د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عطاءالله حيران

21.03.2010 11:15    |   عطاءالله حيران مينه اوعقل

عقل سل دمصلحت بندونه جوړکا چې دعشق سېلاب پرې راشي واړه نوړکا ((سترفيلوسوف حضرت خوشال بابا))

11.03.2010 14:16    |   عطاءالله حيران خپګان څه شى دى؟

١(د مسز آدمز په نامه يوه ځوانه ښځه، چې په غالب گومان دېرش کلنه به وزماکتنځي ته راغلې وه خو ډېره شرمناکه او وهمي ډوله ښځه وه. نوموړې له سردردي څخه ډېر شکايت کاوه او د دې تر څنگ يې راته وويل، چې له کومې ورځې څخه يې چې دا دويمه لور پيدا شوې ده، کابو دوه کاله به کېږي، ښه ورځ يې نه ده ليدلې. تر يوه سوړ اسوېلي وروسته لاس تر زنې کېناسته، رنگ يې لکه د کورکمن په څېر زيړ اوښتى و؛ ما چې وليده، ښځه ډېره خپه ده، ورته مې وويل: ((زه نه پوهېږم، ته راته ډېره پرېشانه او خپه معلومېږې، خير خو دى کنه؟

05.03.2010 07:58    |   عطاءالله حيران د وينا فن

ژباړه : عطاالله حيران د دويمې لويې جگړې په دوران کې د برتانيې لومړي وزير(سرونسټن چرچل) ته بلنه ورکړل شوې وه، چې نوموړى بايد جوړې شوې غونډې ته خپله ويناوکړي. د غونډې جوړونکو اوگډنوالوته ښه معلوه وه، چې چرچل په دغوورځوکې ډېر بوخت دى، داچې غونډه هم په همدې موخه جوړه شوې وه، چې هرومرودې چرچل په کې گډون وکړي، ځکه که نوموړى دې غونډې ته رانه شي، نوغونډه بياخپل اهميت له لاسه ورکړي. کله چې له چرچل نه وغوښتل شو، چې وخت وټاکي، چې کله اوڅه وخت کولى شي په غونډه کې گډون وکړي، چرچل ورته په ځواب کې وويل، وروڼو وخت تاسې پخپله وټاکئ.