چې بابا شوم ؤ. دغه تر یوه حده ریښتیا دي. بابا په شعوري توګه دبې ځایه او غیر اړین لګښت (د فضول خرڅۍ) خلاف ؤ، ده هغه ډوډۍ میلمنو ته ورکوله چې دوۍ پخپله خوړله، په لټانو او مفت خورو باندې دغه عمل بد لګیدو.