د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالباري جهاني

24.02.2012 23:51    |   عبدالباري جهاني سوله ایز افغانستان به څرنګه جوړیږي؟

افغانستان د خپل تاریخ د ترټولي خطرناکي او حساسي مرحلې څخه تیریږی. له یوې خوا اداري فساد او بې اداره ګي هغه سرحد ته رسیدلي دي چي د لیکنو او تبلیغاتو زور نه په رسیږی. د بلي خوا د ناټو، حکومتي قواوو او مخالفینو ترمنځ پرله پسې نښتو، ماینونو او ځان مرګو حملو د هیواد د ډیري پراخی سیمی امنیت او ثبات له منځه وړی دی، ګاونډیو هیوادونو خپلي ناروا لاس وهني ورځ تر بلي زیاتي کړي او د شمال د ایتلاف بدماشان لا د افغانستان د ویشل کیدلو ګواښونه کوي.

17.02.2012 20:12    |   عبدالباري جهاني څوک سوله نه غواړي؟

سوله په افغانستان کی د هر چا په ګټه ده. یوازي د کرزي د حکومت بدماشان دي چی په جنګ کی یی هر څه تر لاسه کړي او په سوله کی هر څه له لاسه ورکوي. امریکایانو او طالبانو د سولي خبري پیل کړي دي. د افغانستان ټولو اولسونو او نړی والي ټولني یی هرکلی کړی دی. د کرزي د حکومت ټولو جنګ سالارانو، یا په پټه یا په ښکاره، خپل مخالفت اعلان کړی دی. په دې منځ کی یوازي کرزی دی چی نه طالبان د سیال په سترګه ورته ګوري، نه یی امریکایان پر سورنا غوږ نیسي او نه یی په دې څه باندي لسو کلونو کی جنګ سالاران له ځان څخه دونه راضي کړل چی د دوست په سترګه ورته وګوري. حقیقت خو دا دی چی، کرزي که په ژوند کی له چا سره صداقت کړی او په ژوند کی یی له چا سره یو ګام په ریشتیا پورته کړی وي هغه به د شمال د بدماشانو او جنګ سالارانو ایتلاف وي. هغه د شمال ایتلاف ته ټول هغه امتیازات چی یوه چا ته ورکول کیدلای سي ورکړل، او یا هغوی په زور ورڅخه واخیستل، خو د هغوی په ريښتونې دوستي یی ارمان ونه خوت. جمهوریس کرزی اوس یوازي پاته دی. دغه علت دی چی کله د حکمتیار سره د جلا خبرو د پیل کولو اعلان کوي، کله په سعودي عربستان کي د طالبانو له بل اړخ سره د مستقلو خبرو ډنډوره ګډوي، خو طالبان یی سمدستي ردوي او کله، چی نوري ټولي لاري بندي سي، نو پاکستان ته د وروری لاس اوږدوي.

08.02.2012 21:35    |   عبدالباري جهاني خوشال خان او د هغه عصر

خټک د پښتنو د نورو لویو قبایلو په څېر یوه لویه قبیله ده او په زغرده ویلای سو چی له نورو ټولو قبایلو څخه یی لوی امتیاز په دې کی دی چی خوشال خټک پکښی زېږېدلی دی. د خوشال خان ژوند پخپله د پښتنو د فرهنګي، پوځي او سیاسی ژوند یو لوی او ځانګړی فصل دی. خټک له ډیری زمانې راهیسی په همدغه اوسنی سیمه کی، چی د یوسفزیو له مځکو څحخه نیولې د سیند د دریاب تر څنډو پوري غځېدلې ده اباد دي. د خټکو د قبیلې د سرچینې په باره کی، د پښتنو د نورو ډیرو پښتني قبایلو په څير،

04.02.2012 23:03    |   عبدالباري جهاني ناټو له افغانستانه وزي؟

په افغانستان کی د جمهوریس کرزي د حکومت ایله دوې میاشتي تیري سوي وې چی د مجاهدینو یوه پخواني قوماندان، امیر لالي، چی څو میاشتي مخکی د زړه د حملې په اثر وفات سو، ګل اغا شیرزي ته، چی په هغه وخت کی د کندهار والي وو، د یوې مشاجرې په ترڅ کي، په اخطار شکله ډول ویلي وه چی ګل اغا! په دې خارجی قواوو زړه مه تړه. دا به سبا وزي او بیرته به موږ او تاسي سره پاته یو. امیرلالی چي هر څوک وو، خپل واریی تیر کړی دی او اوس د خدای ج حضور ته ورغلی دی. خو خبره یی ډیر ه پر ځای او د اولس په ژبه کړې وه. د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیتا د فبروري پر لومړۍ نیټه، د هر چا د انتظار په خلاف، اعلان وکړ چی امریکا په راتلونکي کال کی خپلي قواوي د جنګی عملیاتو څخه باسي او نور به د حکومت له مخالفینو سره جګړه،

23.01.2012 18:23    |   عبدالباري جهاني د کابل خطرناکي لوبي

د کابل د سیاسی لوبو وضع تر بل هر وخت خطرناکه سوې او طبیعی خبره ده چی تاوان به یی یوازي د افغانستان هغو اولسونو ته رسیږی چی په دې څه باندي دیرشو کالو کی یی نه په یوه فیصله کی برخه درلودلې او نه چا د هغوی څخه پوښتنه کړې ده. د دې لوبو خطر هغه وخت لا زیات احساس سو چی د طالبانو سره د خبرو او د هغوی سره د خبرو دپاره د یوه دایمی مرکز د ټاکل کیدلو پر سر د کابل د حکومت او امریکا ترمنځ تاو تریخوالی پیدا سو. بلي خواته، په قطر کی لا خبري پیل سوي نه وې چی د شمال د ایتلاف جنګ سالارانو د امریکا د یو څو بې مسولیتو مقاماتو سر په برلین کی غونده وکړه او په افغانستان کی یی د یوه فیډرالی نظام د جوړولو، او په واقعیت کی د افغانستان د تجزیه کولو، طرح ورسره شریکه کړه.

09.01.2012 18:50    |   عبدالباري جهاني سوله له چا سره؟

د دوه زره یو کال د نوامبر د میاشتي د وروستیو شپو ورځو راهیسی، چی امریکایی قواوو،د طالبانو د رژیم د چپه کولو لپاره، پر افغانستان باندي حملې پیل کړي دي، ایله اوس دې ته متوجه سول چی د افغانستان مسله یوازي د جنګ له لاري نه حلیږی بلکه خبري هم د حل یوه لاره کیدلای سي. داچي امریکایانو او د ناټو قواوو دغه کار ولي ډیر مخکي نه کاوه او ولي یې د بدبختو افغانانو غمیزه، په لوی لاس، دونه اوږده کړه دا خبري دي بل وخت ته پاته وي. ځکه چی له زور سره ژبه نه کیږی. موږ اوس هم په دې برخه کی بشپړ معلومات نه لرو چی د سولي او حل په باره کی دغه خبري کیدونکي دي کنه دي او که کېدونکي دي نو نتیجه به یې څه وي. او که د دې تر څنګ لا نورو موضوعاتو ته ولاړ سو نو خبري به دونه اوږدې سي چی له اصلي موضوع څخه به لیری سو.

05.01.2012 11:27    |   عبدالباري جهاني جنګي او بشري جنایتونه

څه موده کیږی چی د افغانانو په ځینو ویب سايټونو کی دا خبره توده ده چی وایی د جرمني څارنوالانو د هغه هیواد د مونشن په ښار کی د افغانستان د خاد او واد یو پخوانی منصبدار، د بشر پر حقوقو باندي د تیریو په ګناه نیولی دی. وروسته داسي معلومه سوه چی دا منصبدار به هرو مرو جنرال عبدالغني وي، چي په پلچرخی کی یی ډیر بې ګناه انسانان وژلي او شکنجه کړي دي، او په دې وروستیو شپو ورځو کی د مونشن په ښار کی د ورځپاڼو په خرڅولو لګیا وو. وروسته یو محترم لیکوال د هغو کسانو د نومونو لیستونه خپاره کړل، او د نومونو لیست لا دوام لري، چی همدااوس په اروپا او امریکا کی شپې ورځی تیروي، او د قدرت په وخت کی یی ډیر زیات بشری جنایتونه کړي دي. په دې لیست کی می، د خلق ډیموکراټیک ګوند د حکومت په وخت کی د غزني د والي، عبدالاحد اولسي، نوم په سترګه سو چی لیکوال وایی هغه اوس په پاکستان کی ژوند کوي. په داسي حال کی چی اولسي، تقریبا نولس کاله مخکی، په کابل کی د خارجه وزارت سره نیژدې ویشتل سوی او وژل سوی دی.

04.01.2012 21:40    |   عبدالباري جهاني اوغان؟ (یوه تحقیقاتی څیړنه)

د افغان کلمې، قبایلو او تاریخ په باره کی کافی تحقیقات سوي او حتی کتابونه ورباندي لیکل سوي دي. خو د اوغان او اوغانیانو په باره کی، چي په ایران کی یی د څوارلسمی او پنځه لسمي میلادي پیړیو په کلونو کی ، د مظفریه خاندان د قدرت او جنګونو په شپو ورځو کی هغوی ته مځکه سره تبی کړې وه، یا چنداني تحقیقات نه دي سوي، یا د نشت په شمار دي او یا داسي لنډه څیړنه ورباندي سوې ده چی سړي ته نور سوالونه هم ورپیدا کوي او حتی لار ورڅخه ورکوي.

27.12.2011 20:19    |   عبدالباري جهاني مسؤول څوک دی؟

د یکشنبې په ورځ د تخار ولایت د تالقان په ښار کی د جنازې په مراسمو کی یوه ځانمرګې حمله وسوه او په نتیجه کی یی د پارلمان د یوه وکیل عبدالمطلب بیګ، څو تنو نورو مخورینو په شمول څه باندي شل تنه ووژل سول او څه باندي پنځوس تنه ټپیان سول.ویل کیږی چی عبدالمطلب بیګ د سیمي یو پخوانی جهادي قوماندان او د اوسني نظام د کندوز او تخار پخوانی د امنیه قوماندان وو. عبدالمطلب بیګ به د جهاد د پخواني قوماندان او په اوسني فاسد نظام کی د امنیه قوماندان په حیث، حتما، د خپلو جنایتونو سزا لیدلې وي. خو له هغه سره د بمب د چاودني په دغه حمله کی ګڼ شمیر بیګناه ملکی کسان وژل سوي دي، چی ښایی له وژل سوي قوماندان سره به یی هیڅ ډول اړه نه درلوده. د دې حملې مسولیت چا نه دی اخیستی او، د جمهوریس حامد کرزي په شمول، نورو حکومتی مقاماتو دا وحشیانه عمل محکوم کړ.

24.12.2011 22:46    |   عبدالباري جهاني ملي یووالی

د ملی یوالي ږغ، معمولا، په هغه وخت کی پورته کیږی چی ملت د بهرني دښمن، یا دښمنانو، له یرغل او خطر سره مخامخ او یا اشغال سي او یا په داخل کی داسي ماتم ورباندي نازل سي چی اکثریت اولسونه د غم او پاتا پر کمبله کښېنوي. ټول ملت په یوه درد او رنځ کی سره شریک سي او د یوه مشترک علاج او اقدام ضرورت را پیدا سي. دې حالت ته ملی بحران هم ویل کیږی او د ملي بحران له تاوان څخه په ملت کی هیڅ قوم په امان کیدلای نه سي.

07.09.2011 23:03    |   عبدالباري جهاني موري رخصت راکوه ځم درڅخه !

ځان تر قیامته بېلوم درڅخه موري رخصت راکوه ځم درڅخه زویه د خدای روی می دروړی مه ځه!!! موري رخصت راکوه ځم درڅخه زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه!!! موري رخصت راکوه ځم درڅخه.

15.04.2011 22:39    |   عبدالباري جهاني ګل پاچا الفت د پښتو ژبی د هر وخت شاعر

ګل پاچا الفت د پښتو ژبی د هر وخت شاعر

26.09.2010 16:57    |   عبدالباري جهاني د بینوا او ټول افغان ویبپاڼو بندول د آزادی زیندۍ کول دي

ډیموکراسي، د قلم او بیان ازادي، انصاف او اجتماعي عدالت داسی مفاهیم دي چی سړی د اطلاعاتو او کلتوروزیر ته په هغه باره کی ځکه څه نه سی ورښودلای چی هغه یو عمر په امریکا کی ژوند کړی دی او د همدغو ارزښتنونو د ساتونکو رژیمونو په ملاتړ او برکت د وزارت پر چوکی ناست دی. مارشال!! قسیم فهیم ته ځکه څه نه سو ویلای چی هغه ته دغه ارزښتونه له لویه سره ارزښت او مفهوم نه لري.

12.09.2010 13:01    |   عبدالباري جهاني بیا هم د یوې ملي جرګې په باره کي

څو ورځی مخکی می د «موږ به څه کوو» تر عنوان لاندي یو مضمون لیکلی وو. په هغه مضمون کی می د یوې ملی جرګې یا ملی ټولني د جوړېدلو پرضرورت باندي ټینګار کړی وو. او په ځینی سایټونو کی می خپريدلو ته سپارلی وو. له حقیقت څخه باید تېر نه سو چی هغه مضمون یوازي د یوې طرحی حیثیت درلود او زه یقین لرم چی، د دې پرځای چی د افغانستان د کړېدلي ملت د حیاتی ستونزو د حل دپاره می جواب پیداکړی وي، ډېر زیات سوالونه به پیدا کړي وي. خو دا خبره ورسره زیاتوم چی تر څو پوري معقول سوالونه پیدا نه سي معقول جواب ترلاسه کېدلای نه سي.

06.09.2010 18:00    |   عبدالباري جهاني موږ به څه کوو؟

په کال ۱۸۷۸ کی په انګلستان کی یو کارتون خپور سو چی په هغه وخت کی یې په نړی کي ډیر زیات شهرت وګاټه. په کارتون کی امیر شیرعلی خان د وږي زمري او خروړي خرس په منځ کی ناست دی. لاسونه یی په بغل کی نیولي او وایی ما له خپلو دوستانو څخه وژغوری.

22.08.2010 16:28    |   عبدالباري جهاني زه څه وايم ، ډاکټر لمر څه وايي

د جمعی په ورځ می د افغان جرمن آنلاین په ویب سایټ کی د ډاکټر صاحب لمر هغه لیکنه په سترګه سوه چی په پښتو لیکدود کی یی د انارشی په باره کی لیکلې وه او اندیښنه یی ښودلې وه چی هسی نه دا ژبه پر څو لارو ولاړه نه سي او بالاخره له اوسنیو او راتلونکو څخه د سمی او کره لیکني لاره ورکه نه سي.