د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالباري جهاني

30.07.2014 10:19    |   عبدالباري جهاني اجمل خټک او د هغه چیغي

اجمل خټک په شلمه پیړی کی د پښتو له هغو نادرو شاعرانو څخه دی چی د وخت شاعر ورته ویل کیدلای سي. د پښتو پر نوي ادب، په تیر ه بیا نوي شعر، باندی به د هغه په اندازه بل شاعر چنداني اثر نه وي پری ایښی. اجمل خټک د ۱۹۲۵ کال د سپټمبر پر پنځه لسمه په اکوړه خټک نومي کلي زیږیدلی او د ۲۰۱۰ کال د فبروري په اومه یې له دنیا څخه سترګي پټي کړي دي. هغه د ځوانی په لومړیو شپو ورځو کي د برټانوي استعمار پر ضد چیغه پورته کړه او وروسته د خدایی خدمتګار د تحریک د غړي، او په وروسته کي د ملي عوامي ګوند د فعال غړي او مشر په حیث د عمر تر پایه د پښتون قام د ویښولو او له سیال سره د سمولو ارمان ته وفادار پاته سو او په همدغه ارمان کي یې ساه ورکړه.

24.07.2014 01:02    |   عبدالباري جهاني منزل ته نه رسیږو

پردغه لار چي یو روان منزل ته نه رسیږو ملګرو پریږدی دا کاروان منزل ته نه رسیږو دلته تر دار پوري ګامونه په لمبو کي نه ځي موږ د منصور او د جانان منزل ته نه رسیږو

17.07.2014 11:21    |   عبدالباري جهاني غزل

ساقي پر خپل قول پښیمان سو وایه چیري به ځو له میو تش خُم د مغان سو وایه چیري به ځو موږ د سپرلي د سباوون په هیله شپې سپیني کړې په شپه کي زیری د توپان سو وایه چیري به ځو « پورته شاهین کښته ښکاري په لاس کي غشی لینده »

21.06.2014 11:00    |   عبدالباري جهاني بیا به جنګ کوو؟

ما د جمهوري ریاست د انتخاباتو څخه څه باندي یو کال مخکي لیکلي وه چي د افغانستان انتخابات به له درغلیو څخه ډک وي. پریږده چي څلوردورې نور هم په دغه شکل انتخابات سرته ورسیږي خو افغانان به بالاخره د پردیو له مداخلې پرته د ډیموکراسی تمرین کوي او یوه ورځ به د شفافو رایه ګیریو په کولو بریالي سي. د اپریل په میاشت کي یې د جمهوري ریاست لپاره انتخابات وکړل. ډاکټرعبدالله له ډاکټر اشرف غني څخه تقریبا دیارلس فیصده مخکي وو؛ خو پنځوس جمع یو رایي یې نه وې ګټلي او د دوهم ځلي رایه ګیری د کیدلو فیصله وسوه. ډاکټر اشرف غني، په ورین تندي د رایه ګیری نتیجه ومنله او د اساسي قانون د غوښتني سره سم دوهم ځلي رایه ګیری ته حاضر سو. ډاکټر عبدالله ډیر خوشاله ښکاریدی. په غونډو او کنفرانسونو کي یې ټوکي کولې او دوهم مرستیال خو یې ډاکټر اشرف غني ته په اشاره کي بې ادبي لا هم وکړه.

19.06.2014 10:17    |   عبدالباري جهاني سید احمد بریلوي او هندوستاني مجاهدین

پښتنو له انګریزي استعمار سره زیات و کم یوه نیمه پیړۍ چګړې کړي دي. په دې جګړو کي یې تر سلو زرو زیات شهیدان ورکړي، کورونه او ښارونه یې سره لمبه سوي او تباه سوي دي، او د خپلو وینو او سرونو په بیه یې د استعمارګرانو د آرام خوبونه حرام کړي دي. په دې تحریکونو کي یو هم د سید احمد بریلوي او هندوستاني مجاهدینوتحریک دی، چي زیات و کم اتیا کاله یې دوام وکړ او کله کله به یې د مجاهدینو د لښکرو شمیر تر پنځه لس زرو تنو واوښت او د انګریزانو د جنرالانو په سطح کسان به پکښي ووژل سول. د سید احمد بریلوي تحریک ته خپلو استعمارګرو دښمنانو او هغو ملایانو او پیرانو چي د دغه تحریک په وجه یې خپلي ګټي په خطر کي لیدلې، د وهابیانو نوم ورکړ او ځیني تاریخ لیکونکي یې اوس هم په دغه نامه پیژني.

02.06.2014 09:33    |   عبدالباري جهاني پاڅون

د یکشنبې په ورځ د مې د میاشتي پر یو دیرشمه مي د طالبانو په مقابل کي د کونړ د دریو کلیو د پاڅون په ارتباط خبرونه ولوستل. ماته داسي څرګنده سوه چي یو ځل بیا ساده پښتنو، د پردیو په ټونګ، د خپلو وروڼو د وینو تویولو او کلیو سوځولو ته ملا تړلې ده. په کونړ کي به پښتانه قتلیږي او غلیمان به یې د خیر پر غونډۍ ورته ناست وي. هغه چي طالب دی د پردیو مرمیو، پیسو او د حورو او غلمانو له دروغجنو وعدو سره د خپل بابا او نیکه کلي ته ننوتلی دی؛ د خپل کور په ورانولو او د خپل ورور او وراره په وژلو ځانته جنتونه ګټي. او هغه چي پاڅون کوي هغه د پردیو په تحریک پاڅیدلی دی. د څو ټنګو لپاره د خپل ورور په جنګ ور وزي. نه یوازي په دواړو مورچلونو کي پښتانه قتلیږي بلکه په منځ کي هم د بیګناه پښتنو کورونه ورانیږي او کلي یې سوځي. نور دي چړچې کوي او د نړۍ له نیرنګونو او چلونو بیخبره پښتانه دي همداسي د قربانی د څارویو په څیر قتلیږي. دا د پردیو په ټونګ د پیړیو راهیسي قصابي او ورور وژنه به تر کومه روانه وي. درک یې یوه خدای ج ته معلوم دی.

29.05.2014 21:31    |   عبدالباري جهاني عبدالروُف بېنوا نه هیریدونکی ستوری

عبدالروُف بېنوا په شلمه پیړۍ کي د پښتو ژبي د ادب یو له تر ټولو روښانو ستورو څخه وو. څوک چي د پښتو ژبي له معاصر ادب سره څه لږ شاني بلد دي او یا یې حتی یوازي د پښتو د شعر نوم قدر اوریدلی وي د هغو غوږونو ته د بېنوا نوم او شعر رسیدلی دی. بېنوا یوازي شاعر نه وو، مورخ، عالم او محقق وو؛ خو څوک چي بینوا پيژني او یا یې د بېنوا په باب څه اورېدلي وي هغه یې د شاعر په نوم پېژني. د مرحوم عبدالشکور رشاد او مرحوم عبدالحي حبیبي په څیر زموږ لوی او ستر محققین ښه شاعران وه او مرحوم حبیبي خو لا په فارسي ژبه کي تر پښتو ښایسته او ښه شاعري کړې ده، مګر لږ داسي کسان به پیدا سي چي د مرحوم رشاد او یا مرحوم حبیبي د شعرونو په کتابونو پسي دي وګرځي، او چي کله د دوی نومونه یادیږي نو د خلکو ذهنونو ته د هغوی د علمي، تاریخي او تحقیقي آثارو نومونه ورځي. دا ولي؟

16.05.2014 14:58    |   عبدالباري جهاني غني خان، فلسفي او اولسي شاعر

خان عبدالغنی خان په کال نولس سوه څوارلس کی د پښتنو دستر مشر خان عبدالغفار خان په کور کی زېږېدلی دی. په ډېر وړوکوالی کی د مور له میني څخه محروم سوی او په ډېر ماشومتوب کی یې د خپل پلار د اوږدو مبارزو لاره اخیستې ده. په نهه کلنۍ کی یې د مولود شریف په ورځ په ښونځي کی یوه احساساتی وینا وکړه. په هغی وینا کی یې د برټانوی هند له واکدارانو څخه پوښتنه وکړه چی د ده پلار پاچاخان په څه گناه بندی دی. او په دې توگه یې په ډېر وړوکي ځان او کم عمر د وخت له تر ټولو ستر استعماري طاقت سره ډغری پیل کړې. غنی خان یو ځل په دې لړ کی د خپل پلار په غوښتنه پوهنځي پرېښودله اود سقاوی د رژیم څخه د افغانستان د ژغورلو او د امیر امان الله خان سره د مرستی کولو په منظور په هغه ډله کی شامل سو چی د طبي خدماتو د پاره رزول کېدله. البته مخکی له دې چی ځوان غنی خان په دې لاره کی عملی خدمت وکړی، امیر امان الله خان د برټانوی هند خاوری ته واوښت او د سقاو د لښکرو سره یې د زیاتو وینو تویولو د مخنیوی په منظور له جنگ څخه لاس واخیست.

28.04.2014 09:55    |   عبدالباري جهاني د انتخاباتو دوهم پړاو

په افغانستان کي د جمهوری ریاست لپاره انتخابات پای ته ورسیدل او، لکه چي انتظار یې ایستل کیدی، خبره یې دوهم پړاو ته ورسیده. داسي اټکل کیږي چي څه باندي اوو میلیونو تنو، چي ښه غټه فیصدي یې ښځي وې، په دې عمومي رایه ګیري کي برخه واخیسته. د بیلو بیلو سرچینو له رپوټونو څخه څرګندیږي چي په څه باندي یو میلیون رایو کي درغلي سوې ده او دا د درغلیو زیاتره رایی په ډاکټر عبدالله اړه لري. که د دې رایو نیمایی برخه هم ډاکټر اشرف غني ته تللي وای نو د رایو په فیصدي او انډول کي به یې د پام وړ تغیر راوستلی وای. په هرصورت، اوس له دې خبرو څخه څه نه جوړیږي. د انتخاباتو خبره دوهم پړاو ته ورسیده.

27.04.2014 10:44    |   عبدالباري جهاني احمدشاه بابا د فاتح او شاعر په حیث

د احمد شاه بابا د نامه له یادولو سره سړی ته معمولا د پانی پټ جنگ، پر هند باندی حملې، د تورو خرپی او د مېړانی او تدبیر رنگارنگ کیسی ور په یادېږی. دا خبری دومره ذهن ته راځی چی د ده د شعرويلو او ليکلو برخه او هنری ژوند بالکل د سړی له یاده وزی. چا ته دا نه ور په یادېږی چی ده به هم گوندی د دومره جنگونو، سیاسی اصلاحاتو او د افغانستان د تاسیسولو په څېر مهمو کارنامو ترڅنگ کله شعر هم ویلی وی. په داسی حال کی چی دی هم د ځینو لویو پاچاهانو او سردارانو په څېر د توری او قوی مټ تر څنگ د ښه قلم او ښې ادبی قریحې خاوند وو او ځانته د لویو شاعرانو په څېر یو بشپړ دېوان لری

19.04.2014 10:21    |   عبدالباري جهاني د کندهار ویرژلي پېښي

زیات وکم دوې هفتې مخکي د کندهار د ملي پولیسو یوه ډلګۍ، چي د هغه ولایت د سر، ناموس او امنیت د ساتلو وظیفه یې درلوده، په نیمه شپه کي، د میني انتظار په نوم یوې ځواني شاعري په کور ور ننوتل.

13.04.2014 20:47    |   عبدالباري جهاني د افغانستان وروستي انتخابات او لومړني اخطارونه

په افغانستان کي د جمهوری ریاست انتخابات، چي له ډیری مودې راهیسي یې خلکو په بې صبرۍ انتظار کاوه، او ډیرو خو لا ویل چي انتخابات به بیخي ونه سي، بالاخره پای ته ورسیدل. دا چي رایه ګیري به، په عمومي صورت، څرنګه سوې وي هغه بیله خبره ده خو، د عمومي پیش بینیو په خلاف، تقریبا له وینو توییدلو پرته بشپړ سول او داسي ښکاري چي د افغانستان د خلکو ډیر غټ اکثریت برخه هم پکښي واخیستله. انتخاباتي ټیمونه، لکه ما چي په خپل یوه تیر مضمون کي لیکلي وه، د

25.01.2014 14:26    |   عبدالباري جهاني د کابل شرمونکي لوبي

د متحده ایالاتو یوې معتبري ورځپاڼي کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼي د پنجشنبې په ورځ د ډان مرفي په نوم خپل یوه مشهور خبریال رپوټ خپور کړی او لیکي چي د کام ایر شرکت د ټولو تورونو څخه براءت تر لاسه کړ او کولای سي چي د متحده ایالاتو څخه د قراردادونو اخیستلو ته درخواستي ورکړي. خبریال لیکي چي د دې فیصلې له چټکی څخه په لومړي سر کي څرګنده وه چی دا یوه سیاسي تصمیم وو. د افغانستان جمهوریس حامد کرزي غوښتل چي خپل قوي ملاتړی، د کام ایر د هوایی شرکت مالک زمری کامګار حمایه کړي. د متحده ایالاتو پوځ د دې زهرجني ګولۍ په تیرولو چنداني خوشاله نه وو خو له

23.01.2014 10:42    |   عبدالباري جهاني خارجي قواوي تر کله؟

د نیویارک ټایمز ورځپاني د چارشنبې په ورځ په افغانستان کي د متحده ایالاتو د پوځي قواوو د راتلونکي په باب یو لنډ ربوټ خپور کړی او ویلي یې دي چي د دفاع د وزارت مقاماتو جمهوریس بارک اوباما ته پیشنهاد کړی دی چي کله د روان کال له ختمیدلو سره په افغانستان کي د بین المللي قواوو جنګي ماموریت پای ته رسیږي نو په هغه هیواد کي به یا د امریکا لس زره پوځیان پاتیږي او یا به ټولي قواوي را وزي. ورځپاڼه وروسته لیکي چي حکومتي مقاماتو د وال سټریټ ژور نال ورځپاڼي پر دې رپوت باندي له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه چي ویل یې پوځ په نظر کي لري چي خپلي قواوي ژر له افغانستان څخه را وباسي تر څو چي د ۲۰۱۷ کال د جنوري تر میاشتي پوري چي د جمهوریس اوبا دوره ختمیږي، په هغه هیواد کي د امریکا یو عسکر هم پاته نه وي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وروسته د خارجه وزارت د یوې نطاقي له قوله لیکي چي جمهوریس تر اوسه پوري د پوځیانو د وروستي شمیر په باب فیصله نه ده کړې؛ مګر دې وویل چي که، له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د امریکا د پوځیانو د دریځ په باب، د دواړو خواوو ترمنځ موافقتنامه لاسلیک نه سي نو د ناټو او امریکا ټول پوځیان به له افغانستان څخه وزي. دا هغه حالت دی چي موږ یې نه غواړو او موږ په دې عقیده یو چي دا حالت د افغانستان په خیر هم نه دی.

09.01.2014 20:16    |   عبدالباري جهاني الف لیله و لیله د تاریخي او اجتماعي پلوه

څه باندي لس کاله مخکي زما استاد او ملګري مرحوم محمد انور نومیالي ماته له ډنمارک څخه په ټلفون کي وویل چي د الف لیله و لیله د ترجمې کار یې پیل کړی دی. ما یې ډیر تود هرکلی وکړ او دا مي ورته وویل چي د پښتو ژبي دغه لوی او لازم خدمت له تا پرته بل څوک نه سي کولای. خو خپلو ملګرو ته مي وویل چي د نومیالي صاحب روغتیایی حالت او عمر ښایی د دې لوی کار د بشپړیدلو اجازه ورنه کړي. کشکي یې دا کار یو څه مخکي پیل کړی وای. زما له مرحوم استاد سره ریشتیا هم عمر وفا ونه کړه او کار نیګمړی پاته سو. څه موده مخکي زما همصنفي او د وړوکتوب د وختونوملګري

03.01.2014 14:54    |   عبدالباري جهاني د پښتو په کلاسیک ادب کي ناروا لاس وهني

د پښتو ژبي د پخوانیو شاعرانو، په تیره بیا خوشحال خان خټک، اشعار څو څو ځلي چاپ سوي او د لوستونکو لاسته ورغلي دي. د خوشحال خان خټک شعرونه او آثار خو هم په ځانګړي توګه او هم د کلیاتو په شکل یو ځایي چاپ سوي دي، او دا لړۍ لا ښایي اوس هم دوام ولري. زما په عقیده، د خوشحال خان خټک اشعار او کلیات باید دونه چاپ سي چي د هر پښتانه کورته ورسیږي. د پښتو ژبي په تاریخ کي نه په دغه ښایست، نه په دغه ډیروالي او نه د مضامینو په دغه کثرت چا شاعري کړې ده. د خوشحال خان خټک کلیات نه یوازي د پښتانه قام په راپیژندنه کي بې ساري اثر دی بلکه په یقین سره ویلای سو چي که دا کلیات نه وای د پښتنو د تاریخ یو لوی فصل به ورک وای. ما ته دا نه رامعلومیږی چي د خوشحال خټک په اشعارو کي به د کلماتو له مخي څونه قصدي او غیر قصدي لاس وهني سوي وي؛ خو دا چي د هغه له وفات څخه، څه باندي درې پیړۍ، وروسته د هغه په عقایدو کي لاس وهل کیږي دا یوه داسي ګناه ده چي نه د کولو او نه د بخښلو ده.

26.12.2013 11:35    |   عبدالباري جهاني د پښتو نظم ځیني توکي او اړخونه

پښتو لیکلی نظم زیاتره د فارسي او عربي نظمونو سره توپیر نه لري او د نظم په قوانینو کي یې شریکه لاره ورسره نیولې ده. باید چي موږ د پښتو نظم پر ځای په عمومي صورت د نظم د توکو په باره کي ږغیدلي وای. خو څرنګه چي د پښتو په نظم کي فوکلوري نظمونه هم شامل دي او هغه له فارسي او عربي سره څرګند توپیر لري او وروسته به وګورو چي پښتو نظم، په تیره بیا د سیلابونو د شمیر په برخه کي، له فارسي نظمونو سره څرګند توپیر لري، نو ځکه په مشخصه توګه د پښتو نظم د جوړښت او ځینو اړخونو په باب لیکنه کوو.کله چي د نظم خبره رامنځته کوو، نو لومړنی شی چي ورسره مخامخ کیږو او په وجود سره یې نظم له نثر څخه بیلیږي هغه قافیه ده. ځکه نو د قافیې په باب په عمومي صورت یو څه ویل لازم دي.

26.12.2013 10:55    |   عبدالباري جهاني پایلوچان او عیاران

په دې وروستیو وختونو کي د کندهار د پایلوچانو په باب ځیني لیکني سوي دي چي سړی تبصرې لیکلو ته مجبوروي. په دې تازه شپو ورځو کي د اسدالله زړه سواند په نوم، د کندهار یوه ځوان، د کندهار پایلوچان تر عنوان لاندي یوه نسبتا مفصله څیړنه کړې ده. که څه هم چي دا لیکنه هیڅ ډول تاریخي شواهد نه وړاندي کوي او هیڅ ډول استناد نه لري، او سړی یې له تحقیقاتي پلوه ډیره د توجه وړ نه سي بللای؛ خو همدغه لیکنه پخپله شل دیرش یا پنځوس کاله وروسته، چي زموږ راتلونکو نسلونو ته به، زموږ زمانې ته د نیژدې پیښو په باره کي، موثق اطلاعات نه وي، په یوه سند تبدیلیږي او ښایی، په هغه وخت کي، زموږ د راتلونکو محققینو او څیړونکو د ګمراهی سبب سي. دا، نسبتاً مفصله، لیکنه، چي داسي ښکاري د یوه علمي سیمینار لپاره ترتیب سوې وي، تقریبا له سره ترپایه پر احساساتو ولاړه ده؛ او چي په دنیا کي څه ښېګڼي دي هغه یې پایلوچانو ته ور په برخه کړي دي. لیکوال د خپل مضمون په لومړي مخ کي لیکي« دلته په کندهار کي د ظلم او ستم سره ډول ډول مبارزې سوي دي، چي د هغو د ډلي نه یوه یې د نامیانو( پایلوچانو) او ځوانمردانو نهضت دی، چي د خلکو د ګڼو پرګنو د آرمانونو په پار یې اوږدې مبارزې کړي دي. د بې وسو لاسنیوی یې کړی دی او د زورمندانو او ستمګرانو په ضد درېدلې دي. هغو داسي یو نظام درلود چي ستمګرانو په ټول قدرت چي يې درلود بیا هم د دوی نه ډاریدل»

08.10.2013 13:23    |   عبدالباري جهاني انتخابات په هر صورت

انتخابات د ډیموکراسی ناموس دی. له انتخاباتو پرته ډیموکراسي نسته. هر څومره چي انتخابات شفاف او د جبر، زور او غبن څخه خالي وي، په هماغه اندازه حکومت د خلکو د ارادې ښکارندوی وي. په افغانستان کي، له بده مرغه، هیڅ وخت شفاف انتخابات نه دي سوي او د شهید محمد داوود خان له زمانې څخه تر نني ورځي پوري خو ټول انتخابات بې اعتباره دي.

01.03.2013 20:43    |   عبدالباري جهاني جوسیا هرلان، لومړنی امریکایی په افغانستان کي

جوسیا هارلان Josiah Harlanد ۱۷۹۹ کال د جون پر دوولسمه د د امریکا د فلادلفیا په ښار کي د جاشوا هارلان په کور کي، وزیږیدی. د ځوانۍ له ډیرو لومړیو کلونو څخه یې په داسي کارونو کي له لګیا کیدلو سره مینه وه چی د ده د همزولو نه په وس پوره وه او نه یې فکر کولای سوای. دونه ځیرک وو چي، که څه هم چي په طب کی یې هیڅ ډول زده کړه نه وه کړې، د

03.04.2012 17:44    |   عبدالباري جهاني د پسرلي سندره ( د حمید ماشوخیل پر غزل مخمس )

خط پر مخ د صنم راغی که سپوږمۍ شوه په هاله کي دا یې غاښ په خوله کي زیب کا که ژاله شوه په لاله کي خط مي راغی له هیواده پسرلی دی په کهاله کي شبنم بیا زڼي شیندلي په نارنج او په لاله کي

24.03.2012 12:07    |   عبدالباري جهاني ما لا خوبونه لیدل

خوب مي لیدی پر کندهار باندي غزل لیکمه پر انارګل پر شالمار باندي غزل لیکمه

18.03.2012 22:41    |   عبدالباري جهاني زه پریشان خوبونه وینم

خدایه خیرکې بد شګون دی شرمښان په خوب کي وینم نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کي وینم ماته پلار کیسه کوله چي آخره زمانه سي کور په کور به دښمنۍ وي کلی کور به سره لمبه سي

12.03.2012 21:52    |   عبدالباري جهاني لویدیځ هیوادونه ریشتیا وایی؟

په افغانستان کی د برټانیی سفیر سر ویلیم پیټي، چي تقریبا دوې هفتې وروسته یی په افغانستان کی د خدمت دوره بشپړه کیږي، د سنډې ټلګراف ورځپاڼي ته په یوې مرکې کي ویلي دي چي زموږ لویه غلطې دا وه چی موږ ویل جنګ مو ګټلی دی. دی وايی موږ ګومان وکړ چی د طالبانو له نسکورولو او د هغوی له تښتیدلو سره مو په افغانستان کی بری په برخه سو او نور خپله توجه، په کال ۲۰۰۳ کی پر عراق باندي حمله وکړه او خپله ټوله توجه مو د هغه هیواد خواته واړوله.

09.03.2012 14:46    |   عبدالباري جهاني د ښځو حقوق که نوې سیاسي لوبه؟

د افغانستان د علماوو شورا، په دې وروستیو شپو ورځو کی، د ښځو په باره کی ځینی مهمی فیصلې وکړې. ګواکي په هیواد کی نوري ټولي ستونزي حل سوي دي او یوازي د ښځو مسله پاته وه او هغې ته هم، له نیکه مرغه، علماوو خپله توجه واړوله. دا چي د علماوو شورا څه قانونی وجایب او وظایف لري، د افغانستان په اساسي قانون کي یی، چي ښایی په ډیر تلوار ترتیب سوی وي، له بده مرغه چنداني یادونه نه ده سوې. خو دا چي جمهوریس حامد کرزي سمدستي د هغوی فیصلې ومنلې او هغه یی د اسلامی شریعت له احکامو سره سمي وبللې نو داسي ښکاري چي د افغانستان د علماوو شورا هم داسي یوه موسسه ده چی باید حساب ورباندی وسي او د یو څه کار تمه ورڅخه کیدلای سي.