د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالسمیع واحدي

03.02.2016 13:55    |   عبدالسمیع واحدي غربي ښکیلاکګر بشر دوستان که چپاولګران

د بشر په تاریخ کي چی کوم تمدونونه تیر شوي دي په ټولو کي هغه تمدنونه او امپراطوري چي د ځمکي د خاکي کري په غربي څنډه کي سر اوچت کړي او رامنځ ته شوي دي لکه د پخواني روم او یونان تمدنونه، د منخنیو پیړیو د هسپانوي ، انګریزی او اروپایی هیواودونو امپراطورۍ او د معاصر وخت د امریکایی امپراطوری واکداران د نړی د نورو ټولنو د وګړو په وژنو، استثمار او زبیښاک لاندی راوستلو، دهغوي د ځمکو او شتمنیو په غضب نیواک او زبیښاک باندي پیل شوی دي عروج ته رسیدلی او بیرته د همدغو امپراطوریو د زمامدارانو د ناوړه او ظالمانه کړنو په اساس ولسونه دی ته اړ شوی دي چي د وخت د ظالموحاکمانو په وړاندي مبارزه پیل او د هغوي ظلم او وحشت ته د پای ټکی کیږدی.د بشری تاریخ په ټولو دورو کی د غربي تمدن فاشیست او مغروره زمامداران او اوسنی وارثین دخپل ځان د شتمن کیدلو او بډاییني په خاطر د نورو ټولنو د

08.11.2015 12:04    |   عبدالسمیع واحدي دبدلون دپاره د بدیل په لټه!

ولس اوس په دې پوه دی چې په افغانستان غوندي یو نیول شوي او یرغمل شوي هیواد کې واک اوځواک د جاهلانو او زورواکانو په قبضه کې دی،

06.10.2015 10:47    |   عبدالسمیع واحدي مظلوم افغانان او تور استعمار

د تلې ۱۵مه (د اکتوبر ۷مه) پر افغانستان باندې د امریکا د یرغل څوارلسم کال سره سمون خوري چې د تروریزم پروړاندې د مبارزې، بشري حقوقو، ښځو حقوقو او دموکراسۍ څخه د دفاع په نوم یې لښکرې راماتې کړې او د دروغجنو او خلکو ته د دوکې ورکوونکو شعارونو پرځای کولو لپاره یې جنګ سالارانو، جنایتکارانو، جاسوسانو او تکنوکراتانو باندې ډډه وهلي ده.